*دحسن تلاوت*
دزړه پرآېنه مي دي لیکلي کليمې
له مشکو معطره دي له شاتونه خوږې
دعشق دسمندرڅپه مي تنده کړي راماته
که شي دابراهیم غوندي پرمابلي لمبې
غوټۍ به یې دهیلو څپړې دلي وي په ژوند کي
چي کړي وي کوم چا دتوروسترګو تماشې
رڼې اوښکي مي لاړي سي چي کله راپه زړه سي
له ځان سره لګیا شمه کوم ځان ته ګیلې
دحسن تلاوت چي یې دزړه په غوږو واورم
بلبل غوندي ګویا شمه کومه زمزمې
دوصل ستر انعام وحقاني کوثر ته ورکړه
تیریږي بیله تا یې په هجران کي ورځې شپې
شاعرحقاني کوثر
@Haqanikosar
دزړه پرآېنه مي دي لیکلي کليمې
له مشکو معطره دي له شاتونه خوږې
دعشق دسمندرڅپه مي تنده کړي راماته
که شي دابراهیم غوندي پرمابلي لمبې
غوټۍ به یې دهیلو څپړې دلي وي په ژوند کي
چي کړي وي کوم چا دتوروسترګو تماشې
رڼې اوښکي مي لاړي سي چي کله راپه زړه سي
له ځان سره لګیا شمه کوم ځان ته ګیلې
دحسن تلاوت چي یې دزړه په غوږو واورم
بلبل غوندي ګویا شمه کومه زمزمې
دوصل ستر انعام وحقاني کوثر ته ورکړه
تیریږي بیله تا یې په هجران کي ورځې شپې
شاعرحقاني کوثر
@Haqanikosar