ښه نو څنګه به د یار سترګې کړم هېرې
دي زما پر وران زړګي باندي سرتېرې
اوس حالات بیانولی نه شم خلګو
بیا به مات شي د پرهر زړګي له وېرې
بېلتون غبرګ لاس له چړو ډک کړي ګرزي
هي له زړونو نه یې باسي تېرې بېرې
د هجران پر دښته ګرزم وچي شونډي
د وصال کلي کوڅي دي بیخي لېرې
دومره مه ژاړه شب کور به شی عاشوقه
چاودي شوې دي د سترګو دواړي زېرې
خلګ وایې شپې وړې دي ژر سبا شي
پر رنځورو زمانې غوندي شي تېرې
پر (وقاد) باندې خندل به ناپوهي وي
د ملنګو ګرېوانونه وي تل څېرې
(وقادملنګ زابلي)
دي زما پر وران زړګي باندي سرتېرې
اوس حالات بیانولی نه شم خلګو
بیا به مات شي د پرهر زړګي له وېرې
بېلتون غبرګ لاس له چړو ډک کړي ګرزي
هي له زړونو نه یې باسي تېرې بېرې
د هجران پر دښته ګرزم وچي شونډي
د وصال کلي کوڅي دي بیخي لېرې
دومره مه ژاړه شب کور به شی عاشوقه
چاودي شوې دي د سترګو دواړي زېرې
خلګ وایې شپې وړې دي ژر سبا شي
پر رنځورو زمانې غوندي شي تېرې
پر (وقاد) باندې خندل به ناپوهي وي
د ملنګو ګرېوانونه وي تل څېرې
(وقادملنګ زابلي)