مشرانو جرګه: امريکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډې تخليه پيل کړي
کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۹ل)
د کابل ادارې د مشرانو جرګې اداري هئیت نن په خپله ناسته کې ويلي، چې امريکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډې د تخلیې چارې پيل کړي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په خپلو خبرو کې ويلي، چې د باګرام پوځي اډې د تخلیه کولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، امریکایان خپل تأسیسات نړوي او پوځي تجهیزات پاکستان ته لیږدوي.
دوی د امریکا لخوا پاکستان ته د پوځي تجهیزاتو په لیږدولو شدید انتقادونه کړي او د کابل حکومت له مشر ډاکټر غني یې غوښتي چې، د پوځي تجهیزاتو د لیږد مخه دې ونیسي او په خبره یې دغه تجهیزات دې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
بايد وويل شي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې موافقې له مخې بايد د راتلونکي ميلادي کال له نيمايي وړاندې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، چې تر دې دمه دغه لړۍ په ښه توګه پرمخ تللې او داسې هیلې ورسره پيدا شوي، چې افغان کشاله به پای ته ورسیږي.