عرفان الله خاکسار


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


خوږو دوستانو دلته تاسو زما زاړه او نوي شعرونه کتلی شئ
الله دې وکړي چې د شعرونو تنده مو پرې ماته شي
ملګرو دا مې نوی چینل دی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


#_حکمرانان

بد صفته بد کرداره واکداران دي
بد خصلته بدګفتاره واکداران دي

د ولقې څخه چې بدې ګټې اخلي
دا نااهله بد رفتاره واکداران دي

رعایا ته د غلام غوندې نظر کړي
دا سرکشه بې مهاره واکداران دي

خپل عزت یې په یو څو روپو پلورلی
بې عفته بې وقاره واکدارن دي

د موسی غوندې پیشوا له ربه غواړو
د فرعون غوندې بې شماره واکدارن دي

دبدبې نه یې مرعوب نه شې عرفانه
دا د لږ مدت دپاره واکداران دي

@irfanullahkhaksar


#_حمد

لویه ربه بندګان دې ثنا خوان دي
ملایک د پاس اسمان دې ثناخوان دي

کاینات دې د لویئ زمزمې وایي
حمله د عرش ھر آن دې ثناخوان دي

لمر سپوږمۍ دې دوامدار په ثنا بوخت دي
عجوبات د کھکشان دې ثنا خوان دي

ستا د رحم انتظار کوي محشر کی
بادشاهان د کل جھان دې ثناخوان دي

جمادات او نباتات دې مدحه وایي
حیوانات او انسانان دې ثنا خوان دی

زه عرفان چې یې ھمیش په صفت سر یم
هغه واړه رسولان دې ثنا خوان دی

@irfanullahkhaksar


اې محمد ابن قاسمه مظلومان دی غواړي
راشه بدل د ناهدې واخله بندیان دې غواړي

ترانه خوان : قاری محمد جلات مزمل
شاعر : عرفان الله خاکسا
ر


#_اختره

لکه شمع که سوزیږم تا به لمانځم
ای اختره که ورتیږم تا به لمانځم

ستا لمانځل خو د نبي خکاره فرمان دی
که د دار په لور خوزیږم تا به لمانځم

د شهید یتیم بچیان به زان سره کړم
لکه پلار به تری زاریږم تا به لمانځم

په سنګر کی به د ډزو غزل پیل کړم
په دښمن به غوټه کیږم تا به لمانځم

د زخمونو پرهرو سره به خاندم
زه که لویګم که غورزیږم تا به لمانځم

ما د ټول کال ستومانۍ تر تا راوړي
ستا په غیږ کی به وده کیږم تا به لمانځم

زه له هغي ډلی نه یم چی تا شړي
ستا راتللو ته کړیږم تا به لمانځم

دومره لویه ناشکري والله که وکړم
استقبال ته دی ودریږم تا به لمانځم

تا به لمانځم خوشحالي وي که خفګان وي
ستا په قدر زه پوهیږم تا به لمانځم

زه عرفان به دی په هر محفل کی ستایم
ستا په حقله به غګیږم تا به لمانځم

@irfanullahkhaksar


#_و_ما_قدروا_الله_حق_قدره

ای قدرمنه ستا په قدر قدردان پوھیګي
د مینې اور ته په دانګلو پتنګان پوھیګی

د اور په څوکو درته لارې جوړوي خدایه
په ناز د عشق دې سرتیري فدایان پوهیګي

ستا د حسین دیدار د پاره سرو اورونو ته ځي
ستا په دیدن د مودو تګي ملنګان پوهیګي

عاشق به نه وي چې په خوله د مینې چغې وهي
خاموشه ژبه د پاک عشق په بیان پوھیګي

زاغان له ګل او خوشبویۍ او پسرلي څه خبر
په نو بھار خزان وهلي بلبلان پوهیګي

عرفانه روح دې سپیلني کړه د جانان په لار کې
جانان هغه دی چې په قدر د جانان پوهیګي

@irfanullahkhaksar


#_مست_پتنګ

مینې دې جانانه زه تر داره پورې راوستم
مست لکه پتنګ یې تر انګارہ پورې راوستم

ستا لټون د پارہ چې په وینو مې روښانه کړل
ھغو مشالونو تر دیارہ پورې راوستم

ما په هر قدم باندې سکروټې او ازغي زغمل
ستونزو او تنړاکو تر خپل یاره پورې راوستم

عشقه درنه ځارشم چې په دغه راز دې پوهه کړم
تا د استشھاد د سپین مداره پورې راوستم

زہ د دومرہ لویو انعامونو قابل نه ومه
رحم دې خاوندہ تر جوارہ پورې راوستم

زه عـرفان به هله د وصال له تندې خلاص شمه
ځان ته که الله د خپل دیداره پورې راوستم

@irfanullahkhaksar


تل دې روان وي د قرآن درسونه
د مدرسې د طالب جان درسونه

ترانه خوان : قاري ارشادالله عقابي
شاعر : عرفان الله خاکسار

@irfanullahkhaksar


#_اخلاق_حسنه

د چا غصه لکه شکرې ووري
د چا خندا لکه نشترې ووري

څوک په خبرو ماتوي ډبرې
د چا د شونډو نه ډبرې ووري

د چا لھجه د ترپګنو وژونکي
د چا انداز لکه خنجرې ووري

څوک له اورونو څخه ژبې خلاص کړل
په چا ددې په سر بسري ووري

په چا چې اوشي ستا لوئ فضل خدایه
بیا یې له خولې خوږې خبرې ووري

عرفانه ژبه د الفت ضامن ده
که ترې ویناوې معتبرې ووري

@irfanullahkhaksar


#_د_صفې_طالب_جان

ای د صفّې د ګلستان طالبه
لارې دې ګل شه د قرآن طالبه

لکه ملنګ غوندې کوڅو کې ګرځی
کچکول دې زانګی په ګریوان طالبه

سختې دې تیرې کړې د دین په خاطر
الله دې تل ساته شادمان طالبه

ولې به ستا سره رب مینه نکړي
ذکر دې تل وي په زبان طالبه

د جهالت تورو تیرو دپاره
روښانه لمر یې د اسمان طالبه

چې قدم واخلې د اکرام په زینو
درته پسخیګي به شاهان طالبه

چې کله لاس د خدای په لور پورته کړې
چې درنه هیر نه شي عرفان طالبه

@irfanullahkhaksar


#_د_ابدیت_په_لور

تلي قافلې مو انتظار کړي ځئ چې ځو زلمو
وخت راځینې درومي تـوند رفتار کړي ځئ چې ځو زلمو

پام چې مو قدم د مخکینو د پل نه بیل نه شي
پام چې نیمه لار کې رانه پاتې دا مزل نه شي
نه شي په سستیو په جلتئ ځان رسوو زلمو

ځئ چې له نیمګړي دنیاګۍ نه ځو عقبا په لور
ځئ چې ځو له دغه فاني ژوند نه د بقا په لور
ژوند د ابدیت د خوشحالیو خپلوو زلمو

لارې د ورتګ منزل ته ګنړې بې حسابه دي
ګرانې دي اوږدې دي هم سره د سوال جوابه دي
بې له سوال جوابه لنډه لاره باندې ځو زلمو

ځئ چې په اخلاص باندې ځانونه رب ته وسپارو
خوښه باندې دا امانتونه رب ته وسپارو
خپله معمولي قرباني رب ته پیش کوو زلمو

ځئ چې د منزل د لاروو رهنمایي اوکړو
خپله که لمـبـه شـو خو چې بل ته رڼایي اوکړو
مړ مشال عرفان وایي په وینو بلوو زلمو

@irfanullahkhaksar


#_فریاد

نوم دې واخلم بیا دی نوم ته په ژړا یم
ته بادشاه یې لویه خدایه زه ګدا یم

دواړه لپي مې کچکول درته نیولي
زه دې رحم ته محتاج بې انتھا یم

ستا له در نه غیر بل در نه لرم خدايه
ځکه در کې دې نسکور یم بې نوا یم

نور د ټولو ګناهونو نه تائب یم
لوۍ مجرم او ګناهګار خدایه ستا یم

نور مې ځار کړه له خپل دین پروردګاره
له کلونو سر په دغه التجا یم

ما عرفان ته دغه یو انعام نصیب کړه
چې جنت کې ستا د مخ په تماشا یم

@irfanullahkhaksar


سحرہ راشه تورې شپی ماتی کړه
تورې پنجرې تـورې تمبې ماتی کړه

ترانه ویونکی : قاري ذبیح الله
شاعر : عرفان الله خاکسار


#_غزل

د ایمان په امتحان کې پته لګي
د میړانې په میدان کې پته لګي

د دنیا په تول یې مه تله نادانه
د عمل به په میزان کې پته لګي

په وصال د هر پرهر درد په ارام شي
د دردونو په هجران کې پته لګي

بې وسۍ کې دې په صبر مه غولیګه
د برداشت په وس او توان کې پته لګي

په سپرلي خو هر وطن لکه جنت وي
د خائست په وچ خزان کې پته لګي

عافیت او مغفرت غواړه عرفانه
د پوخوالي په سندان کې پته لګي

@irfanullahkhaksar




#_مجاهده

مجاهده جھاد ستره فریضه ده
ستا د ژوند یوه لمحه بې ځایه نه ده

تورو غرونو او ازغیو کې به ژوند کړې
دا د خوند او راحتونو لاره نه ده

روحاني قوت حاصل کړه بریمن شـه
په مادي قوت بریا اسانه نه ده

طمع دار شه د الله د نصرتونو
ګوره طمع دمخلوق راداره نه ده

هسې نه چې په خپل کړنو یې داغي کړې
د جھـاد سپینـه لمن داغداره نه ده

د خَباب غوندې برداشت ځان کې پیدا کړه
په سکروټو پریوتل بیا ګرانه نه دہ

مجاھدہ عاجزي خپله شیوه کړه
سرکشي د مجاهد له شانه نه دہ

سینه سپر کړه د ژوندون سختو صحنو ته
بې ازمیښته زندګي عرفانه نه ده

@irfanullahkhaksar


#_بدلون

حالاتو وخوړو تغیر بیا بل عمر پورته شو
غږ د تکبیر له هر ډګر او هر سنګر پورته شو

بیا د ملَکو ډلې راغلې په بدري جامه کې
میدان جنګ کې سپین بیرغ د پیغمبر پورته شو

دشکست چیغې یې کړې ګډې د دښمن په لیکو
بیا استشهـاد ته قهرمان ابن ازور پورته شو

سترګې يې سرې دي له څیرې څخه یې قهر اوري
د انتقام لمبو وهلی شملور پورته شـو

بیا د اسلام له غیګې پاسیدو شاهین د جهاد
یو ځلې بیا کفري نړۍ ته مهاجر پورته شـو

زړونه ټکان خوري دخوخۍڅخه قرار نه مومي
بیا د غزا د فتحې غږ مو له منبر پورته شو

عرفانه نن دې د ارمان د ریجولو ورځ ده
ددین کمک ته له طالقانه سپین لښکرپورته شو

@irfanullahkhaksar


#_د_الله_مینه

هغه مینه چې د مینو سر چینه ده
دغه مینه مې ژوندون له آئنه ده

دغې مینه کې مې مرګ له ژونده خوخ دی
ماله دغه مینه مرګ نه پس پوره ده

دغې مینې زه د مینې په خوند پوئ کړم
ما اخستې ترینه لویه فلسفه ده

دغه مینه چې مې مل وي سرفراز یم
ما ګټلي پرې د ژوند هره لمحه ده

زه د دغې مینې اور ته ځکه خوخ یم
راته اور جوړه سمسوره باغیچه ده

نه په مرګ نه په حیات ترې جدا کیګي
د عرفان مینه سه ډیره عجیبه ده

@irfanullahkhaksar


#_ربه_رحم

زه بغیر حسابه ستا نه جنت غواړم
د حساب له رویه خدایه دوزخي یم

ستا نظر کې که ردي شوم نو هیس نه یم
که قبول دې کړم ګوهر یم قیمتي یم

زما ربه د دیدن خیرات دې غواړم
زه راغلی ستا دربار ته خیراتي یم

زه به څه یمه زما عمل به څه وي
زه ځان پیجنمه ربه چې عاصي یم

د رحمت دې امیدوار یم پاکه ربه
د عمل وزن مې نشته تاواني یم

د ژوندون ټولې سختئ به مې خوخئ شي
که تا اوې چې عرفان څخه راضي یم

@irfanullahkhaksar


#_اخلاص

ډیرې دې نه وي د نیکۍ يوه ذره پوره ده
بنده بخنې له دې خدای ته یوه بهانه پوره ده

دا ډیر نفلونه رکعتونه کمال ونګنړې
عابده تا له قبول شوي یوه سجده پوره ده

چې د اخلاص سره یې وکې نیکي نه ورکیګي
نیکي خو سه کې بیا یې تشه اراده پوره ده

خه په جلتئ یې رسوه ای د اخلاص توتکۍ
نار نمرود له ستا د خولې یوه قطره پوره ده

د عبادت مقصد خو صرف د متعال رضا ده
زاهده پوهه شه عاقل له اشاره پوره ده

عرفانه چرته له رحمت یې نا امیده نه شې
ستا ګناهونو له د رحم یوه چپه پوره ده

@irfanullahkhaksar


#_د_وخت_ابن_قاسم

اې محمد ابن قاسمه مظلومان دی غواړي
راشه بدل د ناهدې واخله بندیان دې غواړي

درته په وینو نوشته د غم زپلو پیغام
لیکم ضرور درته د ستړو ژړیدلو پیغام
خبر یې واخله نن بې وزله اسیران دې غواړي

راشـه اواز درته کوي د مظلومانو هـیلې
نوری ماتیګي د امـت د یتیمانو هیلې
پیغلې زمونږه شوې سرتورې له رحمان دې غواړي

ځوانان غافله شول په درد د امت نه دردیګي
شول بې احساسه د مظلوم په حالت نه ترسیګي
لږ د اُمت ځوانان کړه پورته مسلمان دې غواړي

راشــه رهبر شه شجاعت مو کړه ظاهر ده زلـمو
پاڅه د وخت ابن قاسمه شه امیر د زلمو
نور هر زلمۍ دا ستا عسکر دې قمندان دې غواړي

ھر مجاھد دې منتظر دې سر راپورته کړه لږ
د کلمې دسر لوړۍ بیرغ راپورته کړه لږ
ډیر دې پاڅون ته بې قراره دې عرفان دې غواړي

@irfanullahkhaksar

Показано 20 последних публикаций.

240

подписчиков
Статистика канала