ده خـــــــــــــــــوراو ورور واقـــــــــعه په لوســــــــتلو ارزی
د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!
د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!
ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!
زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥
څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!
مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره دپيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا٦ منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا پخلي ...!
خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه٦ به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥
خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!
زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!
🌹ښـــه خــــویـــــونـــــه🌹