" دقلم توره "


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


لاره وي د حـق، باطل مو پېژنـــدلي
"خاطِري"په هر سړي باندي پوهیږو

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست مقام څخه دوې(۲) غوښتني

(1) ددیني علماء او طالب العلمانو لپاره د ژورنالیزم،انګلېسي او کمپیوټر د زده کړي مناسب چاپیریال

دا تر لمر سپینه ده چي عصري علوم په ځانګړي ډول د انګلېسي، کمپیوټر او ژورنالېزم په برخو کي زده کړي د وخت جدي تقاضا او اړتیا ده او په کندهار کي د دې زده کړو لپاره د ښه کیفیت او کافي کمیت څخه برخمن مراکز موجود او فعالیت کوي
خو یوه نیمګړتیا سته هغه دا چي یاد مراکزو شل کاله د امریکایې اشغال تر سیوري لاندي فعالیت کړی دی ځکه یې د شاګردانو لباس،اخلاق،سیرت او صورت لکه څنګه چي مناسبه ده د اسلام له اصولو سره ندي برابر او نه هم اسلامي او افغاني دود او کلتور پکښي رائج دی
نو بناءً ډېر علماء او طالبان وه او سته چي د عصري علومو زده کړي ته به لېوال وه خو د مناسب ماحول او چاپیریال د نه شتون په وجه یې همدا هیله تر اوسه نېمګړې پاته ده لهذا موږ غوښتنه کوو چي یاد ریاست د بشپړ اسلامي چاپېریال په رامنځته کولو د ټولني دینداره قِشر ته د عصري علومو په ځانګړي ډول دانګلېسي او کمپیوټر د زده کړي لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونو ته زمینه برابره کړي.

(2) د شاعرانو، مبارزینو او لیکوالانو یوه ټولنه او اتحادیه

دا هم تر لمر سپینه ده چي د اسلامي فکر د اشاعت، جهادي مبارزې، او د کفر د نظامي او فکري یرغل په مقابل کي مسلمان غیرتي شاعرانو او لیکوالانو مهم او مؤثر رول ادا کړی او په هر ډول سختو شرائطو کي د خپل مجاهدینو وروڼو تر څنګ درېدلي هغوی ته یې روحیه ورکړې او خلګ یې هم د دوی بشپړ ملاتړ ته جلب کړي دي د قلم د کمان څخه یې پر دښمن داسي غشي وار کړي د مقابلې او جګړې لورئ یې ترې ورک کړی او د تېريګري نړۍ زورور تبلیغاتي ماشین یې ننګولی دی
اوس چي جهاد کامیاب سو دښمن په نظامي ډګر کي بې ساري ماتي وخوړل د دوو لسیزو اشغال پای ته ورسېد پر مسلمان او ګران هیواد مو اسلامي نظام حاکم سو چي د حمد او شکر ځای دی
خو د دښمن د فکري اشغال او استعمار تاثیرات لا هم پاته او په دې برخه کي یې نوي هڅي او فعالت هم دوام لري چي د افغان ملت ذهنیت یې یرغمل کړی
نو بناءً د شاعرانو لیکوالانو مبارزې ته زیات ضرورت او اړتیا ده او پدې حساس پړاو کي یې مسؤلیت خورا دروند دی چي د خپل قلم توره نوره هم تېره کړي او د خپل دین، وطن او کلتور څخه په کلکه دفاع وکړي
او دا مبارزه هلته لا مؤثره او ګړندۍ کېدای سي چي یاد ریاست د دوی لپاره یو اتحادیه او ټولنه جوړه کړي تر څو شاعران ټول په یو معلوم وخت کي سره یو ځای کیږي پر هغه مواردو د نظر تبادله وکړي چي مبارزې ته پکښي اړتیا وي او د یاد ریاست لخوا تشویق هم سي او د مبارزې امکانات هم ورته برابر سي
او په څنګ کي یې د هغه شاعرانو چي د دښمن له تبلیغاتو متأثر سوي او شعر یې سل سلنه د اسلام د اصولو سره ندی برابر د هغو او د عامه ذهنیت تنویر هم وسي،

په درنښت: ورور او خادم مو احمد "خاطِري"


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

قربانیو رنګ راوړئ

ښکــاري دا ځل مو قربانیو داسي رنګ راوړئ
چي اختتام یې دڅلوېښت کالو دجنګ راوړئ

ترنم: مولوي عبدالله "عابد"
شعر: محترم احمد"خاطِري"

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_medianet




Forward from: Ивангай
سـتورې خـپرنـدویه اداره یي وړاندې کوي

دوی نوی تازه ترانی

کسرونه

1 بیازیري در کوه مه آزادي دي مبارک
افغان غیور اولسه خپلواکي دي مبارک

2 هیواد ته آزادي دي راستنه کړه مبارک شه
نړي دي دشکست په غم اخته کړه مبارشه

ترانه ویوونکۍ/قاري عبدالعزیز رحیمي
شاعران/تپاند زهاد ، احمد خاطري
تاسو یی زموږ دټلګرام چینل څخه ترلاسه کولای شي
ستوری خپرندویه اداره ستاسی خپله اداره
https://t.me/alstoorimida


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

ښکاري داځـل موقـربانيوداسـى رنـګ راوړئ
چه اختتام يي دڅلويښت کالودجنګ راوړئ

تـــرنــم:هيبــت الـلــه غـــزنـــوي
شــاعــر:احــــــــمـدخـــــاطِــــري

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media_com


Forward from: احمدخاطري"
اوس په وطن کي بیخي امن دی،جګړې نسته
اوس مو اوږې سپکي دی شکـــر جنازې نسته

اوس نوې کونډه، نوې بـوره، نوې وراره، نسته
اوس مو کورونو کي د ویر ډکي صحنې نسته

اوس هم کوربه اوهم میلمه په اطمنان ویده وي
اوس زړونه نه دربیږي اوس دشپې چاپې نسته

اوس ظلم نسته،وحشت نسته،اوس الحمدلله!
وحشي فوځــــــونه د ناټــــو او امریکې نسته

اوس خپلواکي ده،امارت دی،سپین بیرغ رپیږي
اوس د اشغـــال او استعمار ترخې قیصې نسته

اوس"خاطِري" پـــــه اسلامي نظام ژوند تېرَوي
اوس یې شعـــــــرو کي ویرلــــړلي ترانې نسته

احمد"خاطِري"
۱۴۴۲/۲/۵هـ ق


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

هیواده آذادی مبارک
هیواد اشغلال د خاتمی ورځ داګـــست 31

هیواد تـــه آزادي دي راستنـــه کړه مبارک سه
نړۍ دي دشکست په غم اختـه کړه مبارک سه
شاعر احمد خاطِري
ترنم د انس هاشمی اغا

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa




Forward from: العصر خپرندوی ادراه
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ .
درنو او قدرمنو هېوادوالو!
د العصر خپرندويه ادارې لخوا دې د ګران هیواد ټول مجاهد، غیور اوکړیدلي اولس ته د اشغال خاتمه او ستره آزادۍ او استقلال مبارک وي
العصر خپرندویه ادارې د استقلال د راتلو په مناسبت خپلو مینوالو ته يو ښکلی او په زړه پوری البم
( د استقلال ځوږ ) په نامه چمتو کړی دی چې دادی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوو
الله اکبر ولله الحمد

مسئول ورور : نقيب الله الهاشمي

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


Forward from: احمدخاطري"


Forward from: احمدخاطري"
نوې ترانه

هیــواد تـه ازادي دي راستنه کړه مبارک سه
نړۍدي دشکست په غم اخته کړه مبارک سه

اواز
حافظ معتصم بلال هلمندي
شاعر
محترم احمـــــ د "خاطِري"




الحکمت خپرندويه اداره يې وړاندي کوې
نوې ترانه/ فاتح طالب🍃

هيواد تــــه آزادي دي راستنه کړه مبارک شه
نړۍدي دشکست په غم اخته کړه مبارک شه

اواز : قاري مولوي نورمحمد "انقيادي"
شاعر: محتــــرم احمـــــــــد"خاطري"

👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*


د (زړه سره امارته) په نوم البوم څخه

څومره ګړندي سوه په هیواد کي فتوحات
یو پـــــه بل پسي نیول کیــــــږي ولایات

ترنم: سید منصور اغا "شهاب"
شعر: د محترم احمد"خاطِري"




دالحکمت خپرنیون لخوا وړاندي کیږي
نوې ترانه

داهیواد افغانستان زنده باد زنده باد
دا هیواد دهر افغان زنده باد زنده باد

اواز : حافظ محمداسامه ثاني
شاعر : خاطري صیب

👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•




Forward from: احمدخاطري"
هیواد تـــه آزادي دي راستنـــه کړه مبارک سه
نړۍ دي دشکست په غم اختـه کړه مبارک سه

شهیده سر راپورته کړه هرڅـــه وګــوره خپله
پاک رب دي ارمانونه ټول پوره کړه مبارک سه

له دؤلسیزو وروسته دي کابل بیاقدم ښکل کړ
جهان دي د بریــاوو ننـــــداره کړه مبارک سـه

دا ستا پــه حمایت باندي کامیاب سو دا جهاد
ولســـه! تا هم هرڅـــــه نذرانه کړه مبارک سه

دا ستاعظیمه فتحـــه او دا ستا عمومي عفوه
یادونــــــه د مکې دي را تازه کړه مبارک ســـه

سوې ویاړ د تاریخونو، افتخــــار نوي نسلو تـه
چي هسکه دي دپلار،نیکه شمله کړه مبارک سه

ارمــــان د"خاطِري"دي کړ پــوره فاتح طالبــه!
رپانده دي پر ارګ سپینه جنډه کړه مبارک سه

احمد"خاطِري"
۱۴۴۳/۱/۹هـ ق


Forward from: احمدخاطري"
زموږ بدري قطعات زنده باد زنده باد
راولي بـــه ثبــــات زنده باد زنده باد


Forward from: 🏳ډاکترامارتي🏳
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د افغانستان اسلامې امارت
‏بدري ۳۱۳ قطعه
د ارګ او د کابل ښار د حساسو سیمو امنیت په غاړه لري

20 last posts shown.

216

subscribers
Channel statistics