#پښتو:
د آبادو کلونو لپاره هیلي ـ #عمومي_معلومات
د هوا پېژندنې د نقشې او آټکل پر اساس، د روانې دلوې میاشتې په ګډون تر راتلونکې حمل میاشتې پورې لاهم په یخو (سړو) ولایتونو کې دواورې اورېدو آټکلونه شته. ددې ترڅنګ اوسني معلومات ښيي چې په ارام سمندر کې د (لانینا) سمندري پدیده چې د نړۍ په ډېری برخو کې د وچکالۍ او کمو اورښتونو عامل ده، د کمزوري کېدو په حال کې ده. د ارام سمندر په مرکزي برخو کې د سمندر د سطحې اوبه چې له وړاندې ګرمې شوې دي په ګڼو ځایونو کې د ځمکې تر سطحې لاندې ګرمې اوبه سرته راپورته کېږي.
د هوا پېژندنې د اټکل له مخې 80% فیصده ددې امکان شته چې د لانینا پدیده به تر راتلونکې اپرېل یا مۍ میاشتې پورې خنثی( له منځه تلو) حالت ته راوګرځي. د لانینا د خنثی کېدو په صورت کې به د همدې روان کال پسرلي کې نورمال اورښتونه وشي.
ددې ترڅنګ د همدې روان 2023 کال جولای یا اګسټ میاشتو کې د (لانینا) برعکس د (اېل نینو) پدیدې د پښېدو احتمال هم شته چې په دې صورت کې به د راتلونکی کال ژمي کې له نورمال حالت څخه ډېر اورښتونه ترسره شي.
که څه هم څو ورځې وړاندې لا د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې هوا نسبتا ګرمه شوې ده، په ځانګړې ډول جنوبي ولایتونو کې خو په ګرمو ولایتونو کې بیا هم د څو محدودو ورځو لپاره د یخې هوا څپه راتللای شي خو دا یخني به په هغه اندازه نه وي چې تاسې دي ډېر په تکلیف کړي، خو د افغانستان شمالي او په ټولیز ډول یخ ( ساړه) ولایتونو کې یخه هوا لاهم تر یو څه وخت پورې دوام کوي.
په لنډ ډول که ووایو نو، افغانستان کې د ډېري یخنۍ عمومي څپه تقریبا پای ته رسېدلې ده. له دې وروسته که په یو شمېر ولایتونو کې هوا یخیږي نو یوازې به د دوه یا دریو ورځو لپاره وي او بس.
اوس به نو ستاسې پوښتنې داوي چې، د جنوبي ولایتونو آټکل څنګه دی؟ ختیځ ولایتونه څنګه دي؟ مرکزي او شمالي ولایتونه څنګه دي؟ پام مو سته چې موږ دې ټولو پوښتونو ته ځواب درکړ، په لنډ او ساده ډول يې بیا درته وایو: په حوت، حمل او آن ثور میاشتو کې 80% فیصده چانس دادی چې نورمال بارانونه به وشي، ځکه سمندري (لانینا پدیده) د تقریبا دوه میاشتو په جریان کې د له منځه تلو په حال کې ده. دا چې لیکنه ډېره اوږدېږي نو تاسې د لانینا او ایل نینو پدېدو په اړه معلومات له ګوګل څخه ترلاسه کولای شئ.
اوس راځو، اخري خبرو ته !
په دې ورځو کې چې 27 ولایتونو کې د واورې او باران اورښتونه وشول، او همدا وریځې لاهم یوې او بلې سیمې ته د تګ په حال کې دي نو شاید ځینو ولایتونو کې بیا هم د اورښت زمینه برابره شي، خو د نوي او قوي څپې درک تر اوسه نشته اما هیله شته چې ژر به د نورو اورښتونو لپاره هم وریځې د الله ج په امر افغانستان ته راشي، ان شاء الله
وروستۍ خبره دا چې په له دې وروسته چې هره ورځ تېرېږي نو معلومه خبره ده، موږ د ګرمې هوا خواته نژدې کیږي، هرکله چې یخه هوا په ګرمه او یا ګرمه هوا په یخې هوا بدلېږي نو ددې کار ترسره کېدو لپاره الله ج بادونه ددې سبب ګرځولې چې هوا تغیر کړي او تاسې هم ددې شاهدان یاست، نو بنا ویلای شو چې له دې وروسته هغه ولایتونو کې بادونه رامنځته کېږي د کومو چې هوا مخ پر ګرمېدو روانه شي. هغه زموږ او ستاسې په کلیوالې اصطلاح د تورې او سرې څلې ( چلې ) جنګ دی.
ددې لیکني او معلوماتو د لوستلو لپاره درڅخه مننه.
که مهرباني وکړئ او شېر يې کړئ، نو د معلوماتو راټولو لپاره به زموږ خواري اوبه یو نه شي.
والله اعلم
#مولوي_محمد_يعقوب_مجاهد
#تلګرام_نوی_چینل🤝
✅ https://t.me/mssnwjkk