کومه لحظه چې تۀ له ما رخصتیدې جانانه!
ما لپې لپې اوښکي توئ کړې درپسې جانانه!
یو څوک دي اوس هم ګوري هر وخت د راتلو لاري ته
یو څوک دي اوس هم په نامهٔ تیروي شپې جانانه!
په بیلتانۀ دي ځوانیمرګه چې خبر شوم کله!
یوه اوږده چغه مي ووتۀ تر خولې جانانه!
هله: مې وختله ستا لۀ ژوندانــــۀ نه تمه
چې جنازه کې دي راتلم تر هديرې جانانه!
هغه شېبه راته بس سمه د محشر غوندې وه
چي پر نازک وجود دي خاوري أوښتې جانانه!
اوس پکې هغه رقم نه کيږي خوږې خبري
اوس خاموشي خوره ده ستا پر حُجِرې جانانه!
له کلو پس دي لا غمونو لار بدله نۀ کړۀ
لا مو پر زړو د هجر ښخې دي نېزې جانانه!
ګوندي! راغلی به له ښاره وي بابا کلي ته
ماشوم بچی دي ځي راځي تر دروازې جانانه!
له درده کله کله داسي لیونتوب رالویږي
په نیمو شپو کې وهم چغې او نعرې جانانه!
زه مې پرې خپل ناقرار زړۀ ته تسلي ورکوم
سَعّادت مل"دي په یاد لیکم ترانې جانانه!
سعادت مل
ما لپې لپې اوښکي توئ کړې درپسې جانانه!
یو څوک دي اوس هم ګوري هر وخت د راتلو لاري ته
یو څوک دي اوس هم په نامهٔ تیروي شپې جانانه!
په بیلتانۀ دي ځوانیمرګه چې خبر شوم کله!
یوه اوږده چغه مي ووتۀ تر خولې جانانه!
هله: مې وختله ستا لۀ ژوندانــــۀ نه تمه
چې جنازه کې دي راتلم تر هديرې جانانه!
هغه شېبه راته بس سمه د محشر غوندې وه
چي پر نازک وجود دي خاوري أوښتې جانانه!
اوس پکې هغه رقم نه کيږي خوږې خبري
اوس خاموشي خوره ده ستا پر حُجِرې جانانه!
له کلو پس دي لا غمونو لار بدله نۀ کړۀ
لا مو پر زړو د هجر ښخې دي نېزې جانانه!
ګوندي! راغلی به له ښاره وي بابا کلي ته
ماشوم بچی دي ځي راځي تر دروازې جانانه!
له درده کله کله داسي لیونتوب رالویږي
په نیمو شپو کې وهم چغې او نعرې جانانه!
زه مې پرې خپل ناقرار زړۀ ته تسلي ورکوم
سَعّادت مل"دي په یاد لیکم ترانې جانانه!
سعادت مل