د مينې فلسفه | د استشهاد ثقافت


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دا د مينې يو انځور دی چې د ماتو زړونو آه! شرنګوي!

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




[۲۰]
له ټولو ګناهونو او تقصیراتو څخه کلکه او پخه توبه وباسئ، او هر کله چې له تاسو څخه ګناه وشي نو ژر تر ژره توبې ته متوجه شئ، او دا کلمات ډېر زیات وایئ:[أسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لا إلَهَ إلاّ هُوَ الحَيُّ القَيُومُ وَأتُوبُ إلَيهِ]
د مسلمان کار او دنده دا ده چې تل د الله عزوجل او رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمانبرداري وکړي!


[۱۹]
د علماء کرامو مجلسونو ته ولاړ شئ او له نېکو/دینداره خلکو سره اړیکې ولرئ.د اهل السنة والجماعة د علماؤ کتابونه مطالعه کړئ چې په زړونو کې مو د دنیا محبت کم او د آخرت محبت کلک او مستحکم شي، که د سنتو تابع/متقي او کامل مرشد مو پیدا کړ له هغه سره بیعت وکړئ!


[۱۸]
خپلو اولادونو ته مو دين وښايئ او هغوی په حدیث، تفسیر، فقه او فتاوی کې د استادۍ تر حده ورسوئ! د فاجرانو/فاسقانو له ناستې ولاړې او د هغوی د طریقو له اختیارلو څخه يې وساتئ!
- جواد مجاهد


[۱۷]
د رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» پيروي وکړئ!
هغه د سپين ګلابي رنګ څښتن، سترګې يې توروالي ته نږدې او د اوږدو بڼو په منځ کې پړکېدلې؛ د بندونو او اوږې هډوکي يې پياوړي او غټ وو. د لاس او پښو ګوتې يې له غوښو ډکې مينه ناکې وې.]✓


[۱۶]
زړونه مو له شرکي/کفري عقائدو، د رياکارۍ له جذبو او د ناروا دښمنۍ/کينې/تکبر/غرور؛
دماغونه مو له بدو فکرونو؛
لاسونه مو له حرام کسب؛
سترګې مو له حرام نظر؛
غوږونه مو له غيبت/سندرو اورېدلو؛
ژبې مو له تهمت/دروغ/ښکنځلو/ناحق قسم خوړلو؛
څخه وساتئ!


[۱۵]
حلال وګټئ او حلال وخورئ!
د خپلو مالي سرچينو په اړه علماء وپوښتئ چې حلالې دي که حرامې؟!
رشوت مه اخلئ/ورکوئ او له سودي معاملاتو په کلکه ډډه وکړئ!
- جواد مجاهد


[۱۴]
د بنده د حقونو د ادا کولو په فکر کې اوسئ! که د چا مالي حق مو پر غاړه وي لکه: قرض، په پردي مال کې خيانت يا د مالک له اجازې پرته استعمال... نو ورشئ او حق يې ادا کړئ.
که چا غيبت کړی وي/اورېدلی وي يا يې ناحقه تور پورې کړی وي نو له معلوم شخص څخه دې بښنه وغواړي.
- جواد مجاهد


[۱۳]
ټول نارينه/ښځې بايد هغه لباس واغوندي چې د اسلام دين ورته ښودلی دی کوم چې ستر/حيا پکې خوندي وي. نارينه بايد ښنګري په جامو کې پټ نکړي، که نظامي دريشي/پتلون اغوندي نو بايد له ښنګرو ښکته نه وي. ښځې بايد پړونۍ پر سر او نامحرمو خلکو ته دې ځان نه ښايي؛ د امکان تر بريده دې په کور کې دننه اوسي.
- جواد مجاهد


[۱۲]
ټول مسلمانان بايد پخپل منځ کې له يو بل سره مينه، الفت، خواخوږي او مرسته وکړي/په پوره خدمت کې ژوند وکړي. رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايلي دي:
[يو مؤمن د بل مؤمن لپاره د يو تعمير په څير دی چې ځينې يې ځينې نور کلک او مضبوطوي.]
- متفق عليه/صحيح البخاري | ۶۰۲۶


[۱۱]
د الله «جل جلاله» ذکر ډير کوئ!
ستا ژبه بايد هر وخت د خالق عزوجل په ذکر لمده وي؛ رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايي:
[زه که يو ځل (سُبْحانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لِلهِ وَ لا إلهَ إلاّ اللهُ وَ اللهُ أکْبَرُ) ووايم نو ماته د دنيا له ټولو هغو څيزونو څخه چې لمر پرې لګېدلی؛ غوره دی.]
- مشکوة المصابيح | ۲۲۹۵


[۱۰]
د قرانکريم تلاوت وکړئ! هره ورځ يوه/دوې سپارې تلاوت وکړئ. د قرآنکريم د هر توري په تلاوت سره يوه داسې نيکي ورکول کېږي چې له لسو نيکيو سره برابره ده. د سهار له لمانځه وروسته د (سورة يس) تلاوت د قرانکريم له لسو ختمونو سره برابر ثواب لري. تلاوت سم زده او الفاظ يې ښه ادا کړئ.
- جواد مجاهد


[۹]
په چا چې حج فرض وي نو په ادا کولو کې دې يې عجله وکړي؛ په ډيرو خلکو حج فرض شي خو د دنيوي معاملاتو په سبب يې ځنډوي چې په پای کې له حج کولو پرته مړ شي، يعنې له دنيا څخه د حج د فريضې له ادا کولو پرته ولاړ شي چې دا ډير د تأسف ځای دی.
- جواد مجاهد


[۸]
نفلي روژې هم له ډير اهميت څخه برخمنې دي، د ھ.ق. مياشتو د ۱۵/۱۴/۱۳ او همدارنګه د د دوشنبې/پنجشنبې، د شوال د مياشتې د شپږو ورځو، د ذوالحجې د مياشتې نهمه (عرفې) د ورځې او د محرم د مياشتې د لسمې روژې ډير فضيلت لري.
- جواد مجاهد


[۷]
هر نيک کار چې د الله لپاره شوی وي د قيامت په ورځ په کار راځي ځکه خو د ډيرې وړې نيکۍ لپاره هم اړتيا پېښېږي.
رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايي:
[د دوزخ له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نيمه خرما باندې وي او که دا هم نه وي نو ښه خبره وکړئ.]
- مشکوة المصابيح | ۵۸۵۷


[۶]
که له پنځو لمونځونو ډير قضا شوي وي نو ترتيب پکې لازم ندی او نه هم د قضايي لمونځونو لپاره کوم ټاکلی وخت شته خو يوازې د لمر راختلو/لويدلو او زوال په وخت کې بايد ونشي.
همدارنګه د مازديګر له لمانځه وروسته کله چې د لمر په رڼا کې ژيړوالی راشي نو هيڅ قضايي/نفل لمونځ نه کېږي.
- فقه الميسر


[۵]
د جمعې په لمانځه باندې ځانګړئ اهتمام وکړئ؛ رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايي:
[چا چې له کوم عذر او مجبوريت پرته د جمعې لمونځ پرېښود نو دا شخص په هغه کتاب کې د منافق په نوم ليکل کېږي چې نه له منځه ځي او نه هم بدلون مومي.]
- مشکوة المصابيح | ۱۳۷۹


[۴]
ماشومانو ته د لمونځ ښودلو په اړه رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايي:
[بچي مو چې اووه کلن شول نو په لمانځه امر ورته وکړئ؛ چې کله لس کلن شول او لمونځ يې نه کاوه، ويې وهئ! او په لس کلنۍ کې يې له يو بل څخه بيل کړئ (چې په يوه بستره کې له يو بل سره استراحت ونکړي.)]
- مشکوة المصابيح | ۵۷۲


[۳]
خپل لمونځونه سم/په سمه طريقه يې زدکړئ. ماشومانو ته هم د عربي تورو مخارج په سهي توګه ور زده کړئ؛ ډير خلک پخپل ټول ژوند کې کلمه طيبه هم سمه نه زده کوي او لمونځ هم غلط ادا کوي، پدې کې د آخرت ډير زيات تاوان دی.
- جواد مجاهد


[۲]
رسول الله «صلی الله عليه وآله وسلم» فرمايي:
[څوک چې تل او په پابندۍ سره لمونځ ادا کوي نو د قيامت په ورځ به دا لمونځ د هغه لپاره رڼا، د ايمان دليل او د ژغورنې لامل وي؛ او چا چې په پابندۍ سره لمونځ ونکړ نو دا لمونځ به نه د هغه لپاره رڼا، نه د ايمان دليل او نه هم د ژغورنې لامل وي بلکې دا شخص به په قيامت کې له قارون، فرعون، هامان او مشرک ابی ابن خلف سره وي.]
- مشکوة المصابيح | ۵۷۸

Показано 20 последних публикаций.

24

подписчиков
Статистика канала