سپینه امامه!:
ـــــــــــــــــــــ
ستا پۀ مینه یم فدا، سپینه امامه!
زۀ پۀ تا یمه شیدا، سپینه امامه!
د لښکرو د غزا، سپینه امامه!
درود سلام دې وي پۀ تا، سپینه امامه!
د بدرنګو مفکورو څلي دې ړنګ کړل،
د توحید پۀ نور زېبا، سپینه امامه!
پیروۍ کې دې اعزاز دی د دارینو،
د لرغونې ارتقا، سپینه امامه!
تا د جهل لۀ تور تمه امت خلاص کړ،
لمر د علم د رڼا، سپینه امامه!
دجمال مثال دې نۀ وینم محبوبه!
یې لۀ لمر سپوږمۍ با لا، سپینه امامه!
دمنصور درمان د زړۀ پۀ سر اعراب دی،
ستا دیدن او ستا لقا، سپینه امامه!
م منصور درمان
ــــــــــــــــــــــــــــــ
1442/7/20 دجمعې مبارکې شپه
ـــــــــــــــــــــ
ستا پۀ مینه یم فدا، سپینه امامه!
زۀ پۀ تا یمه شیدا، سپینه امامه!
د لښکرو د غزا، سپینه امامه!
درود سلام دې وي پۀ تا، سپینه امامه!
د بدرنګو مفکورو څلي دې ړنګ کړل،
د توحید پۀ نور زېبا، سپینه امامه!
پیروۍ کې دې اعزاز دی د دارینو،
د لرغونې ارتقا، سپینه امامه!
تا د جهل لۀ تور تمه امت خلاص کړ،
لمر د علم د رڼا، سپینه امامه!
دجمال مثال دې نۀ وینم محبوبه!
یې لۀ لمر سپوږمۍ با لا، سپینه امامه!
دمنصور درمان د زړۀ پۀ سر اعراب دی،
ستا دیدن او ستا لقا، سپینه امامه!
م منصور درمان
ــــــــــــــــــــــــــــــ
1442/7/20 دجمعې مبارکې شپه