ستا له ښایست نه لمر سپوږمۍ اخلي رڼا مسلسل
له نورانیت ډکې شغلې وشینده بیا مسلسل
ښایي نن بیا څوک منتظر وي د حرا مقام کې
را ځه بیا پیل غواړي اقراء، له ابتداء مسلسل
دوئ به حتما د رب دقهر څپې وړي وو خو
٫وانت فیهم٫ ترې کوي کلکه دفاع مسلسل
حسن پرست که د یوسف په لیدو ګوتې بایلي
عشاق سرونه ځاروي ستا په ښکلا مسلسل
دګلاب حسن اوشبنم کیسه یې ختمه کړله
تا چې سپین مخ نه نقاب پورته کړ اشنا مسلسل
یار که مسکا وکړه ژوندون به شي اختر خالده!
بیا به خوښۍ وي په ژوندون په هره خوا مسلسل
عطاءالله خالد هاشمي
#حماس_بصری_څانګه
https://t.me/hmass99