داحنافودلمونځ دزده کوونکونشرياتى اداره


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السـلام عليـکم ورحمـت الله وبرکاته
ښه راغلاست داحنافودلمونځ دزده کوونکونشرياتى ادارى
ته
په دغه چينل که دمولوى ابومحمدامين محمدى صاحب
بيانونه اوحديثونه مبارک اومسائل نشرکيژي

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي👇
@starimanzal
د اسلامي چینلانو لیسټ
مولوی ابومحمدامیـن محمدی صاحب بیانونه👇
https://t.me/abohPS
رضوان الله بریال👇
https://t.me/joinchat/TLxL5iX_3l2G8hG2
مولوي صمیم مظهري👇
@Same0mazhri
وټساف لینکونه👇
https://t.me/+tsNvyd5F2VdiZjI0
شاعره حفصه حوراء👇
@SDFVZC
مولوي بشیر احمد احمدي👇
@bashirahmad_ahmadi
مشعل جان وردګ👇
@Mashaljanwrdg
شاعر شاکر اغا👇
@bashirahmadshakir
شاعر عزیر👇
@nayidullahahmad123
دخیال انځور👇
@Raihan40
هکیګ زده کړه👇
@hacking556
مخلص جانان👇
@Moklis7
وټساف ګروفو لنکونه2👇
@WhatsappLinks2
شاعر وقاد ملنګ👇
@wykadzabli
حمیم ملنګ تراني👇
@hamimsahib
عمر میډیا👇
@httpsOmarg
الهادي خپرونیون👇
@alhadim2
حافظ حسني مستغفر👇
@HafizHasani
قاري عادل عمار👇
@HabibiAbrat
قاري جواد هلمندي👇
@QariJawadHelmandi
شاعر غمکین تراني👇
@HimatJanan
شهید احمد چنار👇
@Taleb_Chain2_313
مولوي محمد یعقوب صاحب👇
@MYaqub313
دشاعرانوکور👇
@Homeoftenpoets
احمد ملنګ مهاجر👇
@Ahmadmahagar
شاعر رفیع الله فرهر👇
@ShaierRafiullahFarhar
شاهددردمند👇
@Shahiddrdmnd
شاعر سعادت مهاجر👇
@Sadamuhajir
د بریا راز👇
@Barya55
هیبت الله غزنوي تراني👇
@asariesae_heu789
مهاجر احمد ساپي👇
@AhmAd_SafI11
استاد محمد یاسر👇
@ustad_m_yasir
قافله👇
@Qafilah43
استاد خواجه مخلص👇
@ustad_m_mokhlis
استاداحمد ظاهر اسلمیار👇
@ustad_a_z_aslamyar
مولوي عبدالرحمن اخندزاده👇
@m_a_akhondzadah
فکري سنګر👇
@fekre_sangar
عبدالرازق سالم نعتونه👇
@abdolraziqsalimnatoona
شاعراحسان ژمن👇
@zhman1
شاعرانتظار ځلاند👇
@sGaMnb
م انس قریشی👇
@Qurishiwww
السالم سټوډیو👇
@Abdulraqsalim
شاعر عبدالجلیل👇
@AOMR303
حافظ زاهد حمیدي👇
@hafez_zahed_hamidy
بـدري ســتوري👇
@badristori1
خونړي انقلاب احتیاطي چینل👇
@ghjkahl
د خونړي انقلاب غمجني کیسي👇
@Dakhonari
ثاقب ملنګ👇
@Saqibmalanga
طالب بلال👇
@talibbilalnoori
الجهادي خپرندویه ادره👇
@Samuillah
د حیدري اشنا اشعار👇
@haidareeebadheesoal
اسلامي عقیدي ساتني👇
@qqggcc
کندوز میډیا👇
@KunduzMedia
م کامل وفا👇
@kamelwafa
الزاهد سټوډیو👇
@Alzahid11
خادم اشنا👇
@Khadem121
هدیت کتابتون👇
@Hedayataaa
حکمت الله👇
@mkhless
عبدالجمیل جرئت👇
@abduljamiljurat1
قاري عارف ساجد👇
@qariAhrifSagid
هیبت الله غزنوي تراني👇
@asznoreetuvuoa
شیخ عبدالبصیرصاحب،دقرانکریم ترجمه👇
@QurankarimTA
شاعر بلال مهاجر👇
@BilalMahajar33
شاعر عزیر👇
@qariAabidAzir
نعتخوان زاهد اشنا👇
@Zahid1181
اسلامي معلومات👇
@aslamimalomat
مولوي عبدالمالک تراني👇
@adilpaktin
بت شکن👇
@botshekan3
شاعر ضرار مسعود👇
@zararmasood
روغتیا او ژوند👇
@Dr_Farhad123
د خیال انځور👇
@RaiHanWardak
بدرالدین حقاني
@haqani312
بشیر احمد نعماني👇
@Nom786
وکیل احمد متوکل👇
https://t.me/joinchat/SxiawxbPMGZ-CLn0
شاعر زبیر👇
@QariZubairHaqani2


🌹دغه شيان روژه نـه ماتـوي🌹

*سوال: مفتي صاحب هغه کوم شيان دي چي روژه نه په ماتيـږي؟

جواب: هغه شيان چي روژه نه په ماتيـږي ډيـر دي ليكن يو څو دانې په لاندي ډول بـيان وو دا هغه شيان دي چي روژه نـه په ماتيـږي.

【٠۱】ـ:⇦ په روژه کي په هيره خوراك كول .
【۰۲】ـ:⇦ په سترګو كي دوا آچول كه څه هم په حلق كي ئې خوند پـيدا سي.
【۰۳】ـ:⇦ د ورځي سترګي تورول كه څه هم په حلق كي ئې خوند پـيدا سي.
【۰۴】ـ:⇦ د ورځي وينه كښل ځكه چي بی عليه السلام هم وينه كښلې ده.
【۰۵】ـ:⇦ مسواك وهل كه څه هم ذاتي يا په أوبو لوند وي.
【۰۶】ـ:⇦ خوله و پزه پريولل كه څه هم بيله أوداسه وي خو زياته مبالغه به نه پکښي كوي.
【۰۷】ـ:⇦ په سوچ وهلو يا ښځي ته په كتلو سره إنزال يعني (مني وتل) كه څه هم سوچ يا كتل أوږد شي.
【۰۸】ـ:⇦ د روژې په حالت کي په اوبو کي غسل کول (لمبـيدل).
【۰۹】ـ:⇦ په أوبو كي د روژې په حالت كي باد پري کول (اودس ماتول).
【۱۰】ـ:⇦ په اوبو کي أوبازي كول چي اوبه تیري نه سي.
【۱۱】ـ:⇦ غيبت كول يا تهمت او بهتان ويل .
【۱۲】ـ:⇦ د روژې ماتولو نيت كول خو چي روژه ماته نه كړي.
【۱۳】ـ:⇦ د خپل خاوند يا ميرمني سره د حملو (ساتيري) په وخت كي مذي وتل.
【۱۴】ـ:⇦ د ښځي فرج ته په كتلو سره إنزال يعني (مني) وتل.
【۱۵】ـ:⇦ ګَـړَنْـګ (ګړوبی) تيرول هم روژه نه ماتوي.
【۱۶】ـ:⇦ ناړي په خوله كي جمعه كول بيا ئې تيرول روژه نه ماتوي.
【۱۷】ـ:⇦ غاښ كښل په دې شرط چي وينه تيره نه سي.
【۱۸】ـ:⇦ دود يا ګرځونه حلق ته رسيدل بيله إختياره.
【۱۹】ـ:⇦ لڅو فلمونو ته په كتلو سره إنزال يعني (مني) وتل خو احتیاطاً به ددې روژې قضائي راوړي .
【۲۰】ـ:⇦ په خپل په ذكر (مخصوص اندام) كي دوا آچول.
【۲۱】ـ:⇦ د روژې ورځ دجنابت په حالت كي تيرول.
【۲۲】ـ:⇦ په غاښو كي چي كوم شى بند وي هغه تيرول خو چي د نخود تر دانې كم وي.
【۲۳】ـ:⇦ بې له قصده قـى وهل كه څه هم په ډکه خوله وي.
【۲۴】ـ:⇦ د ضرورت شدیده په وخت کی پـيـچكاري لګول خو تر ماښامه صبر کول بهتره دي.
【۲۵】ـ:⇦ عطر يا نور خوشبويه شيان بويول.
【۲۶】ـ:⇦ په هيره چیښاک (چيشل) کول.
【۲۷】ـ:⇦ د ورځي إحتلام يعني (شيطان)خطاء إيستل.
【٢٨】ـ:⇦ خاشه يا لرگى په غوږ کي داخلول خيري په را إيستل.
【۲۹】ـ:⇦ د حمل (ميندوارۍ) په حالت كي وينه راتلل.
【۳۰】ـ:⇦ د مار يا لړم چـيـچل (خوړل) روژه نه ماتوي.
【۳۱】ـ:⇦ د ماشوم لپاره ډوډۍ په خوله كي ژوول ليكن چي شى ور څخه تير نه نه سي.
【۳۲】ـ:⇦ د اشپزي (دېګ) خوند کتل چي بيرته یې تُو کي.

(النتف في الفتاوی جــ۱ صـ۱۰۲ / الفقه الاسلامي و أدلته جــ۲ صــ۵۷۷).

خپرونکې اداره :عبرتناکه کیسی اوحدیثونه
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


پيشلمی کول په اجماع دټولو مسلمانانو سنت دی !!!

دحضرت انس « رضی الله تعالی عنه..... » څخه روايت دی ؛ دی وایي بيشکه رسول الله صلی علیه وسلم وويل :
پيشلمی وکړی ؛ بيله شکه په پيشلمی کي برکت دی ؛

دحضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالي عنه...... څخه روايت دی وايي ؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل زمونږ د روژو او داهل الکتاب دروژو تر منځ فرق دادی چي مونږ څو ګولي دپيشلمی خورو « يعني اهل کتاب پيشلمی نه کوي »

او رسول الله صلی الله عليه وسلم .... وايي : کومک وغواړی دپيشلمی په خوراک سره پر روژه نيولو باندي دورځي ؛

په دي باره کي نور هم ډير احاديث سته !!!


2 - اﻟﺴﺤﻮﺭ ﺳﻨﺔ ﻟﻠﺼﺎﺋﻢ، ﻭﻗﺪ ﻧﻘﻞ اﺑﻦ اﻟﻤﻨﺬﺭ اﻹﺟﻤﺎﻉ ﻋﻠﻰ ﻛﻮﻧﻪ ﻣﻨﺪﻭﺑﺎ، ﻟﻤﺎ ﺭﻭﻯ ﺃﻧﺲ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺃﻥ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺎﻝ: ﺗﺴﺤﺮﻭا ﻓﺈﻥ ﻓﻲ اﻟﺴﺤﻮﺭ ﺑﺮﻛﺔ ﻭﻋﻦ ﻋﻤﺮﻭ ﺑﻦ اﻟﻌﺎﺹ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺃﻧﻪ ﻗﺎﻝ: ﻓﺼﻞ ﻣﺎ ﺑﻴﻦ ﺻﻴﺎﻣﻨﺎ ﻭﺻﻴﺎﻡ ﺃﻫﻞ اﻟﻜﺘﺎﺏ ﺃﻛﻠﺔ اﻟﺴﺤﺮ ﻭﻷﻧﻪ ﻳﺴﺘﻌﺎﻥ ﺑﻪ ﻋﻠﻰ ﺻﻴﺎﻡ اﻟﻨﻬﺎﺭ، ﻭﺇﻟﻴﻪ ﺃﺷﺎﺭ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻓﻲ اﻟﻨﺪﺏ ﺇﻟﻰ اﻟﺴﺤﻮﺭ ﻓﻘﺎﻝ: اﺳﺘﻌﻴﻨﻮا ﺑﻄﻌﺎﻡ اﻟﺴﺤﺮ ﻋﻠﻰ ﺻﻴﺎﻡ اﻟﻨﻬﺎﺭ ﻭﺑﺎﻟﻘﻴﻠﻮﻟﺔ ﻋﻠﻰ ﻗﻴﺎﻡ اﻟﻠﻴﻞ
ﻭﻛﻞ ﻣﺎ ﺣﺼﻞ ﻣﻦ ﺃﻛﻞ ﺃﻭ ﺷﺮﺏ ﺣﺼﻞ ﺑﻪ ﻓﻀﻴﻠﺔ اﻟﺴﺤﻮﺭ ﻟﺤﺪﻳﺚ ﻋﻤﺮﻭ ﺑﻦ اﻟﻌﺎﺹ ﻗﺎﻝ: ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻓﺼﻞ ﻣﺎ ﺑﻴﻦ ﺻﻴﺎﻣﻨﺎ ﻭﺻﻴﺎﻡ ﺃﻫﻞ اﻟﻜﺘﺎﺏ ﺃﻛﻠﺔ اﻟﺴﺤﺮ ﻭﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﺳﻌﻴﺪ ﻗﺎﻝ: ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: اﻟﺴﺤﻮﺭ ﺃﻛﻠﻪ ﺑﺮﻛﺔ ﻓﻼ ﺗﺪﻋﻮﻩ ﻭﻟﻮ ﺃﻥ ﻳﺠﺮﻉ ﺃﺣﺪﻛﻢ ﺟﺮﻋﺔ ﻣﻦ ﻣﺎء ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﻼﺋﻜﺘﻪ ﻳﺼﻠﻮﻥ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺘﺴﺤﺮﻳﻦ ﻭﺭﻭﻯ ﺃﺑﻮ ﻫﺮﻳﺮﺓ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺎﻝ: ﻧﻌﻢ ﺳﺤﻮﺭ اﻟﻤﺆﻣﻦ اﻟﺘﻤﺮ

الموسوعة الفقهية الکويتیة ج۲۴ص۲۷۰


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده


په رمضان میاشت کي د نفلی عباداتو اجر و ثواب


څوک.چې د رمضان په دی میاشت کې د الله ﷻ د رضا او قُرب حاصلولو لپاره نفلي عبادت وکړي نو دا د هغه کس پشان دی ، چې هغه په نورو میاشتو کې فرض اداء کړي . ( یعني په د میاشت کې د نفلو ثواب په نورو میاشتو کې د فرضو د ثواب برابر دي) .

او څوک چې په دی میاشت کی یو فرض اداء کړي نو دا د هغه کس پشان دي چې هغه په نورو میاشتو کې ۷۰ فرض اداء کړي وی . ( یعني په دی میاشت کي د یو فرض ثواب د نورو میاشتو د ۷۰ فرضو برابر دی ) .

روژه_د_صبر_میاشت_ده

ځکه روژه دار په دی کي خوراک ، څکاک ، او نفسی خواهشاتو نه ځان منع کوي . او د صبر بدله جنت دی .

دا د همدردئ / غمخوارئ میاشت ده ، نو په دی کی د فقیرانو / غریبانو / او یتیمانو سره نیکي او احسان کوئ .

روژه_دار_له_روژه_ماتی_ورکولو_ثواب

نبی کریم ﷺ فرمایی ....

څوک په دي میاشت کي د الله ﷻ د رضا لپاره په یو روژه دار باندي روژه ماتي وخوري نو دا به دده لپاره د ګناهونو د مغفرت او د جهنم نه د آذادیدو ذریعه وګرځي . او ده ته به د روژه دار برابر ثواب ملاویږی خو د هغي په ثواب کي به هیچ کمي نه رازي .

صحابه کرامو وفرمائل !

چې مونږ نبی کریم ﷺ ته عرض وکړ !

" ای د الله ﷻ رسوله ﷺ !

" په مونږ کی خو هر نفر دا وس یا طاقت نلري چې په روژه دار باندي روژه ماتي وخوري ، نو آیا دا غریبانان به ددې لوي / عظیم ثواب نه محروم وی ؟

رسول الله ﷺ وفرمائل !
الله ﷻ دا ثواب هغه جاته هم ورکوي ، چې هغه په روژه دار باندی د شودو په یو ګُوټ یا صرف به اوبو باندي روژه ماتي وکړي .

او.کوم کس چې په روژه دار باندي په مړه ګیډه خوراک وکړي ، نبی علیه السلام فرمایي ...

" الله ﷻ به ده لره زما په حوض کوثر باندي داسې سیراب ( موړ ) چې ددینه وروسته به دی هیڅ کله نه تږي کیږي ، تر دي پوري چې دي جنت ته داخل شي .

دا_داسی_میاشت_ده_چې

ددی اوله برخه اول ۱۰ ورځي د مسلمانانو لپاره د رحمت دي ، مینځیني ۱۰ ورځي یي مغفرت دي ، او آخیري ۱۰ ورځي یې د جهنم نه د آذادئ ده .

د چا بوج کمول یا مرسته کول

څوک چې په دي میاشت کې د خپل غلام او خادم نه یو بوج سپک کړي ، یعني د هغه په کار کی تخفیف راولي ، نو الله ﷻ به دده مغفرت وکړي او د جهنم د اُور نه به ورتهدنجات ورکړي .
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


(18)برخه داصلاحی خطبات

په لمانځه کښی اخلاص


دزکات مال جلا کړي ته تر ورکولودمخه هلاک سي
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمةالله وبر کاته مولوي صاحب که يو څوک دزکات په نيت مال جلا کړي خو دغه مال يې دزکات يو مستحق انسان ته نه وي ورکړی په دغه وخت کي دغه مال هلاک سي اوس په دغه صورت کي دمال دخاوند زکات اداء سو که به بل وار نور مال په زکات کي ورکوي ؟بينوا " توجروا"
الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِیْمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجْمَعِین اما بعد:. محترمه :په مسئوله صورت کي زکات نه دی اداء سوی پر مالک دا لازمه ده چي نور مال په زکات کي ورکړي
وفي البحر الرائق)لما في الخانية: لو أفرز من النصاب خمسة ثم ضاعت لا تسقط عنه الزكاة. ج ۲ ص ۳۶۹كتاب الزكاة..
في الهندية : رجل وجبت عليه زكاة المائتين فأفرز خمسة من ماله ثم ضاعت منه تلك الخمسة لا تسقط عنه الزكاة . ( ج ۱ ص ۱۸۲ كتاب الزكاة الباب الثالث في زكاة الذهب والفضة والعروض مسائل شتى، کذا في الدرالمختار مع ردالمحتار ج ۲ ص ۱۳ كتاب الزكاة مطلب في زكاة ثمن المبيع وفاء )
مرتب قاضی مولوی سید اغا حفظه الله تعالی من شركل شرير آمیـــــــــــــــــن ثم آمـــــيـن یا رب العالمین
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


ایا زه مخکي زکات ورکولای سم؟
زما یو کال د زکات پوره دی، اوس غواړم چي د راتلونکي کال زکات هم اداء کړم، ایا دا په شریعت کي درست دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
تاسي کولای سئ چي د تېر کال او د راتلونکي کال زکات اداء کړئ.
و لو عجل ذونصاب زکاته لسنین او لنصب صح لوجود السبب. (الدر المختار: ج۲، ص: ۲۹۳/ کتاب الزکاة. سعید)
فتاوی هندیه:
و یجوز تعجیل الزکاة بعد ملک النصاب. (الفتاوی الهندیة: ۱/ ۱۶۷، الباب فی صفة الزکاة)
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


ایا و زکات اخستونکي ته ....
سوال: زه خپلوانو ته زکات ورکوم، ځیني داسي خپلوان مي دي چي زه ورته ووایم چي دا د زکات افغانۍ دي دوی یې نه اخلي حال داچي مسکینان او مستحق هم دي، نو که زه د زکات ورکولو پر مهال ورته و نه وایم چي دا زکات دی، ایا دا درست دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په زکات ورکولو کي مهم شرط نیت دی، زکات ورکونکی باید دا نیت وکړي چي زه دغه رقم افغانۍ د زکات په ډول سره ورکوم، دا ضروري نه ده چي هغه مستحق ته ووايې چي دا زکات دی، داسي هم صحیح ده چي هغه مستحق کس ته ووايې چي دغه رقم په قرض واخله، یا د ورکولو پر مهال ورته ووایې چي دا عطیه او بخشیش دی،  او ستاسو نیت د زکات وي، په دغو صورتو کي هم زکات اداء سو.
( لان المعتبر نیة الدافع، و لذا جازت، و ان سماها قرضاً اوهیبة فی الاصح. رد المحتار علی الدر المختار، کتاب الزکوة باب المصرف. ج: ۳، ص: ۲۹۳)
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


سوال: د زکات ورکولو پر مهال  د جنس کوم قیمت اعتبار لري، چي موږ په رانیولی دئ او که هغه قیمت چي موږ یې خرڅوو؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
یادونه: دغه سوال ډېر دوکاندارانو، تجارانو او کار خانو والاؤ رالېږلی دئ، لطفاً یې شیر کړئ.
کله چي د تجارت د جنس کال پوره سو، د هغې ورځې د بازار او مارکیټ عمومي قیمت اعتبار لري، نه هغه قیمت چي تاسو په رانیولی وي، که تاسو ګران رانیولی وي او که ارزانه، د بېلګي په ډول سره:
تاسو یو شی په ۱۰ افغانۍ رانیولی دئ، د زکات د اداء کېدو پر مهال ددې شي عمومي د بازار قیمت ۱۵ افغانۍ وو، نو زکات به د (۱۵) افغانیو له قراره ورکوئ ، برعکس که دغه شي چي تاسو په ۱۰ افغانۍ رانیولی دئ د زکات د اداء کېدو پر مهال یې قیمت ۵ افغانۍ دئ، نو تاسي به د (۵) افغانیو له قراره خپل زکات اداء کوئ.
(و عنده تعبر قیمة یوم الوجوب و قالا یوم الاداء الخ. ویقوم فی البد الذی المال فیه (در مختار) و فی المحیط یعتبر یوم الاداء بالاجماع و هو الاصح (رد المحتار باب زکوة الغنم. ج ۲/ ص: ۲۳)
( فتاوی مفتی محمود ټوک: ۳، پاڼه: ۲۵۰، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۱۰۸، فتاوی رحیمیه ټوک: ۷، پاڼه: ۱۵۰، فتاوی محمودیه ټوک: ۹، پاڼه: ۳۸۰)
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


د ځمکو او کورونو زکات!

زکات په لاندې څلورو شيان کې فرض ده!

۱ـ
في بهيمة الأنعام ( په څارويو کې چې د کال په زياته برخه کې په صحراء کې څرېږي لکه : غوايان ، اوښان ، پسونه او وزې )

۲-
في الخارج من الأرض ( د ځمکې حاصلات چې مونږ ورته عشر وايو لکه : غنم ، کچالو ، ورېجې …)

۳-
في عروض التجارة ( په تجارتي اجناسو کې ، ټول هغه شيان او اجناس چې د بیع او تجارت لپاره وي ، لکه : د دوکان ، دواخانه، بارګېن، او نور )

۴ـ
في النقود ( په سرو او سپينو زرو او نغدو پيسو کې )

کومې ځمکې چې د دهقاني او حاصلاتو لپاره وي په هغه کې د عشر ده .

کچېرې د سيند ، چينې په اوبو اوبه کيږي لسمه حصه زکات او کچېرې په نورو تجهيزاتو خړوبه کيږي شلمه حصه زکات ورکول کيږي .

د اسېدو په کور يا بل اضافي کور باندې زکات نشته بلکه د هغه په کرايه باندې زکات ده کچېرې نصاب ته ورسيږي .

خو که ځمکه او کور د تجارت او بيع خرڅولو لپاره اخستل شوي وي د «عروض التجارة» حکم لري په هغه کې زکات ده د هغه د قيمت څلويښتمه حصه زکات ورکول فرض دي .

و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية.
(الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ )
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


*د سږ کال د زکات نصاب په افغانیو او کالدارو څو دی؟*
*ځــــــــواب: عبدالغفارجبیر*
*په عمومي ډول سره د روپو زکات په سپینو زرو پوري اړه لري، د سپینو زرو د زکات نصاب (۷۰۰) ګرامه دی، یعني که یو څوک د (۷۰۰) ګرامو په اندازه د اضافه د تجارت سامان یا نغدي روپۍ ولري هغه شخص به زکات ورکوي.*
*د نن ورځي د نیټې مطابق:٢٠ شعبان/۱۴۴٣ هق، ٢٣/ مارچ/ ٢٠٢٢ م، ٣/ حمل/۱۴۰١ هش*
*په ګران هیواد افغانستان کي یو ګرام سپین زر په (٥٦) افغانۍ سره دي چي مکمل نصاب: ۷۰۰× ٥٦= ٣٩٢٠٠ افغانۍ کیږي.*
*په پاکستان کي یو ګرام سپین زر په (١٣٠) پاکستانۍ روپۍ سره دی، چي مکمل نصاب : ۷۰۰× ١٣٠= ٩١٠٠٠ پاکستانۍ روپۍ کیږي.*
*یــــادونــــه: موږ په افغانستان او پاکستان کي د طلا فروشانو (جیولرز) څخه قیمت اخستی دی، داسي مو نه دي کړي چي افغانۍ مو په پاکستانیو کالدارو اړولي دي، بلکي په افغانستان کي خپل قیمت او نصاب دی او په پاکستان کي خپل قیمت او نصاب دی.*
*د امریکا، کاناډا،* *جرمنی او نورو هیوادونو لپاره موږ خپل قیمتونه او نصاب خپروو*
*که څوک د خپل حاجت اصلي څخه اضافه (٣٩٢٠٠ افغانۍ) یا (٩١٠٠٠ پاکستانۍ کالداري) ولري یا ددې معادل تجارتي سامان ولري او کال ورباندي تېر سي دغه کس (نر/ ښځه) به زکات اداء کوي.*
*{يـــــادونـــــه : که قيمتونه مختلف وه د هر ولايت قيمت خپلو خلکو ته معتبر دى}*


*الاستفتاء*
*که یو سړي سپکاوی دیو عالم دین کوی څه حکم لري ؟*

*الافتاء بتوفیق الله تعالی*
*که یو سړی توهین اوسپکاوی ددیني عالم کوي په دې کي دوه صورته دي*

*اول صورت : دادی چي څوک سپکاوی دديني عالم دهغه دعلم په وجه کوي چي دهغه دعلم یې بد راځي په دې صورت کي کافر دی ا وفتوا هم پر دغه قول ده تجدید دایمان او نکاح به کوي*

*او دوهم صورت : دادی چي یو څوک سپکاوی ددیني عالم غیر دعلمه په بله وجه کوي په دې صورت کي کافر کیږي نه مګر فاسق دی تو به به کاږي*

*:(کمافی ردالمحتارج/۳ص/۲۰۳)*
تنبيه ذکرفی شرحه علی الملتقی ايضاانه لوعلی وجه المزاح يعزرفلوبطريق الحقارة کفر لان اهانة اهل العلم کفرعلی المختار
*(وهکذافی مجمع الانهر ج/۲ص/۵۰۹)*
والاستخفاف بالأشراف والعلماء كفر ومن قال للعالم عويلم أو لعلوي عليوي قاصدا به الاستخفاف كفر

*(وهکذافی فتاوی التنقیح الحامدیة ج/۱ص/۱۰۳)*
نعم قال في البحر ولو صغر الفقيه أو العلوي قاصدا الاستخفاف بالدين كفر

*:(وهکذافی فتاوی الخیریة علی هامش الحامدیة ج/۲ص/۳۶۳):*
واماالاستخفاف بالعلم والعالم ففی النظم الوهبانی ولکن به من يستخف مکفر
*:(وهکذافی فتاوی الکامليةص/۱۰*
واما الاستخفاف بالعلم والعالم ففی النظم الوهبانی ولکن به من يستخف مکفرالخ

*(وهکذافی فتاوی محموديه ج/۲ص/۵۲۵)*
علماۓدین سےاستہزاء اورتحقیراگران کےعلم دین کی وجہ سےہےتوکفرہےاوراگرکسی اوروجہ بغیرحق شرعی ہےتوسخت گناہ اورفسق ہےاورایسی میں تعزیرشرعی لازم ہوتی ہے


د نارينه او ښځو ګډ تعليم

دښځو او نارينو يوځایوالی په مکتب ، پوهنتون او دفتر وغيره کې په اجماع د امت حرام ده.

وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (سورة احزاب)

(که څه شی غواړي نو د پردې له شا يې وغواړﺉ )

رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايي:
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (البخاری )

(د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ)

لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (البخاري )

هيڅ بيګانه سړی به له بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بغیر له محرم نه سفر نه کوي.

په اوس عصر کې يو لوی فساد د نارينه او ښځو په علمي مرکزونو،دفترونو کې اختلاط ده چې دا لوی فساد دجاهليت د ناروا عادتونو او لنډغرې ډيموکراسۍ له لویو هدفونو نه ده او دا د الله تعالی د دښمنانو يهودو ،نصاراؤ او نورو کفارو په لاره تګ ده او د هغوی سره مشابهت ده ځکه چې د نارينه او ښځو خلوت د کفارو له لويو عملونو يو عمل ده چې بې حيايې د نر او ښځو تر منځ ګډ ژوند ده
من تشبه بقوم فهو منهم (أبو داود اللباس)

نقصانونه یې
۱
د سترګو د نظر نه ساتل حال داچې شريعت نارينه او ښځو ته د نامحرمو د سترګو د نظر ساتلو حکم کړی ده

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوامِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌبِمَايَصْنَعُونَ وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلامَاظَهَرَ مِنْهَا(النور ۳۱)

۲
دنامحرم دلاس لمس کول.حال دا چې شريعت د مصافحي(ستړي مشو)په وخت نا محرمو ته د لاس ورکولو نه سخته منع کړې ده

رسول الله(صلی الله عليه وسلم) هيڅکله هم (بيګانه)ښځې ته لاس نه ورکولو،او له ښځو سره به يې په ژبه بيعت کولو

لئن يُضْرَب أحدكم بمِخْيَطٍ في رأسه خيرٌ من ان يصافح امرأة لاتَحِلُّ له

که د تاسې نه د يو په سر کې ستن يا ميخ لاړ شي له دې ښه ده چې يوې نامحرمې ښځې سره په لاسونو روغبړ وکړي(طبراني)
۳
د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ ګډون او اختلاط حرام ده

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي:
من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها،فإن ثالثهماالشيطان)

څوک چې په الله او ورځ دآخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي ورسره ګډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان ده)
۴
دبيګانه نارينه او ښځو تر منځ د اختلاط څلورم فساد داده چې د نارينه او ښځې يو بل سره د زړه تعلق جوړيږي چې په دې سره دغه فساد او ګناه دوام او ترقي کوي
۵
د کورنۍ او معاشري ګډوډول:
کله چې دسړي له نا محرمي ښځې سره علاقه او د زړه تعلق جوړ شي يا نامحرموښځو ته نظر کوي که چيرې د هغه اهل له دې نه په صورت و غيره کې ضعيف وي له خپلې ښځې نه يې کرکه کيږي همداسې که دښځې د پردیو خلکو سره تعلق وي خپل خاوند يې تر نظر ضعيف او نا خوښ راځي چې په دې سره د خپلې کورنې بربادول کېږي ځکه چې هغه څوک چې سترګې يې ټوله ورځ دنامحرموپه نظر، خبرو ، ګډون اواختلاط او علاقې کې غرق وي خپل اهل يې ترنظر هيڅ ښکاري چې د کورني مشکلاتو ، طلاق او بد سلوک يو لوی علت همغه د اختلاط لوی فساد ده

او کاسيات عاريات ښځوپه اړه سخت وعيد ذکر شوی ده،دا هغه ښځې دي چې د جامو سره بربنډې وي يعنې نارک اوتنګ لباس اغوندي چې فتنې ځاينونه يې ښکاري اوخلکو ته به خپل مطلبي حرکات ښکاره کوي دسر ويښتان به يې د اوښ دبوک په رقم وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه به د جنت خوشبويي ورته ورسېږي.مسلم

مسلمان ته د شريعت حکم ده چې د اختلاط او فساد له ځايونه ځان وساتي او د الله تعالی حکم ته غاړه کيږدي

خو که په يوه هيواد او ښار کې ټولې لوړې زده کړې او پوهنتونونه مختلط وي نومسلمان به څنګه خپل تحصيل کوي

په داسې صورت کې چې بغير له مختلط پوهنتون نه بل پوهنتون اوعلمي څانګه نه وي يا هلته تبدلي او تحصيل ناشونی وي نو مسلمان به د ضرورت له وجې خپل تحصيل ته ادامه ورکوي ځکه دنن عصر لوړې زدکړې دامت ضرورت دیه نو دضرورت له وجې به مسلمان خپل تحصيل ته دشرعي شرايطو په صورت کې ادامه ورکوي،تر خپله وسه به له نامحرمو نه خپل نظر ساتي د هغوی سره به بې ضرورته خبرې نه کوي،ارتباط،ملګري او داسې نور چې لوی فساد او د زنا اسباب بلل کيږي ځان لرې ساتي.

والشريعة جميعها مبنية على أن المفسدة المقتضية للتحريم،إذا عارضتها حاجة راجحة أُبيح المحرَّم. انتهى
مجموع الفتاوى(29/49)

وقال:ما كان من باب سد الذريعة إنما يُنهى عنه إذا لم يُحتج إليه ، وأما مع الحاجة للمصلحة التي لا تحصل إلا به فلا ينهى عنه.انتهى
مجموع الفتاوى(23/214)
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


د حیض په حالت کي تعلیم دقران شریف
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته مولوي صاحب معلمه اواستا ذه ښځه په حالت دحیض اونفاس کي تعلیم اودرس دقران شریف ورکولائ شي او که یا ؟بينوا " توجروا"
الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِیْمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجْمَعِین اما بعد:. محترمه :په مسئوله صورت کي په حال دحیض اونفاس کي حائضي او څلویښتي والاښځي لره د قرآ ن شریف دپوره ایات ویل نه دجائز خودضرورت په وجه حائضي او څلویښتي والا ښځي لره دحروفو تهجي په طریقه یعني حرفا حرفا ویل چي په مابین کي ساه کا ږ ي په دا سي طر یقه دقرآن شریف تعلیم ورته جايز اوروا ده حتی امام طحطا وي وایی چي نیم ایت هم ویل ورته جائز ده
لما في الفتاوى الهندية وَإِذَا حَاضَتْ الْمُعَلِّمَةُ فَيَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُعَلِّمَ الصِّبْيَانَ كَلِمَةً كَلِمَةً وَتَقْطَعُ بَيْنَ الْكَلِمَتَيْنِ وَلَا يُكْرَهُ لَهَا التَّهَجِّي بِالْقُرْآنِ. كَذَا فِي الْمُحِيطِ (۱/ ۳۸)
وفي تبيين الحقائق وَقَالُوا إذَا حَاضَتْ الْمُعَلِّمَةُ تُعَلِّمُ كَلِمَةً كَلِمَةً وَتَقْطَعُ بَيْنَ الْكَلِمَتَيْنِ وَعَلَى قَوْلِ الطَّحَاوِيِّ نِصْفَ آيَةٍ نِصْفَ آيَةٍ اهـ (۱/ ۵۷)
ومنہا: أن لا تقرأ القرآن عندنا، والآیۃ وما دونہا في تحریم القراء ۃ سواء۔ ویکرہ للحائض مس کتب الفقہ وما ہو من کتب الشریعۃ، ولا بأس بالکم، وإذا حاضت المعلمۃ فینبغي لہا أن تعلم الصبیان کلمۃ کلمۃ، وتقطع بین کلمتین، ولا یکرہ لہ التہجي بالقرآن۔ (الفتاویٰ التاتارخانیۃ ۱؍۴۸۱ رقم: ۱۲۸۳ ورسائل ابن عابدین ۱۱۳)
وفي کتاب النوازل جلد 3 ص ۱۸۷) قرآن کی معلمہ حالتِ حیض میں کس طرح سبق دے؟
سوال(۱۴۲):-الجواب وباللّٰہ التوفیق: ایک ایک کلمہ الگ الگ کرکے سبق دے سکتی ہے، آیت کی رواں قرأت نہ کرے۔
لأنہ جوز للحائضۃ المعلمۃ تعلیمہ کلمۃ کلمۃ۔ (شامي ۱؍۲۹۳ کراچی، شامي ۱؍۴۸۷ زکریا)
والمعلمۃ إذا حاضت ومثلہا الجنب کما في البحر عن الخلاصۃ تقطع بین کل کلمتین، ہٰذا قول الکرخي۔ وفي الخلاصۃ: والنصاب وہو الصحیح۔ (منہل الواردین ۱؍۱۱۲، الفتاویٰ التاتارخانیۃ ۱؍۴۸۰ رقم: ۱۲۸۳ زکریا) فقط واللہ تعالیٰ اعلم
کتبہ: احقر محمد سلمان منصورپوری غفرلہ ۱۹؍۹؍۱۴۱۷ھ
وفي (فتاویٰ حقانیہ :ج؍۲،ص؍ ۵۶۱ ) حالت حیض میں تعلیم قرآن کا حکم
الجواب شریعت مقدسہ میں حائضہ کو قرآن کریم کی تلاوت کرنا جائز نہیں لیکن جہاں تلاوت ناگزیر ہوتو وہاں مفتی بہ قول کے اعتبار سے بہ نیت تعلیم تہجی سے پڑھنا جائز ہے، اگرچہ امام طحاویؒ کی تحقیق کے مطابق نصف آیت بھی پڑھ سکتی ہے۔
قال ابن عابدینؒ: (قولہ وقرأۃ القراٰن) ای ولو دون اٰیۃ من المرکبات لا المفردات لانہ جوز للحائض المعلمۃ تعلیمہ کلمۃ کلمۃ کما قدمناہ انتھی۔(ردالمحتار:ج؍۱،ص؍۲۹۳)
قال الشیخ السید احمد الطحطاویؒ:قولہ وقرأۃ القراٰن)ای یمنع الحیض ومثلہ الجنابۃ قرأۃ قراٰن وشمل اطلاقہ الایۃ وما دونھا وھو قول الکرخی وصحعہ صاحب الھدایۃ فی التجنیس وقاضیخان فی شرح الجامع الصغیر والؤلواجی فی فتواہ ومشی علیہ المصنف فی المستصفی وقواہ فی الکافی ونسبہ صاحب البدائع الٰی عامۃ المشائخ۔(طحطاوی حاشیۃ الدرالمختار:ج؍۱،ص؍۱۵۰،باب الحیض) ومثلہ فی التاتارخانیۃ:ج؍۱،ص؍۳۳۳،باب الحیض نوع فی الاحکام التی تتعلق بالحیض)(فتاویٰ حقانیہ :ج؍۲،ص؍ ۵۶۱ )
كذافي فتاوی دینیہ جلد 1ص ۳۲۷) دوشنبه‏، 0۵‏ محرم‏، 1442
مرتب قاضی مولوی سید اغا حفظه الله تعالی من شركل شرير آمیـــــــــــــــــن ثم آمـــــيـن یا رب العالمین
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


*بسم الله الرحمن الرحیم*

*دفتوی نمبر(١٤٦)*

*الاستفتاء:.*
*ددین مبین علماء کرام پدي مسئله کي څه فرمایې دروژي مبارکي میاشت کي دسهار لمونځ وختي کول څه حکم لري؟*
*بینوابالبرهان تؤجرا بالثواب:*
*مستفتي:* *ملامحمدوکیل(احمدي)* *تاریخ:١٤٤٣/٨/١٤هق.*

*الجواب بعون الله تعالی حامدًا ومصلیًا وبعد:*
*حنفي فقهي علماء کرام دسهارپه لمانځه کي اسفار مستحب بولي دجماعت دکثرة(ډیروالي)له کبله،نوکچیري له پیشلمي ورو سته څوک بیده شي بیادجماعت لپاره راپورته کیدل ډیر په تکلیف وي،اوده ډیروخلګوڅخه جماعت تیریږي،نوکه دجماعت کثرة پري راتلل نوپه اول وخت کي کول یې بهتر اوافضل دي لکه څنګه چي دروژي مبارکي میاشت کي دډیرو دیوبندي علماوو هم داعمل ؤ ،مګرکه کثرة دجماعت نه پري راتلل بیا داسفرار په وخت کي جماعت کول مستحب ده.*

*(١):.عن انس ابن مالکٍ رضي الله عنه،عن زیدبن ثابِتٍ قال: تَسَحَّرَ ناَ مع النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم،ثُم قُمْنَا إلَی الصَّلَاةِ.*
قال:*قُلتُ:کَمْ کَانَ قَدْرُ ذلِکَ قال:قدرُخمسِیْنَ آیَةً.(رواه الترمذي/رقم الحدیث:٧٠٣)*

*ودلَّ علی تغلیسه صلی الله علیه وسلم بالفجر في شهر رمضان،وعلیه تعامل اهل العلم من مشایخنا بدیوبند.[معار ف السنن/ج/٥/ص/٣١٢/کتاب الصیام/باب ماجاء في تاخیر السحور/]*

*(٢):. وَحَدِيثُ الصِّدِّيقِ عَنْ بِلَالٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - أَنَّ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ «نَوِّرُوا بِالْفَجْرِ أَوْ قَالَ أَصْبِحُوا بِالصُّبْحِ يُبَارَكُ لَكُمْ» وَلِأَنَّ فِي الْإِسْفَارِ تَكْثِيرَ الْجَمَاعَةِ وَفِي التَّغْلِيسِ تَقْلِيلَهَا، وَمَا يُؤَدِّي إلَى تَكْثِيرِ الْجَمَاعَةِ فَهُوَ أَفْضَلُ.*
*[المبسوط السرخسي/ج/١/ص/١٤٦/کتاب الصلوة/باب مواقیت الصلاة/المکتبة دارالمعرفة بیروت۔لبنان]*

*(٣):. عن أبي حازِمٍ انهُ سمِعَ سَهْلَ بن سَعْدٍ یقُوْلُ کُنْتُ أَ تسحَّرُ فِيْ أهلي ثم تکُوْنُ سُرعَةً بي أن ادرکَ صَلَاةُ الفجْرِ مع رسو ل الله صلی الله علیه وسلم.(رواه البخاري/ج/١/ص/١٦٤/ رقم الحدیث:٥٧٧)*
*ولعل هذا التغلیس کان في رمضان خاصة،وهکذا ینبغي عندنا اذا اجتمع الناس،وعلیه العمل في دارالعلوم بدیوبند من عهدالاکابر.*
*[فیض الباري/ج/٢/ص/١٣٦/کتاب الصلوة/ باب وقت الفجر/مکتبه رشیدیه]*

*(٤):.واعلم ان في التغلیس بالفجر في رمضان أحادیث صحیحة صریحة وفیه فوائد کثیرة منها تکثیرالجماعة قال سیدي الکشمیري في العرف الشذي:وهوعمل قطان دیوبند.*
*اقول:وعلیه عمل الاحناف الیوم في کثیرمن البلاد وزیادة التحقیق في معارف السنن.*

*[المتین في الفقه/ج/١/ص/ ٨٠/کتاب الصلاة/الاوقات المستحبة]*

*(٥):.یستحب الاسفار وهوالتأخیر للإضاءة بالفجر.....لأن في الإسفار تکثیرالجماعة وفي التغلیس تقلیلها وما تؤدي الی الکثیر افضل.*
*[مراقي الفلاح/ص/٧٠۔٧١/کتاب الصلاة/باب مواقیت الصلاة/مکتبة بیروت۔لبنان]*

*(٦):[وهکذافي فتاوی عثماني/ج/۱/ص/٣٦٣۔٣٦٤/کتاب الصلوة/باب مواقیت]*

*(٧):[وهکذاي في فتاوی محموديه/ج/۵/ص/۳۲۸/کتاب الصلاة/باب مواقیت الصلاة]*

*(٨):[وهکذا في کتاب الفتاوی/ج/۱/حصه:۲/ص/۱۲۲/کتاب الصلاة/باب مواقیت]*

*(٩):[وهکذا في فتاوی دارالعلوم زکریا/ج/٢/ص/۴۳/کتاب* *الصلوة/باب مواقیت الصلاة]*

*تاریخ کتابة:*
*١٤٤٣/٨/٢١هق.*
*دامسئله دعمري فقهي مجلس دعلماء کرامو تر تصحیح کولو وروسته ترتیب او ولیکل شوه.*
*والله اعلم بالصواب*
*حررها* *العبدالحقیر:محمدوکیل(احمدي)*


زموږ په کور کي بې اتفاقي ده
سوال : زموږ کور کي د خويندو او وروڼو تر منځ بې اتفاقي ده، که ددې لپاره يوه وظيفه راوښياست
ځواب: عبدالغفار جبير
هره شپه 100 ځلي ((الملک القدوس)) وايه او هره ورځ 100 ځلي ((الله الصمد)) وايه، ان شاء الله دا مشکلات به ختم سي .
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


دامام سره په آخری (قعده) یعنی آخری ناسته کی مسبوق دپاره درودشریف او دعا ویلو حکم

لیکوال مولوی محمدنبی متوکل

الاستفتاء

څه وائی علماء دین ددی مسئلی په باره کی چی (مسبوق)یعنی هغه څوک چی یویادوه رکعتونه ځنی تیرسوی وی پس دغه مسبوق په امام پسی اقتداءوکی نودامام سره (تشهد)یعنی د التحیات پسی درودشریف اودعاچی اللهم ربناده هم وائی که به دغسی سکوت کوی :

بسم الله الرحمن الرحیم:

محترم کمه ناسته چی دامام په حق کی آخره ده دا ده مسبوق په حق کی د اولی ناستی په حکم کی ده نومسبوق به درودشریف اودوعابه نوائی اوکه مسبوق (تشهد)یعنی التحیات ږرختم کڔه نوبیادی اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده ورسوله تکرارکی ترڅوچی امام سلام گرځوی

(وفی الهندیةومنهاان المسبوق ببعض الرکعات یتابع الامام فی التشهدالاخیر واذااتم التشهدلایشتغل بمابعده من الدعوات ثم ماذایفعل تکلموافیه وعن ابن شجاع انه یکررالتشهدای قوله اشهدان لااله الاالله وهوالمختار(فتاوی هندیه ۹۱ص۱ج الفصل السابع فی المسبوق واللاحق)فتاوی فریدیه۴۷۸ص۲ج چاپ مکتبة الرشیدیه
وماتوفیقی الاباالله علیه توکلت وإلیه أنیب
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


د کونډي ښځي نکاح عيب ګڼل:

سوال: ځيني کسان د کونډي ښځي نکاح عيب ګڼي، د شريعت له مخي د داسي خلکو حکم څنګه دئ؟
جواب: کوم کس چي د کونډي ښځي نکاح عيب بولي پر هغه باندي د کفر بېره ده؛ ځکه چي رسول الله - صلى الله عليه و سلم- اکثره کونډي ښځي په نکاح کړي وې، نو د رسول الله - صلى الله عليه و سلم- يو کار ته عيب ويل جائز نه دي.

حوالې:
قال الله تعالى: "فلا تعضلوهن أن ينکحن أزواجهن إذا تراضوا بينهم بالمعروف ذلک يوعظ به من کان منکم يؤمن بالله واليوم الآخر ذلک أزکى لکم و أطهر" ... قوله تعالى: "فلا تعضلوهن" روي أن معقل ابن يسار کانت أخته تحت أبي البداح فطلقها و ترکها حتى انقضت عدتها ثم ندم و خطبها فرضيت و أبى أخوها أن يزوجها، و قال: وجهي من وجهک حرام إن تزوجتيه، فنزلت الآية. قال مقاتل: فدعا رسول الله - صلى الله عليه و سلم- معقلا فقال: إن کنت مؤمنا فلا تمنع أختک عن أبي البداح، فقال: آمنت بالله، و زوجها منه. و في رواية أخرى روى البخاري عن الحسن أن أخت معقل بن يسار طلقها زوجها حتى انقضت عدتها فخطبها فأبى معقل فنزلت "فلا تعضلوهن أن ينکحن أزواجهن". (الجامع لأحکام القرآن، ج: ١، ص: ١٥٨)
هکذا في معارف القرآن، ج: ١، ص: ٥٧٤.
قال الله تعالى: "و أنکحوا الأيامى منکم" الآية. و قال رسول الله - صلى الله عليه و سلم-: يا علي! لا تؤخر ثلثا و عدها الأيم إذا وجدت لها کفوا ... الحديث. اور اگر اس کو عار و عىب و ننگ سمجھتا ہے تو خوف کفر ہے. (إمداد الفتاوى، ج: ٢، ص: ٢٢٦)
و يکفر باستخافه بسنة من السنن. (البحر الرائق، ج: ٥، ص: ١٢١)
والله اعلم بالصواب
۲۷/۱۲/۱۴۴۱هـ
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸


ایا که دښځې بنګړي په لاس نه وه، دلاس خوراک یې حرام دی؟
سوال: په موږ ښځو کي دا مشهوره ده که چیري د ښځې لاسونه خالي وي یعني بنګړي یې په لاس نه وي د هغې د لاس خوراک حرام دی، ایا دا حقیقت لري؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د ښځې لپاره زیورات استعمالول جائز دي، کې نه استعمالوي هیڅ مشکل نسته، ستاسو دا خبره چي کې لاسونه خالي وه او شی یې نه وو په لاس، د لاس خوراک یې حرام دی دا بالکل غلطه خبره ده او په شریعت کي هیڅ اصل نلري.
(اغلاط العوام، ص: ۱۰، مسئله: ۶۲)
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده


استفتاء

یومحترم ورورپوښتنه کړی ده
چی په لمونځ یوکس یوویښته یادوه یادری وکښی لمونځ څنگه دی

الجواب باالله توفیق

لمونځ یی فاسدیژی که تکرارا وی او متصل وی
ځکه فقهاء کرام فرمایی
ولونتف شعرتین بمرة اومرتین لاتفسد وان نتف ثلاث مرات تفسدصلاته الفتاوی العالمگیره ــــ ج ــــــ ص ـــــ 134
ارشادالاحکام بامدادالاعلام ص 25

کتبه مولوی ابومحمدامین محمدی
دشعبان 18/1443/

Показано 20 последних публикаций.

149

подписчиков
Статистика канала