دارغنداب غمیزی ته
ستوري شهیدان شول هم سپوږمۍ ورپسې ړنګه شوه
ستره د خوښيو دنیاګۍ ورپسې ړنګه شوه
وایه اې خونخواره چې ګناه ددې معصوم څه وه؟
پی په خوله کې پروت او زندګۍ ورپسې ړنګه شوه
بس دې دا ازار دی چې دې بله خطا هم نه وي
ښکاري د توبې دې بس کیږدۍ ورپسې ړنګه شوه
څه دې لاس ته راغله اې قاتل ظالمه ووایه
ګل تر خاورو لاندې شو ډورۍ ورپسې ړنګه شوه
چوپه دې ټپه د ازادۍ کړه له ميوند ځني
غږ د ټپې نشته ملالۍ ورپسې ړنګه شوه
خود به ترې حيا کوي ګلاب له یوسف مخي نه
ها تنکی بشر و ګل غوټۍ ورپسې ړنګه شوه
لاړې خوشحالۍ د ژوندانه مو مسافرې شوې
نور دحقاني دزړه ماڼۍ ورپسې ړنګه شوه
۱۳/۱۲/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan
ستوري شهیدان شول هم سپوږمۍ ورپسې ړنګه شوه
ستره د خوښيو دنیاګۍ ورپسې ړنګه شوه
وایه اې خونخواره چې ګناه ددې معصوم څه وه؟
پی په خوله کې پروت او زندګۍ ورپسې ړنګه شوه
بس دې دا ازار دی چې دې بله خطا هم نه وي
ښکاري د توبې دې بس کیږدۍ ورپسې ړنګه شوه
څه دې لاس ته راغله اې قاتل ظالمه ووایه
ګل تر خاورو لاندې شو ډورۍ ورپسې ړنګه شوه
چوپه دې ټپه د ازادۍ کړه له ميوند ځني
غږ د ټپې نشته ملالۍ ورپسې ړنګه شوه
خود به ترې حيا کوي ګلاب له یوسف مخي نه
ها تنکی بشر و ګل غوټۍ ورپسې ړنګه شوه
لاړې خوشحالۍ د ژوندانه مو مسافرې شوې
نور دحقاني دزړه ماڼۍ ورپسې ړنګه شوه
۱۳/۱۲/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan