د نوې دندې/مسئوليت اړوند وضاحت!
په تیر یوه کال کې ما ګڼ اداري خدمات وکړل، خو هیڅ یو مې رسنیز نکړ، ۹ میاشتې مې د مرکزي ملي راډیو ټلویزون سره د قراردادې ترانو په برخه کې خدمت وکړ.
دا ځل د کابل ولایت تیر ویاند ښاغلي ضیاءالله هاشمي صېب په ټولنيزو رسنيو کې د يوه موقت خدمت/کابل ويانديۍ راپور راپسې نشر کړ؛ چې لامله يې د يو خلاف الطبع کار څرګندونې ته اړ شوم.
ښايي د ښاغلي هاشمي صېب د راسپارل شوي مسئوليت په ډاګييز کولو کې ډېرو دقيقو نقطو او ګټورو مواردو ته پام وي، خو ماته يې دغه يوه نقطه ډېره جالبه او مفيده ښکاره شوه چې دا دروند بار بايد او شايد د دعاګانو په مرسته سپک شي؛ چې د برملا کولو پرته يې بله چاره نه وه.
نو بالمنتها زه هم اړ شوم چې تاسو درنو خواخوږو ته د دعاګانو په هیله څه نا څه وضاحت درکړم!
ویاندویې یو لوی مسئوولیت دی، په زیاته بیا د کابل په څېر په کثيرالنفوسه ولايت کې؛ چې طبعاً دلته هر وړوکی مسئوولیت ګران وي.
الحاصل د ښاغلي والي صیب د حکم پر اساس ما او م عبدالرحمن ځلاند صېب ته د یاد مسئوليت دروند پیټی را په شا شو.
خو دا څو ورځې م ځلاند صېب د کور خوا ته تللی و چې لامله يې په نشتون کې ډېر ستړی وم.
خوشبختانه نن م صیب تشریف راوړ او ما هم ایله د یوه پوسټ د لیکلو فرصت وموند.
ویاندویې او ویاندویان ځکه موقت بولم چې د والي صېب د تبدیلۍ په صورت کې دوی هم تبدیلیږي، کله کله خو بېخي پر سړک پاتي شي.😁
خو مهمه دا ده مسئوليت که یوه ورځ هم وي باید د هيواد او د هیوادوالو په ګټه تمام شي.
ګرانو دوستانو!
د اولس ږغ تر مسؤولینو په ورسولو کې او د مسئوولینو ږغ تر اولسه په رسولو کې ستاسو نيکو دعاګانو ته اړ يم.