حماسي او انقلابي شعرونه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


زړونه کلـک کړئ لۀ ډبرو انقلاب دی
چې خفه نشئ ملګرو انقلاب دی
پۀ دعــاوؤ او نفلونو تنها نشي
دین به ساتو پۀ ککرو انقلاب دی
دهرنګه حماسی اشعارو لپاره
همدغه چینل جوائن کړی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


غزل

دا خو به جار، کرار کرار مړ شي
زړۀ به مې ستا په انتظار مړ شي

ما به مې رب ساتي، ځئ ځوړند مې کړئ!
زما په غاړه کې به دار مړ شي

تۀ يو ځل بيا قاتل نظر را وکړه
ګوندي زلمی، زلمی خمار مړ شي

ښۀ دې سړي د جِهاد نوم واخيستی؟
نو دا سړی ګوره سهار مړ شي

چې د يوه په مرګ شو غلي پاته
سبا او بله ورځ به ښار مړ شي

د يار په شونډو مُسکا وغوړېږي
زما په سترګو کې ازار مړ شي

مۀ! چې له زړۀ څخه يې و نۀ باسې
ستا شفاعت به په دې کار مړ شي


شفاعت ريحان

@afghanwo


غزل

دچادې هیلې ځواني مرګې او ارمان ځواني مرګ
چاپه سلګیوکې نن یاد کړلو جانان ځواني مرګ

خدایه ج دصبر طاقت غواړمه لتا څخه زه
دلته ګلاب شو ځواني مرګ دلته ریحان ځواني مرګ

دجدايي له اوره سوځي مې ټوټې دزړه ګي
ربه ج زما دبیمار زړه شولو درمان ځواني مرګ

زمادهیلو دنیاورانه یې په جبر کړله
الاهي غواړمه له تا هغه انسان ځواني مرګ

ستادلقاء په تمعه ځارشولو هادنګ چنار ځوان
ټوټه ټوټه يې په بمونو کړو خپل ځان ځواني مرګ

نوريې لټون مه کړه دیدن به يې ونشې کړلای
دتل لپاره شولو ستون له دې جهان ځواني مرګ

دا بدرالدین ځلاند چې هروخت له درد لیکم غزل
بس ماته فريښی يې دنیاکې ډیر خفګان ځواني مرګ

بدرالدین ځلاند


غزل

انـــقلابه سپـــــین ګلونه دې تالا کړل
زموږ د هیلو روڼ لمرونه دې تالا کړل

نن د کلې بلالي اذان خاموش دی
څه د وعظ پـند اوازونه دې تالا کړل

محبت په لیونتوب شمارې دا خلک
د الـفت خـواږه لفـظونه دې تالا کړل

چې به تل له خندا ډک وو نوراني وو
څه حسین ښایسته مخونه دې تالا کړل

چې ولاړ به پر میدان وه لکه غرونه
داسې څوک وو لکه غرونه دې تالا کړل

فاتح رسم بیا کاغذ کې د چا غم کړ
څه سپېڅلي آرمانونه دې تالا کړل

شمس فاتح


راغلې د یادو دې قافلې دې زواني مرګه
پر زړه مې بیا د غم سوې نعرې دې زواني مرګه

سېلۍ د جدایې مې د زړګي محور ویجاړ کړ
پروتې د ګلونو ګل دستې دي زواني مرګه

د خړو خاورو لاندې وخ زما شهید طالبه
راوړې نن مې بیا یو څو ګېلې دې زواني مرګه

شهید طالب ټپي طالب أسېر طالب ژوندونه
په تأ کې سراسر خو أندېښنې دې زواني مرګه

د سوېو کړیکو شور شو او غوغا شوله بیا جوړه
بیا اېښې د ببریو جنازې دې زواني مرګه

د سترګو په مالت کې مې نری باران د اوښکو
د زړه راغه کې مېشت د غم رومې دې زواني مرګه

بدري طالب د خیال کوتره شوه د بېلتون دام کې
په ما لکه محشر د ژوند شېبې دي زواني مرګه

👇👇👇👇👇👇
@Badritaleb130


شفیق آشنا:
شفیق آشنا:
پال ده آزادی 🌹

شاعرقاري شفیق

راپورته دي ان شـاءالله نــن پال ده آزادی دۍ
وطــــنـــه راختـــلی دي هـــــلال ده آزادی دۍ

داهـــم ده دي شــل کاله قـربانیــو برکــت دی
شروع چي په قطرکي قیل قال ده آزادی دۍ

بلبل په تـــرنم کي ده حریـــت ټپــــي رانغــاڔي
وهـــلی پــــه زاغانـــوشاهیــن بــــال ده آزادۍ

شهیده ځواني مرگه ستادڅاڅکو څاڅکووینو
جوڔکڔی مـوپـرزنه باندي خال ده آزادی دۍ

رازي به حکومت ده توري پسیني پکڔی دلته
آذان کـڔی مــنــبربـانـــدي بــــلال ده آزادی دۍ

اولــس هم نونهال دی اواوبــه ده امن غواڔي
طالب طالــب شفیق ڋیرلیوال ده آزادی دۍ

🌻🌹🌻🌹🌻🌹🌻🌹🌻🌹

https://t.me/joinchat/AAAAAEvwp5wYkX7mGweZMg
شخصی رابطه... @bshhdh


Abo Adil:
https://t.me/hamza48janan
غزل له معنی ډکه.....

داستا کاژه واژه کتـــل سړی له کـاره باسي
داستامیده میده خندل سړی له کـاره باسي


خوژی خوژی نرمي پستی ستادخولګی خبري
لکه ګـــولی کوي ویشتل سړی له کاره باسي


کاژه کاژه شخ باڼــــوګَان دي لکـــه غشي لنـده
بل دي داتورچشمان کاکول سړی له کاره باسي


داسپین غاښونه نری ورِیځی لکه تالنـــدباران
یاره داستاجــــــــداکیدل سړی له کاره باسي


طالبه یاره توري زلفـــــی دي خپری او وری
پاس پراوژو رایله کول سړی له کاره باسي


داحقیقت دی دروغ ندي چه هرچــــــاویلي
داتوري سترګي تورول سړی له کاره باسي



دعشق قیصه دعشق ټپه دعشق خوژه غزله
دعشق ټپه دعشق غــزل سړی له کاره باسي


دعکرمه جانان خواژه خواژه شیرین بیتونه
ځان په معنی یه پوکول سړی له کاره باس


@afghanwo


غزل

چې ياد دې نۀ وم، بيا دي اندېښنې ولې کولې؟
دا غلي دي په سترګو کې ګيلې ولې کولې؟

که زور يې طالبي څڼو کې نۀ و کاکازويه!
ټلوالي د ناټو ورته جرګې ولې کولې؟

نو دوی چې هر يو خپل په فکر سپيني فرښتې وې
نو خدای پر ځمکه والو زلزلې ولې کولې؟

چې داسې دي په مفته دا نظام وی د منلو
صاحبه! نو موږ شل کاله جګړې ولې کولې؟

کورښادې! چې د بيا راتللو نيت دي زړۀ کې نۀ و
قربان نو په درواغو دي وعدې ولې کولې؟

چې ماسره يې هيڅ د ميني تار تړلی نۀ و
په ما يې نو دا دوه سوه کيسې ولې کولې؟

که زړۀ يې ستا د پير حُسن موريد نۀ وای لاليه!
دا ښکلي شفاعت به شبګيرې ولې کولې؟

شفاعت ريحان

@afghanwo






*اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎*
📚 *دقرآن لار اداره*📚

*مختصری ویناوی نشریږی دلته سـتاسو په حضورکی*
👇🏻ویـــنـاوال🎙️🔊👇🏻
*قاری عبیدالله عابدصاحب*
🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹
*زموږ سره ملګری سی په لاندی ګروپانو کــی👇🏻*

*41 نـمـبـر ګـروپ1️⃣*
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/CKWtMBbaYrTFByAYduFCj1

*42 نـمـبـر ګــروپ2️⃣*
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/CRyq3TdGENsG40awbqkYdr

*43نــمــبـرګروپ*

https://chat.whatsapp.com/L42sLeVv31mHCVpBiIjl2Q
*44نــمــبــرګروپ*
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/Cb1BNpx315aIaayqOc3sut

*45نـمـبـرګـروپ*
https://chat.whatsapp.com/GH0EAVR79H7EOUdpRufpwV

*په ټولو ګروپانو کی یو رنګ نشریات کبږی نو لهذا په یوه ګروپ کی زموږ سره ملګری سی*


نشرول ستاسو خپل کار دی
فقط دثواب په خاطر☝️


غزل

ستا سپين رخسار، د زلفو تار، په ما يې وار بېشکه
سترګو کې اور، شونډو کې زور، رقيب ته خار بېشکه

په ناز پرتې، پر اوږو دوې څڼې لندې قربانک
ژړ مازيګر، قاتل نظر، مړه دي کړو يار، بېشکه

ګله! بې تا، د درد بلا، د زړۀ پر ملا ګرځوم
زهر څکل، د ځان وژل، ستا انتظار بېشکه

په زړۀ اباد، د جانان ياد، د غزل تورو ارشاد
سړه سېلۍ، نيمه سپوږمۍ، ستوري قطار بېشکه

تۀ تورې سترګې، او زۀ تور رانجۀ، سهي جوړه يو
د تورو سترګو وي تک تور رانجۀ سنګار بېشکه

د زړونو وړل، زړۀ غلا کول، په زړونو لوبې کول
په دې کارونو به ګټې ځانته ازار بېشکه

د چا نظر، ولا اکثر وي شفاعته په تا
زړۀ ته يې لار، کوې په جار، کرار، کرار بېشکه

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


Abo Adil:
https://t.me/hamza48janan

دنیادي توله کړه حیران وطنه
دزمروکـــــوره خراسان وطنه


ستاهربچی مجــــاهد
لوی اوکمکی مجــاهد
ستاهرسړی مجـــاهد

تاريخ دي لوړپرټول جهـــان وطنه ..


دشهیدانوکــــوریي
دیتیمـانوکــــوریي
دمظلومانوکـوریي

راته ترسپینی ماڼی ګــران وطنه ...


دغیرتــوهیواده
دپښتنـوهیواده
دزمریالوهیواده

دښمن دي ډیرستړی ستومـان وطنه ...

دمــــلالی مسکنه
دتورپیکی مسکنه
دخپلواکی مسکنه

لری تورزن تورزن زلمیـــان وطنه

ودان ودان دي غواړم
مدام کامران دي غواړم
لوړپرجهـــان دي غواړم

دعِکرمه جـــــــانـان خــــوبان وطنه


@afghanwo


ـــــــ صابر فاريابـي ــــــــــ
در زمـه به خامخا ستا پر قدم شهیده یاره
هیریږی مي والله که محترم شهیـد یاره

چی درسم ستامزراته بیدیدن نااومـید راسم
دوعـا درته کوم هر صبحی دم شهیده یاره

یادیږی.می هاغه.وخت چی جوړه سنګرته تلوبه
اخ څنګه رانه بیل سوی ای صنم شهیده یاره

دغم شدید باران دی زموږ پرزړونوتل وریږي
چـي تـا د کډه کــړی زمـوږ لـچم شهیده یاره

دوښمن په ماتيدودی خپلواکی راځی هیوادته
دا زیـری دی تـر قبره نن در وړم شهیده یاره

چی رایـه له سنګره وړی ګـلابـه پاړي پاړي
دزړه صـبر تـمـام سـو زړ یــد م شهیده یاره

دسپینوحوروغیـږکي سوی میلمه نوررانه لاړی
*صـابـر* دا سـتا یـا دو نـو وخـوړم شهیده یاره

@afghanwo


پردي رانه خفه دي اوخپلوان رانه خفه دي
په دي چه مجــاهدیمه یاران رانه خفه دي


چه لوبه دسنګرکړمه دانــــــوري لوبي نکـړم
نوځکه دخړکلـــــــی ماشومان رانه خفه دي


چه شپی ورځي په خړوسنګــروکي تیرومه
باباخوژه مورکی ټول قریبــان رانه خفه دي


چه تورټوپک اوشنه چانټــه په غاړه ګرځومه
واړه دي که زاړه دي هم ځوانان رانه خفه دی


چه لمونځ کوم دتوروتوروغرونـــــوپه لمن کي
جماعت کِي حاضرنه یم اِمامـان رانه خفه دي


چه عِکرمه جانان له کلـــــی ولاړشمه سنګرته
په مینه دسنګــرخواژه دوستان رانه خفه دي


حماسی او انقلابی شعرونه

زړونه کلـک کړئ لۀ ډبرو انقلاب دی
چې خفه نشئ ملګرو انقلاب دی
پۀ دعــاوؤ او نفلونو تنها نشي
دین به ساتو پۀ ککرو انقلاب دی

دهرنګه حماسی اشعارو لپاره زموږ چینل جوائن کړی
@afghanwo


سپین بیرغ دسولي به راوړي زلمي
خامــــخابه اِنْ شااللـه راځي زلمي


داله نــــوره ډکي نـــــــوراني څیری
رابه وړي هیــــــــوادته ازادي زلمي


ګران وطنـه ستــادغرولمنـــــــوکی
سَره اوسپین ګـَـلان به وکري زلمي


سپین بیرغ رفان پرهندوکش به کړي
دغـه نازولي سپین پټکــــــــــي زلمي


شرفسادبه ټول کـــړی له وطن څخه
جوړبه سپین نٍظام کړي هیبتي زلمي


ستاکلي کوڅـی به کړي سنګارسنګار
ګــــران کابله تابه جـــــــــوړوي زلمي


داده عکرمه جــــــانـان خــواژه یاران
شپی ورځي به تاکي تیـــــــروي زلمي


حافظ عکرمه جانان عکرمه:
https://t.me/joinchat/AAAAAFG12VryUagxWT7Ezg

کابله...... انتظـــارشه....

کابله انتظـــــــارشه نوردي غیژي ته درځم
دامن سپیـــــن بیرغ به دي سِینه کي رپوم


لمن کي به دي وکـــرمه سره اوسپین ګلـونه
پـه رنګَارنګ ګَلونـــــــوبـه دي غيژسِنګَــاروم


دتوروتوروشپوله وحشتونوبه دي خلاص کړم
په مینه محبـــــــــت او ورورولــــي دي نازوم


داړنګَ بنګَ دیوالـــونـه بـه دي وپوښم په زرو
په سرواوسپینــــــوزروبــه دي داواري پوښم


هرکلی اوکوڅه به دي له شرفسادصفــــــاکړم
په سپینوبیرغـــــــوتوروفاجـــــــودي ځلـــوم


زه عِکرمَه جانان به له ملګــــــــروسره یوځاي
سِینه کي به دي شپی ورځي په مینــه تیروم


محمٌدرٌســول الله بــــلادي واخلم
وددوکونـوپیشــوا بـــــلادي واخلم


ستافـــراق یمـه پرزړه بانـدي داغلی
هاشمـي نــــورالهـدا بـــلادي واخلم


ستادښکلــــي مدیني ارمـــــان لرمه
سترګِي سری یم په ژړا بلادي واخلمْ


کړه نیمګړي سلامــــــــونه مي قبوله
بهترین یي ترهرچـا بـــــلادی واخلمْ


خبرنه یم چه دیـــــــدن به کله وشي
کړه دیــدن راته عطــا بــلادي واخلم


خوژي میني دي ملنګَ دزمــــانی کړم
یم ستاعشـق کی مبتلابــلادی واخلم


عِکرمه جانان داستاددرغــــــــلام یم
نازنینــه مصْطفـــی بــــــلادي واخلم


سپین لمرپراوفق خپوردی غازي غازي کابله
دتــــوروشپومخ تــــوردی غازي غازي کابله


ارمان به دي پوره شي یوڅه لاانتظـــــارشه
دســولی شـال سمسـوردی غازي غازي کابله


راځي به دي وغیژي ته دسپین امام لښکري
نورختـــــــم شراوشوردی غازي غازي کابله


دانن چه په توبودي اودسولي کړي غوښتنه
ليدلی یي زمـــونګ زوردی غازي غازي کابله


کژی وژی بګړي به دي په غیژه کي راګرځــي
طالــــب دي سکه وروردی غازي غازي کابلــه


زه عکرمه جانان يي خودپه سرو وینو ساتمه
داغـه وطــــن مي کــــوردی غازي غازي کابله


حافظ عکرمه جانان عکرمه:
https://t.me/hamza48janan

کابله.....
دسپینی ســــولی ازادی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژي ته
دسپین بیرغ اوخپلواکی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژي ته
،

لاري کوڅي به دي سٍنګارکړم په ګلونوباندي
وه خايسته کابله
زخمي سینه به دي ګنـــــډمه په تارونوباندي
وه خایسته کابله

دسروګلونـــــــــودګیډی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژي ته


دارګ پرمــــــخ او دروازه به کلیمــــــه ولیکم
په ډیرښه نقشْ نٍګار
نوم داللٌـه اودرســـــول به خایستـــــه ولیکم
ـ په ډیرښه نقشْ نګًار

دتورفاجوسپینی بګـــــړی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژي ته


په تورفاجوسپینوفاجودي ځلـــــــومه ګـــــوره
دغزنـــــوي ټاټوبي
ړنګ دیوالونه دي په سروزروپوښـــومه ګـــوره
دغزنـــــوي ټاټوبي

دجوړولــــــــــــوابــادی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژی ته


زه عکرمه جانان به ستاکلي کی شپي تیروم
په خوشحالی اومینه
تاکي به کال تاکي به میاشتي اوهفتي تیروم
په خوشحالی اومینه

دخړکچکول اوملنګــــــــــی سره جوړه درځمه
کابله ستاغیژي ته

Показано 20 последних публикаций.

1 200

подписчиков
Статистика канала