دردولي مو ډیر زړونه ستا هـــــــــجران دي
بیا خوښیو ګــــــډې وړې په خــــــفګان دي
اخ شهیده ســـــتا غـــــــم دومره زورو دی
تنها نه یم تل غمـــــونه مـــــــې مهمان دي
له فاني دونیاګۍ لاړې مسافــــــــــــر شوې
اخ شهیده د شایسته حــــــــورو دلبر شوې
مــــــــونږ د پریښودو تنها د غــــــمو غیږ ته
ته روان د شـــهادت په اوږد ســـــــفر شوې
خبر نه یې چـــــې په زړه مــــو څه تیریږې
اخ زړګــــــــیه هیرول د والله ګـــــــران دي
یو دیدن د خوب کې تل له خــــدایه غواړم
شم بې صــــــبره بس په چیغو چیغو ژاړم
شـــــي رایادې د خـــــــــبرې ملغلــــــــــرې
تر مــــــزار دپه ســـــلګو سلګو کـــــې لاړم
اخ زړګی مې شو زخمي ستا په ییلتون کې
پرې پراته دارنه غـــــــــــمونه د جانان دي
دچا غــــــــم درسره نشته انقـــــــــــــــلابه
ګل زلمـــــــــــــي لکه غمي وړې بې حسابه
سخت زړګـــــی د په اور وسوځه ایره شې
نوم د ورک شه نور له ژونـــــد نه بې کتابه
رانه بیل د کـــــــــړل د څنګ خواږه ملګري
تورو خــــــــــاورو فنا کـــــړي په ارمان دي
شه قبول د شـــــــهادت د زړګـــــــــي سره
په نصــــــــیب د د جنت حــــــــورې دلبره
په دیني شمعه لوګــۍ له سپین قرآن شوې
د اســـــلام ننګه د وکــــــــــــړه ښه په نره
په غـــــــیرت به دتل ویاړمـــــــــــه جانانه
په دعا دواړه لاســـــــــــــونه د عمران دي
@shyvx👈❤️👈