زاهد آغا


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


زاهدآغا
اَلسَّلاَمُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَتُ اللّٰهِ وَبَرَکَاتُهُ
دزړه حــرم می ستاپه یاد دی ودان
جانانه ستــاپه عشـق اباد دی ودان
ورکوم زړه ته می سکون ستاپه نام
په درود ویـلـو پر تا ښــاد دی ودان

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter






Forward from: امان
انګلیسي زده کړه
انګلیسي ژبه زده کړئ، د ټلګرام له لاري,

د انګليسي ژبې دقيقي او ريښتني زده کړي رسمې چېنل ,

د ABC څخه تر بشپړه زده کولو
https://t.me/englishlearning2233




ارمـــــان کی دی شــوم پاته ته رانغلی شهادته
ده زړه هیله می مــړاوی شوه سپڅلی شهادته

دا هیله مــــــــــــــی ده زړه راته پوره نکړله تا
ارمان مــــــی ده زړه پاتی شو ښاغلی شهادته

ملګــــــری می ده څنګ رانه دانه دانه دي یوړه
چی زه شـــــــــوم درنه پاته څنګه ولی شهادت

داستاله پاره سختي می کړی تیری په خپل ځان
له زړه نه راته خــــــــوښ ولی ته ښکلی شهادته

الله په خپـل کلام بانــــــــدی شهید ژوندی بللی
نوزکه ده هــــــــــــــرچا خوښ یی منلی شهادته

زاهـــــــــــــٌــــــد اغا شو تیر انقلاب راغله اذادۍ
دا وخـــــــت دی ده راتلو وو اخ ستایلی شهادته


کله دربه شمه ستا تر شنی روضی نبی سروره
دا ارمان می دی تل زړه کی ای زما دزړګۍ سره

دا ارمان لرمه زړه کی کله دربه شم ستا چم له
دیدن وچی کړم جانانه ستاله ښکلی ګل حرم له
په کوګل کی به ارامی ناکرار زړه شی دلبره

ستابیلتون راته ډیرګران دی په عجم کی ناکراریم
سوځوم ستادهجران اورکی زړه زخمۍپرهارپرهاریم
تنګه ټوله دنیاګي راته بی تا ده ناصپروره

دوصال به می شی ماته تنده ستاپه دیدن ګرانه
چی یوځل دی خواله درشم دزخمۍ زړنو درمانه
ګرزومه دا خیالونه می تل زړه کی منوره

نوربه نه می وی ارمان پردي دنیاچی يوځل وکړم
ستاده حسن اوجمال چی وجانانه کتل وکړم
زاهد آغا به خمار په دي دیدن یم تر محشره


نسیمه وړه مـــی وجانان ته سلامونه
ده مــــدینی ګل وه اشنا ته فیغامونه

سلام مــــی وړه ترقدردانه
زمـــــــــا ده هیلو تر ارمانه
ده مـــــــدینی ترګل جانانه
ســردار عالم ده کُل جهانه
نسیمه رســـــــــوه می یارته صلاتونه

چی کله درومی ده یارخواته
وه مــــــــــدینی له ده اشناته
ده زړو درمـان ده زړو دوا ته
ده شنی روضی ښکلی اقا ته
ورته می وایه ده خوږمن زړګي حالونه

درود می وایه هـــــــم دلبرته
وه نورانـــــــــی نبی سرور ته
هـــغــــــه جانان خیرالبشر ته
زمـــــــــا ارمان ده زګي سرته
ارمان لرمــــــــــه یی ده حُسن دیدنونه

عجــــم کی لری له خپل یاریم
ارمانی یی ده سپین رخساریم
په یــــــو دیدن پسی بیمار یم
زاهـــــــــــــد آغا ډیر ناکرار یم
کله پوره به می شی داده ژوند خوبونه


کله دربه شمه ستا تر شنی روضی نبی سروره
دا ارمان می دی تل زړه کی ای زما دزړګۍ سره

دا ارمان لرمه زړه کی کله دربه شم ستا چم له
دیدن وچی کړم جانانه ستاله ښکلی ګل حرم له
په کوګل کی به ارامی ناکرار زړه شی دلبره

ستابیلتون راته ډیرګران دی په عجم کی ناکراریم
سوځوم ستادهجران اورکی زړه زخمۍپرهارپرهاریم
تنګه ټوله دنیاګي راته بی تا ده ناصپروره

دوصال به می شی ماته تنده ستاپه دیدن ګرانه
چی یوځل دی خواله درشم دزخمۍ زړنو درمانه
ګرزومه دا خیالونه می تل زړه کی منوره

نوربه نه می وی ارمان پردي دنیاچی يوځل وکړم
ستاده حسن اوجمال چی وجانانه کتل وکړم
زاهد آغا به خمار په دي دیدن یم تر محشره


تل مـــــــــــی ژړه وي درانه غمونه ستا
یاره راتــــــــــــــــه پاتي ها یادونه ستا

یادکړم چی می څنګ کی راسره وی ته
هجرمـی کـړه جوړ په زړه زخمونه ستا

څنګه به دي هیـــــــــــر یوه لحظه کړمه
خیــــــــــــرکه رانه بند دي دیدنونه ستا

نستـــــــه می دژوند هغه خوندونه اوس
غـــــــم دی راکړه زړه باندی داغونه ستا

ته چی رانه ولاړي شوی جـــــــــــدا یاره
کـــــــــــــــړي راباندي فراق ستمونه ستا

وه شهید اشنا سخــــــــت دي غمونه دي
خــــوري می ده زړه وینه هجرانونه ستا

پاتی شـــــــــــــوم تنها ستا له یادو سره
زاهــــــــــــــــــد آغا ساتم یادګارونه ستا


زم ترکلــــــــــــ ـــی ده یار کله به تر دلدار
ارمان زړه کی مـــــی تل دی دیدن دنیګار

زړګی ده امینـــــــــــــي جانان ده دمدیني
هاســــــــــــــرداری علم هم زړه ده حلیمي

ده ورتلــــــــــو په ارمان اوسم تل ترجانان
په عجــــــــــــم کی کومه تری لری ګوذران

دی مـــی ځان هــــم ځیګــر نبی خیرالبشر
ټول جهــان دی فیـــــــــدا په روی ده منور

وی بـه خـوږ ها ساعـت ډک دمینـی محبت
چی په خواکی یم ناست ددلدار په صحبت

زاهــــــــــــــــــد آغا اشنا دخـوږمن زړو دوا
نازولـــی درب دی حبیـــــــــــــــــــب دمولا


یوه ورځ بــــه له دنیانه شــــــــــی پنابه له جهانه
اخیردرومی به تری درومی زی به ته ترینه انسانه

څه له ته ده دی دونیافانۍ ژوندون باندی نازیږی
زی به ته له دی ژوندونه دمرګــــــۍ په لور روانه

ولی کـــړی دومـــره غرور دا دڅو ورځ په ځوانۍ
خاوری شی به دي ځوانۍچی دلحدشی بندیوانه

په دی زمکـه ګرځیــــــدلی له تامخکی ډیر سرونه
دي هرڅه یی ختـــم شوی نوریی نسته نام نښانه

ولی دومـــــــره یی غافل دغفلت له خوب راپاسه
دا دنیابه ژر پناســـــــــــــــی زای ده دا د امتحانه

ځانتـــــــه ټوله کړه توښه دي دعقبا دابد ژوند ته
ای زاهــــــــدآغا چی نګړی پښیماني بیاپر میزانه




‏عکس از سیدابراهیم آغا


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي


نصیب به می شـی کله ده.
جانان ده مدینی
پوره می خوار قیسمته کړه.
ارمان ده مدینی

ترنم.. مولوی سید فیضانې آغا
شاعر..ذاهدآغا


https://t.me/sayabfaizaniaghaa


آذادي راپخلاشوي

لـه ډیــــرو مـــودو ورکـه آذادي راپخلاشوي
راغلـي مـو تـرچمـــــه خپلواکي راپخلاشوي

راغلــي آذادي پـه سنګـار نـور تـرګـران وطنه
تـورتــم بـه رانـه ورکړی سوکالی راپخلاشوي

خزان به کـړی ملاماتی نوربهاربه وی سرلوړی
ګلـونـه بـه راشنــــــه شـــی آبادي راپخلاشوي

زوال دی ده اشغـال نـــور یـی اخره خاتمه ده
رادورمـــي استقــلال او سـوکالي راپخلاشوي

رپاندپه سپین بیرغ په ټول وطن باندی رپیږی
وي امــن بـه وي ســولـه خوشالي راپخلاشوي

زاهـــــــدآغا له څنګ به مویاران نور نه بیلیږی
شـــی ختـم انقلاب به هم خوښی راپخلاشوي


ده قبــــــــر ســـرتـه زنګیدل ژړیلدل
یـــوه مـــورکـی ډیر زوریدل ژړیدل

ده قبــــــر ســرته په سلګو وه ناسته
دغـــــــم په ټال په زنګیدو وه ناسته
ده زړه لـه درده ویلیــــــــــدل ژړیدل

پـه زړه یـــــی بار وه ده بچـي غمونه
ډیــر ناکـــرار یـــی وه په زړه دردونه
سخــــــــت لـه هجرانه کړیدل ژړیدل

تـرینــه وو ورک دزړه ټوټه ده مورکی
سترګي او زړه ځان اولیمه ده مورکی
مـــړه مـــړه یـــی قبـر تـه کتل ژړیدل

دمـه دي خاورو کــی وو زړه او ځیګر
ګـلاب ده هیلـو یـــی تسـل ده زړه سر
اخ پـه بـاربـار پـــــــری تاویدل ژړیدل

ده زړه بهـار ترینـــــــــه خزان وړی وو
چمــــن ده هیلــــــو پـه ارمان وړی وو
زاهـــــــــــــــــد آغا نه صبریدل ژړیدل


غـــم دي شبګیــــری رابانـدی راوستلـی یاره ستا
ګــورم ټـوله شپــه دي تصــویـروتـه ترسهاره ستا

خیال کی می دانه وچی یوه ورځ به شوجدامونګه
راغلـــه جـدائـي دي شوم په غم کی ګرفتاره ستا

وه شهیــــــده یاره بیلیــدی چی ها ساعـت له ما
زړه مـی کـړو زخمۍ دهجر اور سوی انګاره ستا

هادژوندخوګی شیبی می راشی هردم مخته ستا
نه می هیریږی تصویرمی زړه کی دی نیګاره ستا

داچـی رانـه بیل ظالــم خــونـی انقـلاب کړلـی ته
کړمه دی بیلتون سوری سوری زړګی پرهاره ستا

ناسـت یمـه تنها زاهـــــــــــدآغا دي یادګارو سره
اوخکی څڅومـــه دي په یـاد پرهـر یادګاره ستا







20 last posts shown.

100

subscribers
Channel statistics