مقـــــــدس آمـــارتــــې،


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم ملګرو دي چینل کي راسره یوزاي او په نشره ولو کي راسره مرسته وکي،
ورور مو مقــدس آمارتې، وسلام

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
ستاغم'

غـــــزل

وینۀ ده رګــو مې وچه شوي ستا له غمه ده
نور مې ده ژوندي پاتيکیده لــو کچه کمه ده

ستا دیدن لپاره خوزه دومـره ګرزیده لــی یم
تللې له پښــوسخــه مــې یاره نــوره دمــه ده

تاپســې په تورو شپـو کي زه یــوازې نه ژاړم
ماســره جوړه، جــوړه ژړیګــې یوه شمــه ده

ستاغمونه دومره ډیرزورشوي دي په ما باندې
وه تيده خبــره ښیستـه یاره نـور له زغمــه ده

اوس اَده پخواپه شانتې نشته خوند مزه ګوره
ړنګـه مــې ځــوانې په تاپســې ګوره صنمـه ده

هیڅ ده هېــریــدونه دی نوڅــه وکړمه وه یاره
یاد دي راچاپیــر زماده مات زړۀ له حــرمـه ده

تل ورته ژړیګې مقــدس، روستې تصـویر ته دي
ډیرې له ژړانه يې په ستـــرګـو کي وچ نمــه ده


مقـــدس، امارتــې


له مودونه نادرکۀ"

مقــدس امارتي،


ای لـه مــودونه نادرکۀ پخیــر راغلــي ګله!
غاړه دي راکــه راته کلکۀ پخیر راغلي ګله!

زه دي دیدن پسي په تـورو،تـورو غـروګرزیـدم
زما له سترګو سخۀ ورکۀ پخــیر راغلــي ګله!

خــدای دي له بدنظـــره وه ساته همیش جانانه
له ګل ګلاب نه هم نازکۀ پخـــیر راغلــي ګله!

زمونږ ده برکلي چنار غــوندي ښکاريګې ګوره
دنګه ځــوانې دي بیدرکۀ پخــیر راغلـي ګله!

کګې پګړۍ ته دي وه ټول جهان سلام کوي نن
تاودي له سر پګــړۍ ککۀ پخــیر راغلي ګله!

ده ښکلۍ مخ نه دي شغلۍ راپورته کیګې ښکلیه
ده سهار لمر ده ښکلآ څــرکۀ پخـــیر راغلي ګله!

ستا له نامۍ نه شم قربان زه یي په زړۀ کي ساتم
نامــۀ دي ډیــره مبارکۀ پخیـــر راغلـــي ګله!

تاته پـرش کړي مـې په لار کي سره ګلونه رازه!
ده مقـــدس ښایسته لا لکۀ پخــیر راغلــي ګله!


تېر ماښام مشاعره د محترم عبدالحليم بهار صاحب په لاندې بيت راپيل شوه
(زړۀ تۀ سکون شه نور د امن بیرغونه راوړه
سولې راځه د افغانانو ارمانونه راوړه)

ځوانۍ مو درکړې او سرونه مو لوګی کړه لتا
سولې راځه نن د زخمي زړو مرهمونه راوړه
خپلواک

قتلونه بس دي نور فکرونه جوړول په کار دي
ټوپک دي ورک سي خوار وطن ته کتابونه راوړه
شفيق الله عاقل

سپرلی د امن شه، راځه او غوټۍ وسپړوه
زموږه وران افغانستان ته چمنونه راوړه
سعادت مهاجر

ددې ستومانه ژوند اخره خاتمه به څه وي؟
ربه افغان ملت ته سوله، راحتونه راوړه
حاجی خوانی یوسفزی

دښمن نابود کړه ککرۍ یې خاورې خاورې کړه تۀ
پۀ سرو کافرو د لانچرو ګوزارونه راوړه
عزيز صديقي

بمونه مه راوړه له جنګه بیخي ستړي یو مونږ
نوره مو ګران وطن ته سره او سپین ګلونه راوړه
صنم وزیر

چې شي ژړا د زندګۍ مې په خندا بدله
ریباره ورشه له جانانه سلامونه راوړه
نويد اختر

ورپسې مات مې دا زړکی دی اخر څه به کوم؟
د يار وصال مې نن تر ما پورې بیلتونه راوړه
صادق عمر

دا غمځپلی دردېدلی زړه ټکور کړه راته
نن مې خوشاله کړه د امن پیغامونه راوړه
مظلوم يار شوخېل

نور نو ورځه له خوار ولس نه مې ظلمونه بس کړه
ټول به درمات کړم، که وطن ته دې ځواکونه راوړه
احمد مختار

د جنګ سحنه ده فرشتې مرسته مو کله کوې؟
راځه راځه د خدای له لوري نصرتونه راوړه
ملنګ طالب

لمن کړه ټوله د خزان دا ځل سپرلیه راشه
د وطن دښتو ته امېل سره ګلابونه راوړه
سعادت مل

موږ نور له جنګ او له جګړو نه ستړي شوي یو ډېر
سپينو کوترو ته د امن دنګ پرونه راوړه
نقيب الله حقاني

ساقي راځه نن مې له یار سره ژوند تریخ غوندې ده
غمجن رباب د میو جام ها تېر وختونه راوړه
هلال میدانی

د تورو غرونو مسافره! تورې سترګي دي ځار
له پر هرو نه ازادۍ ته جوړ هارونه راوړه
ياسين حمزه

د سولې نوم پکې انځور کړه زما خوار ملت ته
عبید کاروانه د غزل نه څو بیتونه راوړه
عبيدالله کاروان

له کلي ورکه را پیدا شه پر دا لاره راسه
له ډېره وخته انتظار یو څو رنګونه راوړه
منظور خان

بلا مودې مو تورې کړي په بارودو باندې
سولې زمونږ رنځورو سترګو ته خوبونه راوړه
نذير الله هجران

سترګې دې تورې کړه په مخ دې زلفې ونڅوه
د رڼاګانو له وږمو ډک ماښامونه راوړه
اسرار عمر

د چا د سترګو خاطر وکړه یو ځل راشه کنه
چې راتلې غاړې ته مې یاره امېلونه راوړه
وفیق اشنا

پلار يې شهید شو د ابد په خوب ویده شو ترې نه
زوی یې و کور ته له حجرې نۀ کتابونه راوړه
سبحاني ڪندهاری

بې ننګي مه کړه ملالۍ یم دا ټپه درته کړم
له دې کفارو نه ورمېږ کې غوڅ سرونه راوړه
الیاس افغان

ستا د راتلو په تمه یو له ډېره وخته یاره
خوا ته مو راشه مونږ ته ښکلي دیدنونه راوړه
حمدالله ساپی

چې مې د زړۀ تنده په حقه درته ورسوم
ترې وارکوا ځان سره درې دانې جامونه راوړه
موسی احمدزی

طالبه پل دې بختور شه رب دې تل راوله
په کلیسا باندې ګذار شه تکبیرونه راوړه
نصرت الله وفا

اوس ماشومان هم له ټوپکو څخه کرکه کوي
اختر کې دا ځل دوکانداره قلمونه راوړه
طاهر ذهير

سولې راځه دا يرغلګر به درته موږ وباسو
غمجن وطن ته مو د امن څراغونه راوړه
عزت الله نيکمل

افغانستان کې پرځیدلي دي ښۀ ډیر قومونه
که مړۀ یې غواړې امریکې دلته پوځونه راوړه
وصال زرګر

موږ د هجران له لېوني سِتمه خلاص کړه سولې
په احترام مو باڼه ایښي ورته زړونه راوړه
ذاکر ریان

زړۀ مې ټوټې ټوټې راټول کړه د زړۀ سره یاره!
د زړۀ زخمو ته مې د زلفو تور تارونه راوړه
ملنګ یار

چې سپین وطن مو کړي تک سپین نور هم په سپینه مینه
سپینه جانانه سپین نظام سپین یې حکمونه راوړه
دلاور حقیار

جانانه مخ دې له نقاب نه را ښکاره کړه راته
د زړګي کور ته مې له ځان سره نقشونه راوړه
ګلاب

چې هره شپه مې تويي شوي له ملالو سترګو
ماته زما د هغو اوښکو تاوانونه راوړه
انس مهاجر

مسلم همېش چې کامیاب شوی، اختلاف مات کړی
تاریخ ګواه دی، احمدي محبتونه راوړه
احمدي لوګروال

ځه خیر دی زه به يې قبول کړم څه خبره نشته
وخته خوښې خو درنه نه وینم، غمونه راوړه
مقدس امارتي

چې سبا مړ هم یې او تاته یې ثواب رسېږي
د فیسبوک وال باندې دې دا رنګه لفظونه راوړه
تسل منيب

اول خو سولې درنه غواړم يو سپېڅلی نظام
بیا مو زخمي زړه ته پټۍ او تسلونه راوړه
ګل رحمان حقمل

ورځه په مخه دې ښه خدای دې ساتندوی شه یاره
که شهید نه شوې په وجود تازه زخمونه راوړه
محمدصابر صبرناک

باور دې وشه زندګۍ باندې تنګ شوی یمه
ای شفاعته ياره ماته تابوتونه راوړه
تحسين الله حقيار

طالبه ګله د مظلوم ولس يې تۀ انتخاب
تۀ چې راځې نو د مسکا نوي فصلونه راوړه
مسعود ازمون

دا ځل دې هغه پخواني مضمون نه ډَډه وکړه
ای! انځورګره! د خندا څو تصویرونه راوړه
حافظ عمير ساپی

زموږه لپې له خوښیو ځیني ډکې کړه نور
زموږه زړونو ته د میني تعویزونه راوړه
عبدالحليم بهار

ای شفاعت ریحانه ته یوه خبره واوره
که خوښ دې نۀ شو خو بیا هم ورته شعرونه راوړه
حماس اشنا


له څنګ مې تله لۍ"


غــــزل

مقـــدس امارتې،


په بیلتانۀ دي زورېدم چې مې له څنـګ نه تله لــۍ
لالیۀ ډیروه ژړېــدم چـــې مــې له څنــګ نه تله لۍ


چې ستا ده مرګ مــې آوازه کله ترغوږ شــــوه یاره!
نورخوپه ځان نه پوهیدم چې مې له څنګ نه تله لۍ


ده جـــدايـــي درد خـــودي ډیـــروو زوره ورګــلابه
په فراقت دي کړیدم چـې مـې له څنګ نه تله لــۍ


داستا یادونه مـې میلمــۀ دي ده زړګې په کور کــي
زه به يي سنګه هیره وم چې مې له څنګ نه تله لۍ


ته خــوده حـورو کليوال شـــوي وښــایستــه جانانه
زه دي غمونو وه خوړم چـــې مې له څنګ نه تله لۍ


ستا ده هجران لمبې چار پير مې له وجودسخـه وي
په سرولمبوکي سوزیدم چــې مې له څنګ نه تله لۍ


چـې مقـــــدس، کلــه درتلمــه ستـــا تــر خــړ مـزا ره!
په ټــوله لاره زنګېــدم چـې مــې له څنــګ نه تلــه لۍ


ملنګې درسره خوندکړي"


مـــقدس امارتــې،


ده سنګــر ګــردو وهلۍ زنده ګـې درسره خوند کــړې
تورې زلفې سپین پټکی اوملنګې در سره خوند کــړې


نــرۍ مــلا اودنګــه ونه ده چــنار غــونــدې ښکار يګـې
غټې سترګي سپین جبین هم یوسفې درسره خوندکړي


ته په زړونوباندې راج کړي آی ده ښکلۍ مخ څیښتنه
ستاځوانې خوعجیبه ده ګل ځوانې درسره خوندکړي


چــې په نازيــي رپه وي زمــونـــږ ده چــم نــری شمـالۀ
پــر اوږو باندې دي څڼـې عَمـــبرې در ســره خـوند کړې


تاته مـــات شـــول نــړیوال په هــرمیــدان کــي آی اتلــه
تا له ټـــولـونه ګټــه لې ده سیالې درســره خــوند کـــړي


مقـــــــدسه چــې ستاینه پري همــیش ده مجاهــد کـړي
په ریښیا هـم داسي ښکلۍ شاعــرې در سره خوند کړي


یارشهیـــدشــو؛

مقـــــدس آمارتــې،


ستــا ده یادو لیکم کتـــاب زما شهیـــده یاره
زه دي غمـونوکـړم کبـــاب زما شهیــــده یاره


ستا تصویروسره مې دومره ډيرې وه ژړه لې
اوښکي مې تلي لکه سیلاب زما شهیــده یاره


داستاده مینې تنده چا باندې اوس ماته کړمه؟
چــاتــه دي وکمـــه خــــطاب؟ زماشهـــیده یاره


بیلتــون دي دومـــره درده ولۍ کړه ولۍ یم زه
زړګــې مې نه لري نــور تــاب زماشهیــــده یاره


څۀ په ارمان يــي رانه بیل کړي ښایسته جانانه
دغـــــه ناتـــرســـــه انقـــلاب زمــاشهیــــده یاره


کله چــې یادکــړم آخــــواږه ماذدیګـــرونه آشنـا
بس په خیالوکــي شــم غرقاب زماشهیـــده یاره


ده مقـــدس،زړګې به څنګ ورپسې نه خوګیګــې
چـې تري نه زي ښایسته ګلاب زما شهیـــده یاره


جهــاد موکړو ترســـره"

مقــــدس آمارتـــې،


هـــرڅــۀ مو په ځان وه منل جهاد مــو کړو ترســـره
شیـرین وطـن مـو خلاص کړو نــور ده کفر له ټغـــره


څـۀ سختي تنګي نه وي چې په مونږ باندې رانه غلي
هــر وخــت اوپه هـــرزی کي راته پيښ به ؤ خطــــره


کفـــارمــو دي ایمان اودي جـــزبې ته شـــــول حیرانه
چــې مـونــږ کلـه نیــولۍ ســرو مرمــو ته وو ټه ټـــره


په وینــو مــو اوبه کــړل ده هــیواد تښتــې او غــــرونه
ځــوانـــۍ مـــوکــړي قـــــربان لکه ګــلاب لکه نښتــــره


کـورونه مـــوبمبــار اوهـــریــوکلــۍ مـــوویجــاړشـــــو
ژونــــدون مـــومعلـــوم نه ؤ ګـــر زیـده لــو در بـــــدره


که زمـونږ ده شــجاعت اوده غـــیرت تپـــوس کــوي نو
پوښتنې يي شـــروع کړه له تــــور غــر اوخـــړ سنګـــره


پــــوره شــــومقــــدســـــه ده شهــیــــد جـــانان ارما نــه
راغلـــي ګــــران هیـــواد تــه ده نــن ســــــوله مـــره وره


Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
داهم یـــوه خونده وره عامه ترانه:

په آواز ده تشکيلـــې وزیــرستــانۍ:

لیکــوال مقــــدس آمارتې؛

کــسر
پرچـــې مې کــړي راټول ملګـرو
ده ډرون ګذار کي لګیده لۍ یمه!




Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
ده جهــاد تکلیفونه:

مقــــــدس آمــارتــې،


جهـــادکـــي تکلیفـــونه، زحمتـــــونه دي صاحبه!
مفــت نه دی په کي ستـونزي کړاؤنه دي صاحبه!


هـــر قســـم حالا تــونه به په تابانــــدي رادرو مې
که ډرون، ده که چاپه، که زنــدانــونه دي صاحبه!


جـانان تــه رسیـدل جــانان ګــه ټـل آســانه نه دي
په ســـر لوبــې کــول اوســره اورونه دي صاحبه!


په صل نمو به یاد شې چې په دغي مسیرتګ کړي
هـــریو لګــه وي تـابانـــــدې تـــــورونه دي صاحبه!


هـــر چاچـې دی ټاکلۍ دا تــــور غــر او خــړ سنګر
هغــــو زلمـو ترک کړي خـــپل کــورونه دي صاحبه!


که دومــــره تکلیفـــونه زحمتـــونه شتـــه دنیا کــي
داومنــــه ده بل جهــــــان خــونـــــدونه دي صاحبه!


شـــه صبـــر مقــــدســــه! دالأ پیـــل دی ده دي لارې
په مـــخ کي دي ډیـر پاتې ګــړنګ ګـونه دي صاحبه!


Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
ده پســرلې ده راتګ اوده سوکاله افغانستان په ویاړ؛

مــــقدس آمــارتـــې،


پســــرلۍ شـــؤ خـــواشالې ده په وطـــن کـــي
سپيــــن بیـــــــرق اوآزادې ده په وطـــــن کـــي


شیـــن بهـــاردی راشنــــه شـــــوي سره ګلان دي
هــــــرې خــواته خــوشبـــویې ده په وطــن کـي


ګـــل طـالـــــب دی راروان له خــــــــړ سنــــــګره
څـــومره ښکلي يي ځـــــوانې ده په وطــن کــي


بیافاتـــــح لښکــــــر رادرومـــــې کـابــــل جــان ته
ده مُــــولا صیــب پاچاهـــــې ده په وطـــن کـــــي


هـــــــرســــــړۍ ده مـحـــــبت تـــــــرانـــې وايــې
جـــوړه شــــوي بیـا ښـــــادې ده په وطــــن کـــي


بــــرکــــت وو ستــــاده وینـــــــو شهیــــــد یــــاره
تــاورکـــــړي قـــــربــانــــې ده پـــه وطـــــن کــــي


مقــــــــدســــه! انقــــــلاب ظـــــــالـــــم ختمېـــګـــې
نــورمــــوســـــوله ســـــوکالې ده په وطـــــن کـــــي


د شـاعـرانـو حـجـره
ګرانواو خوژو ملګرو دلته به تاسوته
دافغانستان اسلامي امارت د مشهورو شاعرانو لیکلي شعرونه نشریږی
هیله کوم چینل درسرجوین او نشرکړۍ

@saerano

که څوک.غواړی شعر ورته نشرکړو شخصی کې رابطه وکړۍ
👇👇👇
@Umar876
@Shaerjanan
@baiadar
@Saiedy5
@Mukhbetwardak9
https://t.me/saerano


د پند او نصیحت ډکه کیسه


وایي چې د موسي علیه سلام په وخت کې یو ځوان او یوه نجلۍ په یو بل سره مین شول لیدل او کتل یې زیات شول مینه یې له حده واوښته.

غوښتل یې چې یو ځای شي خو نه کیدل آخر د خپل کلي نه وتښتیدل دواړه ډېر لرې لاړل یو ځای سخت ستړي شول غوښتل یې چې لږه دمه وکړي ځوان وویل ته زما په زنګون سر کیږده ویده شه زه به پئره کوم نجلۍ همداسې وکړل ویده شوه خو څو شیبې وروسته ځوان وپوهیده چې نجلۍ خپل روح له لاسه ورکړی دی او مړه شویده.

ځوان په چیغو وژړل نجلۍ ته یې ډېرې نارې وکړې خو نجلۍ چې په ابدي خوب ویده وه هېڅ غږ یې ونکړو پدې وخت کې حضرت موسی علیه سلام راغلو.

له ځوان څخه یې د ژړا او فریاد پوښتنه وکړه ځوان له خپلو سترګو اوښکې پاکې کړې په ژړاغوني انداز یې خپله ټوله کیسه ورته وکړه د موسی علیه سلام زړه پرې وسوزیده خپل لوی رب ته یې لاسونه لپه کړل د نجلۍ د ژوندۍ کیدو دعا یې وکړه د خپل رب لخوا ورته وویل شول نجلۍ په یو شرط ژوندۍ کیږي ځوان چې څلوېښت کاله عمر لري باید له نجلۍ سره یې نیم کړي کنه نو نه ژوندۍ کیږي موسی علیه سلام ځوان ته دغه خبره وکړه ځوان په ډېره لېوالتیا او په مینه له سوچ فکر پرته خپل نیمایي عمر نجلۍ ته هدیه کړ او په موسکا یې وویل ځه نو دا شل کاله هم ډېر دي چې په یوځای یې تېرکړو او بیا په یو ځای مړه شو.

نجلۍ د موسی علیه سلام په دعا او د رب العلمین په آمر بېرته را ژوندۍ شوه ځوان تېره شوي ټوله کیسه نجلۍ ته ټکي په ټکي وکړه نجلۍ د مننې په انداز وویل ځه ښه ده.

شل کاله هم ډېر دي نجلۍ پسې زیاته کړه اوس ته ویده شه زما غم درباندې تېر دی او خوب دې هم نه دی کړی.

ځوان همداسې وکړل د نجلۍ په زنګون یې خپل سر کیښود ویده شو پدې وخت کې د پاچا زوی په لاره تېریده نجلۍ یې چې ښکلي او جزابې څهرې ته وکتل مال دولت آسونه او غلامان او داسې نور.

نجلۍ بیا خپل مین ته وکتل ځوان یې له پامه بد شو پرېکړه یې وکړه چې همدا د ژوند ښه ملګری دی.

د ځوان سر یې غلی د خپل زنګون نه خاوروته کړ
نجلۍ د پاچا په زوی پسې روانه شوه یو څه وخت وروسته ځوان راویښ شو یو بل خوا یې وکتل نجلۍ نه وه خو آخر ورته معلومه شوه چې نجلۍ د پاچا له زوی سره تللې ده ځوان بیا موسی علیه سلام ته راغی او دغه شکایت یې ورته وکړ موسی علیه سلام ورته وویل چې پاچا ته عارضه وکړه ځوان همداسې وکړل د پاچا په دربار کې یې منډې ترړې وکړې پاچا ته یې همدا خبره وکړه.

چې زوی دې له ماسره زیاتی کړی دی زما نه یې ښځه په زور راوستلي ده پاچا خپل زوی او نجلۍ دواړه راوستل له زوی نه یې همدا پوښتنه وکړه د باچا زوی وویل ښځه ما په زور نه ده راوستلي دا په ماپسې شاته راغله وایل یې څوک نلرم ته مې خوښ شوې پاچا نجلۍ ته مخ واړوه.

آیا
دغه ځوان پخپله خبره کې ریښتینی دی کنه
نجلۍ چې ډېره په ځان مینه وه د مکر او فرېب نه ډکه یوه خندا یې وکړه دا سوالګر نه پوهېږم چې چېرته یې زه لیدلي یم خو په هر حال زه دی نه پېژنم په ټول عمر کې مې هم ندی لیدلی او پخپله دعوه کې بېلکول دروغجن دی پاچا ځوان ته مخ واړوه آیا ته د خپلې خبرې لپاره کوم شاهد لرې کنه ځوان وویل چې موسی علیه سلام لري پاچا وویل که داسې نه وي نو د اعدام زیندۍ ستا انتظار باسي ځوان موسی علیه سلام د شاهدۍ دپاره راوست ځوان د موسی علیه سلام په مخکې یوځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې او احسانونه وریاد کړل خو نجلۍ انکار وکړ دا ځل موسی علیه سلام د پاچا او ټولو خلکو په مخکې پوښتنه وکړه هغه ستا له کوره تېښته او بیا مرګ او بیا د ځوان نیم عمر او هغه لېونۍ مینه آیا دا ټول ته هېروې نجلۍ په ډېرې سپین سترګۍ سره وویل زه نه تا پېژنم او نه دغه سوالګر ځوان او نه زه مړه شوي یم او نه بیا چا را ژوندۍ کړې یم او بس.

موسی علیه سلام ځوان ته مخ واړوه ځوانه مه خفه کېږه اوس ددې فیصلې کلي ستا په لاس کې ده.

خپل عمر دې له رب څخه بېرته وغواړه زړه ماتي دهوکه شوي او ناهیلي شوي ځوان خپل رب ته لاسونه لپه کړل.

او په ډېره لیوالتیا یې د خپل رب نه د خپل عمر غوښتنه وکړه دغه دعا د خولې نه نه وه راوتلي چې نجلۍ د یوې بې اختیاره بوجۍ په څېر راپرېوته پای.

یادونه
دا د عاشقانو او مینانو د ورځې په مناسبت وړاندې شوه هغه ځوانان او پېغلې چې دغه پردی کلتور دلته رواجول غواړي او خپلو عاشقانو او معشوقو ته د ګلونو ګیډۍ او مختلفې تخفې لېږي خپل مور او پلار خواږه وروڼه او خواږه دوستان د یوه بې وفاء او پخپل ځان مین د وخت تابع ملګري په سر خفه کوي دا خو لا پرېږده چې ان هغه غیرتي رب او رسول هم ترې خفه شي دوی دونیا او آخرت دواړه له لاسه ورکړي هیله ده چې پدې آړه ښه فکر وکړۍ نور واضحت ته اړتیا نشته فقط ولیکۍ چې ولوستل شوه په لیکلو مې پوره درې ساعته وخت تېرکړ.


https://t.me/joinchat/AAAAAER6-_J6hM57mLnNaQ


ده ډرون ګــــــذار"

مــــــــــقدس آمــــارتــــې،


پرچې، پرچې مــې کـړۍ راټول ملګـــرو
ده ډرون ګــذار کــي لګيــده لـۍ یمــــه!
فرهر، فرهر سینــه خپــل رب تــه ورزم
لکـــه ګـــلاب نـــن رژیـــده لــــۍ یمـــه!


له بارودي جامــو سنګار شــــــومـــــه زه
په وینــــو رنــــګ لکه انار شـــــومــــه زه
دغـــه تنکي وجــــود مــې اور اخيستــې
ځـــار په لمبو کي سوزیــــــده لۍ یمــــه!


داګـل، ځــوانــې مې له قرآن ځار کړه له!
اوزنــده ګــې مــې له جــانان ځار کړه له!
په ســـرو اورونو کــي ایره، ایره شــــو م
لــه پــاک اسلامــه ځــاريــــده لۍ یمـــــه!


ده چـادیــــدن تـه پــه ارمـــان ګر زیــــدم
په دښتــــو غــــرو اوبــي یبـــان ګرزیــدم
نن ده زړګــې مې ستــر ارمان پوره شــــو
اوس خپــل جانان ته رسیـــــده لۍ یمـــه!


په قـــــربانـــۍ مې افتخــــار کــړه مـــوري
راتــه دعـــا ماښــام سهـــار کـــــړه مــــوري
لــه هـــر کافـــر اوهـــر غــلام ســـــره تــــل
ښــه په مېــــــړانه جنګيـــــده لــۍ یمـــــــه!


ځــار مــــــقدســه! تــه دي زړۀ صبــــــره وه!
هم دي داستــرګــــې او باڼــۀ صبــــــــره وه!
زما دیــــدن نور په جهــــــان کــــي نشتــــــه
زه بـل جهـــان ته کـــو چېــــــده لۍ یمــــــه!


Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
فــــــرهــــر زړۀ "

غزل:

مقــــــــدس، آمـــارتـــــې،


بغیــر له مـابه دي زړګې څــومره خوګيګې آشنــــا
هریو ساعت به دي ده کال غوندي تیريګې آشنــــا

په نیمــو شپـو کي به راپاڅــې شبګيـــرۍ به کــوي
ډیر له ژړا به دي ده سترګــو نم وچیګــې آشنــــــا


تــل به وړي، وړي سلګــۍ کړي له یادوســره مــــې
زمــا یــادونه به دي زړۀ بانــدي وریګـــې آشنــــــا


چې به همیش جوړه،جوړه اوڅنګ،په څنګ ګرزیدو
هغه! وختـــــــونه به له تانه، نه هیــــــريګــې آشنـــا


زه خـــوبــه نـه یــم مازدیګـــر بـه وي تنها به يي تـه
زما غمــــــونه میــــل مانه به دي اوسيګــې آشنـــــا


ومـــــــقدس! تل به ژاړي تصـــــویـــــرو ســـره مــــې ځارمړي،مړي اوښکي به دي سترګونه بهيګې آشنـــــا


آزادي: (ده کــــــپ لســـــمې په مناسبت)

لیکوال مقــــدس آمــــارتـــــې،

ستـــاســــو برکــــت ؤ شهیـــدانـــو آزادي راغــله
دغـــې ګــل وطـــن ته ګلالیـــانــــو آزادي راغـــله


تاند او کړندۍ مـــو وه ساتو ده پاک جهاد میدان
ځار مــو له غیرت شه مه غازیانـــو آزدي راغـــله


تاسوچې داګل ځوانۍ له سپین قرآنه ځارکړه لي
نـن مـــو رنګ راوړي قــربانیانــــو آزادي راغـــــله


ورکــي شــوي ده ظلم تاريکي ظلم شــو ختم نـور
زیـــرۍ درکـــومــه مظلـــومــانــــو آزادي راغلـــــه


مخـۀ ئ خپله کـړي ده په تیښته باندي وو زې اوس
کـــډي دي بــارکــــړي سلبیــــــانـــو آزادي راغلــــــه


ماتي زولنۍ شـوي ده باګـرام پــولي چــرخې زنـدان
خلاص شوي نورله بندنه آي بنــديانــو آزدي راغــــله


وایـــم تبریـکي زه مقــــدس، وه هـــرافغـــان تـه نــن
شـــه مــــو مـــبارک وه افغـــانــانـــــو آزادي راغــــله


👆👆👆👆




خونده وره عامۀ ترانه:
په آواز ده حاکيم سعید هلال آشـــــنا

لیکـــــوال مـــــــقدس، آمــــارتــــې

کــــــسر
وآزادی په تاپسې موډیر زلمې خاوري شول
چې وو زمونږ ده سر سړي آګلالې خاوري شول


Репост из: د شـاعـرانـو حـجـره
مقدس آمارتې

غزل:

پل په پل سلګې دي او ويرونه دي
یاره! څۀ درانه دا ستا غمونه دي

یاد دي زوره ور دي دومره ډیر ګله
ورک مې اوس له سترګونه خوبونه دي

ډ یر له درد بي واکه بي قراره شم
دومره مې وجود باندې در دونه دي

هر څۀ خودي ماسخه اوس وړي دي
پا تي دي آشنا یو څو یاد ونه دي

وسؤ ده بیلتون او رو کباب شو لو
جوړمې ده زړګې په سر داغونه دي

خیال کي خويي ته زما همیش آشنا
ړنګ مې در پسې اوس ټول خیالونه دي

کړي نه شم بیتا زه مقدس، ژوندون
تا پسې مې پري ده زړۀ بند ونه دي

Показано 20 последних публикаций.

7

подписчиков
Статистика канала