غزل
توره تارېکي وه انتظارمي زړه سحرته ؤ
ستا دیاد خنجرمي برابر دزړګي سر ته ؤ
راغلې ډلې ډلې قافلې ستا دیادو ګله
روڼ کاروان داوښکو مي روان وخپل ټټرته ؤ
نوم دباباجان یي په سلګوکي له خولې ووتی
یوه ماشوم ژړله انتظار ستا ونظرته ؤ
نه پري مړیدمه ما بار بار ورته کتل یاره
یوطالب په حسن کي جانانه تاته وَرته ؤ
ولي دي جانانه ځواب رانکړ خفه ولې؟
مامسیج لیږلی دزړه سره ستانمبرته ؤ
ستاپه یادکي یاره نن مسرور غزل لیکلی ؤ
څنګ یي لګولی دهاپورې غره کمرته ؤ
مسرورغزنوي
توره تارېکي وه انتظارمي زړه سحرته ؤ
ستا دیاد خنجرمي برابر دزړګي سر ته ؤ
راغلې ډلې ډلې قافلې ستا دیادو ګله
روڼ کاروان داوښکو مي روان وخپل ټټرته ؤ
نوم دباباجان یي په سلګوکي له خولې ووتی
یوه ماشوم ژړله انتظار ستا ونظرته ؤ
نه پري مړیدمه ما بار بار ورته کتل یاره
یوطالب په حسن کي جانانه تاته وَرته ؤ
ولي دي جانانه ځواب رانکړ خفه ولې؟
مامسیج لیږلی دزړه سره ستانمبرته ؤ
ستاپه یادکي یاره نن مسرور غزل لیکلی ؤ
څنګ یي لګولی دهاپورې غره کمرته ؤ
مسرورغزنوي