*کفري هيوادونو ته له کورنۍ سره يو ځای يا جلا تلل څه حکم لري؟*
*ځواب:*
الحمدُ لله، والصَّلاةُ والسَّلامُ على رسولِ الله، أمّا بعدُ:
اصل دا دی چې مسلمان ته جايز نه ده چې د کفارو په مينځ کې يا په کوم کفري او غربي هيواد کې استوګنه غوره کړي مګر دا چې يو شرعي مصلحت او عذر وي .
الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو په اړه فرمايي چې دوی د کفارو په مينځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای:
[إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا] (سوره النسأء:۹۸ ).
ژباړه: کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه، پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وئ، هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځکه کې ضعيف او مجبور وو، پريښتو وويل: آيا د الله ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی.
ابن کثير رحمه الله وايي: دا د هغو کسانو په حق کې دی چې دوی د کفارو په منځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای او د هجرت او انتقال توان لري نو دوی پخپلو ځانونو باندې ظلم کوي او په اجماع د امت په لویه ګناه مرکتب دي.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ» رواه أبو داود ( 2645 ) ، والترمذي ( 1604 ) .
ژباړه : زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي.
دا ځکه چې د کفارو په منځ اوسيدل لاندې زيانونه لري :
۱- په دين کې د فتنې ويره ځکه چې دا ډول ټولنه سر تر پایه له ديني او اخلاقي فساد څخه ډکه وي.
۲- د خپلو اولادونو د آینده خطر:
ځکه چې دوی په داسې يوه ټولنه کې نمو کوي او لوييږي چې هغوی ته دين، اخلاق او انساني ارزښتونه هيڅ اهميت نه لري .
۳- د هغوی کفري قوانين :
پخپل ځای او خپله کورنۍ او اولادونو باندې د هغه ټولنې کفري قوانين عملي کول او هغه ته د سر ټیټول چې ځنې وخت د لوی انحراف او حتی د خپل دين څخه د وتلو سبب کيږي .
۴- د کفارو موالات :
د کفارو سره محبت پيدا کيدل او د مسلمانانو څخه کرکه کول، د هغوی په قوانينو او دين باندې راضي کيدل.
۵- د اسلام د ځنو شعائرو پر ځای کولو کې پاتې راتلل.
*خلاصه :*
هغه کسان چې د دين شعائر نشي عملي کولای او دين ته يې خطر وي هغوی ته د کفار په هيواد کې اوسيدل جايز نه دي، او هغه کسان چې د دين شعائر عملي کولای شي او د يو مصلحت او مجبوريت لپاره تللي وي یوازې د مجبوريت د رفع کولو تر وخت پورې هلته اوسيدل ورته جایز دي د او د دايمي اوسيدو نيت به نه لري.
*شرعي مصلحت لکه :*
د دعوت الی الله لپاره کفري هيواد ته تلل او هلته خلکو ته دعوت کول، د اسلام او مسلمانانو د شان لوړولو په نيت داسې لوړې زده کړې کول چې په اسلامي هيوادونو کې نه وي، يا درملنه کول هسې درملنه چې په اسلامي هيوادونو کې نه کيږي او يا د نفقې پيدا کول په هغه صورت کې چې په اسلامي هيواد نه وي.
فتاوی علماء البلد الحرام، فتاوی الاسلام سوال جواب، هيئت علماء الشام الاسلامي.
و الله سبحانه وتعالی اعلم