اســلامــي بيـانـونـه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د اسلامي بيانونو چينل
دلته به داسلام د هر ستر داعي بيانونه له تاسو سره نشروو.
هیله ده کانال ته جواین شئ.
او بیانونه تر نورو ورونو هم ورسوئ، تر څو نه ختمېدونکی ثواب مو نصیب شي.
@ZAHIDAF ?ادمین
@Omar_Af ? تبا
https://t.me/joinchat/AAAAAEQEPMj3hqENcfRKUg

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: شیخ سردار ولي حفظه اللّٰه
زیری زیری زیری د شیخ سردارولي مینوالو ته په یوټيوب ڪے ڪــانال پرانستل شوه هتما یے سبسڪـــرايــب او نشر ڪــڔئ.👌👇
https://www.youtube.com/channel/UCY8I_cvo9sZXsrnIH_qMLLw?app=desktop


Репост из: قصص الانبیا اسلامی پاڼه
✍موضوع: دانسان سخه پر درېمه مرحله دروژې پوښتنه

شیخ مولوی اطیع اللہ صاحب چمن

استاد الحـدیث📒
جامـعـه اسلامیه علامه ٹاون بائ پاس
چمـن بلوچستـان پاکستان




د هغه جنت د پاره عمل وکه چی۔۔

🌸مولوی عنایت الله علمی صاحب🌸

ټیلیګرام چینل:👇👇👇
https://t.me/HaqaLar
•┈┈••✾•🌸🔷🌸•✾••┈┈•


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI


سوال او ځواب
شيخ القران سردارولي حفظه الله
T.ME/MOLANASARDARWALI




Репост из: اسلامی اودینی معلومات
🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم🌹
د جنسي فلمونو د فاحشې وباء ضررونه

دوهمه برخه 👉
ضروریی وګوری اوده ملګروسره یی شریک کړی👌
اول قدم کې ددې بې شرمه فاحشې او هلاکوونکې وباء چې په ډيرو ځوانانو ، نجونو او حتی لويانو کې سرايت کړی دی دنيوي او اخروي اضرار بيانوو او بيا ددې وباء څخه د خلاصون څو وصايا بيانوو.
د جنسي فلمونو ، سريالونو کتلو دنيوي او اخروي اضرار :
۱- دا چې دا فلمونو کتل پخپل ذات کې د کبيره ګناهونو مجموعه ده د هغه سربيره په نورو هلاکوونکو ګناهونو د اخته کېدو سبب کيږي لکه : زنا ، لواطت ، استمناء (خپله انزال ) او نور .
۲- په حرامو کې د مال مصرفول .
۳- عقلي تشويش او ناآرامي ، فقط د شهواني خيالونو پالنه او روزنه او په دې کې د خپل فکر مشغول ساتل ، د الله تعالی د ذکر او ياد څخه عفلت اخيارول .
۴- د جنسي قوې له لاسه ورکول .
۵- د حياء او غيرت ضعف ځکه چې ددې ډول فلمونو کتل په انسان کې حيا له مينځه وړي
حال دا چې حيا د ايمان برخه ده ، په حديث شريف کې راغلي : «الحياء من الايمان» .
په بل حديث شريف راغلي : إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ» (رواه البخاري ) .
ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .
د «فاصنع » په لفظ کې أمر د اباحت لپاره نه بلکي د تهديد لپاره دی ، يعنې حياء د بدو کارونو په مخ کې د ديوال او مانع حيثيت لري .
۶- د مزو او چړچو خيال کول او دا تمه لرل چې خپل ژوند به په شهواتو او خوندونو کې تيروم ، که څه هم د ګناه خوند ډير لږ او غم يې هميشه وي ، خو داسې خيالونه کول خپل ځان ته د دوزخ او سختو عذابونو د لارې ټاکل دي ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» ( او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی ) .
۷- د خاوند او ميرمنې ، والدينو او اولاد تر مينځ د مشکلاتو پيدا کېدل او د ژوند خرابېدل ، بلاخره د خاوند يا ښځې بغاوت ، او طلاق او يا د اولادنو بغاوت .
ځکه دغه فلمونه ټول د کفري ټولنې په معيار جوړشوي او ترتيب شوې دي چې د همدې بغاوتونو درس ورکوي .
۸- کله چې ښځه تر خپل خاوند عصري او مډرن نارينه ويني او خاوند تر خپله ښځه مډرن او د دوی په خيال ښکلې او فيشنې ښځې ويني نو خپل خاوند يا ښځه يې تر نظره ضعيف ورځي چې بلاخره يو د بل څخه د کرکې او پخپل خيال د بيګانه سره رابطه ساتل او جوړول غواړي چې ددې شيطاني خيال پايلي ډيرې خطرناکې دي .
۹- د زوجين تر مينځ د محبت له مينځه تلل ، د فلمونو کتل ګناه ، ګناه په زړه کې تياره پيدا کوي ، د زړه د کلکوالي سبب ګرځي بلاخره يې له يو بل سره د محبت پر ځای کرکه زياتيږي ځکه محبت په تقوی کې دی او کرکه په ګناه او شيطان دوستی ده ، همدا وجه ده چې نن په ډيرو کورنيو کې د خاوند او ميرمنې ، والدينو او اولاد تر مينځ سخت اخلافات دي .
۱۰- د سترګو نه ساتل او د بيګانه ښځو طرف ته ډير ډير کتل ، که څه هم دا يو مستقله ګناه ده خو له بله اړخه دنيوي عذاب دی چې خپله د انسان عزت ته لويه صدمه رسوي .
۱۱- د برکت له مينځه تلل او د مشکلاتو زياتوالی .
۱۲- د اسلامي اخلاقو او آدابو پر ځای د کفارو ، فساقو او فاحشو خلکو کردار او ګفتار زده کول او په هغه باندې عادت کېدل .
چې په دې باره کې رسول صلی الله عليه وسلم پخوا وړانديز کړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ…» (البخاري).
ژباړه: حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي .
۱۳- د زړه کلکوالی او په عباداتو کې سستي او بلاخره د عباداتو نقضان او ضايع .
۱۴- په دنيا کې د ژوند د اصلي هدف څخه انحراف او خپل څو ورځې ژوند بربادول.
دنيا څه ده ؟ او په دنيا کې د ژوند غرض او مقصد څه دی ؟
الدنيا : ظل يزال ( دنيا تېردونکی سيوری دی ) ، دلته څو ورځې ژوند دی چې بيا هيڅکله نه را ګرځي .
په دنيا کې د ژوند عرض د الله تعالی بنده ګې کول او مقصد يې د الله تعالی رضاء حاصلول او آخرت د تل تر تله ژوند لپاره د نجات او سعادت توښه برابرول .
همدا وجه ده چې الله تعالی په زمانه باندې قسم کوي [و العصر] ځکه چې د انسان د پاره په دنيا کې ژوند ډير زيات اهميت لري .
قسم پر الله که سړی يوازې د دنيا د ژوند په مقصد ځان پوه کړې نو په تير عمر به ډېرې اوښکې تويې کړي او هيڅکله به خپل ژوند په لهوو ، عبثياتو او ګناه کې تير نکړي .
و بالله توفيق وصلى الله على خير خلقه محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين


.


هیله لرم چی د ثواب په نیت یی له خپلوملګرو سره شریک کړی

ستاسوددعاپه هیله

برکت الله جلالی


Репост из: صداى اصلاح _ اصلاح غږ
زموږ يوټيوب چينل ته حتماً جواين شئ.

@KhaialMazal 👌👇👍
https://www.youtube.com/channel/UC9olp6APCEb6kiafbOyPTIQ


Репост из: اسلامی اودینی معلومات
🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم🌹

د جنسي فلمونو حرمت

د جنسي فلمونو کتل په کتاب الله ، سنتو او د امت په اجماع حرام دي .
۱- الله تعالی مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته حکم کړی چې تاسې به بيګانه ته نظر نه کوئ ، لقوله سبحانه وتعالی : الف : بيګانه نارينه او ښځو ته د شهوت په نظر کتل ، حال چې الله تعالی حکم کړی دی :[قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ * وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ …] (النور: ۳۰/۳۱) .
ژباړه: او ووايه (ای رسوله! )  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي.او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترکې خپلې ( له نا محرمو ) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي .
بيګانه ته د شهوت په نظر کتل د سترګو زنا ده ، په حديث شريف راغلي : «فزنا العين النظر» (رواه البخاري : ۶۲۴۳) .
۲- د بيګانه ښځې يا سړي اصلي عورت او د هغه ويديو او تصوير ته کتلو کې فرق نشته او دواړه حرام دي، ځينې معاصر فقهاؤ وايي چې تر اصلي نظر فلم او تصوير زیات خطرناک دي ځکه اصلي نظر مأکد وي او جنسي فلم څخه زياته استفاده کولای شي چې فتنه زياته ده .
د بيګانه سړي او يا ښځې عورت ته کتل حرام دي ، رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» (احمد ۵/۳،۴ – ابوداود :۴۰۱۷ ، ترمذي :۲۷۶۹ ) .
ژباړه: شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې.
د جمهورو فقهاؤ په نزد د ښځې ټول پرته له لاسونو او قدمونو او د مخ پټول د فتنې له وېرې په حجاب کې شامل دی .
جاء في موسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الأسلام) :
ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّ جِسْمَ الْمَرْأَةِ كُلَّهُ عَوْرَةٌ بِالنِّسْبَةِ لِلرَّجُلِ الأَجْنَبِيِّ عَدَا الْوَجْهَ وَالْكَفَّيْنِ ؛ لأَنَّ الْمَرْأَةَ تَحْتَاجُ إِلَى الْمُعَامَلَةِ مَعَ الرِّجَالِ وَإِلَى الأَخْذِ وَالْعَطَاءِ لَكِنْ جَوَازُ كَشْفِ ذَلِكَ مُقَيَّدٌ بِأَمْنِ الْفِتْنَةِ . وَوَرَدَ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ الْقَوْلُ بِجَوَازِ إِظْهَارِ قَدَمَيْهَا ؛ لأَنَّهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى نَهَى عَنْ إِبْدَاءِ الزِّينَةِ وَاسْتَثْنَى مَا ظَهَرَ مِنْهَا . وَالْقَدَمَانِ ظَاهِرَتَانِ ، وَيَقُولُ ابْنُ عَابِدِينَ : إِنَّ ظَهْرَ الْكَفِّ عَوْرَةٌ ؛ لأَنَّ الْكَفَّ عُرْفًا وَاسْتِعْمَالا لا يَشْمَلُ ظَهْرَهُ . (موسوعة الفقهية ۱۶/۲۲ ،بدائع ۶/۲۹۵۶ ، حاشيه ابن عابدين ۱/۴۰۵ ) .
و جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :
ولا فرق بين مشاهدة المرأة الأجنبية على أصل خلقتها ، أو على صورة ثابتة ، أو متحركة ، أو كانت رسوماً يدوية ، فكيف إذا كان المشاهَد هو عورات ! ومشاهد جنسية مثيرة .
۳- جنسي فلمونه ته کتل د زنا او لواطت لويه وسيله ده ، الله تعالی مونږ ته حکم کړی چې : [وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً] (سوره الإسرا:۳۲ ).
ژباړه: او مه نږدې کيږئ تاسې زنا ته (د زنا له اسبابو ځانونه وساتئ) يقيناً چې دا زنا قبيحه او بده لاره ده .
۴- د الله تعالی د ذکر څخه غفلت هر هغه څه چې انسان ته د دنيوي او اخروي ضرر سبب ګرځي ، انسان له غفلت سره مخ کوي حرام دي ، د اسلام عامه قاعده ده چې :« لا ضرر و لا ضرار في الأسلام » ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته ) .
او الله تعالی فرمايي : [وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا..] (طه : ۱۲۴ ) .
ژباړه : او هر چا چې مخ وګرځاوه له ذکر زما ( زما اطاعت يې پرېښود او د خواهشاتو او طاغوت لاره يې غوره کړه ) پس يقيناً هغه لره به تنګ او سخت ژوند وي .
هر هغه څوک ، هر هغه شبکه او اداره چې دغه فاحش عمل په خلکو کې رواجوي ، دغه ډول فلمونه اسلامي ټولنو ته واروي د هغو لپاره په دنيا او آخرت کې د سخت عذاب خبرداری ورکړ شوی دی :
« إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » [النور :19]
ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .


.هیله لرم چی د ثواب په نیت یی له خپلوملګرو سره شریک کړی

ستاسوددعاپه هیله

برکت الله جلالی


Репост из: ټکنالوژي زده کړه
مسنجر کارونکو ته زيرى اوس مسنجر ملګرو يا ګروپونو ته pdf کتابونه ولېږئ 👇
https://www.youtube.com/watch?v=IBpsbhnfIOA
په لينک کلېک کړئ او طريقه وګورئ. 👆


Репост из: پښتو ډيزاين
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
پکسل لايب کې د ډيزاين زده کړه
@pashtodesign
@tecnologyzdakra

Показано 20 последних публикаций.

1 016

подписчиков
Статистика канала