Репост из: عـابـد ځـلانـد
ظالمه انقلابه یاران مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
د یوسف پشان ښائسته گلان مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
تۀ پشان د زرګر ئې ټوله وي سپین سپین ګلونه
د سنگر او حجري طالبان مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
اخِر بۀ مو کړي خلاص ای انقلابه له زلمېؤ
د ننګ او د غزا شازلمېان مۀ وړة زمونږ له چمه؟
نور بس دی انقلابه ځۀ زمونږ له کلي ولاړ ښۀ
خائسته زلمي د گلاب پشان مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
تا ډېر زړونه کباب کړل دزلمېؤ په فراق کې
نور زړونو تۀ سکون ښۀ گلان مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
عابد ځلاند دي خلاص کړو له خواژو خواژو ملګرو
نور غاټول او نرګېس او ریحان مۀ وړۀ زمونږ له چمه؟
عابد ځلاند
@abidzaland