زابل ولایت کې د الکترونیکي تذکرو له وېش نږدې ۵ میلیونه افغانۍ عواېد راټول شوي
د زابل ولایت د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه له بیا فعالېدو سره شاوخوا ۱۶ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي ګل محمد احمد وايي، د ۱۶ زره الکترونیکي تذکرو له وېش یې د دولت خزانې ته ۴ میلیونه او ۵ سوه زره افغانۍ عواېد راټول کړي دي.
ښاغلی احمد زیاتوي، چې په یاده وېش څانګه کې د نویو تذکرو د وېش تر څنګ له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي چې هېوادوالو ته د تذکرې د مثنی، د ودونو، زېږونونو او د طلاق د ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
همدا راز په پام کې ده چې د دې ولایت د اوسېدونکو د اسانتیاوو لپاره د الکترونیکي تذکرو دویمه وېش څانګه هم په کار پیل وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د یوې الکترونیکي تذکرې بیه ۳۰۰ افغانۍ او د یوې مثنی بیه ۵۰۰ افغانۍ ده، او له دې پرته هېڅ لګښت نه لري.