اسحاقزی کتابتون 📚Eshaqzay Library


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلته تاسو ته د پښتو ژبې اړوند په مختلف موضوعات تاسوته ښکلي کتابونه،درسونه، ادبي او دیني لیکنې نشر کيږي هيله ده دا چينل د ملګرو سره شريک او خپور کړئ د ودان او علمي افغانستان په هیله ! محمد ولي اسحاقزی

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د مور جالبه کیسه!


یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې.
ملائیکه راښکته شوه, مخ يې د مور خواته کړ او ورته يې وویل:
ای موري ! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، هغه ﷻ پر تا رحمت کړی, چې ستا یوه هیله پوره کړم، ووایه له هغه نه څه غواړې؟
مور ملائیکې ته مخ کړ او ورته يې وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم, چې زما زوی ته شفا ورکړي. ملائیکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
ملائیکې وویل:
اوس دې زوې روغ شو، خو تا کولای شو, چې دخپلو ړندو سترګو د لید غوښتنه دې کړې وای.
مور مسکۍ شوه او ورته يې وویل: ته یې نشې احساسولی!
کلونه تیر شول, زوی ستر او بریالی انسان ورڅخه جوړ شو او مور به هم د زوی بریالیتوبونه په مینه ونمانځل.
زوی واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره يې ډیره مینه درلوده...
یوه ورځ زوی مخ مورته ور واړولو او ورته يې وویل:
مورې !
نشم کولی څنګه یې درته ووایم, خو اصلي ستونزه دا ده چې زما مېرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې.
مور زوې ته مخ ور واړولو او ورته يې ویل:
نه زویه, زه د پخو عمر خلکو ځای ته ځمه
او له خپلو همزولو سره ژوند کوم او هوسا به یمه...
مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه.
ملائیکه بیا راښکته شوه او مور ته وويل:
ودې لیدل چي ستا زوی له تاسره څه وکړل؟
اوس پښیمانه شوې؟
غواړي ورته ښیرا وکړې؟
مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښیرا ورته کوم، ته څه پوهیږي؟
ملائیکي وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی او کولای شې هیله وکړې، اوس وایه پوهیږم چې له الله ﷻ څخه دخپلو سترګو لید غواړې، صحیح ده؟
مور په ډاډ سره وویل, نه! ملائیکې په ډیره حیرانتیا سره وویل, نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم ننګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چې زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.
دملائيکي له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.
کله چې مور دملائیکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويي پوښتل:
ملائیکې هم ژړا کوي؟
ملائیکي وویل: هو!
خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملائیکې ځواب ورکړ:
الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. يعنې چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي.
هیڅوک او هیڅ شي نشي کولای, له مور سره پرتله کړي

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، ددې لیکنې په لوستلو سره به ډېرو مسلمانانو ته د زړه سکون پیدا شي.


سولې راشه



سولې راشه سولې راشه 
ورکې ورکې را پیدا شه 
هسې نه درپسې مړه شو 
مرورې را پخلا شه 
ما لېدلي دومره نه وو 
د پاچا د لور نازونه 

مَړې بس دي دومره بس دي 
مکېزونه مکېزونه 
یو ناڅاپه غېږه راکړه 
کټ کټ کټ کټ په خندا شه 
دا د زړه غوټې مې ټولې 
دي غوټۍ غوټۍ را ټولې 
میَنان در پسې مړه دي 
که غاټول دي که غاټولې 
په پستو ګوتو یې سپړه 
د ګلونو مسیحا شه 

داسې کار دی داسې کار دی 
راته پټ د مرګي مار دی 
په زرغون غشي یې وله 
ګني بیا یې د ټک وار دی 
د ژوند مستې نغمې راوړه 
مسته مسته په ګډا شه 
په هوا راشه مرغۍ شه 
سولې سولې ښاپېرۍ شه 
پر افغان وطن دې ویړه 
د خوږې مینې کېږدۍ شه 

د نهیلي زړه په تاخ کې 
د امید بله رڼا شه 
دا وطن به مې جنت وي 
ژوند به مینه محبت وي 
په ارزانه بیه راشه 
سولې ډېر دې که قیمت وي 
د کاروان وطن دردمن دی 
ته یې درد لره دوا شه 

شاعر:پيرمحمدکاروان
۱۹- حمل – ۱۳۹۸


غزل:ګرځم په
2020-09-21

ګرځم په جــــومـــات پـــــسې مندر په مخه راشي
لمـــــونـځ د قــضا شــــــوي مازدیګر په مخه راشي

زه خـــــو دمـــوسکا په یوه لښتي کې هم  ډوبېږم
ســــتاد تــــورو ستـــرګــــو سمندر په مخه راشي

کــــور چـــې جـــوړومــه رانـــه تیږي منډې واخلي
قــــــبر ته لــــوحــې لـــره مــر مـر په مخه راشي

لوند ګلاب د زړه مې وي ساتلی خو چې وچ شي
نـــاڅــا پـــه بلـــبله د سپین غــر په مــخه راشي

ټول عمر کاروان پښې یبلي ګـــرځــم په اغزو کې
ګــــونــــدې دګلـــونـــــو پیغـــمبر پــه مخه راشي
شاعر : پيرمحمد کاروان


چې اوبه اوښکې اوښکې، سره ګلونه وینه ښکاري
ژونده څېره دې ګوره دا څومره غمګینه ښکاري

مونږ ملامت یو کایناتو کې نفرت خوروو
ګني د دوی خو په ذره ذره کې مینه ښکاري

د قمرګلې غنم لَو سندره غم رېبلې
آواز یې غلی مرۍ غوڅې ماه جبینه ښکاري

خوند و مزه خو یې څو چنده ده له دوی نه سېوا
سوله تر واورې بورې مالګې تکه سپینه ښکاري

آرایشګرې به یې مخ سنګاروي په کمال
جګړه په زړه توره کافره ده بې دینه ښکاري

لکه د لمر په تار پېیلی څاڅکي څاڅکي باران
کاروانه ستا غزله دغسې رنګینه ښکاري

۳ ثور ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ


دردونکـي او ریښتیني کیســــه
دمــــــور مـینـه
ترپایه یي ولولۍ

#مور يې ډيره ورڅخه #ناراضه وه، قصد يې وکړ چې پخلا يې کړي، له ځانه يې راضي کړي، ور غږ يې کړ، اى مورې! نن ماښام به روژه ماتي ته څه پخوې؟
#مور يې په جواب کې ورته وويل #زهر درته پخوم، زوى يې په خندا ور غبرګه کړه چې ستا د لاس زهر هم ماته ډير محبوب دي او خوند راکوي، مور يې ورته وويل له مخه مې لرې شه! زوى يې ورته وويل سمه ده خو يوار وخانده، #مور يې ورته وويل لاړ شه ما خپل کار ته پريږده، ځوى يې ورته وويل ای مورې دومره غصه او قهر!
مور يې ورته وويل نه غواړم چې #مخ دې ووينم تر څو چې د مور او پلار سره زندګي او ګذاره زده نکړې، زوى يې ورته وويل سمه ده زه هم درڅخه مرور شوم أو نن روژه مات”افطار” هم نه درسره کوم.
زوى يې له کوره ووت تر څو چي يو قيمتي توکي پيداکړي او بيا خپل #مورکۍ په خوشحاله کړي، ځکه چې دى پوهيده چي دامي د مور د زړه خبرې ندي بلکې د يو لږ وخت لپاره راته غصه شوې ده.
له دوه ساعته وروسته چې د روژه ماتې وخت هم نږدې شو، #مورکۍ يې پر خپله لور غږ وکړ چي #دسترخوان اوار کړه، او د خپل ځان سره يې وويل ” څومره غصه مې ورته وکړه، الله تعالى مې د ده د پښو له خاورو ځار کړي، او دده لپاره مې هم هغه خواړه تيار کړي دي چي دده خوښ دي، والله چي افطار، هم بغير له ده څخه خوند نه کوي.
لور يې ور غږ کړل، مورې #دسترخوان باندې ډوډۍ کښيږدم. و افطار ته پنځه دقيقې پاته دي، مور يې ورته وويل هو، خو ورورته دې هم #ټليفون وکړه! چي ژر راشي او افطار ته لږ وخت پاتې دى.او دا مه ورته وايه چي ما تاته ويلي چې #ټليفون ورته وکړه. تر څو چې د مور په قدر پوه شي او بخښه و غواړي..
لور يې ټيليفون ورته وکړ خو د هغه موبايل د بند جواب وايي، مور يې وويل الله جل جلاله دي په سلامتي سره خپل کورته راولي..
وخت د آذان شو خو زوى يې رانغلو، مور يې روژه ماته کړه خو خپل په زړه کي وايې زما د سترګو توره او زما روحه #پوهيږم چي وږى يې، الله ج مې دې سترګې وباسي چي ته مې خوابدی کړې.
ناڅاپه د #ټلويزيون پر مخ باندې خبر ښکاره شو چې په کراده ” په بغداد کي يو ځاى دى” کښي چاودنه شوې، د مورکۍ زړه يې په درزا شو، د ډوډۍ ګوله يې په ستوني کې و دريده، بيا #يې #چيغه کړه. محمود” دا يې د زوى نوم وو.
خاوند يې ورته چي څه دي چي د محمود"محمود نعرې وهي؟ هغې ورته وويل چي محمود هم له کوره خوابدى وتلى داسې نه چې……
لس منټه وروسته يې پلار ته ټیليفون راغى او ورته ويې ويل. چې له خبرٙوٙنې دې بښنه غواړم د (محمود) دې الله جل جلاله #شهادت قبول کړي..
مور يې وويل چي يا دا درواغ وايي هغه اوس راځي زما لاس مچه وي. او ما خوشحاله کوي.
پلار يې له کوره ووت تر څو چي د خبرې حقيقت معلوم کړي، کله چې يې حال معلوم کړ #کورته يې ټيليفون وکړ او په #ژړا ژړا يې ورته وويل چي محمود خو شهيد شوى دى.
د محمودمور ورته وويل ايا هغه ماته ويلي وو چې زه نن تا څخه خفه يم. روژه ماتی نه درسره کوم، هغه د خپلو ملګرو سره وتلى دى، ټيليفون يې #خاموش کړ، مور يې چيغې کړې: اې زما روحه په والله چي نه يم درڅخه خوابدې، فقط ژوند دې غواړم، هر څومره بد و رد راته ووايه خو دغه مه را اوروه چي محمود شهيد شوى دى، زه درڅخه راضي يم، که ته راڅخه خوابدى يې. د خپل سر په قيمت دي خوشحاله کوم.
#مور يې د شفاخانې په خوا روانه شوه. او هلته يې خپل خاوند د محمود پلار وليد، ور غږ يې کړل. چي محمود چيري دى؟ هغه ورته وويل چي په هغه خونه کې په خپلو وينو کي غرق پروت دى، مور يې ور منډه کړه او په #وينو سور څادر يې وليد. چې پر زوى(محمود) يې غوړيدلى دى، څادر يې پورته کړ چي زوى يې شهيد پروت دى، مور يې ورته په ژړا کي وويل اى زما زړه زما روحه راشه روژه ماتی تيار دى، هغه خواړه مي تيار کړي دي چي تا غوښته، په دغه حالت کې د شفاخانې ډاکتر را داخل شو. چي په لاس کي يې د سرو زرو بنګړي دي او دا حروف پر ليکلي دي ” #رضاکي همي يا أمي ” هغه يې ورکړ چي دا موږ ستا د(محمود) زوى سره پيدا کړي.
مور چې يې #بنګړي وليدل چېغه يې کړه او خپل زوى ئي تر کمیس و نيوه أو ورته یې وویل چي لامې نوره هم سوځوې، اى د خپلې مور روحه الله رب العزت دې د بدر او احد په شهيدانو کې راپورته کړه، مابخښلى يې.
دا د يو عراقي کورنى واقعي حال وو...
او اوس په افغانستان کی داسی په سلهاوو واقعی او مندی شتون لری
الله جل جلاله دې د مسلمانانو پر حال رحم وکړي.آمین


د #علامه_حبیبي اونۍ/۳۷تلين په مناسبت: پوهاند حبيبي په اړه د جهاني خاطره:
ښاغلي جهاني په دا ورستیو کي یو کتاب د خپل ژوند، لیکوالۍ او شاعرۍ په عنوان د ادب مینانو ته وړاندي کړ او چاپ سو نو داچي د علامه حبیبي په مورد استاد جهاني یوه خاطره په پخپل کتاب کي خوندي کړې ده غواړم د هغه کتاب څخه چي د "علومو اکاډیمي" تر عنوان لاندي رانقل کړم ښاغلی استاد جهاني د زما ژوند، لیکوالي او شاعري کتاب کي لیکي:-
"د علومو په اکاډیمي کي پوهاند عبدالحي حبیبي، پوهاند عبدالشکور رشاد او عبدالروف بېنوا په یوه نسبتاً لوی دفتر کي کار کاوه چي د راډیو او تلوېزیون نطاقه نفیسه محمود غوروال هم پر یوه جلا مېز باندي کښېنستله.
مرحوم محمد ابراهیم عطايي او روهي صاحب به هم کله- کله په دغه دفتر کي حاضرول. ما به هم خپل دفتر پرې ایښی وو او له سهار تر مازیګره به له دوی سره په دفتر کي کښېناستلم. زما د پاره دې دفتر د یوه مکتب حیثیت درلود او په بهر کي به مي ملګرو ته، په افتخار، ویل چي زه لکه په دایرت المعارف کي چي ناست یم. هر سوال چي راپیښیږي په هغه ګړي راته حل سي او یا یې د حل لاره راوښودله سي. د بېنوا صاحب ظرافتونه به مي تر مرګه هېر نه سي. کله، کله خو به خبره دې اندازې ته ورسېده چي رشاد صاحب به غبرګ لاسونه پر سترګو ونیول او زما د ځوانۍ د عمر خندا به تر مازیګره نه ختمېده. سره له هغه چي حبیبي صاحب ته یې ډېر درناوی درلود او د یوه ریښتوني استاد په سترګه یې ورته کتل؛مګر په ټوکو کي يې چنداني لحاظ نه کاوه.
د مرحوم حبیبي صاحب نوم مي ډېر زیات او رېدلی وو؛ او له هغه سره هره ورځ لیدل او مجلس کول زما د پاره یوه لویه خوشبختي او افتخار وو. هغه تر خپل نامه او خپل شهرت څوچنده دروند وو. ما هیڅ وخت بېکاره نه دی لیدلی. کرۍ ورځ به يې کتاب کوت، یاداښتونه اخیستل او لیکنه به يې کوله. مګر کله چي به مو پوښتنه ورڅخه وکړه تر هغه وخته پوري به يې خبري کولې چي زموږ بشپړ قناعت به نه وو حاصل سوی. له نور چا سره يې چنداني ټوکي نه کولې خو بېنوا صاحب به هر وخت غرضي کېدی. یوه ورځ یې موږ ته مخ راواړوه او ویل يې تاسی وګوری خر زموږ په ژبه کي معمولاً د بې عقل له پاره استعمالیږي. که څوک چاته خر ووايي ښه نه ورباندي لګیږي حتی ښکنځل یط ګڼي. مګر خر په فارسي ژبه کي د غټ او ستر له پاره استعمال سوی دی. لکه خرګوش، خرمګس، خرمیل، خروار او داسي نور. مثلاً موږ ویلای سو چي بېنوا خر شاعر دی. بېنوا صاحب سر له کتابه پورته نه کړ او په ډېره آرامي یې ورته وویل ستاسو شاګردان یو صاحب. ټولو ډېر زیات وخندل؛ خو بېنوا صاحب لکه هیڅ چي نه وي ویلي او حبیبي صاحب لکه چي نه وي اورېدلي، مخي ته د پرتو کتابونو لوستلو او یاد داښتونو اخیستلو ته دوام ورکړ".

ټولونه او اوډنه: سید عبدالله ذاکر
ماخذونه:
زما ژوند، لیکوالي او شاعري. چاپ کال ۱۳۹۸.
@MohammadWali786




پلاره :

ځلنده څراغه دنیا ډکه له غباره
بې له تا به پاتې په پېچومو یم په باره

زه به دې امسا یم ته وهه راسره لاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره

زه خو ستا د نیمو شپو په ویښه دعا پایم
ما د ښاپېرو جامې اغوستې په هوا یم

هر څو که له خپله ځانه ورک او ناپیدا یم
ته چې ایله موسک شې زه به چیغې کړم چې دا یم

یه زما د مینې د سندرو یکه زاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره

ستا په وس به نه وې کنه تا خو اغوستې راته
ښکلې د گلونو له وږمو جوړې جامې راته

اخ سړوکی سیوری وې د ټکندې غرمې راته
کلي کې به گل نه ؤ خو تا به را نیوې راته

تکې سرې گلپاڼې د مچیو له کتاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره

تا د ژوندانه د سیپارو توري را وښودل
زه اخیستی شپو، تا د رڼا لوري را وښودل

تا په شمار د گوتو د آسمان ستوري را وښودل
مړ مه شې جانانه زما ، مړ مه شې بیماره

ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
تا راته غنم رېبل او زه د گل په پولو ناست

پښه دې خوږ په دروزو وه ، زه څنگ ته د غاټولو ناست
خوا کې په خندا د بلبلانو سندربولو ناست

ستا خوږو ټپو ته وم خوشحاله بې همځولو ناست
خدای مې دې بې تا نه کړي د مینې ښکلا یاره

ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
جار زما رنځوره له زگېرویو دې قربان شم

کاش چې شم انار درته ارمان چې دې درمان شم
بیا چې راته روغ شې زه به بیا له سره ځوان شم

پرې مه شې زما د زړه د سوي رباب تاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره

شاعر:پير محمد کاروان


ادبي بحثونه.pdf
295.8Kb
کتاب:ادبی بحثونه
لیکوال:ګل پاچا الفت

📚چېنل له ملګرو سره شریک کړئ.
@MohammadWali786




نومورکی نوميالی
امير شېرعلي خان پر افغانستان دوې دورې واکمني کړېده، لومړۍ دوره ئې په جنګونو او خپل منځي کشمکشونو تېره سوه خو دوهمه هغه ئې د افغانستان په سياسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي برخو کي د تحسين او تمجيد اړخونه لري.
افغانستان ته دغه مهال د ماډرنيزم څرکونه ښکاره سول، شمس النهار رامنځته سو، په لومړي وار کابينه جوړه سوه او د يوه منظم دولتي چوکاټ جوړولو له پاره فکر پيدا سو.
د دغو ټولو کارونو له پاره د امير پراخ نفوذ او اقتدار زمينه برابره کړه، مګر د موضوع اصلي اړخ دا دئ چي د امير تر څنګ يوه سترګور کاري ټيم فعاليت کاوه، د امير کارونه ئې څارل، د سمون له پاره ئې مشوره ورکول او امير هم د يو مجرب مشر په توګه د هغوی له مشورو ګټه اخيسته.
د امير د کابينې په سر کي تر ټولو مهم کس صدراعظم نورمحمد شاه وو چي د هغه مهال په اصطلاح په لوی ټول مختار سره مشهور وو. سيد مخور او سترګور سړی وو، د وطن له حالاتو اګاه او په سياسي او ملي مسائلو ئې سر خلاص وو. وطني ګټي ورته مهمي وې او پر وطن مين شخص وو.
د سيد نورمحمد شاه کندهاري د فعاليتونو او پېژندلو په باب استاد محمد معصوم هوتک غنیمت تحقيق کړی دئ، په دې تحقيق کي نه يوازي د سيد شخصيت او فعاليت معرفي سوی بلکي د هغه د کورنۍ او اوسېدني د ځای په باب هم کوټلي اسناد وړاندي سوي دي.
استاد ته د دې غنیمت څېړني مبارکي وايم او لوستونکي ئې لوستلو ته رابولم.
کتاب د ارګ بازار په صداقت او افغان کتاب پلورنځيو او سردار مدد خان چوک په مطالعه کتاب پلورنځي کي تر لاسه کولای سئ.






هیله کوم چینل ملګرو سره خپور کړﺉ مننه













20 last posts shown.

752

subscribers
Channel statistics