کړمه ستړی ستا بېلتونه ورکه یاره ورکه یاره
زړه مې مات ستا په نشتونه ورکه یاره ورکه یاره
د بېلتون غشو ویشتلی یم په زړه د زړګی سره
یم وړوند شوی ستاله تلونه ورکه یاره ورکه یاره
کـلـی کـور او تـر سحـرا درپسـې درغلم لېوانیه
شـــومه ستـــړی په لټونه ورکه یاره ورکه یاره
زړه به صبر کړم خو کله به شي صبر تل ژړیږي
غم جوړ کړی ترې مجنونه ورکه یاره ورکه یاره
ستانشتون زه رسولی یم د مـرګ تر پولې یاره
داکم عِشق دی ای جنونه ورکه یاره ورکه یاره
سوچ کــې ډوب یمه شبخـون رانه ورک شوی
بدرنګ شوی مې ژوندونه ورکه یاره ورکه یاره
لټـوم قسیم بـــــدري یې کی پیدا کړمه زړګیه
ستاوصال ستاپیوستونه ورکه یاره ورکه یاره