شهيده یاره
ستا تر مزاره ساه نیولی راغلم
شهیده یاره امارت راغلی
نن دې پۀ کلي سپین بیرغ رپیږي
او ستا تر ښاره امارت راغلی
مشره ملا صاحبه ستر عمره
د شهداؤ شمس شهید منصوره
هيبت الله شیخ صاحب راوستله
د حريت ناوې لکه سپینه حوره
ای حقاني د استشهاد قافلې
څپه سالاره امارت راغلی
ستاسو رنګینو وینو رنګ راوړی
دا ده د سترو قربانيو ثمر
زخم، زندان، د ډرون ګوزار لره سپر
هو! دا د لولپه ځوانیو ثمر
دا چې هر خوا سپین بيرغونه وینم
زموږ در دیاره امارت راغلی
هغه چې ورځ ورځ یې پۀ اور تیریده
هغه چې شپو کې سرګردان کرزیدل
هغه چې سمه کې یې ځای نۀ درلود
هغه چې غرو کې سرګردان کرزیدل
نن همغه طالب د ارګ پۀ زړۀ کې
ګرزي بیخاره امارت راغلی
ولس مو څومره د ناخوالو پيټي
پۀ اوږو وګرزول شل کلونه
لۀ خوشحالۍ یې سترګې اوښکي اوښکي
پۀ دې ارمان یې تیرول کلونه
شکر چې لنډ شوې ریښتیا ختم شولې
تریخ انتظاره امارت راغلی
د جبر تور ماښام سپیدو وخوړو
نور سباون د ارام ژوند راوۀ خوت
تۀ یې چې مات کړې هغه جنګ هم مات شو
د غره پۀ سر لمر د اوربند راوۀ خوت
سړیکې دې پریږده خو د خدای پۀ خاطر
د زړۀ پرهاره امارت راغلی
د خدای رحمت بیخي بې پامه رازي
لکه پۀ شنۀ اسمانۀ شړک د باران
د امارت مثال هم دغسې شو
یو دم تر ښاره راغلل خړ طالبان
مخلص کډواله سرۀ ګلونه ګوره
پۀ دغې لاره امارت راغلی
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal
ستا تر مزاره ساه نیولی راغلم
شهیده یاره امارت راغلی
نن دې پۀ کلي سپین بیرغ رپیږي
او ستا تر ښاره امارت راغلی
مشره ملا صاحبه ستر عمره
د شهداؤ شمس شهید منصوره
هيبت الله شیخ صاحب راوستله
د حريت ناوې لکه سپینه حوره
ای حقاني د استشهاد قافلې
څپه سالاره امارت راغلی
ستاسو رنګینو وینو رنګ راوړی
دا ده د سترو قربانيو ثمر
زخم، زندان، د ډرون ګوزار لره سپر
هو! دا د لولپه ځوانیو ثمر
دا چې هر خوا سپین بيرغونه وینم
زموږ در دیاره امارت راغلی
هغه چې ورځ ورځ یې پۀ اور تیریده
هغه چې شپو کې سرګردان کرزیدل
هغه چې سمه کې یې ځای نۀ درلود
هغه چې غرو کې سرګردان کرزیدل
نن همغه طالب د ارګ پۀ زړۀ کې
ګرزي بیخاره امارت راغلی
ولس مو څومره د ناخوالو پيټي
پۀ اوږو وګرزول شل کلونه
لۀ خوشحالۍ یې سترګې اوښکي اوښکي
پۀ دې ارمان یې تیرول کلونه
شکر چې لنډ شوې ریښتیا ختم شولې
تریخ انتظاره امارت راغلی
د جبر تور ماښام سپیدو وخوړو
نور سباون د ارام ژوند راوۀ خوت
تۀ یې چې مات کړې هغه جنګ هم مات شو
د غره پۀ سر لمر د اوربند راوۀ خوت
سړیکې دې پریږده خو د خدای پۀ خاطر
د زړۀ پرهاره امارت راغلی
د خدای رحمت بیخي بې پامه رازي
لکه پۀ شنۀ اسمانۀ شړک د باران
د امارت مثال هم دغسې شو
یو دم تر ښاره راغلل خړ طالبان
مخلص کډواله سرۀ ګلونه ګوره
پۀ دغې لاره امارت راغلی
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal