غمجن بیتونه😢


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دلته بۀ تاسو ته انتخاب شوي غمجن
او پۀ زړۀ پورې بیتونه نشروو
هیله ده چې چېنل کې راسره یو ځای شئ
او تر نورو یې ورسَوئ
😍

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ژړا خو ګاونډیانو پسې هم سړی کوي
تا پسې خو بل رقم ماتم پخدای پکار وي

همــت



😥💔😥


پۀ حافظه زما ستم مه کوه
څۀ ضرورت دی چې دې بیا پېژنم

حمزه


😥💔😥


.


پۀ دیواله! به مې سر ایښی وي او مړ به ومه
د تنهایی غم مې بیخي ډیر دی قسم ده یاره


.


.


پریږده سړیه هر څوک ځانته، ځانته لاره لري
سـتا پـکې څۀ کار دی، یـار لري کۀ یاره لري؟



.


.


که ژاړې نو د کوم حُسین د مړي سرته ژاړې؟
که ویر کوې نو کومې کربلا ته یې کوې؟

#شهاب


.


.




هغه سهار او مازیګر چې پکې ناست وؤ دواړه
هـغه ځایونـو ته پـۀ چیغو، چیغـو وژړیــدم😭



.


.





د نفرت نامه دې لرې شي له ژونده!
خدایه! عام کړې محـبت کلي په کلي







.


.



د درد له څړیکو را وتلی خمار
دې لیونتوب هم په ما ناز وکړ





.


.



ورته وایه چې دعا سالک ته وکړه
خو خبره درنه نۀ شي چې ناروغ دی!
#استادسالک





.


.



انځورګره! درد او چيغې رسموئ شې؟
انځورګره! چې ډک ﺯړونه درته تش کړو





.


.



هو یاران مې د توپان په شپه معلوم کړل
چې زه ونړېدم دوی رانه روان شول






.


.



ستا د تلو نه پس مې زندګي بدرنګه شوې ده
اوس چې ورته څومره آرایش کومه نه کیږي
#ضمیر





.


.





منمه ملامت یمه چې بېرته درته راغلم
خو څه وکړم چې نه مې هېرېدې را یادېدې





.


.



عجيبه شانتې کيف ؤ اخ اوله ملاقاته!
خبرې څۀ وړې، وړې مرۍ کې بنديدې





.


.



زۀ پۀ کې ژوندون د باچـــاهي کوم
خړ کلی مې خوښ دی د يو چا سر





😥💔😓


.


بد نصیبي ده څوک مو نه خپليږي
ګني خدمت مو د هر چا کړی دی





😓💔😓


تۀ بختور یې، تۀ پۀ هيچا پورې زړۀ نۀ تړې
زۀ لیونی یم، مړه زۀ پرې سم ایمان راوړمه




😓💔😓


.


نور چاته نۀ وایم چې ګران یې راته
بیا کبرجن شي او مغرور شي سړی



😥💔😥


زما د سترګو عادتونه دې خدای ورک کړي
د یار سترګې رانه غواړي، خو یار نشته





😥💔😥


😥ـ

څوک مې د سترګو د لیدو لیوني
څوک راته وايي چې راګورې ولې



😥💔😥

Показано 20 последних публикаций.

96

подписчиков
Статистика канала