سٙتـــٌـورِيْ دٙ آدٙبْ،پٙه آسْمٙانٙ کِېْ


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


که زمــــا په دعــاګانـــو چېرته کېږي
پـښـتـــانه دي لکه ستــــوري د آسمان شي
نشرات
پــښـتـــو شــعــرونــه
غزل
لنــډي کـيسې
غــوره وينـاوي
ټپې
غوره ليکني
تبادله @jananmasror
@inamullhaq

@ghazalnight 👈دوهم چینل

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


ورځ دې نیکمرغه ای وړې فرشتې...

تاڅخه ټول حقونه واخیستل شول ، ته تراوسه ډېره ماشومه وې چې د یو چا میرمن شې او خرڅه شې،
تاسو وړو فرشتو نباید په دومره کم عمر کې وږې پېږندلې وي ، دا ستاسو د خرڅولو وخت نه وو ستاسو د تعلیم او پاچايی وخت وو ...

خپلو د کور ماشومانو ته ورځ ولمانځۍ
او که ماشوم کور کې نه لرۍ نو وطن کې ډېر یتیم ماشومان شته چې د امید سترګې یې موږ ته دي نو هغوي ته په یوه ډوډۍ ورځ ور ولمانځۍ او دا ورځ ورته په ذهن کې ثبت کړئ چې دوي د ټولنۍ اصلی او مهم غړئ دي...


👑🦋🌈


@storipalamanki


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


ديوې ملګري په فرمايش سره🌺

دمقدسو احساساتو هیڅ پروا نه ورځي
اسمان ته چغې د غریبو ځي، ژړا نه ورځي

هغه جینۍ چې پیغلتوب کې یې خوله نه ټولیده
چې واده شوې له هغې ورځې خندا نه ورځې

دا پښتانه یاران غمجن ساز ته ډیر ښه تاویږي
ژوند ګډولي دي نو مست ساز ته ګډا نه ورځي

ازله زه د جینکو له ښیرو نه یریږم
چاته چې مور دعا کوي خواته ښیرا نه ورځي

Azal Jee



@storipalamanki




دا خاص زموږ د کانال مجردانو ته ډالۍ😝😜😜😛




کله کله انسانان دهغه چاسره چې مينه ورسره لري , هغه یې دضعف ټکی ورته جوړيږي او دپښو څخه يې غورځوي.
لکه :
کب اوبو سره
شپه, تياري سره
مجنون, ليلا سره
انسان, هوا / اکسيجن سره
مچ , خوږو او چسپناکه شيانو سره.........
دا ټول دخپل مينې له کبله دپښو لويدلي دي.!!!
انسانان بايد يوازې مين نشي ,
بايد وګوري چې هغو سره تلپاته خوشحالي مو په نصيب کيږي او کنه.!!

🌺 ليکنه : ګلالۍ حبيبي 🌺


@storipalamanki


زړه تنګون

زړه تنګون څه دی؟
زړه تنګون هغه څلور کلن ماشوم دی چې دښار منځ کې خپل مور ورکه کړي.........
هرې خواته چې ګوري پردي خلګ ويني.
دهغه څلور کلن ماشوم غوندې چې دکور لاره ورته معلومه نه وي, يوازې ژاړي او سلګۍ وهي.
زړه تنګون همدا دی.

🌺 ژباړه : ګلالۍ حبیبي 🌺



@storipalamanki


بیـا د لیـونۍ نه خفــه شــوی یم
ځـکه دنیاګۍ نه خفــه شـوی یم
مـا له د وښـو جـونګڔه نه پریدي
خدایږو د سیلۍ نه خفه شوی یم
زه یی په ګمــان ذری ذری کڔمــه
ستا د بی رُخی نه خفه شوی یم
مانه خوشحالي پدی خفه ده چی
زه د خوشحالی نه خفه شوی یم
څنګه به می سوات کی زڔګی ولګي
سوات کی د سواتۍ نه خفه شوی یم
اوس چی د سرونو او د وینی شوه
نور د ارزانۍ نه خفــه شــوی یم
څومره بی معنی شوه بی وسي په کی
نور می د ځوانۍ نه خفه شوی یم
هم رضـــا کـــولو له یـــی راغلمــه
هم له شین خالی نه خفه شوی یم
مرګ سـره می هم همدرده نه لګي
هـم د زنده ګۍ نه خفـه شــوی یم


صادق همدرد


@storipalamanki


📝

امشب به قصه ی دل من گوش می کنی
فردا مرا چو قصه فراموش می کنی

این در همیشه در صدف روزگار نیست
می گویمت ولی توکجا گوش می کنی

دستم نمی رسد که در آغوش گیرمت
ای ماه با که دست در آغوش می کنی

در ساغر تو چیست که با جرعه ی نخست
هشیار و مست را همه مدهوش می کنی

می جوش می زند به دل خم بیا ببین
یادی اگر ز خون سیاووش می کنی

گر گوش می کنی سخنی خوش بگویمت
بهتر ز گوهری که تو در گوش می کنی

جام جهان ز خون دل عاشقان پر است
حرمت نگاه دار اگرش نوش می کنی

سایه چو شمع شعله در افکنده ای به جمع
زین داستان که با لب خاموش می کنی

👤 هوشنگ ابتهاج


@storipalamanki


مسکا او مهربانې هغه ژبه ده:
که چیرته یی ولری!

انسان څه چی ان حیوان به هم درسره!
مینه کـوي



@storipalamanki


"د نړۍ له بدرنګۍ او تریخوالي څخه د خلاصون غوره لاره د کتابونو لوستل دي... ۔



@storipalamanki


د خوږو ،خوږو ملګرو نۀ قــــربان شم
تل مسکۍ وي، اوپۀ زړۀ باندي صفا وي


@storipalamanki


‏نړۍ به خوند ستا له ښکلا نه اخلي
څوارلس پېړۍ که نورې تېرې هم شي
ستا مئينان بيا هم پرې نۀ شي ماړه
ستا د ښايست کيسې که ډېرې هم شي

تۀ د تورات پر پاڼه، پاڼه ليک وې
تۀ د قرآن زړۀ يې ياسين يې قربان
تۀ د انجيل د ایاتونو تعبير
محبوب د رب العالمين يې قربان


@storipalamanki


په هوا کې دي روانې، لکه سرې او ژېړې زاڼې
د رنځور حُسن تمثیل دی، د خزان رنګینې پاڼې

ناخبر له سیاسته، بزګر بوخت په کرونده کې
چای ډوډۍ پر سر اخیستي، غنمرنګې تورې سکاڼې

په آسمان کې الوتکه، به د کومې پاچهۍ وي
دي په سر کې را روانې، څه پوښتنې دي ناجاڼې

سېلۍ راغله کتارونه، ورپسې دي غبارونه
لکه اسپې وي په منډه، شاته شاته پسې بیاڼې

هی افغانه رډه بډه ، د حکمت اسپه دې ګوډه
وړې به کوم طرف ته کډه، ټینګوه د خره وُستیاڼې

دا وطن دې خزانه ده، که یې خپل شې که دې خپل شي
خامخا به درته ګل شي، چنارونه او بکیاڼې

جنغوزي دي که زعفران ستا ملګري دي یاران دي
معشوقې دې شه کاروانه، دا ګورګورې او مماڼې.
پيرمحمدکاروان


@storipalamanki




چې دې د مینې وخت را یاد کړم
وایم چې دغه به مې خوب لیولې وینه


@storipalamanki


د ژمي څومره لویه شپه ده
چې دوه مئین سره یو ځاي شي لنډه شینه




@storipalamanki


هیڅ انسان په یوه شپه بدلون نکوي،
هیڅ احساس په یوه شپه له منځه نه ځي.
هیڅ مینه په یوه ورځ نه مري...
هیڅ انسان په یوه شپه لوي تصمیمونه نشي نیولي...
هغه څوک چې یوه ورځ بې خبره خپل بکسونه تړي او ځي ،
شک مکوي چې هغه ډېر وخت ته مخ تللي وو...
هغه څوک چې یوه ورځ یې چیغې وهلې چې ستړی یم نو شک مکوئ چې ډېر وخت کیږي ستړی دي.
له هغه څخه د یو ستړې مه شې آوردو ډېر ساده کار نه دي...
هغه څوک چې بې ښه او بد څخه په وړه خبره په ژړا کیږي ، باور ولري چې هغه ډېر وخت کېږي له دردو ډک زړه له ځان سره هرې خواته ګرځولو....
هغه څوک چې له امیده ډک تاسو ته راځي او واي (مینه درسره لرم) ... له دې خبرو ویل لپاره باور وکړئ چې ډېرې شپې یې په خیالو کې رڼا کړې...
مه د انسانانو تلل قضاوت کوئ...
مه د انسانانو راتلل ...

تر څو چې کولي شی دوي ته حق ورکړئ.



ژباړه: ستورۍ {مایار}



@storipalamanki




پوهیږم انسانیت په مینه ژوندی ده!
خو له ځینو سره مینه کول
انسانیت ته توهین کول دي !

ـــــــــــــــ🥀

@storipalamanki

20 last posts shown.

2 314

subscribers
Channel statistics