ډاکټری معلومات


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
محترم وړونو او خویندو مندو تاسوته په لومړی قدم کی
شـــ❥ــه راغلاست وایم
انشاءالله که ده الله ج رضا وو نو دلته به تاسوته طبی معلومات نشر کړو چی تاسو ځینی ګټه واخلی
زموږ اصلی مقصد اسلام ته خدمت کول دی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: افغان اپلیکیشنونه
ملگرو دعا گانی کوی مسافرت ته ځم انشاءالله ږر بیرته راځم او نشریات ته ادامه ورکوم....!


ميکروبونو باندې حمله کوي او له منځه يې وړي .

ازینوفيل Eosinophil :
ازینوفیلونه دنوتروفيلونو په نسبت دوینی دسپینو حجرو کمه برخه تشکيلوي چې تقريبا 4--2 سلنه دټولو
سپينو حجرو برخه ده , ازيونوفيل تقريبا دنوتروفيل په اندازه دي او هسته يې دوه لوبه لري , ازيونوفيلونه په الرجي ياحساسيتونو ,پرازيتي ناروغيو کې يې تعداد زياتيږي .
ازيونوفيلونه زياتره دهضمي سيستم او رحم په نسجونو کې موندل کيږي.

بازو فيل Basophil :
بازوفیلونه دسپینو حجرو 1 سلنه برخه جوړوي چې چې دا فيصدي ډيره کمه ده حتي دوينې په دوران کې يې پيداکول ناشونی دي .
د دې حجرې قطر 15---12 پورې دي يوه هسته چې په غير منظم لوبونو باندي ويشل کيږي .

مونوسیت Monocyte :
مونوسیتونه د سپینو حجرو د اگرانولوسیت کروياتو له ډلې شميرل کيږي او دسپينو حجرو لويې حجري دي چې قطر يې 25-- 15 پوري دي او کله ناکله 40---30پوري رسيږي .
مونوسيتونه ګرد يا بيضوي شکل هسته لري چې
يې زياتره پوښتورګو ته ورته دی , مونوسيتونه ګرانولونه نه لري او يا ډير کم ظريف ګرانول که ولري خو هغه هم ډير واړه چې ليدل يې امکان نه لري .
دمونوسيتونو سايتوپلازم آبي او خاکستري رنګ لري
دمونوسيت سايتوپلازم درغجنې پښې لري مونوسيتونه دسپينو حجره لويه حجره ده او د بيګانه
خوري يا فاګوسيتوز دنده په غاړه لري, مونوسيتونه په دوران کی دیر کم وخت تیروی له دوران نه دیر زر وځي سمدلاسه نسجونوته مهاجرت کوي او هلته دماکروفاژ په بڼه څرګنديږي ، میاشتی او کلونه هلته عمر لری .
مونوسیتونه د ديافدز په قدرت د وړو وړو رګونو دمنفذونونه تيريږي او خپلو نسجونوته ځان رسوي اوهلته بيا دميکربونونو دله منځه وړلو قدرت پيدا کوي .

لمفوسیت Lymphocyte :
لمفوسيتونه دوينې دسپينو حجرو دمعافيتي سيستم يو نوع مهم او اړين حجره ده چې دميکروونو په له
منځه وړلو کې مهم رول لوبوي، لمفوسیتونه په دوران کی فقط څو ساعتونه تيروي او په انساجوکې 300---200ور.ځې ژوندي پاتې وي کيږي.
لمفوسيتونه د دحجم له لحاظه په وړو او لويو لمفوسيتونو ويشل کيږي او دنوع له لحاظه هم په دوه ډوله دي چي عبارت دي له...
تي لمفوسيت T_Lymphocyte
او بی لمفوسیت B--Lymphocyte
دیوه نارمل شخص بدن 1000ميليارده لمفويدي حجري لري.
دبدن وزن 2 % سلنه برخه لمفاوي نسجونه تشکلوي.
لمفوسیتونه معمولا 12---8 مايکرون پوري قطر لری
واړه لمفوسيتونه 6 مايکرون او لوی لمفوسيتونه 15---9 مايکرون پورې قطر لري .

۳-- ترمبوسایټ یا PLT:
ترمبوسایتونه دوینې وړې ګردې یا بیضوي حجرې دي چی د زخم په وخت کې د دوینې د لخته یا ټیګیدلو سبب کیږی او دخون ریزی مخه نیسي، ترمبوسایتونه په یو ملی لیتر وینه کې د ۱۵۰ ـــ تر ۴۰۰ زرړ پوري رسیږی چی البته دغه یی نارمل حالت دی او که چیری یی تعداد کم شي نو دې حالت کی کیدای دشي پوزی نه وینه بهیدنه شروع شي او زخم نه هم وینه بنده نه شي ، وظیفه یی کله چی دبدن کومه عضوه زخم شي نو ترمبوسایتونه فورا لکه پولیس ساحې ته ځان رسوي او یو نوع مواد مواد ترشح کوي چی د ATP او سروتینین او ترمبوپلاستین په نامه یادیږی، دغه مواد پروترومبین په ترومبین باندی بدلوي او بیا ترومبین دپلازما فیبرونوجن په فیبرین باندی تبدیلوي چی بیا وروسته دغه مواد دحجرو باندې نښلي او یو مغلق او پیچیده جال جوړوی او د زخم په ځای کې د وینې دلخته کیدلو سبب کیږی او د وینی دخون ریزی مخه نیسي.

د وینې دنورو مطالبو او دهغی دناروغیو په اړه به درته نور مطالب هم په لیکه شي.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


نن به درته د وینې په باره کې یو څه ولیکم.



وینه: وینه یو ارتباطی یا منضم نسج دی چی دانسان ژوند ورسره تړلی دی.
وینه دبدن ۷---۸ سلنه وزن تشکیلوی دیوه بالغ او روغ انسان وینه د ۴--۵ لیترو پورې موجوده وي، وینه له دوه مهمو برخو څخه جوړه شوې ده، چی پلازما او حجرات ورته ویل کیږي

۱-- پلازما: پلازما دوینې مایع برخه ده چی اوبلن زیړ رنګ لری او دوینې ټول حجرات په کې څرخيږی، پلازما ۵۵% سلنه دوینې برخه جوړه وي، او دپروټینونو، او نورو اړینو موادو لکه الکترولایتونو، هارمونونو، ویټامینونو ، اوبو، انزایمونو او داسې نورو مواد څخه جوړه شوی ده.
پلاز ما ۹۰.۵ سلنه له اوبو څخه او ۸ %سلنه له پروتینونو څخه او ۲ % سلنه یی بیا له نورو عضوی او غیر عضوی موادو څخه منځ ته راغلې ده، دپلازما پروتین له البومین، ایمونو ګلبولین او فیبرینوجن څخه عبارت دې، خو له دې پروټینونو څخه البومین لوی او قدرت مند او دلوی خاندان له ډلې څخه شمیرل کیږی، البومین دوینې داسموتیک فشار نورمال او متعادل ساتی، تول هارمونونه ، انزایمونه، ویټامینونه او داسې نورو موادو دانتقال پروسه پرمخ بیایی ایمونوګلوبولین یا انټی باډي هم یو بل نوع دپلازما پروټین دي چې دبدن دمعافیت په برخه کې او دوینې دګروپ دمالومولو لپاره پکار وړل کیږی، فیبرینو جن هم دپلازما هغه پروټین دي چی دزخم دجوړلو لپاره مهم او اړین دی اول فیبرنوجن په فیبرین باندی بدلیږی اوبیا دوینې د لخته کولو قدرت پیداکوی، کله چې دبدن کومه برخه زخم شي نو فورا دپلتلیت او دفیبرنوجن د پروټین په کمک سره دزخم نه دوینې دخون ریزی دمنع کولو کې مهم رول لوبوي.

۲--دوینې جامده برخه یا حجرات:
حجرات دوینې جامده برخه ده چی په داخل دپلازما کې لامبو وهي، په دې برخه کې دری ډوله حجرات شتون لري.

۱- سره کریوات، ۲سپین کریوات، ۳ ترمبوسایت یا پلاتلیت.
.۱-- سره کریوات RBC:
سره کریوات یا سرې حجرې دوینې هغه کریوات دی چی سور رنګ لری او وظیفه یی دسږو څخه اوکیسجن اخلی او ټولو انساجو ته یی لیږدوی، او بیا بیرته له انساجو څخه کاربن ډای اکساید را اخلی او سږو ته یی راوړي او سږی یی بیا دتنفس له لاری دباندی اوباسي .
دسرو نارملو حجرو حجم د ۷--۸ مایکرون پورې دی، چې دې حالت ته نارمو سایت هم ویل کیږی، که یی اندازه له دې کوچنی شي نو دې حالت ته میکروسایت ویل کیږی او که یی اندازه له نارمل حجم څخه زیاته شي دې حالت ته ماکروسایت ویل کیږي.
دسرو حجرو شکل مقعر الطرفین دی چی دمابین دواړه طرفونه یی نازک او باریک وی، هسته نه لری او ۱۲۰ ورځی عمر لري، سری حجرې په یوه ملی لیتر وینه کې د ۴ ---- ۵،۵ ملیونه وی چی دغه تعداد یی په نارمل او بالغ انسان کی تثبیت شوی او البته په ماشومانو او زنانه وو کی یو څه توبیر پیداکوی.
دوینی سپین کرویات( WBC) :
دوينې سپين کرويات هغه حجرې دي چي دهډوکو مغز يا Bonemarrow کې د يوې مورنۍ حجرې ياStem Cell څخه منشا اخلي او له څو ورځو وروسته کله چې دبلوغ مرحله په بن ميرو کې تيره کړي وروسته دويني دوران ته ننوځي .
سپين کرويات په دفاعي برخه کې رغنده رول لوبوي
داحجري دوي برخې لري چي عبارت دي له .......

1- ګرانولوسيت یا Granolocyte
2-اگرانولوسیت را Agranolocyte

گرانولوسیتونه هغه حجرو ته وایی چی دسایتوپلاسم برخه کې يي واړه واړه ګرانولونه يا وړې وړې دانې د2- -4هستې هم شتون ولري .
او اګرانولوسيت هغه حجروته وايي چي سايتوپلاسم يې ګرانولونه يا وړې وړې دانې نه لري خو هسته پکې يوه دانه موجوده وي .

ګرانولوسيت حجري عبارت دي له ....
نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل

اګرانولوسيت حجرې عبارت دي له .....
لمفوسيت , مونوسيت .

نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل، مونوسيت او دلمفوسيت کمې حجرې بن ميرو کې جوړيږي او
هملته انکشاف کوي .
دلمفوسيتونو ډيره برخه اوپلازماسل په لمفاوي نسجونو کي جوړيږي او انکشاف کوي .

نوتروفیل ,ايزونوفيل , بازوفيل دګرانولوسيت دسلسلې اخرنۍ او بالغې حجرې دي ,چې په نارمل ډول دوينې جريان کې څرخي او په دوه ډولونو دوينې جريان کې موجوې وي .
1-باند شکل لکه د آس نعلې غوندي وي 2 - سګمنت شکل 5--3 پوري هستې يو په بل نښتې وي

نوتوفيل Neutrophil : بالغ نوتروفيلونه 70--60 سلنه د وينې جريان کې وي , 15--12 پورې قطر لري او په 5--3 پوري هستې لري خو معمولا دری هستې يو په بل نښتې له ځان سره لري چې ورته سګمنت نوتروفيل وايي.
نابالغ نوتروفيلونه چې کله تازه دوينې جريان ته ولويږي هسته يې دباند شکل غوره کوي , دباند ډيروالی
په بدن کې دميکروبونو ډيروالي له امله منځ ته راځي
هغه نوتروفيلونه چې 5 هستې لري دهايپر سګمنت را Hyper Sigmented په نامه یادیږي چی دی ته زاړه نوتروفيلونه هم وايي.
نوتروفيلونه ډيره کمه موده ژوند لري چې 7---6 ساعتونه د وينې دوران کې تيروي او زياته برخه دعمر يې 5---4 ورځې په نسجونوکې تيروي , چې دې وخت کې


روماتیزم څه شی دی ؟

روماتیزم یو له هغو ناروغیو څخه شمیرل کیږی چی نن سبا یی خلکو ته ستر ګواښ پيښ کړی او خلک تری ځوریږی، دغه ناروغی یو نوع مزمنه نارغی ده چی د مفصلونو خصوصا د لاس او پښو د وړو مفصلو او دبدن دنورو اعضاو د التهاب سبب کیږی . روماتیزم دیری نوعی لری خو تولې هغه ناروغی چی د روماتیزم سبب کیږی دبدن دمعافیتی سیستم کمزوري کیدل دی، چی په سمه توګه درست کار نه شی کولی، دبدن معافیتی سیستم یو ځانګړی او معتبر سیستم دی چی بدن مو له هرنوع باکتریایی او نورو افتونو ساتی ، کله چی دغه سیستم له کنټروله ووځی نو دبیلابیلو باکتریاو بدن ته د داخلیدو زمینه مساعده شی او بیلابیل عضلات مفصلونه تر حملی لاندی ونیسی، چی مثال یی تب روماتیزم دی چی د دی روماتیزم اصلی منشا دستونی التهاب دی چی کله تدوای نه شی نو فورا په ضرب د شپږو هفتو کی تول بدن ته سرایت کوی چی په نتیجه کی د مفصلونو د درد سبب کیږی او روماتیزم منځ ته راوړی، چی دغی نوعی ناروغی ته بیا اتو ایمیون ویل کیږی.
دتحقیقاتو پر بنست روماتیزم هم یو نوع د اتوایمیون ناروغیو له ډلې شمیرل کیږی ، په نړۍ تر سلو نوعو زیات روماتیزم وجود لری چی له دی جملی څخه کولای شو مفصلی روماتیزم، قلبی رماتیزم، او دستون فقرات روماتیزم ته اشاره وکړو.
نو روماتیزم داسی یو مرض دی چی د دیرو نورو نارغیو سره تفکیک یی مشکل وی خو تنها کولای شو چی دوینی دبعضو معاینات په اجرا کولو سره روماتیزم تشخیص کړو، چی دغه معاینات عبارت دی له.
ASO
CRP) C - Reactive protein)
RF)Rheumatoid Factor )
ANA ) anti nuclear anti body )
ESR )Erythrocyte sedimentation rate )
calcium
vita - D3
uric acid
PTH ) Parathyroid hormones )
calcitonin
phosphorus
CBC ) Compete Blood Coun

ددغو معایناتو په کولو سره به ستاسو د روماتیزم نوع مالومه شی.
آرتروز یا استو آرتریت درماتیزم هغه شایعه یا په پراخه کچه نوع ده چی د مفصلونو د دردونو سبب کیږی، چی خصوصا لوی مفصلونه لکه زانو او ستون فقرات هم تر اغیز لاندی راولی.
اعراض او علایم:
روماتیزم علایم دیر دی خو په اول قدم کی داستراحت نه وروسته په مفصل کی درد پیداکیږی، هغه په دی مانا چی کله یو مفصل له یو اوږد مدت استراحت وروسته کله چی وغواړی مفصل ته حرکت ورکړل شی نو دی وخت کی درد احساسیږی، یا مثلا کله چی سړی له خوبه پاڅیږی او حرکت وکړی نو دی وخت کې مفصل درد کوی خو بیا وروسته له یو معین ځند وروسته درد نه کوی او عادی حالت ته راځی ، او بل په اسانی سره نه شی کولی خپل زانو کوږ او سیخ کړی البته درد به کوي.
دروماتیزم دپیداکولو اصلی علت تر دی مهاله نامعلوم دی خو لکه مخکی مو چی ذکر کړل دمعافیتی سیستم د کمزوری له وجهی هم کیدای شی چی بدن ته دبعضو باکتریاو د داخلیدو زمینه برابره او دمفصلونو دالتهاب سبب شی ، همدارنګه لوړ عمرونه هم روماتیزم باندی داخته کولو چانس زیات لری ځکه د دوی دبدن معافیتی سیستم وخت په وخت کمزوری کیږی، چاغوالی د آرتروز خطر زیاتوی ځکه هغه لوی مفصلونه چی دبدن زیاتره وزن تحمل کوی تر فشار لاندی راولی او کیدای شی روماتیزم منځ ته راوړی.
د روماتیزم قطعی تداوی تر دی مهاله نه دی شوی چی پاک د ورک شی خو د یو شمیر رویشونو او لارو له امله کیدای شی دردونه کم کړی.
په سختو او شدیدو دردونو کی حتی د روماتیزم لپاره جراحی توصیه هم شوی، چی هغه زیان شوی مفصلونه تعویض کړل شی خو تر جراحی وړاندی بعضی لاری چاری شته چی جراحی ته حاجت پیدا نه شی هغه داچی مفصلونوته باید تر یو خت پوری استراحت ورکړل شی، یانی ناروغ هر یو ساعت کی باید زیان شوی مفصل ته ۱۰ دقیقی استراحت ورکړل شي ، ورزش هم د داکتر په اجازه او دهغی تر کنترول لاندی ورزش وکړل شی یانی تر تولو پیاده روی او سپک حرکات تر څو هغه زیان شویو مفصلوته صدمه ونه رسیږی، دې سره به د مفصل شاوخوا اعضا وی قوی کیږی، کچیری د ورزش سره مو درد زیات کیدلو عاجل ورزش ته خاتمه او توقف ورکړی. که مو وزن زیات وی اول قدم کی مو وزن کم کړی، رژیم غذایی مو هم د داکتر په مشهوره برابره کړی.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


دوینې د غوړو دکمولو لاري چارې بدون له درمل نه.

دوینې غوړ یو له هغو ناروغیو څخه دی چې په نني عصر کې ډیری هغه وګړي په دې ناروغي اخته کیږی کوم چې په ښارونو کې ژوند کوی، ځکه دوی زیاتره هغه غذاوې ډېرې مصرف کوی کومې چی طبعی نه وی یاني زیاتره یی مصنوعی غذاوې وي او بل داچې د دوی فزیکی حرکات هم د کلیو او باڼدو دخلکو په نسبت کم وی یا خو ډیر پلی نه ځي ان تر ډیره کم ځای پورې هم په موترو کی تګ راتګ کوي چی دایی هم د وینې د غوړو د زیاتیدو سبب کیدای شی!
نو د دې ناروغی دکمولو لپاره مې درته یو څولاری چارې ځانګړې کړی تر څو یی په ځان عملی کړی او ددغه ناروغیو نه ځان خوندي وساتئ.

څنګه کولای شو دوینې غوړ مو بدون له درمل نه کنټرول کړو؟
په ننۍ نړۍ کی د وینې د غوړو ناروغي یو ستر ګواښ دی چی خلک ور سره مخ دی هغه نه تنها لوړ لرونکی عمرونه بلکې ځوانان او ماشومان هم له دې ستونزوې سر ټکوی، خو متاسفانه چی زیاترو سره هیڅ علایم یا نښې نه لیدل کیږی خو د زړه او درګونو لپاره ستر ګواښ دی چی باید مخکی له مخکې یی لاری چاری ولټول شي، چی په لومړیو کې یی درملنه ډیره اسانه او زر کنټرول کیدای شي.

دوینې غوړ څه شی دي؟
دوینې غوړ عبارت دی له کلسترول او ترای ګلسرید څخه چی له نارمل حالت څخه یی اندازه لوړه شي چی دې ته د وینې دغوړو ناروغی ویل کیږی.
کلسترول ۸۰ سلنه په خپله په ځیکر کې سنتز یا جوړیږی او ۲۰ سلنه بیا له بهر نه دغذایی موادو نه ذخیره کیږی.
او ترای ګلسرید ۸۰ سلنه د غذایی مواد نه بدن کی ذخیره کیږی او ۲۰ سلنه په بدن کی دځیګر په واسطه سنتز کیږی .

دوینې د غوړو داندازې لوړیدل یو له هغو مهمو فاکتورونو څخه دی چی غذایی مواد یی دکاربو هایدریت لوړه کچه ولري.
دوینې غوړ زیاتیدل د رګونو دتنګولو سبب کیږی چی په پایله کی دزړه دسکتی او دسینې د درد احتمال زیاتوي.
دټولني هر وګړي چی عمر یی له شلو کالو اوښتی وي کال کی باید دوه ځلې د ویني دغوړو اندازه په یوه معتبر لابراتوار کې معلوم کړی، ځکه که چیری مو د وینې غوړ نارمل وی نو دایو ښه زیری دی او که مو دوینې غوړ لوړ وي نو فورا درملنې ته یی اقدام وکړئ چې دې وخت کي به مو د زړه او مغزی سکتې نه جلوګیری کړي وي .
پاتې د نه وی کچیرې مو لابراتور کی کلسترول یا ترای ګلسرید معاینه کول کو شش وکړئ چی ۱۰---۱۲ ساعتو په نهاره یی معاینه کړی چی د دی به نتیجه دیره دقیقه وی.

نښې نښانې:
دکلسترولو اوترایګلسرید لوړیدل په وینه کې یو شمیر نښې نښانې منځ ته راوړي.
ګنګسیت، سر ګیچی، د ستړیا احساس، د بدن په مختلفو برخو کی سوی خصوصا دپښو په تلو کې، سر دردي ، دخولې وچیدل او دخولې خوند تریخ احساس کول، خوب وړی او داسې نور...........ډیر .
درملنه بدون له درمل:
ورزش:
یو له هغو مهمو فاکتورو څخه شمیرل کیږی چی دغوړو په کمولو کې رغنده رول لوبوی، ورزش تنها په دی مانا نه سړی دحتما ورزشی کلپ ته لاړشی، ورزش یا نی فزیکی حرکات زیاتول، باسیکل ځغلول، پیاده تګ راتګ او داسې نورې لاري چاری چی دفزیکی حرکاتو سبب کیږی.
دهغو غذاګانو حزف کول چی ترکیب یی دکاربو هایدریت څخه ډک وی لکه وریژی، چپس، چاکلیت، قنادی محصولات او داسې نور ..........

دسبزیجاتو او ترکاریو زیات کارول لکه کرم، مولی سرخک، ګشنیز، نعنا، کاهو او داسی نور .....
میوه جات هم دکلسترولو په کمولو کی مهم رول لری .
دسګریتو ترک کول، وزن کمیدل، هم یو له همدی فاکتورونو څخه شمیرل کیږی.
خو ګورئ ورونو سګریت یو له هغه خطرناکو فاکتورونو څخه دی چی د دزړه او مغز دسکتی د رامنځ ته کیدو مهم منبع ده.
خدای د وکړی چی تر پایه یی ولولوئ او ګټه تری واخلی او که مو لیکنه خوښه شوه نو دنورو ملګرو سره یی شریکه کړیئ.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆




ضرور یی شــیر کړۍ کـــیدای شی ستاسی له وجی
د یو انسان تکليف ښه شی
.
د warts یا میخونو دختمولو ارزانه او بی عملیاته طریقه

که په هره ساحه کی میخونه ولری نو ټماټر (رومی) به قطع کړۍ او په هغه ساحه باندی به یی کېږدئ د ۴۸ نه تر ۷۲ ساعتونو پوری تماتر به په پلاستر او یا بل کومه طریقه په میخونو کلک کری او هغه ساحه به نه لمدوۍ که مو دا کار وکړ انشاءالله د الله ج په فضل سره به ستاسی مشکل بی عملیاته ښه شی.

نوټ دا طریقه نورو دوستانو سره هم شریکه کړۍ

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👇


لیمو د ښکلي مخ، ویښتانو او روغو نوکانو لپاره ډیر ګټور دی
لیمو که په خوراک کې د ښې مزې لپاره کاریږي، خو د ښکلا لپاره هم پوره ګټور دی.

لیمو د مخ تور داغونه او رټې ختموي. که د مالوچو یو پشم د لیمو په اوبو سره ککړ کړئ او پر مخ يې هره ورځ یا یوه ورځ پس ومږۍ، نو د مخ تور داغونه به مو له منځه لاړ شي.

که لیمو او شات سره ګډ شي او پر پوستکي ومږل شي، نو وچ پوستکی نرموي او تازه کوي.

که لیمو د بادامو د تیلو سره ګډ شي او نوکان پرې غوړ شي. شل ۲۰ دقیقي پریښودل شي، نو د نوکانو رنګ او ډول تازه او ښکلی کیږي.

که لیمو او بوره سره ګډه شي او پر شونډو پورې شي، نو شونډې نرموي او سپوروالی يې ختموي.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👇


د ذهني پیاوړتیا لپاره درې مهم عناصر

د ذهني پیاوړتیا لپاره (۳) درې عناصر مهم دي: احساس، باور او چلند. دا درې واړه ستاسو په خوشالۍ او نیکمرغۍ کې مهم رول لري.
۱. احساس
د ذهن له پلوه پیاوړي اوسیدل له تاسې څخه دا غواړي، چې باید له خپلو احساساتو څخه په پوره توګه باخبر واوسئ. کله چې تاسې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ، نو له هغو احساساتو هم ځان خبرولای شئ چې ستاسو پر پریکړو او تصامیمو اغیز کوي.
که چیرې په لویې معاملې بحث کوئ او یاهم که کومې غونډې ته پریزنټیشن وړاندې کوئ، ذهني پیاوړتیا له تاسې سره دا مرسته کوي، چې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ. یوځل چې په دې پوه شئ، چې کوم احساسات حاضر دي، نو تاسې په ډیرې اسانۍ سره کولای شئ چې ځان د ذهن په سم چوکاټ کې ځای پر ځای کړئ.
د بیلګې په توګه: غوره لوبغاړي په دې پوهیږي چې کوم احساساتي حالات له دوی سره دا مرسته کولای شي چې دوی ښه لوبه وکړي. ښايي چې یو لوبغاړی مخکې له یوې مهمې لوبې څخه راک موزیک ته غوږ ونیسي د دې له پاره چې خپل ځان آرام کړي او بل لوبغاړی ښایي چې د لسو دقیقو له پاره ژوره ساه واخلي د دې له پاره چې خپل تر فشار لاندې انرژي او ځواک ارامه کړي.
ستاسې احساسات په اوچته کچه کولای شي چې ستاسې پر شخصي او مسلکي پریکړو اغیزه وکړي. کله چې تاسې د یوه نوي فرصت په اړه هیجاني اوسئ، نو ښايي چې تاسې د هماغه فرصت سره مل خطر په نظر کې ونه نیسئ. کله چې تاسې د خپګان احساس کوئ، نو ښايي چې له اړتیا زیات ځان په کې ښکیل کړئ. قهر او غوسه تاسو دې ته مجبورلای شي، چې هغه څه وکړئ او یاهم ووایئ چې تاسې یې په نورمال حالت کې کول او یاهم ویل نه غواړئ.
د خپل احساساتو پیژندل (درک کول) له تاسې سره دا مرسته کوي، چې خپل احساسات په سمه توګه کنټرول کړئ او خپل ځان ته غوره انتخابونه وټاکئ. موخه دا ده، چې خپل احساسات په خپل کنټرول کې لرل دې ته لار هواروي چې احساسات نه شي کولای تاسې کنټرول کړي.
۲. باور او اعتماد
څیړونکو دا اټکل کړی چې هره ورځ تاسو له پنځوس زرو تر اویا زرو پورې افکار په ذهن کې لرئ. دا په دې مانا ده، چې تاسې هره ورځ ۷۰۰۰۰ د دې چانسونه لرئ چې ایا خپل ځان د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسوئ او یاهم په کوم ځای چې ولاړ یئ همالته پاتې کیږئ.
دا چې تاسې هر حالت (کار،شي) ته څه ډول فکر کوئ، ستاسې فکر دا څرګندوي چې تاسې یې څنګه هماغه څه ترسره کوئ. د ذهني پیاوړتیا جوړونه له تاسې سره به دا مرسته وکړي چې له ځان سره به په لوړه کچه مرکې ولرئ د دې له پاره چې کارونه مو په ښه توګه ترسره کړئ.
د ذهني پیاوړتیا جوړونه ذهن د فکر کولو له پاره په مختلفو لارو روږدی کوي. د دې پرځای چې له ناکامۍ څخه مخنیوی وکړئ، په بریا تمرکز وکړئ. په خپل ځان د ناباورۍ پرځای، د یو کار په ښه توګه ترسره کولو تمرکز وکړئ. د وخت په تیریدو سره به ستاسې ذهن په غیر ارادي ډول د هر حالت په مثبتو اړخونو غور وکړي او تاسې به په ډیرې آسانۍ سره دا ومومي، چې څنګه خپل کار په ښه توګه ترسره کړئ.
۳. چلند
د حالاتو په نظر کې نه نیولو سره، د ګټور اوسیدلو انتخاب د ذهني پیاوړتیا یوه برخه ده. دا هغه غوښتنه ده، چې آیا وروسته له ستړي کیدو خپل تګ ته دوام ورکوئ او یاهم که له ناکامیدو وروسته څټ ته ګرځئ. د ذهني پیاوړتیا د چلند فکتور تاسې ته دا وایي، چې خپل مخ پر وړاندې تګ ته دوام ورکړئ.
خو دا په دې مانا نه ده، چې په هر قیمت باید مخ پر وړاندې لاړشئ. ذهني پیاوړی کس په دې پوهیږي، چې په کوم وخت او حالت کې باید مخ پر وړاندې لاړشي. ځینې وخت کله چې دروازې بندې شي او خنډونه راولاړ شي، نو ښه دا ده چې مخ پر وړاندې تګ نه لاس پر سر شئ. کله چې په ناسم مسیر روان یاست او یاهم د مسیر پای مالوم نه وي، نو مخ پر وړاندې تګ ته دوام مه ورکوئ.
د بیلګې په ډولئ: یو لوبغاړی په دې پوهیږي، چې کله یې عضلې په ګرمیدو راشي، نو دا د ده د پیاوړي کیدو نښه ده؛ خو هغه په دې هم پوهیږي چې هغه نه باید د ناروغۍ په حالت کې لوبه وکړي. کله چې تاسې د ذهن له پلوه پیاوړي اوسئ، نو هیڅ غرور به ستاسې تر مخ تاب رانوړي. تاسې د خلکو په وړاندې د خپل ځان اثبات ته اړتیا ونه لرئ.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👇


سهار کې د شیدو څښلو ۲۰ ګټې

د شیدو هغه شل ګټې درته لیکم چې مخکې ترې تاسو خبر نه وي :

1- دانسان د وجود د ودي او دنمو سبب ګرځي.
2- د وجود هډوکي قوي کوي او د ويلي کيدو( ضعيفه کيدو) مخه يي نيسي.

3- د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي اود ناروغيو مخنيوي يي کوي.

4- داسهال مخنيوي کوي.

5- دانسان عصبي سيستم قوي کوي .
6- اعصابو ته قوي انرژي ورکوي کوي عصاب ارام ساتي.
7- د زخم مخنيوي کوي.

8- دغاښو د خرابيدو مخه نيسي .

9- دسږو د ناروغي مخنيوي کوي .

10- د ويني فشار کشته کوي.

11- بي غوړه شيدي ګلسټرو کښته کوي.

12- د سرطا ن په مخنيوي کي کمک قوي.

13- دويښتانو او نو کانو په غټوالي کي مهم رول لوبوي .

14- د ژر زوړ والي مخنيوي کوي او انسان ځوان ساتي .

15- د وجو پر پوستکي مثبت تآثيرلري پوست نرم او تازه ساتي
16- دچاغوالي مخه نيسي .
17- حافظه قوي کوي.
18- عضلات قوي کوي .
19- خوب منظم کوي .
20- تر ډيره حده دمعدي مشکل دمنځه وړي .

يو څو مخصوصي ګټي نوري هم لري د هغه دليکلو څخه تيريږم .

يادونه بايد وسي چه حيواني شيــــــدي بايد خامي و نه خوړل شي ځکه زيات حيواني ميکروبونه او ناروغي سته چه ددي خامو شيدو دلاري دانسان وجود ته داخليږي ناروغيو منځته راوړي .

همدا رنگه يوه بله يادونه هم بايد وشي هغه کسان چه دپښتورګي ناروغي لري بايد د نري شيدو څخه استفاده وکړي ځکه پښتورګي (گردوکی)دشيدو سره جوړ ندي او شيدي منفی تاثیر پرلری
♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👇


خپله درملنه خپله وکړئ.pdf
927.2Кб
خپله درملنه خپله وکړئ

وزن:927.2 KB PDF


@baizeed_library

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


e treatment is made to improve.
kind regards.

♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


ټینشن څه شئ ده؟
درنه لوستونکیه ښایی ډېر دی اوریدلی وی چی ناروغ ته ټینشن ده.
په ځانګړی ډؤل بهرنی ډاکټران دا ټکئ ډېر کاروی – وایی چی ناروغ ته ټینشن ده.
اوس پوښتنه دا ده چی ټینشن ده څه شئ؟
ټینشن نور څه نه بس یواځې یو ویرونکئ خیال ده چی د ناروغ ذهن ته راځی او هغه ناروغه کوی.
د بیلګي په ډؤل یو سړئ اوری یا وینی چی په فلانکی سړئ د زړه حمله راغلی وه مړ شو.
دا خیال د ده په ذهن کی بیا بیا راګرځی او ویریږی چی هسی نه پخپله پدی سړی د زړه حمله راشی. دا هغه وخت ده چی دی خپل زړه ته ډېر خیال کوی – د ډېر خیال له کبله ورته کټ مټ د زړه د ناروغئ په څېر ستونزی پیدا کیږی. ناروغ پدی خیال ډاکټر ته ځی چی د زړه حمله پری راغلی ده. له ویری یی رنګ پک تښتیدلی وی، وار پار یی خطا وی، د ستړیا او ان کله کله د سر د تاویدو احساس کوی، کله کله ان خپل هوش له لاسه ورکوی او په ځمکه رالویږی.
دا نو هغه وخت ده چی د ځنې ډاکټرانو غوا هم لنګه او دوه غبرګ ښځینه بچی راوړی. ناروغ ته بی شمیره معاینی لیکی، اکسیجن ورته لګوی، سیرومونه ورته تیروی، بوجئ بوجئ درمل ورته لیکی او پدی ډؤل یی جیبونه ښه لټوی. دا چی څه وخت وروسته د ټینشن حمله پخپله له منځه ځی نو ناروغ بیرته کور ته روغ رمټ ستون او سبا یا بله ورځ بیا پری د ټینشن حمله راځی او بیرته بیا ډاکټر ته ورځی – پدی ډؤل د ناروغ او ډاکټر تر منځ پخه رشته جوړیږی. خو څه وخت وروسته ناروغ نور ستړئ او بل ډاکټر ته ځی. د ډاکټرانو د ادلون بدلون دا لړئ تر هغه وخته روانه وی چی ناروغ داسی یوه ډاکټر ته ورسیږی چی د ټینشن درملنه ورته شروع کړی.
دا ډؤل ناروغان زمونږ په هیواد کی ډېر زیات دی. د دی حملی په وخت ځنی ډاکټران ناروغ ته وایی چی د وینی فشار دی لوړ شوی ده – پدی صورت کی چی کله په ناروغ د ټینشن حمله راشی نو فکر کوی چی بیا یی فشار لوړ شو، لوړ فشار ته ورته نښې نښانی پکی پیدا کیږی، ناروغ وایی سر می ونیول شو، زړه می تنګ شو، زړه می په دربیدو شو. لدی ویری بیا سمدستی ځان ډاکټر ته رسوی. لنډه دا چی بس ناروغ وی او ډاکټران خو ناروغ مکمل نه رغیږی.
دا ډؤل ناروغان ښایی تاسو هم ډېر لیدلی وی چی وایی د زړه تکلیف لرم، د وینی فشار لرم یا می وینه غوړه ده – ډېرئ دا ناروغان هیڅ ستونزه نلری بلکه یواځې د ټینشن څخه رنځېږی. او که د ټینشن مناسبه درملنه یی وشی نو رغیږی.
په درنښت.
What is the point?
The beautiful reader has shown that there is a lot of stress on the patient.
In particular, foreign doctors say this is a lot of work - stresses the patient.
Now the question is what's upset.
Extraction No More Not Just A Virtual Ideal That Comes to Patient And He Dislikes.
A man lying in a belt with a flame of a flame was dead.
This idea reverses its mind and it appears that the person himself does not have a heart attack. This is the time that he feels very much to his heart - due to a lot of thought, such a cut-off is a problem like heart disease. The ill-minded idea is to get a doctor to a heart attack. The color of the vagina has escaped the color of the crap, across the globe, it feels stirred, and sometimes the feelings of the head, sometimes they lose their consciousness and fall on the ground.
This is the time when some doctors of the coconut also bring two male and female female cows. Assign a number of patients, oxygen consumes it, follow the serum, use sour medicines and then remove pockets. After some time, after the attack on the stroke itself, the patient may get back to the home, and tomorrow morning or again, the attack begins again and again to the doctor, the patient will form a pistol between the patient and the doctor. But after some time the patient will look more and go to another doctor. The change in the therapeutic changes of the doctors may continue to occur as a patient gets to a doctor who starts treatment.
These young patients are much more in our country. At the time of this attack, some doctors have said that the blood pressure is increased - when the person feels strained on the patient, he thinks that pressure increases, the symptoms of high blood pressure are borne, The patient was caught in the head, my heart trembling, my heart was overrun. The vagina adds to the doctor as soon as possible. Shortly enough to be a patient and doctors do not complete the patient.
These young patients can also see that you have heartache, blood pressure or blood glue - most of these patients do not have any problems but also suffer from stress. And if appropriat


♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆؛


یو مهم اړخ دی.

تور چای :

تور چای زیاتره په غربی هیواد کی ډیر څښل کیږی چي په خپل ترکیب کي داسي مواد لری چه د انسان په بدن کی د غذایې موادو د هضمولوپه برخه کی مرسته کوی. تور چای د احتراق عمل ته تیزوالی ور بخښي او د چاغي خنډ ګرځي. علمی تحقیقاتو ثابته کړیده چه تور چای د هډوکو د پاړسوب حالت کموی او دهغه مخنیوی کوی. تور چای د خولی د ساری ناروغي د مخنیوی لپاره هم ګټوری او اغیز مني ښیګڼی لری.

د څیړنیزو مالو ماتو له مخي تور چای زړه ته قوت ور کوي او د بدن دغوړتیا او چربیو مخنیوی کوی. دمغزی سلسلي آرامتیا تسکینوی او مختلف وایروسونه او مکروبونه له منځه وړي.

تور چای دشنو چایو په نسبت په نړۍ کي ډیر څښل کیږي. په تورو چایو کي بیلابیل تر کیبی مواد ګډیږی چه د ډول ډول میوو اوبه د چایو سره تر کبیږی او بیا یوځای د څښلو لپاره آماده ګیږی. دڅیړونیزو تحقیقاتو پلټنی دا په ډاګه ثابته کړی ده چه چای د انسان بدن ته دیر ګټی رسوی. ستومانی او ستړیا له منځه وړي د روانی او عصبی احساساتو دکهالت د نا منظم حالت انګیزه ورکوی،او دیوی سالمي روغتیا زیری پکښي نغښتی دي. چای دمجلس او دوستانو دخبرو اترو پر محال یوه ځآنګړۍ وسیله ده چي د میلمه پالني او کورودانې یوه په زړه پوری ډالۍ ده چه دخوند او لذت نه پرته فکری سالمتیا هم ور سره ملګری ده. ددي ټولو مالوماتو له مخي شین او تور چای دروغتیا او آرامتیا لپاره یوه ډیره په زړه پوری وسیله ده چه انسان ته دهوساینې سالمتیا زیری ور کوی. چه خوند او لذت پکښی پروت دی. نو ځکه ددی کټور بوټی څخه مونږ ته د چایو په نا مه دغه نوم را پا ته دی او مونږ یی وڅښلو ته تیاریوو. تاسو ته هم دشنو اوتورو چایو د څښلو په هیله.
♥『 @Dactari_Maloomat 』♥👆


دتورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟

چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایعوی ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي. د چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .

دا ځکه چي په افغانستان کي چای د یوې پیژندل شوی عنعنوي او دودیزي وسیلي په تو ګه له پخوانیو وختونو نه مونږ ته را پا ته دي او په هر کور کي د تور او شیننې چای څښل یوه عامه عادی هراړ خیزه سپارښتنه او ضرورت دی ،کوم چه د هیواد په هر ګوټ او ځای کي د میلمه پالنې ښکاره او څرګنده پیرزوینه بلل کیږی.

ما ددي ګټور بوټی په باره کي د نړۍ دانسانانو داوسیدونکو د چاپیریال په مختلفو برخوکي د مسلکي پوهانو او متخصیصینو دنظریوپه ملتیا سره خپل څیړه نیز مالومات پیل کړه چه دادی اوس یی ستاسو سره په ګډه ګورو او ور باندی ږغیږو. چه چای څه شی او دانسان بدن ته څه ګټه رسوی.
د څیړونیزو مالوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي د اوبو نه وروسته چای د څښلو دوهمه وسیله ده چه ډیر خلک یی د څښلو څخه خوند اخلې.هر کال په نړۍ کي دری میلیارده کیلو ګرامه چای تولیدیږی د ټولی نړۍ دهیوادونو په پرتله دجاپان وګړۍ په سلو کی ۸۰٪ فیصده د شنو چایو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو څښل بدن ته ډیره ګټه لری او د ډیرو خطرناکومرضونو د مخنیوي لپاره ددرملنې او تداوی په زړه پوری دارو اودرمل بلل کیږی.

چای دتورواو شنو په نا مه سره پیژندل کیږي او دواړه دیوه شنه بوټی پواسطه د ځمکی پرسر کرل کیږی او بیا د تولیدی انکشاف د پرمخ تللي مرحلې د تیریدو نه وروسته د څښلو لړۍ ته وړاندی کیږی.دتورو او شنو چایو

بیلوالی په دی کی دي چي د شنو چایو پاڼو ته لمړی جوش ورکول کیږی او بیا وچیږی ولي د تورو چایو پاڼی بیله جوشه وچیږی او کله کله د شیمیایی موادو رنګ ور ګډیږي او بیا د څښلو لپاره تیاریږي. دچایو د تولید هیوادونه چین، جاپان، هند ، تر کیه او داسی نور دی چه لویه برخه یی په چین کي کرل کیږي.

چای په دوه ډوله دي : تور چای او شين چای

شین چای :

شینې چای د څښلو هغه ټاکلې ماده ده، چه د اړ تیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږی او د ښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دی. ددي چای د څښلو وړ کسان د شنو چایو په څښلو کي ډیری ځانګړۍ ګټې ویني. د شنوچایو

څښل کله د عسلو سره کله د بوری او کله هم د نورو شیرنیو سره څښل کیږی.د ځینو مسلکي پو هانو په اند شینې چای دخطر ناکو مریضو لکه دسرطان د ناوړی مریضی د کمولو لپاره ددرملنې یوه په زړه پوری ښه نسخه ده او هم دارنګه د کولوسترول په را کښتکولو کي هم د پام وړ مرسته کوی. او دزړه د حجراتو د ویجاړولو او خرابولو په مخنیوی کي هم ښه مرسته کوی. شینې چای سړی ځوان ساتي او د اوږده عمر د ضمانت یوه ښه هیله او نښه هم ده.د شنو چایو په څښلو کي لاندی ګټی مو جودی دی :


۱:شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوری در مل دي .

۲ : دزړه د ناروغي او کولوسترول د کمولو لپاره ښه دارو دي .

۳: شین چای د چاغوالي د مخنیوی لپاره ډیره ښه وسیله ده چي د سرطان او دزړه د حجراتو او دماغی سلسلو د مختلفو ناروغيودمخنیوي لپاره په زړه پوری مرسته کوي.

ې شین چای د بدن د پوستکي او دبندونو د پاړسوب او روماتیزم په مخنیوی کي هم اغیزمن تما میږي او دنفس تنګي او ساه کښلو په ستونځه کي هم مرسته کوی چي د غوږونو د عفونیت ستونځه را کموی او د اوریدو لوسلسلی تقویه کوي.فکری او مغزی ګډوډتیا ورکوی او دغاښو دمکروبونو په ویجاړولو کي مرسته کوی.

۵ : شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي کوم چي د خولی له لاری د التهاب او دغاښونو د خرابیدو لامل ګرځي .

۶ : شین چای دفکری خرابی عصبی ا حساس د کمولو لپاره ډیر اغیز من تمامیږی او د ارامیت روغه فضا منځ ته را ولي او همدارنګه د هډوکو د تقویوی غښتلیا او پیا وړیتوب د ساتلو لپاره ښه مرسته کوی .

۷ : شین چای دغوړو اووازګینو حجراتو د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او دشکری د ناروغي لپاره د وینی جریان د کنترولولواو دمغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګټور او اغیز ناکه رول لوبوی او دروغتیا

Показано 20 последних публикаций.

706

подписчиков
Статистика канала