👍🌹 خاص شعرونه دی ملگرو🌹


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


محترمینوملگرو دلته به تاسوته وخت په وخت خاص شعرونه نشریږی راسره مل پاتی شی
ستاسوددعاوو په هیله

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


*دکتلودمخه یی شیرکی بیزحمته په گروفانو کی اوماگناه کاربنده په خپلو نیکو دعاگانو کی مه هیروی ستاسوددعاوپه هیله ستاسو کشر ورور الحقیار*
https://t.me/hqyarsharonah

https://chat.whatsapp.com/Bq9tPjGRJO3COJ4tlmILHa

*دکمپيوټرله لارې خلکوته لغړ فلمونه اچول*_
_*او یا هم د د ټولنیزو رسنیو(فسبوک،وټساف،تلګرام...)له لارې بل چاته سیکس فلم استول*_

*خپرونکی رشتنی لار*
د ۳۰ او ۵۰ افغانیو په بدل کې او یا مفت ایمان پلورونکي وپيژنئ!!

حیران یم چې داسې خلکو ته چې خپل ایمان وجدان او پښتو څنګه دا اجازه ورکوي !!؟

اوس درته د دیوثۍ او بې غیرتۍ یوه بله نوعه معرفي کوم !

ځينې بدبخته خلك به تاسو هم لیدلي وي ، چې په ښارونو او بازارونو کې به کمپيوټرو ته ناست وي، د همدې کمپيوټر له لارې به د ۳۰ یا ۵۰ افغانیو په بدل کې د خلکو فلشونو،میموري کارډونو او مبایلونو ته ( س ک س ) لوڅ او لغړ فلمونه منتقل کوي او دا پيسې بیا د خپلو کورنیو په مصارفو کې استعمالوي ، او داسې فکر کوي چې ما یو حلال کاروبار شروع کړی دی، او دې ته سوچ نکوي چې ما د څومره ځوانانو دنیا او اخرت برباد کړل، او ټول امت مې په عام عذاب کې ګرفتار کړ،
نو زه دې ۲ لمبر دیوثانو ته یو څو خبرې کوم :

۱ : ای بدبختو تاسو ته پته شته چې تاسو په شعوري او یا غیر شعوري ډول د یو څو روپو لپاره د خپل ایمان ختموونکي یاست؟
ای د ایمان بې قدره انسانه الله تعالیﷻ خو د بېحیایۍ ټولې لارې بندې کړي ،او یو قانون یې ټاکلې چې (ولا تقربوا الزنا) یعنې زنا ته مه نزدې کیږﺉ مطلب له اسبابو څخه یی لرې اوسئ.
ايا دا فلمونه د زنا اسباب ندي ؟

اللهﷻ بل قانون ذکر کوي چې (قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم ویحفظوا فروجهم۔النور) مؤمنانو سړو ته حکم وکړه چې خپلې سترګې ښکته کړي او د خپلو عورتونو حفاظت وکړي ورپسې آيت کې همدا حکم مؤمنانو ښځو ته هم متوجه کیږي.
آيا ددې فلمونو له کتلو وروسته به په انسان کې دومره ایمان پاتې شي چې د خپلو سترګو او عورت ساتنه وکړي ؟

جواب هیڅکله نه بلکې ددې شیانو کتل خو د انسان نه ځناور جوړوي .

د انسانیت صفت ترې سلبیږي ایمان خو لا لرې خبره ده
ته پخپله سوچ وکړه چې ته د اللهﷻ ددې حکم او قانون ماتوونکی نه یی ؟

که انصاف وکړې نو وبه وایی چې هو یقیناً زه د اللهﷻ ددې حکم ماتوونکی یم.

او سخت مجرم یم ځکه د فحاشۍ طرفته خلك راکاږم.

زه درته وایم ګرانه وروره داسې انسانانو ته په دنیا او آخرت کې د الله تعالیﷻ عذاب متوجه کیږي.

څوك چې د اللهﷻ د قانون حدود او پولي ماتوي د هغې له سزا څخه خبر یې؟استغفرالله

الله تعالیﷻ فرمايي :

[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 14]

وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌ

او څوك چي د اللهﷻ او دهغه له پېغمبرﷺ څخه سركښې وکړي او د هغه له ټاكل شوېو پولو څخه تيرى وکړي،اللهﷻ به هغه په اور کښي وغورځوي.

چې د تل لپاره به په کې استوګن وي او د هغه لپاره رسوا كوونكې سزا ده .

اوس ووایه آيا زما او ستا په څير ضعیفه انسانان دې عذاب ته ټينګیدای شي ؟

هیڅکله نه ، نو ولې په لوی لاس ځان هلاکت ته غورځوئ ؟
(ولا تلقوا بآيدیکم الی التهلکه)
بل لورې ته د مسلمانانو راکاږل د فحاشۍ طرفته دا هم ډېر لوﺉ جرم دی الله تعالیﷻ فرمايي :
[سُوۡرَةُ النُّور : 19]

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

په یقیني توګه، كوم كسان چې د مؤمنانو په ډله کې د بدلمنۍ خپرول خوښ ګڼي،هغوى په دُنيا او اخرت کې د دردناك عذاب وړ دي.اللهﷻ پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.

لکه دنن وخت دفیسبوک ځوانان

*اوس د ورورولۍ یو څو نصیحتونه !*

له کومه جهته چې ته پيسې لاسته راوړې دا حرامې دي نو زه هیله لرم چې ددې کار څخه لاس واخلې.

او حدیث کې راځي چې د یوې روپئ حرامی په سر د مسلمان ۴۰ ورځې لمونځ نه قبلیږي.

او ۴۰ ورځې د لمونځ نه قبلیدل خو یقیني تباهي ده ، راشه زما وروره د اللهﷻ د رزق دروازې پراخې دي لاړ شه بل ځای ځانته د یو حلال کار غم وخوره ځکه دا ستا لپاره غوره ده اوکه اللهﷻ مکړه پداسې حال کې درته مرګ راغی نو اللهﷻ پوهیږي چې د څومره خلکو وبال به ستا پر غاړه وي؟

راځه زما وروره اوس نه توبه ګار شه د الله تعالیﷻ رحم او مهرباني ډېره وسیع ده.

[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 53]
قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

[اې پېغمبرﷺ زما هغو (مؤمنو) بندګانو ته،چې پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د اللهﷻ د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛
په يقيني ډول اللهﷻ ټولې ګناوي بخښي؛هغه ښه بخښونكى او مهربان ذات دى.
Copy په یو څه تغیر سره

https://t.me/hqyarsharonah


‹‹غــــزل››
‹‹يادونه دي خواږه اوريږي››

لکه شبنم زمـاپه زړه اوريــــــــږي
ياره يادونه دي خـواږه اوريــــږي

دتَخَيُلْ اوتفکــــــرپه حــــريــــــم
لکه پنبه داسـې پــاسته اوريــږي

لکه ځنځـير يـم بنـدپه بنـــدتـړلی
درپسې ګـــرانه که درانه اوريـــږي

په ژوندانه مـي لکـه بلــــه ډېــــوه
دومـره ښايسته راڼه؛راڼـــه اوريږي

دربانــدي ښکـلی ښکارېــده اوزيبا
زموږخړوطن ځکه ډېرښه اوريږي

د‹‹حذيفه شِــهـاب››زړګـی ناقـرار
قرارپیـداکـړي بې څه نـه اوريـږي
https://t.me/hqyarsharonah


Репост из: ی꙱ون꙱س ҈انس ꙰فر꙱اه҉ی➸ ꙷ ᷰ ᷠ ᷰ ᷤ ᷧ ᷠ ᷤ
فضایل درود(2) برخه_8.0.apk
29.8Мб
سبحان الله وبحمده سبحان الله العظم اللهّم صلِ وسلم على نبينا محمد
ــــــــــــــــــــــــــ
《داپلیکیشن نوم》فضایل درود(2) برخه
ــــــــــــــــــــ
بیان:دمولوي دیوبندي صاحب
ــــــــــــــــــــــــــ
{داپلیکیشن جوړوونکي} انس فراهي
ــــــــــــــــــــــــ
داپلیکیشن شمیر{۸۶》
ـــــــــــــــــ
ترتیب کوونکي ورور
الحاج ډاکتر فريدون احرار.صاحب
ـــــــــــــــــــــــــ
نشرکوونکی : الجهادي الحاج الحقیارالحاج محمد میر صاحب او نقیب مظلوم یار
ــــــــــــــــــــــ
دجوړولو تاریخ2021/6/3
ــــــــــــــــــــــــ
وړاندي کوونکي اداره داسلامي کاریالونو څانګه
https://t.me/obaidapp
https://t.me/Pashtoap
ـــــــــــــــــــــــــ


الهی ــ کامــــــران


الهی کی صنم خویش را نظاره کنم

به پای بوسی او جان و دل نثاره کنم

حکایت غم هجران و درد و داغ فراق

بطرز رمز یکایک برش شماره کنم

سرم بخاک در کوی یار بگذارم

به مهر و ماه مباهات و افتخاره کنم

چو طفل دامن او را بگیرم اندر کف

به زار زار بگریم و آه و ناره کنم

اسیر دام هوا و قصیر راه رضا

حقیر و زار جفا حیرتم چه چاره کنم

به تیغ صبر و بشمشیر شکر و تیر دعاء

مگر مجاهده با نفسک اماره کنم

کفایتی چو درین کارزار نیست مرا

مدد ز یار بخواهم و استعاره کنم

روم بکوی و درش مامن صفا گیرم

ضرور نیست درین ره که استخاره کنم

پتنگ وار به شمع شمائل جانان

جهان و جان و شرم صرف یک شراره کنم

بعرض و عجز بگویم به محضر دلبر

که ای حبیب و طبیبم بگو چه چاره کنم

به روی پاک محمد به کامرانی حقیر

نظر بکن که حیاتم ز سر دوباره کنم
‌ ✒️کامــــــران✒️
https://t.me/hqyarsharonah


پياوړی شاعر – اکرام الدين مفتون

سپېلنى به شم خمار خمار وطن ته
دا د څو کالو بيمار بيمار وطن ته
 
ځان به ويلې کړم لمبه کړم لکه شمع
دې شهيد شهيد مزار مزار وطن ته
 
د تن غوښې به په مينه ور مرهم کړم
خپل زخمي زخمي پرهار پرهار وطن ته
 
د دنيا درسته ښکلا لوګى لوګى شه
دې نښتر نښتر  چنار چنار وطن ته
 
ځم د ځان سره سپرلي د سکون هم وړم
دې خزان خزان  غبار غبار وطن ته
 
ماښامونه د غفـلت مې قبول نه دي
خپل بيدار بيدار سهار سهار وطن ته
 
دا وحشي وږي لېوان مې پيرزو نه دي
خوږ ګبين ګبين  انـار انـار وطن ته
 
د ښکلا قاتلان سر خوري چې رادرومي
په سنګر سنګر سينګار سينګار وطن ته
 
غلۀ ډاکوان به ترې په منډه منډه تښتي
نيت مې کړى دى کرار کرار وطن ته
 
مسـافر بلبلان هم به راسـره ځي
په مستۍ مستۍ چغار چغار وطن ته
 
بـار به وړو د رنګينيو اى مفتونه!
دا په کروز نيپال بمبار بمبار وطن ته
 
https://t.me/hqyarsharonah


خوندور دی


ده جانان دَبیلتون زوردی
سیِّـربلال دَشام په لوردی
چی جانان له دنیـادرومی
ده بلال په زڔگی شـوردی

بلال ژاڔی ڋیرژڔیږی
بلال شام ته روانیږی
پری غمونه راچاپیردي
له زڔه ورک یی هم سروردی

له ژڔایی سترگي سري دي
اوپه ژبی غڔغڔي دي
سوی چیغی کڔی فریادکڔی
په سینه یی ده غم اوردی

ده بلال سخت زندگی سوه
ده جانان چی جدایی سوه
خوږجانان ورته یادیږی
ترینه هیرکلی اوکوردی

دَجانان سری دوستی وه
له زڔگی یی ملگری وه
چی جانان ترینه بیلیږی
ده بلال په زڔه خُطوردی

ده قاری مسرورتخال دی
که جانان دی که بلال دی
زمایی خوښه هم دوستی ده
مینی زماده زڔه منظوردی

https://t.me/hqyarsharonah






مناجات 》شرمنده یم》


بار بار رانه ماتیـژي تُوبه خدایه شرمنده یم 

بس عفوه راته وکړه ته مولا زه دي بنده یم 



عاجزه خوار انسان یم په ګنـاوُوْ باندي باریم 

راګیریمه په دام کي دشیطــان سَره اخته یم 



داستا درحمتونو اُومیـــــــــــــدوار یمه څښتنه 

پنځه وختــــــــه بـاداره تاته سَر پرسُجِـــده یم


 

زماخالقه خـــــــــدایه مهربان ترمُور اوپـلار یي

په خپل فضل کرم مې وبخښه زخمي سینه یم



 رحمن رحیم دي ربـه څومـــــره ښکلي صفتونه

لاتقنَطُوْ مِن رَّحمةِ اللَّه تـــــــــــل پري وظیفه یم



دټول جهان بادشاه ستاداحســــان یم پُوره وړی  

هیڅ کله به دي شُکــــــر ادا نکــــــړمه مانده یم 



څښتنه عِکرمه جـــــانـان ته وکـــــــړه مغفـرته 

ژړیژم درته ژاړم ستا دعفـــــــوې په اسره یم



اذان وکړه

ودخوژ جــــانان مُؤذِنه اذان وکړه 

توربـلاله په زړه سپینه اذان وکړه


زوړ یادُوګَار دمدینې هله تازه کړه

سرراپورته کړه په مینه اذان وکړه


دغفلت له خوبه ویښه دانړي کړه 

دوست دربَُّ العلمینــه اذان وکړه 


هله پورته شـه منبرې نبــــوي ته 

په لـوړ ژغ اواز شرینه اذان وکړه 

 

په شرین اواز شرینه مدینــه کـړه 

زړوته ډاډورکړه حسینه اذان وکړه


داذان په ترنم زړونه روښــــان کړه 

دزخمې زړونـُوتسکینـــه اذان وکړه


ژغ اُوچت کـــړه دتوحید په لـراوبر

بیا تازه کړه مینـه سپینه اذان وکړه 


وه دعِکرمه جــــانان دجـــانان یاره 

ښه په مینـــــــه نازنینه اذان وکړه




راواړوه


تــوري ښایستې سترګي راواړوه 

یاره یوځل مړې سترګي راواړوه



ډیردي دچشمانوپه ارمــــان یمه 

ګله تکــې سرې سترګي راواړوه



هرباڼه دي غشی دی ویشتل کوي

پاکـــــي رنګینې سترګي راواړوه



سترګُودي پرزړه باندي داغلی یم

ګـــــرانه دانغمې سترګي راواړوه



اوس خويي زړګی نه مانه وړی دی

نرمي او پستــې سترګي راواړوه



هریوه پشــــان ده درڼــوستورو

هلـــه زړه درنې سترګي راواړوه



عکرمه جانان یي لیـونی کړمه 

اخ ستامیلمنې سترګي راواړوه




جهاد


دفاع ددین اود دنیــــا دی جِهاد 

دایو میراث دمُصطفی دی جِهاد


پيغلي خونه یوچه پرکوراُوْسيژو

مونګ شازلمُو لره ښکُلا دی جِهاد


دتُوروشپو ظُلـــــم ستم مخـې ته 

دنورډیـــــــــــوه رڼا رڼا دی جِهـاد 


ددین هیـــــواد دحِفاظـت لاره ده

ډیرضروري نن اوصبــــا دی جِهـاد


دابي وجدانه بانـــدي څه پوهیژي 

ډک له ښکلاو�

https://t.me/hqyarsharonah


لیونی زړګی

زړګی مي درد کوي چی ولې دا دچا له غمه
اخ نه صبریږي په هر دم کوي ژړا له غمه

هرڅه که ولاړسمه او راسم تر مزاره پوري
خو بیا هم تل کوي درَزّا اخ ښه درزا له غمه

هم دي راواخلم تصویرونه تاویزان تري جوړکړم
په غاړې کړم دا تاویزان اشنابیګا له غمه

اخ راته وښایه یوچم ګرانه زه څه پری وکړم
زي کړمه مات لکه میم غوندی پرملاله غمه

اخ راته ووایه چي ولي نیمه شپه کي ویش یی
داچي ژړيږي دا نخري دي که رشتیا له غمه

داسیلاب ناست قلم په لاس داچي دردونه لیکي
دا ده زړګې ده لیونې ده بې پروا له غمه

ستاسو خادم ممتاز اشنا

https://t.me/hqyarsharonah


Репост из: 📚 المكتبة النعمانیة 📚
com.whatsapp.w4b.apk
33.6Мб
WhatsApp Business
بیزینس واتساپ اپليكېشن


🆕 جدیدترین نسخه اصلی و رسمی « واتساپ / واتس آپ بیزینس » با امکان ساخت کاتالوگ تجاری و نمایش محصول، پاسخ سریع و خودکار ، دسته بندی گفتگوها و نصب در کنار واتس آپ اصلی بعنوان واتساپ دوم ، و... برای اندروید 4.0.3 و بالاتر



🌐Download:⤵️

••⋆⋆✹✿🌐✿✹⋆⋆••
@ApplicationApp
••⋆⋆✹✿🌐✿✹⋆⋆•




Репост из: 📚کــتــابــی خـبــری📚
ــــــــ......ــــــــ.......ـــــــــــــــ....ـــــــــــــ
دمحمدعوض مدنی دلیست ته ښه راغلاس ترټولو غوره لیست
ـــــــــ.......ـــــــــــــــــ......ـــــــــــــــ.....ـ

https://t.me/AarHaHS
─┅═M💞M═┅─
@AmSLaHaHA 👈 محمدعوض مدنی لینکونو سترګروف
─┅═M💞M═┅─
@ASTHarHDSHS 👈حکایات مثنوی شریف
─┅═M💞M═┅─
@AarHaHS 👈 کـتـابـی خـبـری
─┅═M💞M═┅─
@AHTKRrSDT 👈منتخبی دعاګانی
─┅═M💞M═┅─
@AamHSDH 👈 نبوی حادیث
─┅═M💞M═┅─
@AaAwwwama 👈عبرتناکی کیسی
─┅═M💞M═┅─
@AarHasAHSa 👈اسلامی کاریالونه
─┅═M💞M═┅─
https://t.me/mjkhosti 👈 پښتو کتابونه اولیکنی
─┅═M💞M═┅─
@AkhASDPPOAHSmH 👈حدیثونه ډیزاینونه
─┅═M💞M═┅─
@AaHLDHaSA 👈 غوره ملغلری
─┅═M💞M═┅─
@ketabtune 👈 المکتبة النعمانیه
─┅═M💞M═┅─
@Pashtoap 👈 اسلامی کاریالونه 2
─┅═M💞M═┅─ @islamicmalomat22 👈اسلامی معلومات
─┅═M💞M═┅─
@HabibiAbrar 👈عبرتناکی کیسی اوحدیثونه
─┅═M💞M═┅─
@rokhanlibrary 👈 روښان کتابتون
─┅═M💞M═┅─
@Azizozairmedia 👈 عزیرمیډیا
─┅═M💞M═┅─
@QariHammas 👈 قاری حماس اشنا
─┅═M💞M═┅─
@QWERYASDFGYUIOP 👈 شیخ حماسی بیانونه
─┅═M💞M═┅─
@hanifi12345 👈 دارلااحناف
─┅═M💞M═┅─
@aqeeda12 👈 العقیده
─┅═M💞M═┅─
@qaremasroorwafa 👈 قاری مسرورو وفا
─┅═M💞M═┅─
@dervishsahib1 👈 ملافقیرمحمددرویش ترانی
─┅═M💞M═┅─
@Alsarf_wa_nahv 👈 الصرف والنحو
─┅═M💞M═┅─
@Videotaraninat 👈 ویډیوي نعتونه
─┅═M💞M═┅─
@fikree_darsona2 👈 فکری درسونه
─┅═M💞M═┅─
@mohsenzada 👈 روغتیایی معلومات
─┅═M💞M═┅─
@abidzaland 👈 شاعر عابد ځلانده
─┅═M💞M═┅─
@Golranjihadistnewss 👈 ګلران جهادی خپرندویه اداره
─┅═M💞M═┅─
@ASmuTkweASA 👈 جالب معلومات
─┅═M💞M═┅─
@ANNNNNPP 👈 انس هاشمی اغا
─┅═M💞M═┅─
@ALFAROOQmedia1 👈 الفاروق خپرنیون
─┅═M💞M═┅─
@dazangalzmaryan 👈 دځنګل زمریان
─┅═M💞M═┅─
@alhadim2 👈 الهادی خپرنیون
─┅═M💞M═┅─
@shaekhidreessaheb 👈 شیخ محمدادریس صاحب
─┅═M💞M═┅─
@HadjdjAdrar 👈 جالب معلومات
─┅═M💞M═┅─
@Alsdiqimedia2 👈 الصدیقی خپرندویی اداره
─┅═M💞M═┅─
@AlHaqyar_Media 👈 الحقیار خپرندویی اداره
─┅═M💞M═┅─
@MOlOiMOhammadi 👈 مولوی ابو محمدمحمدی صاحب
─┅═M💞M═┅─
@f52za 👈 ډیزاین شوی فلمونه اوعکسونه
─┅═M💞M═┅─
@edranaacoqisi 👈 دینی عبرتناکی قیصی
─┅═M💞M═┅─
@qqggcc 👈اسلامی عقیدی ساتنی اداره
─┅═M💞M═┅─
@mobayledata 👈 نوی اپلیکشنان
─┅═M💞M═┅─
@a09054075838 👈 مولوی سید سبحانی اغا
─┅═M💞M═┅─
@HadjdjAd 👈 تبادلی ته راسی
─┅═M💞M═┅─
@mohammadibnqasem 👈 محمد ابن قاسم رحمه الله
─┅═M💞M═┅─
@islamicshaering 👈 اسلامی لیکنی
─┅═M💞M═┅─
@Muhammad_113 👈 دقرآن کريم ايتونه,حديثونه,او کيسې
─┅═M💞M═┅─
@lslamifikar 👈 اسلامی فکـر
─┅═M💞M═┅─
@tokitokj 👈 پښتوټوکی ټکالی
─┅═M💞M═┅─
@AudiobookandInfo 👈 غږیزکتابتون
─┅═M💞M═┅─
@MnebMneb 👈 حنیف جانان منیب اسنا
─┅═M💞M═┅─
@HadjdjAdrar حقیقت مډیا
─┅═M💞M═┅─
@Hanzlal 👈 حنـظله بَغـلانی
─┅═M💞M═┅─
@Saiedy309 👈 نعتخوان نوراحمد سیدی
─┅═M💞M═┅─
https://t.me/joinchat/G76Sa0S8MBKtVkPz 👈 نشریاتو خزانه
─┅═M💞M═┅─
@zwandaojanan 👈 ژونداوجانان
─┅═M💞M═┅─
@Ghuarawaynavi 👈 غوره ملغلری
─┅═M💞M═┅─
@mohmadeganan 👈 ظاهرمحمدی ترانی اوشعرونه
─┅═M💞M═┅─
@malangmalange 👈 شیخ رحیم الله الحقانی
─┅═M💞M═┅─
@lhtaleemulish2 👈 نبوی نعتونوڅانګه
─┅═M💞M═┅─
@warisadil 👈 نعتخوان قاری عبدالوارث عادل
─┅═M💞M═┅─
@Lewanyan 👈 ܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
─┅═M💞M═┅─
@Saifulusmanghaznavi11 👈 دسیف العثمان غزنوې دشعرونه
─┅═M💞M═┅─
@abdolhamid_osmani 👈 عثماني لودين
─┅═M💞M═┅─
@TGJFHJKvmkmHFD 👈 دقرآن کریم ترجمه
─┅═M💞M═┅─
@Rahime_afghan 👈 نعتخوان رحیمی افغان
─┅═M💞M═┅─
@mkhtlifadhkar 👈 دروژي اڔوند معلومات
─┅═M💞M═┅─


Репост из: دعاوی ڊیرکوه خوگوره هی مامه هیروه سمده قول دی الله تعالی دی دنیک
ستاسو ددعاووپه هیله ستاسو کشر ورور الحاج الحقیار ورور دداسی لیکونو لپاره زموژتلیگرام چنیل ته راشی https://t.me/hqyarsharonah

*د مطالعي لپاره ښه لارښوونیي*

ډېری کسان شکایت کوي، چې مطالعه کوم خو څه شی مې په ذهن کې نه پاتیګیږی، حافظه مې کمزورې ده، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم.

زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي، چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو.
د ارواپوهانو په اند، درې ډوله ذهنونه شته:

۱– کمزوری.
۲- متوسط.
۳- قوي.

خو انسان کولای شي، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي، یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط، متوسط په قوي ذهن بدلېږي.

نو سړی ویلای شې، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي، چې روزل شوې وي.
مطالعه څنګه او څه وخت وکړو؟

۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې.
۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې.
۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي.
۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي.
۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل باید یو ځای و نه شي. او موسیقي حرامه ده باید قطعاً وانه ورېدل شي.

۶- په آرام محیط کې مطالعه وشي.

۷- مطالعه یوازې د امتحان په شپه نه بلکې هره ورځ باید وشي، چې ذهن یې په کراره – کراره سره قبوله کړي.

۸- د خوراک په وخت کې مطالعه و نه شي.
۹- د خوب په ځای کې مطالعه ونه شي.
۱۰- د وسواس او اضظراب په حالت کې مطالعه ونه شي.

هغه کومې لارې دي، چې په عملي کولو سره یې په دې توانېدلای شو، چې له مطالعې څخه ښه جذب وکړو:

۱- د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو.
۲- د زده کړې او یا مطالعې د جذب لپاره باید یوه انګېزه وجود ولري، یعنې دا راته په ثبوت رسېدلې وي، چې دا زده کړه بې ګټې نه ده.
۳- د لیکوال، کتاب او محتوا پېژندنه.
۴ د مطالعې په هکله له خپلو شته تجربو څخه استفاده کول.
۵- له ځان څخه سوالونه کول.
۶- په اخري کې له ځان څخه امتحان اخیستل.
۷- د کتاب خلاصه په خپلو کلماتو کې لیکه.
زموږ سویې ولې ټیټې یا ورځ تر بلې ټيټېږي؟
۱ – د مسلکې استادانو نشتون.
۲- په کورنۍ کې فرهنګي فقر: (د کتابتون، اخبار، مجلې، راډیو او تلوېزیون نشتون)
۳- کمزوری اقتصاد.
۴- د کورنۍ د غړو ډېرښت.
۵- د کورنۍ د غړو ناسمه رویه د زده کوونکو او محصلینو سره.
۶- په صنف کې درس ته نه توجه او نوټ نه اخیستل.
*ده نړی هراړخیز معلومات*
https://t.me/hqyarsharonah


اختره ته هم راغلی
دکوچنی اختراول سهار1400/2/23هی عجیب وخت و


دژوندپه هرلاره دی مزل په سختی دو

حجران اوارمان دواړه راروادی دوختو

اختره ته هم راغلی موږانتظارکړی دوخته


ته سول امن راوړی زموږوطن ته په داشپو


دډیرومودوبعده یی دیدن نرارسیږی

اسیردی په زندان کی محمودجان دی دمودو

داومردایه تیریږی لک باددای په ارمان

یوورځ تربل بترسی خواحش پوره نسودزړو

دخپل حبیب پرلاره ځه داسی نی چی ژرورک سی

درودسلام پروایه که یه مصروف په کارو


داوخت به هم بیاتیرسی ای حقیارزهیرښکاری

زهیربه هغه وخت سی چی اومرتیرکی بی پایدو

تلیگرام ته راشی
https://t.me/hqyarsharonah


څیری ګـریوان دی راوتـــلی دغه څـــوک پیـــژنی
په دښتــو غــرونو باندی ګرځی دغه څوک پیژنی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه وایـــم دابـــه لیونــی دالـــهــی مـــیــــنی وی
ماته ښکاریږی ډیر ستومان دی دغه څوک پیږنی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزړګی حـال چاته نه وایی پټـه خوله وی مدام
دالله ذکـر یی پر خولـه وی دغه څوک پیـــژنی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مـا یــی له شــــانــــه غـلی غـلـی مزلـــونـه څـارل
تر شاهیس نه ګوری روان دی دغه څوک پیژنی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخیـــر منــزل می یی فــیداکــــړی په سختیو سره
دا یوسف مخی طالب جان دی دغه څوک پیژنی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
✍🏻لیکوال عصمت الله ✍🏻
تلیگرام ته راشی

https://t.me/hqyarsharonah


Репост из: ♬سٙيِّدْمٌحٙمّٙدِيْ آۼٙا♬
الحکمت خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيږي
ـــــــــــــــــــ اسلامی ترانی ـــــــــــــــــ
داسلامی ترانوخکلی په زړه پوری برنامه مکمله
نه ویشت 29ترانی په کښی زای پرزای شوی دی
وزن37MBوه دیرش ام بی -په-/2021/4/29/تاریخ جوړشوی دی
په آوزدسیدمحمدی آغا
اوشاعران وړونه لکه هریو👇🏻
همت بدری
علی عمر
آدم افغان
قاری رحمانی
شرف زوی
احمدی کاروان
درویش محمد
شراف الدین منصو
عبدالحمیدعثمانی
حقیارامارتی
فیدامحمدایثار
زاهدآغا
مدت خان خپلواک
طالب جواد
انتظارسجاوندی
مین ګل ارمانی
صدیقی فراهی
#الحکمت نشرياتې_اداره
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*


Репост из: ♬سٙيِّدْمٌحٙمّٙدِيْ آۼٙا♬
نعتخوان سیدمحمدي اغا_1.5.apk
37.8Мб


غزل
ـــــــ
چرته چې تنګ ومه ، هم هغلته مې ساه واخېسته
په ځان کې پټ شومه ، په ځان کې مې پنا واخېسته

غوڅ شوى لاس يې راته بيا په لوپټې وتاړه
شکر له درد نه مې مزه يو ځلې بيا واخېسته

ددې وطن خلك ډېر زر د زړه په رنځ اخته شي
زه لا ماشوم يمه ، او ځان ته مې امسا واخېسته

زمونږ تر منځ چې فيصله د بېلتانه کېدله
ما ترېنه مور واخېسته، ورونو مې دنيا واخېسته

ستا تصويرونه مې ترې لرې کړل او چيغي يې کړې
له دېوالونو نه مې هم خپله سزا واخېسته

باقره! اوس به د منزل اخري حد ته رسوو
تا په لاسونو کې ډيوه ، او ما رڼا واخېسته
#باقر

https://t.me/hqyarsharonah


داسنګه خلګ نه طـالب اونه مُـــــلا پيژني
داسنګه خلګ نه فقیــــراونه ګَــــدا پیژني


نه دچـا قـدر او عزت لــــري بـــدمَخي خلګ
مَدهُوشه ګـــــرزي نه تقوا نه بي تقوا پیژني


په مینه نه پوهیژي هیڅ یي مینه کـــړي نده
نه محبت مینـــه نه عشق اونه خنـــدا پیژني



نه تورنه سپین نه غنمرنګه ځني خلاص دی ګوره
بدرنګــه ښاردی نه حسین تور او زیبـــــا پیژني


درواغ جن خلګَ دي رښتیاویل یي ندي عادت
نه ورورولی نه صداقـت نه هم رښتیــــا پیژني


هم په عالــــــم هم مُتعلــم پسي خبري کــــوي
وروره نه شیخ پیر او فقیـــــر سید اغــا پيژني


بس اوریدلی یي تش نوم دی د مجنون اولیلاء
په حقیقـت کي نه مجنــــون اونه لیــلاء پیژني


نه ښه شاعرنه ښه لیکوال نه ښه ادیب تري خلاص دی
اخ عکرمه جـــــــانانه نه تا اونه مــــــــــا پیژني


زما د ژوند قیصه!!

دهجر اوبیلتون په غیږکې شپه ډیره ترخه ده
پام مۀ لـوله زمـا د ژونـد قیصه ډیره ترخه ده

له مانه حال دڅیرې گریوان مه پوښتې ملگرو
قیصـه مـې د شلیدلې گـریوانه ډیـره ترخه ده

گمان مې داسی کیږې ته رقیب یی دوکه کړی
نن ماسـه دی خبرو ڪې لهجه ډیـره ترخه ده

یـو خـوا غـربـت زپلې بـل ناڪامـه مئینـتـوب
اخ! زما د ذنـدگۍ هـره صحنه ډیـره تـرخه ده

پوهیږم چی ته نۀ ڪوې یَریږمه خـو بیا هـم
ته ومنه په مینـه ڪې دوڪه ډیـره ترخـه ده

چی د زړه په وینـو پالې ورسـه مینه ملگـرتیا
چی وکړې بیا له تا نفرت ڪینه ډیره ترخه ده

پـه هـر قـدم له هـر چـا مـې سـاتلـې خـاطــرې
زما د تیــر ژونـد هـره خاطـره ډیـره تـرخـه ده

"نظامه" مودﻱ وشوې طبعت مې نه جوړیـږې
پشـان د ذنـڪــدن هــره دقـه ډیـره تـرخـه ده

۳/۴/۱۴۰۰
نظام الدین شریفی

https://t.me/hqyarsharonah

Показано 20 последних публикаций.

80

подписчиков
Статистика канала