سهیل شاهین: د طالبانو او امریکايي لوري ګډه ناسته نن هم دوام لري
نشرونکی: عبد الرحمن
💕💕درویش وفا
جنوري 21, 2020
کابل ټکی کام، ١٣٩٨ سلواغه ١، سه شنبه)
پرون دوشنبه د مرغومي په ٣٠ نیټه د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ ناسته شوې چې ټاکل شوې ده نن به هم دوام وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره شپه ناوخته پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، چې نن ماښام د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، عباس ستانکزي، ملا امیرخان متقي له امریکايي استازو ډاکټر زلمي خلیلزاد او جنرال میلر سره ناسته کړې.
د ښاغلي شاهین په وینا، په دغه ناسته کې دواړو خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړي زیاتوي چې د مذاکراتي ټیمونو ګډه غونډه به نن هم دوام ولري.
د طالبانو او امریکایانو خبرې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي، د دواړو خواوو تر منځ هوکړه چمتو شوې یوازې لاسلیک یې پاتې دی چې د باوري سرچینو په وینا ښايي نږدې ورځو کې ترسره شي.
تیره ورځ رسنیو ته د طالبانو یوه لوړپوړي غړي ویلي و چې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو خبرې یوازې د تړون د لاسلیکولو پر مراسمو ورټولې دي.
د باوري سرچینو له مخې، په ټاکلې موده چې ښایي له شپږو تر اتلس میاشتو په منځ کې به وي ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.