مرموزې څیرې چې د سولې سبوتاژ ته استخدام شوي دي.!
لیکوال: ضمير ځدراڼ
طالبان او استخباراتي ظرفیتونه یې:
لومړنۍ خبره خو دا ده چې یو څوک دې هیڅکله هم د اسلامي امارت د استخباراتو د کشفي، اطلاعاتي او اوپراتیفي ظرفیتونو په تړاو ځان په تیاره کې نه اچوي.
اسلامي امارت چې د هیواد د حاکمیت فعاله شپږ کلنه تجربه لري، په خپل وخت کې یې ویښ، بیداره او داسې مسلکي استخبارات درلودل چې د ناولي دښمن ګڼې دسیسې به یې آن په نطفه کې خنثی کړې. سره له دې چې له ټلوالې سره د روسیې، ایران او ناټو ماهواره اي استخباراتي مرسته مل وه، دوي بیا هم ونه توانیدل چې د اسلامي امارت پر ضد خپل کوم شوم پلان په بریالیتوب سره پیل یا پای ته ورسوي، مګر کله چې اسلامي امارت استخباراتو پر امارت د برید په موخه د امریکايي جنګي کشتیو د خوځیدا خبر ورکړ او همدا راز یې د عبدالحق په نوم د صلیبیانو نوکر له منځه یۇړ نو خپله صلیبیانو هم ومنله چې واقعي طالبان په استخباراتي ډګر کې تر هغه څه ډېر مخکې دي چې موږ یې فکر کوو.
د صلیبي اشغالګرانو پر خلاف د خپل شل کلن مقاومت په ډګر کې هم طالبان هیڅکله له استخباراتي جګړې غافله پاتې نشول او په ۲۰۱۰ کال کې د استخباراتي کمیسون له اعلان وروسته یې په دې برخه کې یوه داسې مسلکي اداره جوړه کړه چې د کابل د ادارې ټول استخبارات، امکانات او ماشینرئ یې په دوړه پسې هم رسیدلای نشوای. په کابل کې د بیلابیلو استشهادي بریدونو پرمهال به د دښمن استخباراتو ځانونه مړه کړل چې د برید د څرنګوالې په تړاو یو حرف معلومات ترلاسه کړي خو تل به ناکامه ول خو په اکثرو مواردو کې به یې مجاهدینو دغه ستونزه حل کړه. د مجاهدینو استخباراتو د دې لپاره چې د دښمن ذهنیت اغواء کړي، زاړه جوړ شوي کلیپونه به یې وچلول او د کابل د ادارې استخباراتو ته به نو پلمه په لاس ورغله، زموږ د همدغو جعلي کلیپونو په چلولو سره به یې ادعا کوله چې برید د حقاني شبکې کړی او دا چې له میرانشاه څخه مولوي سنګین رهبري کاوه….موږ چې به دغه ادعاګانې اوریدې په خپلو سټوډیوګانو کې به مو له خندا نه بډوډو ته لاس نیولي وو.
په وروستیو وختونو کې چې اسلامي امارت له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې او په افغانستان کې د سولې په تړاو کوم تړون کړی دی، نو ډېر داخلي او خارجي جهتونه شته چې د دغه تړون د سبوتاژ کولو کار ته یې کار ویلی دی. د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د خپل ملي، دیني او مسلکي مسۇلیت په احساس کولو سره د دغه تړون د ساتلو په برخه کې سترې کارنامې تر سره کړي دي او په دې برخه کې یې ګڼې توطئې او سازشونه ناکام کړي دي چې یو په هغو کې د رحمت الله نبیل او د هغه د ټیم هغه دسیسه وه چې غوښتل یې د علماء کرامو، مصلحینو، مجاهدینو، سرور دانش او همدا راز زلمي خلیلزاد د قتل له لارې د افغانستان د سولې پروسه ناکامه کړي. د دې قضیې تفصیلات به موږ ان شاءالله په بله لیکنه کې راوړو.
له کومه ځایه یې پیل کړم؟!
دا خبره مې تر دې را یاده شوه چې هغه ورځ په قطر کې د اسلامي امارت او امریکايي حکومت د استازو تر منځ ګډه غونډه روانه وه چې ښاغلي خلیلزاد له خپلې دوسیې نه پنځلس شل مخه داسې مواد را وایستل چې ټول زموږ د امارت د یوه مشر ملګري د ټویټر او فیسبوک له شخصي حسابه را اخیستل شوي و. سره له دې چې زموږ د مشر دغه دواړه اکاونټونه بیا هم په مستعارو نومونو دي خو کومو خبرلوڅانو چې خلیلزاد ته دغه خبر ور رسولی و د اضافي ثواب په خاطر یې ورسره زموږ د مشر شجره نسب هم غوټه کړي وه. خلیلزاد ګیله من وو چې طالبان له یوې خوا له رسمي ادرسه د سولې د تړون د بریالیتوب هڅې کوي او له بلې خوا بیا په خپلو شخصي لیکنو کې د تړون د روحیې خلاف نشرات کوي. موږ خلیلزاد ته وویل چې زموږ ستاسې تر منځ د پریکړو او تصمیم مدار رسمي موقفونه دي، شخصي اکاونټونه هیڅ اعتبار نه لري بیا یو څوک چې ته یې مشر بولې دهغه اکاونټونه هم مستعار دي او مستعار اکاونټ خو قانوني حیثیت هم نه لري. څنګه چې اسلامي امارت د داسې خبرونو د تبادلې په وخت کې د سورس ښودنې میکانیزم هم لري، نو کله چې موږ له خلیلزاد دوي نه وغوښتل چې د دغه خبر سورس هم راسره شریک کړي، نو په نه زړه یې د یو داسې چا نوم واخیست چې کم ترکمه ما یې تصور هم نشوای کولای، ځکه په قطر کې د امارت د مشرتابه له لورې چې کوم اکرام او احترام د دغه کس شوی دی، ښايي خپله دالامارة ویب پاڼې د خبریالانو هم نه وي شوی.
سمیع یوسفزی، یو خبریال د یوه جاسوس په رول کې:
د ښاغلي خلیلزاد د دفتر په وینا د مشر د اکاونټ په هکله معلومات کوم استخباراتي کس یا شبکې نه بلکې د سمیع یوسفزي په نامه هغه تن ورکړي وو چې ځان ازاد خبریال بولي او د قطر د هر مذاکراتي جریان پر مهال یې ځان تر بل هر چا وړاندې هلته رسولی وي. د خلیلزاد له دغه انکشاف سره له بده مرغه یوه ستونزه زموږ لپاره هم د امارت استخباراتو جوړه کړه او هغه دا چې د سوشل میډیا د یوه امارتي فعال په حیث زموږ استخباراتو ته دا معلو