شعـــــرونه له نـن ټکی اسیا څخه زمانوې غــزل
نن مې بیا يو څوک ياديږي/ محمد مهاجر
نن ټکی اسيا مې 28, 2021
نن مې بيايوڅوک ياديږي،نن مې زړۀ داسې درديږي
د فراق تېرې، چړې مې خدايه زړۀ کې راتاويږي
لکه مړاوی ګل چې پروت وي داغزيو په محفل کې
داسې سم يم نن ژوبلی لکه ساه چې مې ختميږي
د زړګي سپوږمۍ مې تندر ده نيولې توره شپه ده
ستوري هم په وا ويلا دي رو په رو پسي پټيږي
ژوند مې داسې شوکټ مټ لکه د ژمي ماذيګر چې
روح له ورځې څخه خيږي لمر له غرونو پناه کيږي
زما نوم د هجران زده ؤ، خو بلد ورسره نه وم
ما ويل چې غم به څه وي او جانان څنګه بيليږي
نن مُحَمَّدٌ مهاجِر دی، د غمونو په ګرداب کې
د خوښۍ، کډه ترې تللې خپل ارمان سره ژړيږي
مُحَمَّدٌ مهاجِر
https://twitter.com/nunnasia/status/1398111770082938880?s=19