تعلیم هغه وخت د هدایت لامل کېږي چې تربیت ورسره وي او په هغه تعلیم کې چې تربیت نه وي په حقیقت کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تګلارې خلاف دی. نن ورځ زیاتره تعلیمي ادارې یوازې د محض تعلیم لپاره جوړې شوي او میتود او نصاب یې هم د غرب په اساس دی، شاګردان او محصلین د دې لپاره تعلیم کوي چې شهادتنامه ترلاسه کړي ځکه چې شهادتنامه د رزق ګټلو وسیله ګرځېدلې. غرب زمونږ تعلیمي نصاب داسې جوړ کړ چې که یو څوک هر څومره علم او پوهه ولري مګر که شهادتنامه ونه لري هېڅ دی. له همدې کبله به د تفسیر استاد وینې چې تفسیر تدریسوي مګر په هغه کې به د تفسیر رنګ نه لیدل کېږي، د شرعیاتو، اصول الدین او دعوت پوهنځیو محصلین به وینې چې مقدس مضامین یې لوستي مګر د اسلام نور او اغېز نه پکې موندل کېږي او تر ټولو لوی جاهلان هغه کسان دي چې په دغه طریقې سره یې تعلیم کړی وي، د افغانستان نظام د چا په اوږو ولاړ دی؟ د تعلیمي نصاب او اساسي قانون جوړوونکي څوک دي؟ ټول دغه کسان یا د اسلام آباد پوهنتون، المدینې او الازهر څخه فارغ دي. د اساسي قانون جوړوونکی د ازهر مشهور پوهنتون څخه فارغ دی او له جوړېدو وروسته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې په ډېر ویاړ سره وایي چې مونږ دغه قانون له ۵۰ زیاتو نورو قوانینو څخه راخیستی دی! په داسې حال کې چې ابن کثیر د چنګیز خان د هغه قانون په اړه چې له پنځو شیانو: تورات، انجیل، زبور، قرآن او خپلې مفکورې څخه یې جوړ کړی و؛ وایي: «هر څوک چې په دغه قانون فیصلې کوي، کافر او د اسلام له دایرې څخه وتلی او د هغوی په خلاف قتال واجب دی».
شیخ_عبدالرحمن_آخندزاده
شیخ_عبدالرحمن_آخندزاده