هلمند او اوبه !
دا بلکل ستر حقیقت دی چې اوس د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د څښلو پاکې او خوږې اوبه پر نشت حساب دي، په ځانګړې ډول موسی کلا، زمینداور، واشیر، نوزاد، مارجه، ګرمسېر، خانشین او دیشو خو هغه ولسوالۍ دي چې اوس مهال پکې ۹۰ سلنه د اوبو برمې وچې شوي او یا په ډېره کمه اندازه اوبه راپورته کوي، که هرڅومره ځمکه نوره هم لاندې پسي ژوره شي بیا هم کافي اوبو ته لاس رسی ناشونی شوی.
په یادو ولسوالیو کې د اوبو د نشوالي له امله، داسي ډير کلي شته چې مکمل تش شوي او اوسېدونکي يې نورو سیمو او یا مرکز لښکرګاه ته را کډه شوي دي. پر نورو سیمو به ددې خلکو د ورتګ اغېزې هم ډیري شي او له حده ډېر به په نورو سیمو کې هم د کښت او څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی ګران او بلاخره به ددې ولایت اوسېدونکي بحران ته ننوزي چې له خپل ولایته به نورو ولایتونو کډې کولو ته مجبوره وي.
که يې څوک مني او کنه، که مسلکي وي او یا غیر مسلکي نو دا خبره باید ښه په غور سره واوري چې په راتلونکو نژدې وختونو کې به شته اوبه نورې هم د ځمکې شکم ته ځي او بیا راپورته کول به يې ناممکن وشي. په داسي حال کې چې هلمند او شاوخوا ولایتونه يې د بارانونو پرمهال هم ددې ستر الهي نعمت څخه بې برخې پاتې وي او په ډېره کمه اندازه پکې باران کیږي، چې یو علت يې هم همدا د ځمکې له خېټې د اوبو زیاته ګټه اخیستنه، د شنو سیمو او ځنګلونو نشتوالی او وچ اقلیم يې د ګڼو نورو سببونو له جملې څخه دي.
د هلمند د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، سره له دې د هلمند سیند تر اوبو لاندې ځمکو او ولسوالیو کې په لکونو برمې او ژورې څاګانې وهل شوي دي، ترڅنګ يې ددې ولایت ټولې دښتي سیمې کرنې ته جوړي شوي چې تر اوبو لاندې هلمند په پرتله ( درې هلمنده ) نور ترې جوړېدلای شي، دې دښتې سیمو ته په میلینونو برمې ایستل شوي چې شپه او ورځ يې د سولرې هندارو او واټرپمپ په مرسته د ځمکې له خېټې اوبه راپورته کوي او کښتونه پرې اوبه کوي. داسي هم ویل کیږي چې ډيرو سیمو کې یوه کروندګر د خپلې ځمکې خړوبولو لپاره هم مهاله څلورـ پنځه برمې وهلي وي او اوبه راپورته کوي، د ورځې سولر یا شمسي هندارو او د شپې مهال واټرپمپ څخه ګټه پورته کوي.
همدې بې درېغه د اوبو استعمال اوس د څښلو اوبو ته لاس رسی ګران کړی او ۹۰ سلنه برمې او ژورې څاګانې وچې شوي دي، دا باید په یاد ولرو چې تر ځمکې لاندې اوبه یوازې د څښلو لپاره دي او بس.
ددې ستونزې حل لاره څه کېدلای شي؟
بله هیڅ حل لاره نه لري پرته له دې چې د اوبو واړه او لوی بندونه جوړ نه شي، د نقشې له مخې د دواد خان له وخت څخه د زمینداور کانال، د موسی کلا بند، د نوزاد فرهاد بند، په واشیر او ځینو نورو ولسوالیو کې د کوچینیو بندونو ډیزاینونه شوي دي، چی عملي کارونه یی پاتې دي چې له داود خان را وروسته تر اوسه همداسي په ټپه ولاړ دي.
دا خبره، مطلق غلته او نا سمه ده چې ځیني خلک وايي، بندونه بیخې ډیري پیسې غواړي، ولسونو او حکومتونو ته د ولسوالۍ په سطحه د بندونو جوړول بیخي اسانه خبره ده هیڅ د ستونزې خبره پکې نشته. د هلمند اوسنۍ بغراوي او کانالونه د ظاهر شاه خان په وخت کې په کولنګ او بېلچه ډیر کم په بلدوذر ایستل شوي دي، نو تاسي يې د اوسنۍ ټکنالوژۍ سره پرتله کړئ.
که خلک لاسونه سره ورکړي، نو په هره ولسوالۍ کې د خپلو افغاني انجینرانو په مرسته د اوبو بندونه او چیک ډیمونه جوړولای شي. اوس چې پوره امنیت او آمن دی نو د لویو او اساسي پروژو د عملي کېدو لپاره ښه فرصت دی، هلمندیانو ته ډېره اسانه ده چې د خپلو مشرانو او چارواکو په مرسته تر مرکزه خپلې غوښتنې ورسوي، د مرکز پاملرنه د اوبو د اوسني بحران د مخنیوي لپاره راجلب کړي او د اوبو بندونو د جوړولو لپاره لاس په کار شي. اوس لا سر وخت دی د هر کال په تېرېدو سره اوسنی بحران نورهم پراخیږي.
که د ولایت، ولسوالۍ او کلیو په سطحه شوراګانې جوړي شي، سم خلک يې په مسئولیت کې راوستل شي او هغوی د مسئولیت احساس وکړي نو دا اطمینان هم شته که حکومت د بندونو جوړولو ته پیسې هم ورنکړي نو د ولسونو په ناچیزه مرستې او پیسو او همداشان خپلو افغان او با احساسه انجینرانو په مرسته به په لسګونه د اوبو بندونه او چیک ډېمونه جوړ کړي.
هلمند چې شل کاله د جګړې مرکز بلل کېده، په هره سیمه کې يې خلک سخت وځپل شول، نو اوس مهال په اساسي پروژو کې يې حق دی چې ورکړل شي او هلته د اوبو شته بحران مدیریت کړل شي.
د یوه اباد، زرغون او د اوبو ډک افغانستان په هیله
یادونه: دا لیکنه او معلومات مو د هلمندیانو د بیا بیا غوښتنو او د اوبو د شته جدي ستونزې د مخنیوي او حل لپاره خپره کړه، تاسې يې هم درسره خپره کړئ چې یاد ولایت کې شته ستونزې ته حل لاره ولټول شي.
*#کابل_ټکي_کام
Kabull.com*
🌍🤝🏻
https://t.me/Kabullcom