Репост из: مسائل فقهیـــــة
دانبیاء په هکله دجوړ شوي فلمونو کتل ، جوړول او خپرول څنګه دي ؟
ځواب : عبدالغفار جبير
داچي انبیاء علیهم الصلوة والسلام دټولو مخلوقاتو څخه ستر اوډیر اوچت انسانان دي نو ځکه دوی دعامو انسانانو په ډول سره ښکاره کول دا ددوی توهین او تنقیص دی، چي دا د یهودي نړۍ یوه تو هین کونکی سازش دی، داچي انبباء علیهم السلام معصوم دي نو ددوی په حق کي فلمونه جوړول، داکفردی او هغه کس چي دافلمونه جوړوي هغه واجب القتل دی.
(فتاوی بینات ټوک:۱ پاڼه: ۱۱۷/ ترتیب وتخریج مجلس دعوت وتحقیق اسلامي/ خپرونکی: مکتبه بینات جامعة العلوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوري ټاون کراچی پاکستان)
پرقصص القرآن باندي فلمونه کتل څنګه دي؟
دقرآن کریم پرواقعاتو باني فلم جوړول اویا تصویر جوړول دابلکل جائزنه دي، بلکې داد قرآن کریم بې عزتي اوبې حرمتي ده، داله دې کبله چي:
۱: دقرآن کریم په مضامینو کي عظمت او جلال شتون لري، له همدې کبله دقرآن کریم مضامین باید ټوله دقرآن کریم دالفاظو سره په احترام سره وویل شي، داچي هغه اشخاص چي په قرآن کریم کي ذکر شویدي دهغو مصنوعي شکل جوړل، اودواقعو مصنوعي بڼه جوړول دا داسی ده لکه یو څوک چي قرآني ایاتونه دلوبو اوتماشې لپاره جوړوي چي دا دقرآن کریم په نص سره حرام کار دی .
۲: په هرفلم کي دژوندیو مو جوداتو تصویرونه شتون لري او دژوندي شیانو تصویرونه جوړول، کتل، په شریعت کي جائز نه دي، داچي دقرآن کریم مضامین په داسی ډول سره ښکاره کیږي چي هغه داحادیثو په رڼا کي ناجائز دي نو دانه صرف حرام دي بلکې دقرآن کریم توهین دی.
۳: یو فلم تر هغه وخته پوری بشپړ نه تر څو ښځې خپل کردار پکښې اداء نکړي، داچي نامحرمي ښځي له نارینه ؤ سره ناسته ولاړه کوي، بې حجابه وي، داد قرآن کریم او احادیثو په رڼا کي نا جائز کاردی، نو داچي دقرآن کریم مضامین په حرامه توګه سره ښکاره کیږي نو دانه یواځي حرام کاردي بلکې دقرآن کریم توهین اوسپکاوی دی.
۴: کله چي یو فلم جوړیږي نو په رښتنو کیسو کي فرضي او تخیلات ورګډ شي، یوه تخیلي صحنه جوړه شي، نو دقرآن کریم رښتنې کیسې په داسی تخیلانو کي ښکاره کول دا دقرآن کریم معنوي تحریف دی.
۵: په قرآن کریم کي داسی واقعات زیات شته چي دیوه لفظ تشریح په څو ډوله سره کیږي، نو فلم جوړونکی چي کله دیوې کیسې کومه صحنه اوڅهره ښکاره کوي نو فلم جوړونکی او دفلم کتونکي داسی فکر کوي چي ددې کیسې اصلي بڼه همداسي ده، چي داهم دقرآن کریم اصلي معنا بدلول دي نو ځکه دانا جائزدی.
۶: دفلم د جوړولو موخه داده چي تفریح او لوبي دي نه تعلیم او تبلیغ، په دې سره صرف خلک خوند اخلي اوبس، داچي دقرآني کیسو فلمونه کتل له دې څخه دخلکو موخه دانه ده چي عبرت واخلي او قرآن کریم زده کړي بلکې تفریح ده نو ځکه دا نا جائز دی.
له همدې کبله موږ ویلای شو چي داسی فلمونه جوړول، کتل، اویا بل چاته ښودل، داټول ناجائزدي، مسلمانان باید په سختۍ سره ورڅخه ډده وکړي، اوپر حکومت باندي هم دافرض ده چي دداسي فلمونو بازارونه بند کړي، او ددې فلمونو ښکاره کول منع کړي.
(فتاوی عثمانیه ټوک: ۱ پاڼه: ۱۸۴- ۱۸۶/ لیکونکی: شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب/ خپرونکی: مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴)
(خیرالفتاوی ټوک ۱ پاڼه: ۲۲۸- ۲۳۱ لیکوال: استاذ العلماء حضرت مولانا خیرمحمد جالندهري رحمة الله علیه/ خپرونکی: مکتبه امدادیه ملتان)
نتیجه:
داټول فلمونه جوړول، کتل او خپرول ناجائزدي، که هغه پرانبيا ء علیهم السلام باندي جوړشوي وي، که پرصحابه کرامو باندي جوړشوي وي اوکه په ځانګړي ډول سره پرنبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي جوړشوی وي، حتي دهغو فلمونو کتل چي دحج لارښود پکښې شتون لري ددې جوړول او کتل داټول حرام کاردي.
@maselpakHeu