د فــراغت پګړۍ / عُــمــري کمانډو
شَـــوہ در په سر د پـــاک رسول د وراثت پګړۍ
شـــه مــبــارک فــاضــله سپين د فضيلت پګړۍ
درتـــه پـــه سر کـړ اٌستاذانو څـــه په مينه مينه
ښايسته ښکاريـــږي يـــاره ستا د فـراغت پګړۍ
سـاتـه ممبر مـحـراب سنګر هــم مـدرسه فاضله
دغـــه نـــو ژبــاړه ده زمـــونــږ د امـــارت پګړۍ
لـکـه د سـتــورو بـــه ځلېږې اۍ طالبه ځــوانــه
پـه تا شو فرض، ګـوره هېر نکړې ،عِلميت پګړۍ
فاضله خيال کـــوه چې کِبر او غـــرور وه نــکـړې
څښتن درکـــړې ده ســپـېــڅلې د عـــزت پګړۍ
د دين خدمت ښه پـه اخلاص کوه، ریا ونه کړې
لــه شیطان سـاتــه د اعــمــالــو او د نیت پګړۍ
خدمت کوه اولس ته داپه خپل ځان فرض وګڼه
چـې تــل بـــه ساتــمــه د عــلــم مسٶليت پګړۍ
ربــه دا سـتـا لقاء تــه تـږي دي زمـونـږ فـاضـلان
کــړه [عُـــمـــري] تــه ور نصيب د عَبدِيت پګړۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ