المرصاد | Almersaad


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


المرصاد خپرندویه اداره ده ټلګرام پاڼه
صفحه تلگرامی آژانس انتشارات المرصاد

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د خوارجو علامې!

شهید شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله

https://t.me/Almersaad313


طاهر احرار

۴-فقه حنبلي:

د فقه حنبلي مشهور امام ابن هبيره الحنبلي متوفى (587) پخپل کتاب الافصاح ص 402 کې فرمايي: واتفقوا على انه اﺫا خرج على امام المسلمين طائفة ﺫات شوکة بتأويل مشتبه فانه يباح قتالهم حتى يفيئوا.

ژباړه: ټول علماء پر دې متفق دي، چې هرکله يوه ډله مسلح خلک، له خود ساخته دليل سره د امام له اطاعته خروج وکړي، د هغوی سره جنګ کول جايز دي، ترڅو اطاعت د امام ته راګرځیدلي نه وي.

امام ابن قدامه ( م ٦٢٠ه‍) پخپل کتاب الکافي ج 4 ص147 کې خوارج تعريفوي او ليکي: چې قوم خرجوا على الامام بتأويل سائغ وراموا خلعه ولهم منعة وشوکة.

ژباړه: خوارج هغه خلک دي، چې دوی د تاويل سره د امام له اطاعته خارج شي او د هغه خلع غواړي او هغوی مسلح وي.

د فقه حنبلي نورو امامانو هم خوارج تعريف کړي، هغوى يې باغيان بللي او د هغوى سره جنګ او وژل يې جايز ګرځولي.


۵-فقه جعفريه:

فقه جعفریه خوارج باغيان او واجب القتل بولي.

لکه د دوى امام ابو جعفر محمدبن حسين طوسي (م 46ھ) پخپل کتاب (الاقتصاد الهادي الى سبيل الرشاد)فصل في احکام البغي ص 315 ليکي: الباغي هو کل من خرج على امام عادل وشق عصاه فان على الامام ان يقاتلهم ويجب على کل من يستنهضه الامام ان ينهض معه ويعاونهم على قتالهم.

ژباړه: باغيان هغه څوک دي، چې د عادل امام په مقابل کې له اطاعت انکار وکړي، نو په امام واجب ده چې جنګ ورسره وکړي او که چیرته امام له خلکو مرسته وغواړي، په خلکو هم فرض دى چې ملاتړ يې وکړي

بل ځاى ليکي: والبغاة على ضربين احدهما من لهم رئيس يرجعون اليه فهٶلاء يجوﺯ ان يجتاﺯ على جراحاتهم ويتبع مدبرهم ويقتل اسيرهم.

ژباړه: باغيان په دوه ډوله دي؛ اول هغه چې هغوى مشر ولري، چې دوى مشورې ترې اخلي، د دوى حکم دا دی، چې د دوى ﺯخميان دې بې علاجه پريښودل شي، دوى دې د شا لخوا تعقيب کړلاى شي او د دوى بنديان دې ووژل شي.

خلاصه دا چې دواعش خوارج دي او خوارج باغيان دي، د باغيانو او خوارجو په متعلق تاسو د ائمه مجتهدينو فقهاوو نظرونه مطالعه کړل.

خداى ج د وکړي چې نور د افغانستان مظلوم ولس د خارجي استخباراتو د دسيسو ښکار نه شي او خپل دنيا او اخرت ضايع او خراب نه کړي.

https://t.me/Almersaad313


خوارج د ائمه مجتهدينو له نظره

https://t.me/Almersaad313


که څه هم خوارجو په عمل کې ښوولې چې اصلي عقیده یې د خپلو مخالفینو تکفیر دی، خو دا چې ځان یې د خوارجو د عمده صفت له مصداق جوړېدو ساتلی وي نو په لیکلي ډول خپله عقیده بدله بولي. د عقیدې په برخه کې جدي اختلافات د دې لامل شوي چې داعشي خوارج یو بل کافر وبولي، سره ووژني او امت یې له شره د خلاصون لور ته نږدي شي.

https://t.me/Almersaad313




د ۲۰۱۷ز کال د مئ میاشتې په ۱۷مه نېټه د خوارجو لجنة المفوضه (هغه شورا چې د خوارجو ټول دیوانونه او ولایات اداره کوي) یو عمومي مکتوب خپوړ کړ، چې په هغه کې یې د حازمیانو عقیده د خپل تنظیم اصلي او رسمي منهج بللی و او له ټولو غړو یې غوښتي و چې عملي یې کړي. دې مکتوب د خوارجو قاضي ترکي البنعلي غوسه کړ او په ۲۰ پاڼو کې یې پر دې منهج تفصیلي رد ولیکه. (د ترکي البنعلي رد دلته لوستلای شئ)

څلور میاشتې وروسته، لجنة المفوضة یو بل مکتوب خپور کړ، چې په هغه کې یې خپل مخکنی منهج ”د علمي تېروتنو او موهومو عبارتونو“ له امله لغوه اعلان کړ او ویې ویل چې دا کار د خوارجو په تنظیم کې د تنازع او بېلتون لامل شوی و.




په دې وروستیو کې یو شمېر خوارج چې د مسلمانانو د تکفیر په مسئله کې تر نورو خوارجو زیات شدت کوي د خراساني خوارجو له مشرانو او قضايي مسؤلینو شکایت کوي او وايي چې د دوی ځینې ملګري یې نیولي او حتی وژلي دي.

د ابو عمر په نوم یو داعشی وايي چې د خوارجو د خراسان څانګې د قضا څانګې په امر د امنیت یا استخباراتو ادارې لخوا د ابو حنظله په نوم د دوی یو ملګری تر څو میاشتې بند وروسته وژل شوی دی. د نوموړي په خبره، ابو حنظله د عدم العذر بالجهل عقیده درلوده، عام خلک یې کافران بلل او لمونځ یې نه پسې کاوه.

د ابو حنظله ملګري ادعا کوي چې نوموړی داعشیانو په خپل زندان کې زیات شکنجه کړی، وروسته یې وژلی؛ بیا یې د نوموړي ملګرو ته جلا جلا خبرې کړې، ځینو ته یې په ویاړ سره ویلي چې موږ وژلی او ځینو ته یې بیا ویلي چې ځان وژنه یې کړې ده.

ابو عمر څو میاشتې مخکې هم ادعا کړې وه چې د داعشیانو د خراسان څانګې په زندانونو کې د دوی ګڼ شمېر ملګري بندیان او تر سختو شکنجو لاندې دي.

تر دې وړاندې هم د خراسان د داعشیانو ترمنځ د تکفیر په مسئله کې سخت اختلافات رامنځته شوي وو او په آنلاین رسنیو کې یې هم پر یو بل د کافر او خوارجو فتواوې ولګولې. د اختلاف د پراختیا د مخنیوي لپاره، د خراساني خوارجو رسمي مراجعو د دې اختلافاتو یو راپورته کوونکی کس، چې په ترکیه کې اوسېده، مطلوب اعلان کړ او خپل پلویان یې له دې بحثونو منع کړل.

د ”حازمیانو او بنعلیانو“ شخړه

د حازمیانو ډله د تکفیر په مسئله کې د سعودي عالم احمد بن عمر مساعد الحازمي پلویان دي، له همدې امله حازمیان ورته ویل کیږي. دوی په دې اند دي چې که څوک په ناپوهۍ کې کفر ته ووځي نو کافر دی او څوک چې دا کس کافر نه بولي هغه هم کافر دی.

په ۲۰۱۴ز کال کې د بغدادي د مزعوم خلافت تر اعلان وروسته د احمد حازمي یو شمېر تونسي پلویان له خوارجو سره یوځای شول، چې سرلاری یې ابو جعفر الحطاب و. الحطاب وروسته د خوارجو تعلیم د دېوان مسؤل شو. حازمیانو د خوارجو په فکري، نظامي او تبلیغاتي میدان کې زیات اثر او رسوخ پیدا کړ، چې دې کار د خوارجو عمومي مفتي ترکي البنعلي او د خوارجو نور مشران وارخطا کړل. پخپله د خوارجو قاضي ترکي البنعلي (ابو همام الاثري) په دې اند و چې جهل معجِز د تکفیر مانع دی او العاذر بالجهل هم کافر نه دی.

ابو حطاب او پلویانو یې د خپل ځان ټول مخالفین (د القاعده امیر دوکتور ایمن الظواهري، د سوریې جهادي ډلې او نور) کافران وبلل او د دې ترڅنګ یې د خوارجو هغه مشران هم کافران اعلان کړل چې دا کسان یې کافر نه بلل. دې چارې خوارج وارخطا کړل، د انتشار د مخنیوي لپاره یې د ابو عمر الکویتي (حسین رضا لاري) په نوم یو حازمي د ۲۰۱۴ز په اګست میاشت کې ونیو او په سپټمبر کې یې اعدام کړ. پخپله ابو جعفر الحطاب له یو شمېر نورو ملګرو سره د خوارجو د استخباراتو لخوا د ۲۰۱۴ز په سپټمبر کې ونیول شو او د ۲۰۱۵ز کال په مارچ میاشت کې اعدام کړل شو.

د خوارجو د استخباراتو/امنیت دیوان په یوه راپور کې د حازمیانو ګواښ زیات خطرناک بللی ځکه چې په خبره یې ځینې سرلاري یې په تنظیم کې په لوړو بستونو مقرر وو. د راپور له مخې، په تنظیم کې موجود حازمیان ځینې ووژل شول، ځینو توبه وایستله او ځینې یې وتښتېدل. (د امنیت دیوان راپور دلته لوستلای شئ)

تر دې اعدامونو وروسته، د حطاب او کویتي پلویانو د خوارجو د دولت پر ”کفر او ارتداد“ ګڼ شمېر رسالې ولیکلې او خپرې کړې.


کریم بریال

په دې ورستیو کې په ترکیه کې داسې له جنجال او کشمکش څخه ډکې ټاکنې ترسره شوې، چې د اسرائیل، ایران، چین، روسیې، ازربایجان او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره ډیرې مهمې بلل کيدلې.

په ټاکنو کې یو طرف د دغه هیواد جمهور ریس اردوغان ولاړ وو، بل لور ته د اروپا او امریکا له پراخ ملاتړ برخمن سیکولر کلیچدار اوغلو وو.

امریکا او اروپایي هیوادونو غوښتل، د اوغلو په واسطه ترکیه هیواد یوځل بیا د اتاترک ډلې ته وسپاري او په دغه هیواد کې د اسلام کمزورې ډیوه یوځل بیا د همیش لپاره مړه کړي.

خو د ترکیې ولسونو چې څو لسیزې یو اسلامپال مشر ادوغان پرې واکمن وو، په غوڅ اکثریت یې هغه ته رایه ورکړه او اردوغان یو ځل بیا د ترکیې ولسمشر وټاکل شو.

مونږ پخوا ویلي وو، چې داعشي خوارج د امریکا هغه خفیه لښکر دی، چې هرځای امریکا سیاسي یا نظامي شکست خوړلی، هلته یې دغه نجسه خوارجه طبقه لیږلې ده او خپل مخالفین یې د همدې خوارجو په توسط له منځه وړي دي. عراق، سوريه او افغانستان یې ښه بیلګه ده

دا چې ترکیه کې د امریکا لاسپوڅي سیکولر کاندید کلیچدار اوغلو شکست وخوړو او په دغه هیواد کې د اروپا او امریکا هیلې په اوبو لاهو شوې، نو داسې ښکاري چې امریکا دا ځل ترکیه کې هم د خپل B پلان څخه کار اخلي او خپل روزل شوي اجرتي قاتلان خوارج هلته لیږي، تر څو هلته د امریکا او اروپا مخالف واکمن اردوغان ته سر درد ایجاد کړي.

تازه د ترکیې رسنیو یو خبر خپور کړو، چې د دغه هیواد په استانبول ښار کې په یو لړ ځنځیري عملیاتو کې د یو عراقی الاصل مهم قومندان په شمول د داعش خوارجو نهه غړي نیول شوي دي.

https://t.me/Almersaad313


ترکیه کې د کليچدار اوغلو

شکست ، او د داعش ظهور


رامین احمدي

کلونه وړاندې کله، چې امریکایي ځواکونه په افغان جګړه کې له پرلپسې ماتیدونکو تیندکونو سره مخ شول او په تعقیب یې په کال ۲۰۱۴م کې د خپلو لوی شمیر پوځيانو د ایستلو عملیه پلې کړه؛ په تعقیب یې دلته د فکري، مذهبي او تکتیکي جګړې یوه بله څپه پیل کړه.
هغوی د فکري برخې لپاره کرایي ملا نما څیرې، نفوذي شخصیتونه، رسنۍ او زدکړه ییز مرکزونه وکارول؛ مذهبي برخه کې یې بیا هم په کور دننه او بهر ملکونو کې د علماوو په نامه لویې غونډې وکړې او د امریکا په مشري د کابل حکومت پر وړاندې یې جګړه ناروا تعبیر کړه او د تکتیکي جګړې لپاره یې بیا له سلفي مفکورو څخه متاثره کسانو څخه د داعشي ملیشو په نوم قاتلې لښکرې جوړې کړې.
هغوی په ننګرهار، کنړ، جوزجان، سرپل او یو شمیر نورو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې، عام خلک په مرګونې بڼه وځورول او تر یوه سپیڅلي نوم لاندې یې د مجاهدینو د رنګ بدي پټې او ښکاره هڅې وکړې.
امارت ورته د خبرو وړاندیزونه وکړل، خو له بار بار غوښتنو وروسته بیا هم د تکبر له غونډکۍ څخه راشیوه نه شول او هرې غوښتنې او وړاندیز ته یې له کوم التفات پرته یې، همداسې خپل وحشت او دهشت ته دوام ورکړ.
امارت هم د مجبوریت له مخې، په داسې حال کې چې له امریکایي اشغالګرو او د هغوی له داخلي ملګرو سره تونده جګړه کې ښکیل وه، د دوی پر وړاندې یې هم وسلې ته لاس کړ؛ چې وروسته دوی هم د هغوی (ناټو او امریکایي ایتلاف) کرایي جګړه ماران وختل او په ننګه به یې کله د کابل حکومت او کله هم د ناټو هوایي ځواکونو ملاتړ ته را دانګل.

له سختې مبارزې وروسته د دغې فتنې مخه په ټول توان سره ونیول شوه، مشران یې ووژل شول، ملیشې یې تار ومار شوې او ځینو یې هم له امارت سره د مباهلې په کولو سره، ککرې له لاسه ورکړې.

هوکې؛ امارت واکمن شو، خو لا هم د بهرنیو استخباراتي کړیو دا کرل شوی تخم، په افغان خاوره کې ژوندی پروت وو؛ ځای ځای زیانباره بریدونه او چاودنې روانې وې او عام ولس او د ا. ا. ا منسوبینو ته یې زیانونه واړول.
ا. ا. ا هم لاس تر زنې ناسته غوره نه کړه، بلکې پر وړاندې یې پخوانۍ توره یوځل بیا راوخیسته، سلګونه پټې او ښکاره ملیشې یې لمنځه یووړې، زرګونه یې د اسارت په ګروګان کې راوستل او لسګونه نور چې د کابل ادارې پټ جنګیالي یا هم د ګاونډیو هیوادونو واردات وو، له هیواده تیښتې ته اړ شول.
ویښو استخباراتي ځواکونو د دوی سرلاري یو یو په نښه او د افغانستان د پټو او ښکاره غلیمانو ټولې مرموزې دسیسې یې تس نس کړې.

دا دی افغان ویښو ځواکونو د داعشي خوارجو وروستۍ هیله هم د ابدي نابودي پر لور سوق کړه او نور یې د تل لپاره هیوادوالو ته د هوسا، مطمئن او سوکاله مسکن د برابریدو ارمغان ور پوره کړ.

لوستونکیه! د افغانستان تاریخ که له پیله تر پایه را وسپړې، درته څرګنده به شي، چې دلته له تیرو پیړیو راهیسې وخت پر وخت هغوی سر خوړلی، چې د الله ج د سپیڅلو بندګانو پر وړاندې یې پاڅون ته ملا تړلې او عملاً یې مسلمانې پرګنې تر نیواک لاندې نیولې دي.

دلته ګرګین خپل سر کیښووده، دلته مکناټن هم خپلو هیلو ته ونه رسیده؛ د همدې خاورې غزنوي، میرویس نیکه، شاه اشرف، احمد شاه بابا او ګڼو اتلوالو بچیو په سیمه کې د هسکې شملې حکمراني وکړه او د افغان اتلولي یې له پیړیو تر پیړیو نسلونو نسلونو ته عبرتناکه تاریخي کیسه کړه.
امام شهاب الدین بغدادي په خپل کتاب‌(معجم البلدان ج۲ ص۴۰۱ملک نمبر۴۱۶۴) کې لیکي: خراسان یو پراخه ملک ده اوبیا لیکي «عن شریک بن عبدالله انه قال: الخراسان کنانة الله اذاغضب علی قومٍ رماهم به» ژباړه: له شریک بن عبدالله نه روایت ده هغه وایی: خراسان دالله چانټه ده، کله چې الله ج یو قوم ته په غضب شي، په همدوی یې ولي/ لمنځه وړي.
څوکاله وړاندې دامریکا دسمندري ځواکونو دقول اوردو قومندان «چوک کولک» ولیکل: « ډیرو هڅې کړې، خو هیڅوک هم د افغانستان په لاندې کولو نه دي بریالي شوي؛ موږ به هم د هغوکسانو په لیست کې راشو، چې په دې کار کې پاته راغلي»
د هغوی سرلارو تل ویلي چې: «افغانستان دامپراتوریوهدیره ده»
خراسانه! ویاړ دې مبارک دعربی ژبې مشهوره مقوله ده: والفضل بماشهدبه الاعداء.

مونږ که وړمه ورځ انګریزان ځغلولي وه، پرون مو روسان مات کړل او نن مو د امریکا په مشرۍ ټوله کفري ټلواله تیښتې ته اړ کړه؛ نو همدې ټولو ته په کتو سره ویلای شو چې، د بهرنیانو پاتې شونې استخباراتي ملیشې که هرڅوک، په هر نامه او هره سیمه کې وي؛ له کوم ځنډ پرته به د الله ج په نصرت، د مظلوم ملت په ملاتړ او د هیواد د اتلوالو سرتیرو په لاس به ورسره سخت ترین حساب کتاب کیږي.

ان شاءالله

https://t.me/Almersaad313


افغانستان که د دښمنانو

د هلاکت وروستي هديره!


ترکیه : د یو عراقی الاصل قومندان په شمول د داعش ۹ غړي نیول شوي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په استانبول ښار کې د ځینځیري علمیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې ۹ نفر نیول شوي دي.

داسې ویل کیږي، چې د نیول شویو افرادو په ډله کې د داعش یو عراقی الاصل مهم قومندان هم شامل دی.

ترکیه کې د داعش افرادو د نیول کیدو خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تازه د دغه هیواد انتخابات ترسره شوي او د امریکا او اروپا له پوره ملاتړ برخمن کاندید کلیچ اوغلو پکې ماتې وخوړله.

https://t.me/Almersaad313


کریم بریال

د تیرې لیکنې په دوام…

څلورم مشابهت:
د علماوو او د دین امامانو پسې رد و بد ویل او د هغوی توهینول!

د پخوانیو خوارجو یو بل عادت دا وو، چې هغوی به د علماوو توهین، تحقير او سپکاوی کوو او د هغوی په هکله به یې ډېره بې ادبي او ګستاخي کوله.
کله چې حضرت علي کرم الله وجهه له جنګ صفین څخه وروسته خوارجو ته عبدالله ابن عباس رضی الله عنه ور وليږلو، نو د خوارجو مشر حرقوص بن زهیر خپلو ملګرو باندې غږ وکړو او ویې ویل.
یا حملة القران ان هذا عبدالله ابن عباس من لم یکن یعرفه، فانا اعرفه، هذا ممن نزل فیه وفي قومه ( بل هم قوم خصمون )
ژباړه:
اې د قران حافظانو!
دا سړی عبدالله ابن عباس دی! که په تاسو کې یې څوک نه پېژني، نو زه یې پیژنم، دا د هغه قوم له جملې څخه ده، چې الله جل جلاله یې قران کې په اړه فرمایلي دي؛ چې دوی یو جګړه مار قوم دی.

اوسنیو خوارجو هم د دین د علماوو توهین، تحقیر او سپکولو ته کار ويلی دی.
د بغدادي ګمراه لښکرو په عراق او عربي نړۍ کې هغه حقاني علماء په ډېرو سپکو نومونو یاد کړل او آن مشرکین، مرتدین او واجب القتل یې وبلل، کومو چې د دوی ګمراه خلافت شرعي ونه باله.
په افغانستان کې د علماء کرامو او مجاهدینو څخه جوړ شرعي نظام او چارواکي یې مرتدین وبلل او پر وړاندې یې د جنګ اعلان وکړ.

پنځم مشابهت

د دوی په مېنځ کې د علماوو نه شتون!
کله چې ابن عباس رض د حضرت علي کرم الله وجهه په امر خوارجو ته ور ولیږل شو، نو هغوی ته یې وویل چې: جئتکم من اصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم، ولیس فیکم احد منهم، ومن عند ابن عم رسول الله صلی الله علیه وسلم وعلیه نزل القران وهواعلم بتاویله.
ژباړه:
اې خوارجو! زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو له طرفه راغلی یم او په تاسو کې هیڅ یو صحابي هم نشته او زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره د زوی له طرفه راغلی یم، چې قران په دوی کې نازل شوی او هغه تر نورو زیات د قران په ایاتونو پوهیږي.

د اوسنیو بدبختو خوارجو صفونه که مطالعه کړو، نو له عراقه تر سوریا او لیبیا له الجزائره تر افغانستانه به هیڅ داسې د فتوا اهل عالم په دوی کې پیدا نکړو.
منځني ختېځ چې د علم او فضل زانګو بلل کیږي، هیڅ مستند لوی عالم یې د دوی سره نه دی ملګری شوی او دا هغه څه دي چې ټول یې په سترګو وینو او مشاهده کوو.

شپږم مشابهت:
حداثة السن (کم عمري)
د پخوانیو او اوسنیو خوارجو بل مشابهت دا دی، چې حدیث شریف کې راغلي چې حدثاءالاسنان یعنې خوارج به اکثر کم عمره ځوانان وي.
اوسني خوارج هم ټول کم عمره نوي ځوانان دي. د دوی په صف کې به داسې کسان ډیر کم پیدا کړئ چې عمرونه یې له دیرشو یا تر پنځه دیرشو اوښتي وي او دوی اکثر کم عمره هلکان په جنګونو او ځانمرګو بریدونو کې استعمالوي.

اووم مشابهت:
د دوی په خپل مینځ کې یو او بل په شکوکو وژل!
د پخوانیو خوارجو یو لوی او مهم مشر ابونجدة خارجي د خپلو خوارجو له خوا ووژل شو.

اوسني خوارج هم د هغوی په څېر خپل ملګري په ادنی شک باندې وژني، په عراق او شام کې د دوی د خپل منځي وژنو له امله د دوی سلګونه لوړپوړي قوماندانان وژل شوي دي.

نور بیا….


https://t.me/Almersaad313


د اوسنيو او پخوانيو خوارجو ۱۶ مشرتک صفات!


Kharijites, in the eyes of the Companions (May Allah be pleased with them).

https://t.me/Almersaad313


خوارج صحابہ کرام (رضی اللہ عنھم) کی نگاہ میں!

https://t.me/Almersaad313


خوارج از نظر صحابه کرام!

https://t.me/Almersaad313


خوارج د صحابه کرامو له نظره!

https://t.me/Almersaad313


مولوي غزالي

څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یو برید په ترڅ کې، د یاد ولایت د والي مرستیال مولوي نثاراحمد احمدي او د ده څو ملګرو د شهادت خوږ جام نوش کړ (نحسبه کذلک والله حسیبه).
د یاد برید پړه په داسې حال کې داعشي خوارجو منلې، چې درې میاشتې د مخه یادې صهیونستي ملېشې، د بلخ ولایت د والي شهید مولوي محمد داود مزمل د شهادت مسؤلیت هم منلی وو.
دا چې شهادت د محمدي امت پرمخ یو نه بندیدونکی باب دی، نو ځکه باید مجاهد صف په داسې ناخوالو او غیر مترقبه وقایعو خپله روحیه ونه ځپي او نه د اوښکو په څڅولو خپل وخت مصرف کړي؛ خو په دې پار چې د علماوو، افاضلو او عمده اشخاصو د ضیاع مخه نیول شوي وي؛ مسؤلو امنیتي ارګانونو ته لاندې څرګندونې او مشورې لرم.
لومړی: د بدخشان برید چې یو څه په ډاګه کوي، دا دي چې مکار دښمن لاهم د کلیدي اشخاصو د انتزاع دندې ته ځیرک ناست دی، دوی غواړي مسلمه امت د خپلو صلیبي/ یهودي بادارانو په اډر له پالیسي سازه مشرانو بې برخې او یتیم کړي.
دوهم: که د بدخشان په پرتله موږ د داسې پیښو په عواملو لنډه څیړنه کوو لاندې څه به په لاس راشي.
۱: په هغو ځایونو کې چې لامذهبه او له چوکاټه وتلي جعلي مجتهدین! پکې ځالې لري، د سفیه الاحلام خوارجو روحیه پکې تانده، ازادي یې تر یو حده تأمین او د دعوت ژبه یې رسا وي.
۲: د سرحدي ولایت په توګه د بدخشان شتون هم د غولیدلو او د داعشي پدیدې له حقیقت څخه بې خبرو باندینیو اتباعو د راتګ او هستوګنې لپاره مساعد موقعیت دی، چې همدا مخدع انسانان بیا د شر انګیزو افعالو د وسایلو په توګه کارول کیږي.
۳: په داعشیت کې سابقه لرونکي هغه افراد چې تیر اجیر ملي امنیت تیار په خپلو میلمستونونو کې چاغ کړي ول او اوس به ښایي مداومه څارنه نه ورنه کیږي؛ هم د لامل په توګه یادولی شو.
دریم: دا چې نظام ته په دې اړه څه کول په کار دي:
۱: د اسلامي امارت ټولو مشرانو او کشرانو ته د تقوا او امانتداري کول
۲: مجاهدین او موظفین خپلو اهدافو ته متوجه کول، منظمول، مسلکي کول او له خپلو وظیفوي مصروفیتونو سره بلدول.
۳: په ټولو مشکوکو ځایونو په ځانګړې توګه په اطرافي سیمو کې د کشفي او استخباراتي منابعو قوت او ځراکت ته خاصه پاملرنه.
۴: د بنسټیزې حللارې په توګه د مساجدو، مدارسو، کتابخونو، مطبعو او الکترونیکي رسنیزو توکو کنټرول، له خرافاتي مترددو نظریو یې لرې ساتل او پاکول.
۵: مسؤلو اشخاصو له اړخه د خپلو کشرو افرادو خوښ/ په خپل منګول کې ساتل او مشروعو معقولو حقونو ته یې ژمنتیا.
۶: د علماوو اړخ ته جدي پاملرنه، ددوی انسجام، ښه تنظیم او د نظام د واحد میک په توګه یې کارول، د مسؤل او متعهد نظام مهمې او محتاجې دندې دي.

https://t.me/Almersaad313

Показано 20 последних публикаций.

81

подписчиков
Статистика канала