دحق کاروان(دطالبانواو دواعشو نښتې)
پینځه ویشتمه اوشپږ ویشتمه برخه
( پینځویشتمه برخه)
لیکوال: خالد وزیروال
چپرهار څو ورځې د امارت اسلامي دمجاهدینو د تسلط لاندې ؤ او نرۍ اوبو سیمه دداعشیانو سره وه.
په دغه شپو کې یې یو وار بیا په چپرهار تعرضي برید وکړ خو دامارت اسلامي مجاهدینو په ډیره میړانه او کلک عزم او دالله اکبر په کړنګیدلو نعرو سره د داعشیانو مقابله وکړه او خپلې سینې یې د هغوی هر وار ته سپر کړې اجازه یې ور نه کړه چې چپرهار یو وار بیا ونیسي او ددې وطن مظلوم بچیان یو وار بیا وځوروي .
د حق د کاروان سپین ستوري په تورو تیارو پسې ورپسې شول .
داعشیانو په شاه حرکت شروع کړ او بیرته د نرۍ اوبو سیمې ته واپس په تیښته بریالي شول .
د حق د کاروان ستورو داعشیان هلته هم پرې نښودل او په نرۍ اوبو یې هم انداښتونه شروع کړل داچې دداعشیانو مورال دغه شیبه په صفر کې ضرب ؤ نو نه یواځې دداعشیانو دغه برید په شاه وتمبید بلکه د نریو اوبو سیمه یې هم پریښودله او په شاه لاړل ده بالا ولسوالۍ ته وتښتیدل.
داعشیانو درې واره برید وکړ خو درې واره یې سیمه له لاسه وتلي ، په زاوه یې برید وکړ ټول خوږیاڼي یې له لاسه ووتل ، په صبر یې برید وکړ چپرهار یې له لاسه ووت ، په چپرهار یې برید وکړ نرۍ اوبو سیمه یې پریښودله.
هلته چا یو راپور ورکړ چې طالبان غواړي په ده بالا برید وکړي نو ورسره یې ده بالا هم پریښودله.
په شمار څو مجاهدینو په ده بالا کې خط واچولو ، خو دا چې ده بالا ولسوالي ډیره خوندي نه وه د محاصره کیدو خطرات ډیر په کې لیدل کیدل ځکه خواه اوشاه ولسوالۍ دداعشیانو لاس کې وې نو د همدې له امله مجاهدین شاته راغلل او د نرۍ اوبو سیمه کې یې په هسکو غونډیو خط واچولو .
په چپرهار ولسوالۍ کې د امارت اسلامي د مجاهدینو شپې ډیرې کمې وې ، ځکه داعشیان اکثره د چپرهار په ډاګو نومې سیمه کې چې داعشیانو ورته الفلوجه سیمه ویله او دې ته یې د خراسان پای تخت ویلې ، ( الفلوجه په عراق کې یو ځای دی چې داعشیان هلته په ډیره لوړه کچه میشت وو) .
دا چې ډاګو کې هم اکثریت د وابیانو ؤ او ددې سیمې اکثره خلک داعشیان وو دهمدې له امله یې دې ډاګو ته الفلوجه ویلې ، هلته یې یو جماعت هم په همدې نامه نومولی ؤ ، د چپرهار خلکو ویل چې پر موږ به یې په زور همدې جماعت کې لمونځ کاوۀ او په زور به یې راباندې رفع الیدین او امین باالجهر ویلو.
دغه ډاګو کې دوی پټ شوي وو ځکه د امارت مجاهدینو ددوی کورونه تالاشي نه کړل او که بعضې مشکوک کورونه یې تالاشي هم کړل نو هسې سرسري تالاشي وه.
بل دا چې داعشیان پټ پټ راتلل او په ډاګو کې له نورو داعشي ملګرو سره یوځای کیدل .
دلته ډاګو کې یې پوره دسته جمع کړې وه خو ځان یې بیخي چاته نه ښودلو ، هلته داعشیان بیرته ده بالا ته هم راورسېدل . او په نرۍ اوبو سیمې د برید پلانونه ترحه کول.
د ډاګو داعشیان هم د نرۍ اوبو برید ته منتظر پاتې وو تر څو د هغوی له برید کولو وروسته دوی دلته منځ کې برید وکړي او په دې ډول په اسانۍ سره چپرهار بیرته ونیسي ، هم هغه وو چې په نرۍ اوبو سیمه یې برید وکړ او یو وار بیا خط رامات شو.
حق کاروان ( شپږویشتمه برخه)
لیکوال: خالد وزیروال
کله چې داعشیانو په نرۍ اوبو سیمې برید وکړ دغه وخت کې دغه ځای کې دامارت اسلامي خط هم دومره قوي نه ؤ، تعداد یې هم کم ؤ او بل غټ لامل یې دا ؤ چې دلته ډاګو کې پټ داعشیان راووتل او په منځ کې یې جګړه پیل کړه ، مجاهدین لږ وار خطا هم شول ، په همدغه شیبو کې ډرون طیارې هم د پاسه په امارت مجاهدینو ګرځېدلې حالت بیړنی شو . دلته د ډاګو سره نږدې بیز هم هاوانونه را شروع کړل چې له امله یې د ملا نیک محمد ورارۀ د شهید مولوي نور محمد ځوی طالب جان نومیدو د هاوان په چرو سخت زخمي او له لږ شاته راوړنې وروسته په شهادت ورسېد.
نوموړی طالب جان یو ډیر زړور او شجاع انسان وو د خپل پلار په څېر یې د جهاد او سنګر سره له ماشومتوبه ډیره مینه درلوده ، همیشه به یې ځانته د شهادت دعاوې کولې د مینې تقوی اخلاص او اخلاقو سمبول ؤ، هر وخت به یې په جنګ کې د وړاندې تګ کوښښ کولو او هر جنګ کې به یې ځان تعرضیانو کې لیکلو ، لنډه دا چې شهادت پسې د لیوني په څېر ګرځېدو او پایله یې هم د یوۀ داسې شهادت سره وشوله چې دنیا ورته ګوته په غاښ وه .
جنګ ښه ګرم روان ؤ ، دابرید دداعشیانو یو ستر برید بلل کیدۀ ځکه د یوه شي د ګزار کمی یې نه کاوۀ.
هلته د نرۍ اوبو خط چې رامات شو د مشرانو په ور رسیدلو یو وار بیا مقاومت پیل شو خو داعشیانو کلک هوډ کړی ؤ چې دا وار چپرهار حتما نیسي برید یې نور هم راقوي کړ له امله یې په کې دوه درې تنه مشران مولوي صاحبان هم شهیدان شول ، دوه تنه مجاهدین هم شهیدان شول زخمیان هم بې حده ډیر شول ، خو بیا هم د امارت مجاهدین شاته نه راتلل .
دې شیبو د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو ډرون الوتکو هم ګزارونه شروع کړل ، د امارت د مجاهدینو د د هشکې داټسن یې هم وویشتله په کې موجود خواه شاه