?شمشاد تلویزيون?


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


اوس تاسو کولای شئ چې په ټيليګرام کې د شمشاد ټلوېزيون خپرونو ته لاسرسی ولرئ او ځان له کورنيو، سيمه ييزو، بهرنيو خبرونو خبر کړئ!
که تاسې غواړۍ د خپل ولايت، ولسوالۍ او يا هم د کلي نوی راپور مو خپور شي! نو مونږ ته يې راواستوۍ
@AbdullatifIhsas ◀ مونږ سره اړيکه

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


په پاکستان کې تر زېنب وروسته د فاطمې په نوم یوې بلې پاکستانۍ پیغلې هم پر یوه چنايي ځوان تر زړه بایللو وروسته ورسره واده کړی دی.

@ShamshadTV


د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي خپل سرتیري به له افغانستانه وباسي

#شمشاد_ستاسو_غږ

ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې ویلي چې د افغان سولې خبرې جدي پيل شوي او ښیې روانې دي.
ټرمپ ویلي، امریکا نږدې ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې ده او په لومړي ځل د سولې هوکړې په تړاو خبرې پيل شوي.

د امریکا ولسمشر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ دا کار ښه اقدام بللی دی.
ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي و چې له افغانستانه خپل پوځیان باسي چې د دغه څرګندونې یې له ډول ډول غبرګونونو سره مخامخ شوې.

د افغانانو سربېره ډېری امریکایي چارواکو یې هم مخالفت کړی دی چې د افغان جګړې پایته رسېدو وړاندې باید امریکایي ځواکونه افغانستان یوازې پرې نه ېږدي.

@ShamshadTV


طالبانو ډاډ ورکړی چې په یوه میاشت کې داعش ډله له افغانستانه ورک کولی شي.

#شمشاد_ستاسو_غږ

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي، که له افغان دولت او امریکا سره سوله وکړي داعش ځپل ورته اسانه دي.

شاهین ویلي چې په شمال کې یې د داعش ځپلو عملیات پيل کړي چې له ډېرو سیمو یې ورک کړي دي.
د طالبانو قطر دفتر ویاند تور پورې کړی چې ګنې یو شمېر هېوادونه او کړۍ د داعش ملاتړ کوي او بېلا بېلو سیمو ته یط لېږدوي.

داعش د طالبانو ددغه تازه ګواښ په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

شاهین همداراز ویلي چې دوی نه غواړي افغانستان بیا د ۷۱ کال کورنیو جګړو ته وګرځوي او یا هم افغانستان کوم هېواد لپاره ګواښ جوړ شي.

@ShamshadTV


#شمشاد_ستاسو_غږ


سرپل كې د ملي اردو ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
#شمشاد_ستاسو_غږ

د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو كې ۱۳ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، چې طالبانو تېره شپه د سرپل لپاره د دې ډلې د نومول شوي مرستيال والي مولوي ظريف په مشرۍ د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر ګوركاب سيمې او په دغې ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وكړل، چې له شاوخوا درې ساعته جګړې او د مرستندويه سرتېرو له رسېدو وروسته په شا وتمبول شول.

د نوموړي په خبره، په دې جګړو كې نهه طالبان او د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي، ۱۳ طالبان او اووه امنيتي سرتېري ژوبل دي.

وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په يادو بريدونو كې يې يوه پوسته نيولې او څو تنه سرتېري يې وژلي دي، چې د اوو تنو جسدونه د جګړې په ډګر كې پاتې دي.

@ShamshadTV


#شمشاد_ستاسو_غږ


ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبه اوښتې.
#شمشاد_ستاسو_غږ

په دايكنډي كې ترافيكي پېښې ۱۴ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د والي وياند علي اکبر ناطقي وايي، پېښه تېر ماښام په مرکز نيلي کې رامنځته شوې، چې له كبله يې شپږ كسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ولايتي چارواکي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازك بولي.

د دايكنډي د ولايتي شورا يوه غړي د دغې ټرافيكي پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ګڼلې ده.

ګړندى تګ او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.

@ShamshadTV


#شمشاد_ستاسو_غږ


یمن کې د جګړو له امله سلګونه زره ماشومان بېځایه شوي.
#شمشاد_ستاسو_غږ

ملګرو ملتونو اعلان كړى، چې په تېرو شپږو مياشتو كې په يمن كې د جګړې له كبله له ۵۰۰ زرو زيات ماشومان بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف وايي، دا ماشومان، چې له حديده ښاره بې ځايه شوي، له يوې خطرناكې راتلونكې سره مخ دي.

په همدې حال كې د ماشومانو د ملاتړ ادارې سيف دي چيلډرن ويلي، په حديده كې د جګړې پر لنډ مهالي بندښت سربېره هم زرګونه كورنۍ د جګړې د بيا پيلېدو له وېرې له دغه ښاره د تېښتې په حال كې دي.

په دې جګړه كې د ايران ملاتړې حوثي ملېشې او جمهور رئيس عبدالربه منصور هادي ته وفادار ځواكونه، چې سعودي عربستان يې ملاتړ كوي، ښكېل دي.

@ShamshadTV


#شمشاد_ستاسو_غږ


امریکا کې د یخنۍ له امله ۲۰ تنه وژل شوي.
#شمشاد_ستاسو_غږ

د امريكا په شمالي او ختيځو سيمو كې سړې هوا ۲۰ كسان وژلي دي.

د هوا سوړوالى، چې تر منفي ۱۷ درجو هم ثبت شوى، په ډېرى زيانمنو شوو ايالتونو كې د پرله پسې درېيو ورځو لپاره د ښوونځيو د رخصتېدو سبب شوى دى.

سړه هوا، چې باد هم ورسره ملګرى دى، اوس مهال د امريكا د شمال ختيځو ايالتونو په لور روانه ده او ژر به د ماساچوست ايالت بوسټن ښار ته ورسېږي.

وړاندوينې ښيي، چې راتلونكې اونۍ به هوا بېرته ګرمه شي او د شيكاګو په څېر په يخ ځپلو سيمو كې به مثبت ۱۰ درجو ته ورسېږي.

@ShamshadTV


سیګار:
طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې لوی ښارونه ونیسي، خو په کلیوالو سیمو کې تر بل هر وخته اوس غښتلي شوي دي

@ShamshadTV


دایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

#شمشاد_ستاسو_غږ

د دې ولایت د والي ویاند علي اکبر ناطقي وايي، پېښه تېر ماښام په مرکز نیلي کې شوې ده د ولايتي شورا يوه غړي د دې پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ګڼلې ده.

@ShamshadTV


افغان ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: که حکومت مشروع نه دی، نو تاسو خپل مشروعیت له کومه ځایه ترلاسه کړی

@ShamshadTV




يوپوزه پرېکېدونکی خبر

موږ خو هم هسې د پنجاب د دښمني نعرې وهو عمل کې هيڅ نشته کنه نو
دغه خبرې زموږ دپوزې د پرېکېدو په معنا ندي؟

د پاکستان جنګ ورځپاڼې په يوه تحليل کې ويلي چې پر ډيورنډ د اغزن تار لګولو د پروژې په برياليتوب سره وړاندې تګ او د افغانانو چوپتيا دا په ثبوت رسوي چې افغان ولس او حکومت ډيورنډ په رسميت پيژندلی دی. جنګ ورځپاڼې په داسې حال کې دغه تحليل خپور کړی چې مخکښ سناتور ګراهام، هم څو ورځې وړاندې پر ډيورنډ د اغزن تار لګولو څخه خوښي څرګنده کړې وه. د يادولو وړ ده چې پر ډيورند د اغزن تار لګولو ټول لګښتونه د امريکا د متحده ايالاتو له خوا ورکول کېږي.

@ShamshadTV


ني توګه ترسره کړی ، دبريتانيې دولت ژمنه کوي چي هغه او دهغه ځاى ناستو ته به دهیواد داصلاح لپاره دکال شپږ لکه کلدارې ورکوي.
اميريعقوب خان دګندمک له تړون نه وروسته :
له تړون نه وروسته سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب سره کابل ته راغى ، يعقوب خان يوازې تش په نوم واکمن و او ټولي چارې دسرلوئيس کيوناري په لاس کې وي. يعقوب خان چي کابل ته ورسید ، ايوب خان يي دهرات والي وټاکه او له هغه نه يي وغوښتل چي يوپلتن سرتیري ورته وروليږي،ايوب خان سرتیري وروليږل، سرتیرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي تنخواه به په کابل کې درته درکړل شي ، سرتیري چي کله کابل ته ورسیدل له سرلښکر داود شاه خان نه يي غوښتنه وکړه ، څو تنخواه ورته ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:"ستاسو غوښتنې حق دې ، خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى ، هغه ته ورشى او معاش ترې وغواړى." سرتیرير چي کله دکيوناري کور ته چي دکابل په بالاحصار کې و ورسیدل، نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او سرتیري غواړي پر ده بریدوکړي، نو هماغه و چې خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ چي په سرتیرو ډزې وکړي ، سرتیرو هم متقابلي ډزې پيل کړي ، يعقوب خان ډيره هڅه وکړه تر څو ډزې بندي شي،خوسرتیرو يي خبرو ته غوږ ونه نيو، په پايله کې دسرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ کسه ووژل شول. داخبره سمدستې دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسیده ، انګريزانو دجنرال رابرتس په مشرۍ يو يوځ دلوګر له لاري افغانستان ته وروليږه، يعقوب خان چي کله دانګريزي پوځد برید نه خبر شو ، ځان يي رابرټس ته ورساوه، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ. يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په دوهمه نیټه له کابل نه هند ته وليږدول شو او هماغلته دژوند تر پايه پوري استوګن وترڅو هلته مړشو او مزار یې دهند دپنجاب ایالت په سرهند کې دی او دحضرت مجددالف ثانی دمزار تر څنګ ښخ دی.
امیر محمد یعقوب خان ددغه تړون په پایله کې دکورمې سیمه ، دخیبر تاریخي دره،لنډی کوتل،سیبۍ ،پښین او کوږک سیمې له لاسه ورکړې او په دې توګه یې دافغانستان خاوره انګریزانو ته ورکړه .
تاسو په لاندیني انځور کې امیر محمد یعقوب خان وینئ چې په ګندمک کې دلوړ رتبه انګریزي پوځي افسرانو سره ناست دی .
لیکنه د ښاغلي ډاکتر عبدالطیف یاد!!


@ShamshadTV


۱- دګندمک تړون :
------------------------------------

#شمشاد_ستاسو_غږ

دغه کرغیړن تړون دافغانستان دواکمن امیر شیرعلی خان دزوی امیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ د۱۸۷۹ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۶ نیټه په ګندمک کې لاسلیک شو. په دغه وخت کې انګریزان ددریو لارونه افغانستان ته راننوتلي ول.
۱- دخیبر ددرې له لارې دجنرال براون په مشرۍ د (۵۰۰۰) زرو پوځونو سره .
۲-دکورمې له لارې خوست ته دجنرال رابرټس په مشرۍ د(۳۲۰۰) تنوپوځونو سره.
۳-دکوئیټې او کوږک له لارې کندهار ته دسټوارټ په مشرۍ (۱۲۰۰۰ ) پوځونو سره .
امیر محمد یعقوب خان چې دخپل پلار له زندانه تازه راخوشې شوی و او اته کلن زندان یې ګاللی ودانګریزانو تر فشار لاندې راغی او دانګریزانو شرایط یې ومنل او په ګندمک کې یې چې دننګرهار دحصارک ولسوالۍ ته نږدې دکابل او جلال اباد تر مینځ پرته سیمه ده دافغانستان په چاروکې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری سره یې دګندمک تړون لاسلیک کړاو په دغه ځای کې دتړون دلاس لیک کیدو په وجه ورته دګندمک تړون وایې.
دګندمک تړون متن :
دغه تړون دافغانستان دامیر محمد یعقوب خان ا و دافغانستان په چارو کې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری له خوا په لسو مادو کې په لاندې ډول لاسلیک شوی دی:
١- ددې تړون دلاسليک دورځې نه به ددواړو هيوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستې ټینګيږي.
٢- ددې تړون دلاسلیک وروسته به دافغانستان امير دخپلو وګړو هغه ډله چي دجګړې په وخت کې دانګريز له دولت سره یې اړیکې او دلیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمي فرمان له مخې بخښل کیږي.
٣- دافغانستان امير مجبوردى چي وروسته له دې به له نوروهيوادونو سره خپلې چارې دانګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او دهغوی په غو ښتنه ترسره کوي ، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هيوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګ کړي او دانګريزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هيواد سره دجګړې اعلان وکړي، ددې شرط په وړاندې دبريتانيې دولت حاضر دى ،نوموړى امير دپرديو دتيريو په وړاندې دپیسو، وسلو اوسرتیروپه وسيله او په هر ډول چي دبريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چي مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي،که دبريتانيې سرتیري دکوم اړتیا په وخت کې دامنيت دټینګښت اودبهرني دفاع په موخه دافغانستان خاورې ته ورننوزي، دسولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هيواد ته بیرته ستنیږي .
٤- ددې لپاره چي ددواړو هيوادونو تر مینځ اړیکي لا ټینګ شي او دافغانستان سرحدونه او پولې دپرديو له تيريو نه خوندي پاتې شی شي دانګريزدولت لازمه ګڼي،چي دخپل هیواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي ، دغه استازی به دخپلي رتبې سره سم يو ډلګی سرتیري هم له ځانه سره ولري او هم دبريتانيې هيواد حق لري چي داړتیا په وخت کې خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي،ددې په وړاندې دافغانستان امير حق لري خپل استازی دهند دويسراى دربار يانورو هندي چارواکو ته واستوي.
٥- دافغانستان امير دانګريزانو داستازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چي دهغو سره ښه چلند وشي، ځان مسؤل بولي او دبريتانيې دولت سره ژمنه کوي چي هيڅ وخت به دافغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او دهغو داستازو درناوی به ساتې .
٦- دافغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چي له انګريزي استازواو نورو وګړو سره چي دسوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځې ، ښه اوغوره چلند وکړي او دهغو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
۷- -اميربه له انګلستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوی او دهيوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي ، ترڅو چي دواړه هيوادونه سره په آزاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هيوادونه ژمنه کوي چې ،دغه لارې له خطرنه وژغوري.دغه سوداګریز تړون به ددواړو هيوادونو ترمنځ ديوه کال لپاره دترسره کیدو وړ وی او دهيوادونو ترمنځ به آزاد وي .
٨- له کورمې څخه تر کابله دتلګراف مزو دغزولو لګښتونه به دانګريز دولت پر غاړه وي او دهغه ساتنه په امير اړه لري.
۹-ددې لپاره چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دوستي رامینځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه دافغانستان له خاورې ووځي ، نو دسیا لکوټ ولایت او دفوشنج سیمه دکوږک ترغره پورې ، دکورُمې سیمې دځا ځیو ترپولې پورې اوهفت چاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي ، مګر ددریو سیمو (کورم ، پشین ، سیبۍ ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي ، داسیمې به دهغو سیمو په نامه (امانت سپارل شوي دي ) ونوموو ، چې بیرته به بیا وسپارل شي او دیادو سیمو مالیه به داداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کیږي ،خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري ، برسیره پردې دبرتانیې دولت دخیبر لیږد لارې درې انتظام چې دجلال اباد او پیښور ترمنځ پرته ده ددغو سیمو له آزادو قبایلو سره دوستانه اړیکي ولري .
١٠- ددې لپاره چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتی


په جلال آباد ښار کې چاودنه شوې

نن سهار ۷ بجې د ملنګ جان واټ ته څېرمه په یوه درملتون کې چاودنه شوې، ویل کیږي یاده چاودنه ځاني تلفات نه لري خو مالي زیان یې اړولی.

@ShamshadTV


د جمعې په ورځ د سورت کهف لوستلو ګټې!

رسول الله ص فرمایلي دي، څوک چې د جمعې په ورځ سورت کهف لولي، دا انسان به تر راتلوونکي هفتې پورې د الله ج په حفاظت کې وي. یعنې د هر ډول فتنو څخه به په امان کې وي.

په بل ځای کې رسول الله ص فرمایلي دي، څوک چې سورت کهف لولي، نو د دجال له فتنو څخه به په امان کې وي. اصل کې د دجال لپاره دوه حالته په پام کې نیول کیږي: ۱- د دجال راتلل او ۲- د دجال فتنې. نو هر هغه شی چې تاسو له دین څخه لېري کوي، د دجال فتنه ده. اوس هماغه د دجال د فتنو وخت دی. د دجال فتنې په څلورو حالاتو کې منځ ته راځي، او له دې لارو مسلمانان له اسلام څخه لېري کوي.

۱- عقیده
د دجال هڅه دا ده، ترڅو مسلمانان له اسلام څخه لیري وساتي. د دجال یواځینی غوښتنه به دا وي، چې مسلمانان پر الله ج باور پریږدي.

۲- مال
داسې وخت به وي چې مسلمانان به له غریبی څخه زوریږي، او پر اسلامي نړی به قحطي وي. اوبه، زراعت، نفت او داسې نور به د دوې په کنترول کې وي، هغه هیوادونه چې د دجال نظام نه مني، نو دوې ته به اوبه نه ورکول کیږي او له سیندونو به محروم وي.

۳- علم
داسې وخت به وي چې څوک علم لري او هوښیار وي، هغوی به جاهل او ناپوه په پام کې نیول کیږي، او څوک چې جاهل وي، د مملکت نظام به د دوی په لاس کې وي. د دجال به داسې نظام وي چې رښتیا به دروغ او دروغ به رښتیا ثابتوي، چې ښه مثال یې اوسنی میډیا ده.

۴- قدرت
داسې وخت به وي چې خلک به د قدرت په تلاش کې وي، هر څوک به د دې هڅه کوي چې قدرت لاسته راوړی او پر نورویې استعمال کړي.
هڅه وکړو چې د سورت کهف په معنی ځانونه پوه کړو، او د جمعې په ورځ یې تلاوت وکړو.

@ShamshadTV

20 last posts shown.

2 892

subscribers
Channel statistics