غزل
پـــــټـــه خولګۍ غلي ارام ولاړ دي
څوک له مـستۍڅوک له ناکام ولاړ دي
دا خـــو د مــيــنې اثـرات دې کنه
لارو کوڅو کـې چې ماښام ولاړ دي
د لــــيـــونتوب خـــبــره نه ده پيره
دا چــــــــې هميش په التزام ولاړ دي
زلمي مــــــو ټــوله په نمبر مرګي ته
اوس پـه خاطر د دې نظام ولاړ دي
د دغو خــــلـــکو بـــــرکت ده کــــنه
په صـــــفر کچه چې حرام ولاړ دي
وحــــــــدت الله ابوحمزه پرې وياړم
چـــې د ملنګ په څير مدام ولاړ دي
وحدت الله ابوحمزه
پـــــټـــه خولګۍ غلي ارام ولاړ دي
څوک له مـستۍڅوک له ناکام ولاړ دي
دا خـــو د مــيــنې اثـرات دې کنه
لارو کوڅو کـې چې ماښام ولاړ دي
د لــــيـــونتوب خـــبــره نه ده پيره
دا چــــــــې هميش په التزام ولاړ دي
زلمي مــــــو ټــوله په نمبر مرګي ته
اوس پـه خاطر د دې نظام ولاړ دي
د دغو خــــلـــکو بـــــرکت ده کــــنه
په صـــــفر کچه چې حرام ولاړ دي
وحــــــــدت الله ابوحمزه پرې وياړم
چـــې د ملنګ په څير مدام ولاړ دي
وحدت الله ابوحمزه