دا چې امريکايان په ۲۰۱۴ کال کې په دې پوهېدلي وو چې افغانستان نشي کنټرولولی او نه هم دلته خپلې جوړې شوې پايګاوې ساتلی شي، نو يې د واک د انتقال تر عنوان لاندې ځانونه د هېواد له اطرافي سيمو او بېسونو څخه لويو اډو ته را ټول کړل او خپل تجهيزات يې ټول دغو لويو اډو ته رانقل کړل، د جګړې په ډګر کې يې خپل اجيران يوازې پرېښودل او په دې يې وغولول چې ګواکې تاسې نور په يوازې ځان له افغان ملت سره د جګړې توان لرئ!
امريکا هماغه وخت هم مذاکراتو ته حاضره وه تر څو د وتلو مصؤونه لار ورته ورکړل شي، خو له يوې خوا له نړيوال شرم سره مخ وه او له بلې خوا يې نه غوښتل چې افغان ملت ته داوياړ او برم ورپه برخه کړي چې په يوه پېړۍ کې یې درې امپراطورۍ ماتې کړې نو له همدې امله يې مذاکرات وځنډول چې دا دی په ۲۰۲۰ کال کې يې له طالبانو سره توافق وکړ او بيا يې تر توافق د ځواکونو د وتلو وخت نور هم تمديد کړ او د ۲۰۲۱ ميلادي کال تر سپټمبر پورې يې دغه نېټه وغځوله، خو اوس چې لا دغې تمديد شوې نېټې ته څو مياشتې پاتې دي، د امریکا او ناټو زيات شمېر پوځيان ووتل او بېسونه او لويې اډې يې تشې پرېښودلې، د ځواکونو وتل يې په داسې حال کې دي چې اجيره اداره يې بلکل خبره کړې نه ده او نه يې هم تماس ورسره نيولی دی.
د امريکايانو پټ وتل څرګندوي چې نور يې د افغان ملت تاريخ په غور کتلی او دا هېواد يې له دې وېرې تخليه کړ چې هسې نه پاتې عسکر يې همدلته دمرګ په خوب ويده شي.
په وړاندې يې افغان ملت يو داسې نړيوال او تاريخي وياړ خپل کړ چې په يوه پېړۍ کې يې درې نړيوالې امپراطورۍ ماتې او دړې وړې کړې او له هېواد يې وېستلو ته اړ کړې.
د يادونې وړ ده چې افغانانو د انګرېزانو امپراطوري په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې ماته کړه د روسانو امپراطوري يې په ۱۹۸۹ ميلادي کال کې له پښو وغورځوله او امریکا + ناټو يې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د لیست له سره د لیست وپای ته راښکته کړه.