الیاس وردګ


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ملګرو دلته به زما په قلم لیکل شوي اشعار ستاسي ودرانه حضور ته وړاندي کوم .
هیله ده چی ملتیا مو وکړی او دچینل په نشرولو کی مرسته راسره وکی.
#الیاس_وردګ

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ټولو ملګرو ته د روانو فتوحاتو او بریاوو مبارکي وایم.
الله ج د وکړي چې زر تر زره دا پلیت نظام د دې پاکې خاورې له مخ څخه محوه شي، او پر ځای یې بو سوچه اسلامي نظام حاکم شي.

#نَصْرٌ_مَّن_اللهِ_وَفَتْحٌ_قَرِیب
#الیاس_وردګ

https://t.me/alyas_wardak1




وطنه!

ساتنه به د تل کـــړو په جهــــاد زموږ وطنه!
شړو به درنه کــــفر او الحــــــاد زموږ وطنه!

ټغر د کـــــفر ټول وي او آرامه سوکالـــي وي
جنت جنت مسکن به وي هیواد زموږ وطنه!

تاخو د خدای ودان لري په تاخو زه ودان یم
تا ماتې کړې ریښې د ارتـــــــداد زموږ وطنه!

اباد په شــاه زلمو د هیـــواد غرونه رغــــونه
فارغ له له معسکر او له اعــداد زموږ وطنه!

سر لوړئ شوې طالبه! ته فاتح یې ته کامران یې
نمرود د هم مات کړئ هم شداد زموږ وطنه!

الیاس وردګه! ولیکه د شازلمـو په ویـاړ مــو
را واخله کتابچه قــلم مِـــــداد زموږ وطنه!

https://t.me/alyas_wardak1


مجاهده!

م.ب."الیاس" وردګ

فتحې مبارک مو شه غازي اشنـــــــأ
دا دي له نصـــرت د الهـــي اشنـــــــأ

کبــــر او غرور له ځـــانه وباســــــــه
خوښه کړه تقوا پرهیزګاري اشنـــــــأ

دا د رب نصـــرت دئ مجاهــــــد یاره
ته چې یې فاتح کړې او بري¹اشنــــأ

ګــرانه په یوه ټوپک او یوه جاغـور
څنګه دچپه کړه سمدستي اشنـــــــا

ستا مورال قوي دئ او قوې به وي
ته په رب مین استشــهادي اشنــــــا

یاره اطاعـــــت د خپل امــــــير کوه
ته الیاس به شې په جنـتي اشنــــــا
ــــــــــــــــــــ
بري:د فاتح مترادف دئ

2021/جولای/28

https://t.me/alyas_wardak1


د غازي طالب یادګار

د غازي طالب یادګار هم را سره ده
یو ټوپک او یو مسواک یوه چانټه ده

دپیرې او تورې شپې څو انځورونه
دسنګر په ګرودو خړه یی جامه ده

څو مرمئ وې دسقیل ورسره ایښې
بس هماغه شریدونه ورسره یوه بسته ده

یو سور توس دئ بل د خړ سنګر بالښت هم
مدرسه کې یی را پاتې بستره ده

دحُریت په نامه ځار ټوټه ټوټه شو
اوس رپاندۀ پر مزار یې سپینه جنډه ده

د *الیاس* یاران قربان شوله په مینه
خوار *الیاس* شو تنها پاتې ډېر خپه ده


د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پیغام!

زه هم په خپل وار سره په داسې حال کې درته سږکال دنیکمرغه لوی اختر مبارکي دنړۍ ټولو مسمانانو ته خوصوصاً د افغانستان ټولو ځوریدلیو، کړیدلیو، دریدلیو، مجاهدینو، فدایانو، د سنګر غازیانو، اسیرانو، یتیمانو، شهیدانو کورنیو او د افغانستان ټول مجاهد ولس ته وړاندې کوم. چې هیواد کې مو دریمه امپراطوری هم په ګونډو شوی
صبا بیګاه دفتخو زیری راځی
اولس مو دسوکالۍ او ازادۍ په فضاء کې ساه اخیستلو ته نیږدی شوی
همدا راز د الله ج څخه درته د ټولو فرئضو، نوافلو او نورو عباداتو دي قبلیدو غوښتوونکی یم.
خدای ج د وکړي چې دغه اختر مو د خوشخالۍ، سوکالۍ څخه ډک اختر وي.
الحمدالله ثم الحمدالله دي دغه لوی اختر په رارسیدو سره ټول بهرني قوتونه په وتلو دي.
څښتن مو دغه اختر په هیواد کې د بشپړ خپلواکۍ او ازادۍ اختر وګرځوه.
الله ج دي دغه اختر په هیواد کې د تل پاتې سولې او یو بشپړ اسلامي نظام د قائمیدلو ذریعه وګرځوي.

ستاسو ورور الیاس وردګ


*موږ په شهادتو نه ختمیږو! /غزل*

داستشهاد له دنګ مناره لاړل
دنګ دنګ زلمي لکه چناره لاړل

څه اتلان څه غاټولونه یاران
څوک شهیدان شول تر دلداره لاړل

چې دهیواد استقلال یی هم وګټئ
لاړل کامیاب شول تر ديداره لاړل

په شهادتونو موږ هم نه کمېږو
که د منصور په شان سالاره لاړل

دبدرالدین او نصرالدین حقاني
جوړه وروران هم شول سر شاره لاړل

د آزادئ ناوې ته خال الیاسه!
هم نذرانه شول تر انګاره لاړل

*✍️:الیاس وردګ*




دآزادئ لمر

چې یاران وي طالبان هم باران
او حاکم مو په وطن سپین طالب جان وي

خوشحالي به وي وطن به هم آزاد وي
چې غني د آریانا په خوا روان وي

دوستم خیل اودلا خیل به هم په دار وي
راځوړند به په چوکونو کې غداران وي

هم به ګران وطن آزاد وي له اشغاله
هم به ورک داغه پلیت خړ اربکیان وي

غلامان به هم تښتیګي امریکې ته
یا خړ مخ به دنجیب په شان روان وي

الیاس جانه!آزادي به وي وطن کې
چې مو واک بیا دوطن د طالب جان وي




د وردګو ولایت د بندچک ولسوالئ
د نیک پیقول د درې د شینیې د کلي
داتل او قهرمان لیزري شهید
مسیح الله کلیم و خواږه یادته
دالیاس وردګ له خوا

تللی رانه ګــــل غونــدې اشـــــنا کلیم
اخ شـولو شهـــــید مسیــــح الله کلیم

ګران وو لیـــزري یو غــــیرتــــي زلمئ
ښکــلئ وو ښاغـــلئ وو زیبــــــا کلیم

هم وو تـــقوا داره اخــــلاقــي طالب
لاړلو له څنګ مو شو جــــــــــدا کلیم

د نیک پایقول سیمه پسې ژاړي اوس
د شیـــنــیې د کــلي وو ښـــکلا کلیم

ګل وو غاټولئ اخ ببرئ مو رانه تللئ دئ
ښـــکلئ وو غـــازي او په تقـــــوا کلیم

زه الــــــیاس یی ســتایمه اتل جـــانان
هغــــه چـــــې زمــــرئ وو د غزأ کلیم


چې هیواد وي آزادي وي طالبان وي
سپین بیرغ به مو په غرونو کې رپیږي

وطن جوړ وي سپین قانون پکې نافظ وي
ناســور زخــم د وطــن به مو رغـــیږي


*دهجر درد/غزل*

دهجر درد اوس راسره دئ اشنا
که انډیوال را سره ښه دئ اشنا

ستا دیادونو ځنځیرونو یاره
تړلئ بند په بند زما زړه دئ اشنا

هجر که مړ کړمه زما جانانه
بیا خو آرمان زما پوره دئ اشنا

شهادت واخیستې ګلرنګ طالبه
زړه مې دهجر په اور پاخه دئ اشنا

الیاس غمجن ګورم د ستا تصویر ته
وایم چې دا خو زما زړه دئ اشنا

*الیاس وردګ*


زما زړه در پسې مات شو
چې ارمان مې هم میرات شو

ها دپورې هديرې خواته مزار چې
زما د یار دئ او زما ژوند ورته خیرات شو

د الله سپیڅلې لاره کې شهید شو
په سنګر کې د چنار غوندې را مات شو

څه اتل او میړنئ غوندې ځوانان وو
اوس یی هجر کې *الیاس* په ملا را کات شو

*الیاس وردګ*


دستا په بیلتانه کې اوښکې لاړې څاڅکي څاڅکي
د سترګو په لیمو کې دي ولاړې څاڅکي څاڅکي

زما د زړه حجره در پسې ړنګه شوه جانانه
زما د زړه کتاب درپسې پاڼې څاڅکي څاڅکي

زما شهیده یاره ته د سپینو حورو یار شوي
خو دلته دغم کیږدئ ولاړي څاڅکي څاڅکي

دهجر په لمبو کې مورکئ اوس ډوبه شوې
کوي درته دوعاوې او ژړاوې څاڅکي څاڅکي

دپلار وو یو بچئ دغې خوني انقلاب وړئ
بیا ربه مه را ولې دا بلاوې څاڅکي څاڅکي

بیلتون داشنا دومره زورور وو په ولا چې
ړنګ بنګ یی کړو الیاس د زړه مراندې څاڅکي څاڅکي


زما شهید شهید لالیه
ته شوې د حورو زه د چاته پرېښودمه

اشنا کامیاب شوې راته لاړې
دهجر درد په زړګي وړم تا یادومه

هجر د مات کړمه له غمه
شونډې مې وچې دي پترې نیولې دینه

اخ!ته زما دسنګر یار وې
اوس چې تنها سنګر ته ځم ژړا راځینه

ستا یادګارونه راسره دي
اوس یی دزړه کور کې ساتم نې هیرومه

ستا شفاعت ته انتظار دئ
الیاس پینځه وخته دعاء درته کومه


دشهادت دمرګ په تمه زندګي تیروو
موږ له مرګونو نه ویریږو موږ مرګي تیروو

چې د اویا حورو شي یار طالب جان
بیا دهغه ګلاب څه سخته جدایی تیروو


طالب جانه!/غزل

الیاس وردګ

دتورو تورو شپو ته نور سهار شه طالب جانه
غلیم ته مو نور تندر او غبار شه طالب جانه

راځې که نه راځې آزادئ تاته یو په تمه
ددې مظلوم ملت نور ته غمخوار شه طالب جانه

کړه ماته مو ناټو ورسره سوپر طاقتونه
تبریک شه او تبریک د هزار وار شه طالب جانه

شهید شوي او ټوټه ټوټه وجود شوې
مات نه شوې او ښه ټینګ د په کردار شه طالب جانه

الیاس درباندې ویاړم او ستاینه به دتل کړم
غزل شه او ټپه شه ښه ګفتار شه طالب جانه


طالبه!/غزل
*الیاس وردګ*

طالبه!دعمر د تورې شرنګ یی سم ملنګ یې
طالبه!دعمر دغږ اهنګ یی سم ملنګ یې

طالبه!تا مات کړی د د وخت ظالم ښامار دی
طالبه!اوس دپښو ته ټیټ دکفر استکبار دی
طالبه!ته کفارو ته قلنګ یی سم ملنګ یی

طالبه!ته اتل یی او غازي غازي کابل یی
طالبه!ته میرویس یی احمدشاه دوخت اتل یی
طالبه!ته پاچا د وخت پلنګ یی سم ملنګ یی

طالبه!نړیوال د دی غیرت ته فکر وړي
طالبه!نړیوال د شجاعت ته فکر وړي
طالبه!ته ظالم ته د خطر زنګ یی سم ملنګ یی

طالبه!دالیاس وردګ په تا مینه ماتیږي
طالبه!دالیاس وردګ په تا مینه خړوبیږي
طالبه!سم غزل یي په څو رنګ یی سم ملنګ یی

#الیاس_وردګ

Показано 20 последних публикаций.

84

подписчиков
Статистика канала