✍✍یو چا ښه چاق پسه حلال کی او بیا یې کباب کی
نو بیا یه ورور ته وویل لاړ شه ګاونډیان او انډیوالان راوغواړه چي موږ سره دا پسه وخورې
ورور د باندي رالی او ږغ یې وکی ”چي هه خلګو راشی چي زما د ورور کور اور اخیستی مرسته وکی “
پس له څو شیبو ډیر لږ کسان راغله نو هغه کسان چي راغله ښه په طبیعت یې ځانونه ماړه کړه او لاړه
نو وروره یې تعجب وکی او وویل چي دا کسان خو اکثره زه پیژنم هم نه نو هغه زموږ نور انډیوالان او ګاونډیان چیري دې ؟
ورور یې وویل دا زموږ اصلي انډیوالان او ګاونډیان دې ځکه دا خلګو خپل کورونه پرې ایښې او دلته د خوراک د پاره نه بلکې مرستې په نیت راغلي دي
نتیجه:څوک چي په سختۍ کې ستا سره نه وي نو هغه ته دوست مه وایه،او هغه خپل د ژونده و باسه ځکه یو ورځ به دی ستا پر غم خاندي۔
ژباړه۔۔
قاري عاصم۔۔
@Qariasem