بيان - Bayaan


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


«بیان... د پوهې او حقایقو بیان»
«بیان... بیان علم و حقایق»
«Bayaan... The explanation of knowledge & truths!»
د بیان پتې:
https://facebook.com/bayaaninfo
https://twitter.com/bayaaninfo
https://t.me/bayaaninfo

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


#د_جمعې_ورځ
سنتونه او آداب:
۱- غسل کول
۲- پاکې جامې اغوستل
۳- مسواک وهل
۴- عطر استعمالول
۵- سورة کهف تلاوت کول
۶- په نبي ﷺ درود ویل
۷- ډېرې دعاګانې کول

درود شریف:
اللَّهُمَّ صَلِّ وسَـلِّم علَى نَبِينَا םבםבﷺ
الَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَیْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ اِبْرَاهِيمَ،إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.


#د_آیت_تر_سیوري_لاندې (۱)
ته نن ورځ خپله عملنامه ډکوې او سبا به یې لولې، نو په ښه توګه یې ډکه کړه ترڅو سبا یې په لوستلو خوښ شې.
#ابن_القیم_رحمه_الله


ما امت قوی هستیم، به شرطیکه نسبت به دین خود مخلص باشیم.
#سلطان_عبدالحمید_رحمه_الله
#آخرین_خلیفه_عثمانی


موږ یو پیاوړی اُمت یو، په دې شرط چې خپل دین ته رښتیني و اوسو.
#سلطان_عبدالحمید_رحمه_الله
#د_عثماني_خلافت_آخرینی_خلیفه


#د_قرآن_او_سنتونو_مینه
د خپلو او لادونو په زړونو کې له کوچنیوالي څخه د «قرآن او سنتونو مینه» کېږدئ؛ د دنیا بې ارزښته څیزونو ته یې مه پرېږدئ، چې ترڅو یې په زړونو کې د غفلت شیان ځای ونه نیسي.


#د_علماوو_ویناوې
اسلام او د اسلام حاکمیت را روان دی!
دا خبره یوازې موږ نه کوو، بلکې اروپا هم په ډاګه چیغې وهي.
خو اروپا یې له ډاره، او موږ یې د خوشحالۍ لپاره وایو؛
ځکه الله تعالی له موږ سره وعده کړې ده.
#محمد_قطب_رحمه_الله
#معاصر_مفکر_عالم


#د_قرآنکریم_د_تلاوت_دنیوي_او_اخروي_ګټې
عمرو بن العاص رضي الله عنه فرمایي:
د قرآن هر آیت په جنت کې درجه ده او ستاسې کورونو کې څراغونه دي.


#اې_ځوانه
اوسني د ټکنالوژۍ وسایل دې د قرآن کريم له تلاوت او د الله تعالی له ذکر څخه غافله نکړي؛
بيا به دې روح خالي او له غم او خفګانه به ډک وي، ځکه روح له تلاوت او ذكر پرته په بل څه نه خوشاليږي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
پنځه شیان له پنځو نورو څخه مخکې غنیمت وګڼه؛
۱- ځواني دې له بوډاوالي څخه مخکې
۲- روغتیا دې له ناروغۍ څخه مخکې
۳- مالداري دې له غریبۍ څخه مخکې
۴- وزګارتیا دې له مصروفیت څخه مخکې


#د_علماوو_ویناوې
اسلام به هغه مهال پر موږ وویاړي چې د حق په ویلو او د حق احکامو د تطبیق لپاره یې د زندان هتکړۍ او پر دار ځړېدل ومنو، که داسې نه وي نو زموږ دعوت به د ماشومانو د لوبو دهغه نانځکو پرشان وي چې روح او جسم نه لري.
#عمر_مختار_رحمه_الله


#د_علماوو_ویناوې
که د اسلام لپاره د کار کولو اراده وشي نو لازمه ده چې هغه حاکم وګرځي، ځکه دا دین د دې لپاره ندی راغلی چې په مسجدونو او عبادت ځایونو کې دې ګوښه کړای شي او یا هم په زړونو او نفسونو کې د پټ وساتل شي.
#سید_قطب_رحمه_الله


#د_علماوو_ویناوې
اسلامي تاریخ په دوو کرښو لیکل کېږي:
«توره کرښه» کومه چې د علماوو د (سیاهي) رنګ کرښه ده.
«سره کرښه» کومه چې د شهیدانو د وینو کرښه ده.
#شیخ_عبدالله_عزام_رحمه_الله


#قرآنکریم_او_احادیث
خپل اعمال مو د قرآنکریم او مبارکو احادیثو په دایره کې برابر کړئ.


#عید_سعید_الفطر_مبارک!
به فرا رسید عید سعید فطر رابه همه عزیزان شما تبریک وتهنیت گفته؛
آزرو دارم که طاعات، عبادات و اعمال صالح شما طرف قبول الله بی نیاز واقع گردد.
امیدوار هستیم که روز های عید به خوشی و خورسندی سپری نمائید.
#عيد_مبارك
facebook.com/bayaaninfo
https://twitter.com/bayaaninfo
https://t.me/bayaaninfo


#اختر_مبارکي
کوچنی اختر مو مبارک!
د کوچني اختر په رارسېدو سره تاسې ټولو #قدرمنو ته اختر مبارکي وایو.
اختر مو مبارک، طاعات، عبادات او صالح عمال مو قبول شه.
الله تعالی د وکړي چې دا د خوښۍ شپې او ورځې په ښې خوښۍ سره تېرې کړئ.
#عيد_مبارك
facebook.com/bayaaninfo
https://twitter.com/bayaaninfo
https://t.me/bayaaninfo


#روز_جمعه
#تلاوت_سورة_الکهف
از ابو سعید رضي الله عنه روایت است که رسول الله ﷺ فرمودند:
هر که سورة کهف را در روز جمعه تلاوت کند پس این (تلاوت) برای وی در میان دو جمعه روشنی (بصیرت) میگردد.
«صحیح الجامع»
facebook.com/bayaaninfo
https://twitter.com/bayaaninfo
https://t.me/bayaaninfo


#لیلة_القدر
(د قدر شپه د زر میاشتو څخه غوره ده.)
لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده، دې قدر شپه د رمضان میاشتې په آخري لسیزه کې ده هغه هم په تاق شپو کې؛ نو نن شپه د رمضان میاشتې له تاقو شپو نه آخرینۍ شپه ده.
تر راتلونکي کال پورې د ژوند او مرګ پته نشته، چې څوک به ژوندي او څوک به مړه وي ښه دا ده چې د ننۍ شپې اجر او ثواب له لاسه ورنکړو، په اطاعت او عبادت یې تېره کړو.
«اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي»
#رمضان۲۹مه


#د_روژه_دار_اعزاز
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
قسم په هغه ذات چې د محمد ﷺ ځان د هغه په لاس کې دی، د روژه دار د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو د خوشبویي څخه ډېر پاک دی.
«بخاري او مسلم»


#د_رمضان27مه_شپه
ډېر امکان یې شته چې د رمضان په اوه ویشتمه شپه د #لیلة_القدر وي.
په دې هکله ابی بن کعب رضي الله عنه وایي:
قسم په هغه ذات چې له هغه پرته بل د بنده ګۍ مستحق نشته دا شپه په رمضان کې ده، قسم په الله زه پوهېږم چې دا کومه شپه ده، دا هغه شپه ده چې رسول اللهﷺ یې موږ ته د قیام (عبادت او لمونځ) امر کولو؛ دا د رمضان د ۲۷مې شپه ده.
«رواه مسلم»


#د_قرآنکریم_تلاوت
رسول الله ﷺ فرمایلي:
«څوک چې د الله تعالی د کتاب یو توری ولولي هغه لره پرې یوه نېکي ده، او یوه نېکي لس چنده ده، زه نه وایم چې (الَم) یو توری دی، بلکې (الف) بېل توری دی (لام) بېل توری دی او (میم) بېل!»
«صحیح ترمذي»

Показано 20 последних публикаций.

288

подписчиков
Статистика канала