د یاد لمبه او پنجشنبه!
چـي کلـه دي د یاد لـمـبـه تازه وي پنجشنبه وي
توده اوښکه لیمه کي مي پرته وي پنجشنبه وي
ای زه به لیونی یم کني دومره یاد ښه نوي
شبګیرمي ستالپاره ټوله شپه وي پنجشنبه وي
ته وګوره چي زه درپسي څو ځلي مړ کیږم
په میاشت کي مي څلورځل جنازه وي پنجشنبه وي
د میني او د عِشق انتهاء ده بل څه نه دی
نامه چي مي پرخوله دومره خوږه وي پنجشنبه وي
په ماپسي به هم یوڅوک زما په شان راړنګ شي
چـي کلـه شهادت مي نصیبه وي پنجشنبه وي
{کامل وفا} د زړه دردونه ټول پکښي انځورکړي
چي لاس کي یې قلم او کتابچه وي پنجشنبه وي
نوټ: نیمګړتیاوي معاف کره کتنه مي نه ده پري کړي د تلواري شعردی نو
کامل وفا
👇👇👇👇
@khawrinikmal