زما وران کور ........
دا هماغه کڼډواله ده
وړکی پکې رالوی شوم
محبت مینه مې زده کړه
په دې ورانه کڼډواله کې
د ژوندون په معنا پوه شوم
په مرور دوخت بدل شوم
ډېر مې زده کړل
ډېر مې هېرکړل
که ګرمي وه که يخني وه
که غربت اوکه هستي وه
که وصال وو که هجران وو
بس دژوند هره لحظه مې
ښه په خوند خوند تېریدله
له دوستانو سره دوست وم
له تربور سره تربور وم
له دوښمن سره دوښمن وم
که چا یو ځلې سلام کړ
زما سل ځلې علیک وو
که چا ځان اوچت بللو
زه هم لوړ ترې ګرځیدمه
که چا دوست راته ویلو
ما ترې سر قربانولو
پورَوۍ دچا نه وم
بس ريښتيا دخوند ژوندون وو
خو لږ صبر چې دې پوه کړم
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!
دا هماغه کڼډواله ده
پکې راغلم په خاپوړو
ما خبرې پکې زده کړې
ما همدلته ژوند شروع کړ
دا مې ټوله زندګي وه
تش همدغه مې هستي وه
ښه او بد مې پکې بېل کړل
لکه ړوند پکې بينا شوم
اخ! ماشوم پکې رالوی شوم
دايې هم یوه خاطره ده
اکو بــکو
ســرسیندکــو
ډېرې نورې داسې لوبې
ډېر خواږه خواږه وختونه
ډېر خواږه دناز خيالونه
هم ستړیاوې هم دردونه
هم دسوي زړه آهونه
خاطرې وې! خاطرې وې!
خو همېش پکې خوشحال وم
ورانـېدو باندې یې زه هم
لکه ګل چې راګذار شي
په زمین شي پانې پاڼې
داسې زه هم راګذار شوم
داسې زه هم پاڼې پاڼې
تــه هم پوه شه چې داڅه دي!!!
دکور مخته یوه ویاله وه
کله تشه کـله ډکــه
کله څنګه کـله څنګه
دکور مخته ښکلی باغ وو
رنګارنګ مېوې پکې وې
رنګارنګ دګلوباغ وو
که سنبل وو که غاټول وو
که ګلاب ،اوکه ریحان وو
که نرګس اوکه لاله وو
بس دګلو ګلستان وو
ماته قصر دسلطان وو
زما دغه یوه ارزو وه
کاش آرام وای اوسکون وای
ظلم ورک وای له دې ملکه
مظلومان نه ځوریدلای
دسرونو لوبې نه وای
دپردیو په لاسونو
افغانان نه قتلیدلای
بس همدغه مې ارمان ده!!!!
نور زما دکلي ژونده
درنه لاړم درنـه لاړم
مهاجر شوم مهاجر شوم
بس تر دې ځايه مزل وو!!!
ته هم پوه شه چې داڅه دي ؟؟؟؟
خوار غریب دکلي ځوان وم
ددې کور دجوړېدلو
وس مې هم نه وو په تن کې
اوس به څه کړم، اوس به څه کړم!!!
نه پوهیږم چې دا ولې؟؟؟؟
دمظلوم په سر بازي ده
ظالم ناز کړي او نخرې کړي '
ولې اې ظالمه ولې؟؟؟ ۰
دا دکوم جـرم سزا وه؟
زه په کـوم جـرم تورن وم؟
ما کوم بد درسولي؟
ولې دومره یې بې صبره؟
دومره کـبر غرور ولې؟
نن دې څه دي اوریدلي؟
چې دې بيا ټوپک راخیستی
کوم مظلوم غواړې تباه کړې؟
لکـه زه دې چې تباه کړم!!!
درته عذر او زارۍ کړم
لږ راويښ شه له دې خوبه
دا مظلوم افغانان پرېږده
په ظالم پسې راووځه
فاصله واخله له ظلمه
دمظلوم اوښکې کړه پاکې
سر دې کوز کړه خپل ګریوان ته
لږ راويښ شه، لږ راويښ شه
نور آګاه شه له جـهانه
دشاعر زینت الله چې
دابیتونه درسره دي
په څو ځله یې تکرار کړه
غرور بس ده ظلم بس ده
هر طرف ته نظر وکړه
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!
@Haidari1
دا هماغه کڼډواله ده
وړکی پکې رالوی شوم
محبت مینه مې زده کړه
په دې ورانه کڼډواله کې
د ژوندون په معنا پوه شوم
په مرور دوخت بدل شوم
ډېر مې زده کړل
ډېر مې هېرکړل
که ګرمي وه که يخني وه
که غربت اوکه هستي وه
که وصال وو که هجران وو
بس دژوند هره لحظه مې
ښه په خوند خوند تېریدله
له دوستانو سره دوست وم
له تربور سره تربور وم
له دوښمن سره دوښمن وم
که چا یو ځلې سلام کړ
زما سل ځلې علیک وو
که چا ځان اوچت بللو
زه هم لوړ ترې ګرځیدمه
که چا دوست راته ویلو
ما ترې سر قربانولو
پورَوۍ دچا نه وم
بس ريښتيا دخوند ژوندون وو
خو لږ صبر چې دې پوه کړم
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!
دا هماغه کڼډواله ده
پکې راغلم په خاپوړو
ما خبرې پکې زده کړې
ما همدلته ژوند شروع کړ
دا مې ټوله زندګي وه
تش همدغه مې هستي وه
ښه او بد مې پکې بېل کړل
لکه ړوند پکې بينا شوم
اخ! ماشوم پکې رالوی شوم
دايې هم یوه خاطره ده
اکو بــکو
ســرسیندکــو
ډېرې نورې داسې لوبې
ډېر خواږه خواږه وختونه
ډېر خواږه دناز خيالونه
هم ستړیاوې هم دردونه
هم دسوي زړه آهونه
خاطرې وې! خاطرې وې!
خو همېش پکې خوشحال وم
ورانـېدو باندې یې زه هم
لکه ګل چې راګذار شي
په زمین شي پانې پاڼې
داسې زه هم راګذار شوم
داسې زه هم پاڼې پاڼې
تــه هم پوه شه چې داڅه دي!!!
دکور مخته یوه ویاله وه
کله تشه کـله ډکــه
کله څنګه کـله څنګه
دکور مخته ښکلی باغ وو
رنګارنګ مېوې پکې وې
رنګارنګ دګلوباغ وو
که سنبل وو که غاټول وو
که ګلاب ،اوکه ریحان وو
که نرګس اوکه لاله وو
بس دګلو ګلستان وو
ماته قصر دسلطان وو
زما دغه یوه ارزو وه
کاش آرام وای اوسکون وای
ظلم ورک وای له دې ملکه
مظلومان نه ځوریدلای
دسرونو لوبې نه وای
دپردیو په لاسونو
افغانان نه قتلیدلای
بس همدغه مې ارمان ده!!!!
نور زما دکلي ژونده
درنه لاړم درنـه لاړم
مهاجر شوم مهاجر شوم
بس تر دې ځايه مزل وو!!!
ته هم پوه شه چې داڅه دي ؟؟؟؟
خوار غریب دکلي ځوان وم
ددې کور دجوړېدلو
وس مې هم نه وو په تن کې
اوس به څه کړم، اوس به څه کړم!!!
نه پوهیږم چې دا ولې؟؟؟؟
دمظلوم په سر بازي ده
ظالم ناز کړي او نخرې کړي '
ولې اې ظالمه ولې؟؟؟ ۰
دا دکوم جـرم سزا وه؟
زه په کـوم جـرم تورن وم؟
ما کوم بد درسولي؟
ولې دومره یې بې صبره؟
دومره کـبر غرور ولې؟
نن دې څه دي اوریدلي؟
چې دې بيا ټوپک راخیستی
کوم مظلوم غواړې تباه کړې؟
لکـه زه دې چې تباه کړم!!!
درته عذر او زارۍ کړم
لږ راويښ شه له دې خوبه
دا مظلوم افغانان پرېږده
په ظالم پسې راووځه
فاصله واخله له ظلمه
دمظلوم اوښکې کړه پاکې
سر دې کوز کړه خپل ګریوان ته
لږ راويښ شه، لږ راويښ شه
نور آګاه شه له جـهانه
دشاعر زینت الله چې
دابیتونه درسره دي
په څو ځله یې تکرار کړه
غرور بس ده ظلم بس ده
هر طرف ته نظر وکړه
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!
@Haidari1