ده شاعرانو کور


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


سلامونه خوږو قدرمنو ده شاعرانو کور ته ښه راغلاست
تاسو کولای شی دلته ده ټول افغانستان ده پیاوړو او تکړه
شاعرانو شعرونه راسره وگوری او خوند تری واخلﺉ
ملتیا مو وکړﺉ مینه او مننه
محترم شاعران کولاي شي زموږ سره له دی لارې رابطه وکړي
@Kamadhh6

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو لیست جوړو هر ملګری که غواړی چینل لیست ته داخل کړی رابطه دی وکړی

@Kamadhh6


محترم شاعران کولاي سی خپل شعرونه دلته راولیگه

@Kamadhh6


څادر دي لنډ مشه نظر دي یو په ځان مشه
دوربين د فکردي مات مشه زړه سندان مشه

د خپلو پلار مشې چي څو دیتيم پلار نشې
دواړه دي سمي شه اوهېردي غريبان مشه

چي د يو بل هينداره ګرځوې  یو بل پسې
ماته دي خپله آينه د خپل ګرېوان مشه

مخه وهه خو شاته ګوره شاته څه پرېږ دې
پلونه دي وران مشه تڼاکي دي تاوان مشه

ای د مکاري بوډۍ ټال کي کشر ناست مشره
مراندي دي ټينګ شه سلاکاره دي کشران مشه

شابه ته مرستي رالېږه نړۍ زه نه یم خوښ
خیَر هم نه یوسې او کور دي هم ودان مشه

منعمه خپله رمه څاره چـــوپان هم څاره
بخت دي کوټه مشه لېوۀ د چاچوپان مشه

قاري محمد خالد منعَم


ملګرو ده مازدیګر تبادیله سنګه خوند کوی حله راشی 👇👇👇👇🙈😂😂
@Kamadhh6


له ښکلا ډکـه یـــــې څهره ده
طالب زلمی څمره ښایسته ده

حُسن کې وړی یی نمبرله ټولو
دښکلا ګــانـــــو مجموعه ده

له سپین جبینه یی تړلی ده ځار
ده لاَ اِل‍ـٰــــــهَ کــــلـــیمـه ده

غیرت کې ټولو ته معلوم دی جانان
له دښـمــــن وړې معـرکه ده

غربي نړۍ یی خاص له نوم ډاریږي
غـربـي نــړۍ تــرې په لـړزه ده

عُجـز تقـوا ته یـې سلام دی زما
بیخـي یـی پاکه عقیـده ده

ساحل نجرابي افتخار پرې کوم
ځـکه مـې مینه ورســره ده


#ساحل نجرابي


#غزل
کله  نا  کله  خــــــــو رالیږه  یو  سلام  لالیه
چي هیرمي نه کړي یادوه مي تل مدام لالیه

مانه چي څوک وپوښتي ولی چاپسی ژړیږي
بس سم له لاسه ورته  وادي خلمه نام  لالیه

له انتظاره مې شوي②سترګي څلور درپسي
دراتلو  لاري  دي  څارم  سهار  ماښـام  لالیه

ددي نه پس به نور دستا کلی ته نه  درځمه
ځکه لږیـــــږی  هلته  مـــا باندی  الزام  لالیه

بیا هغه ورځ زما نیکمرغه وي خوشحاله یمه
په مسینجر واټساپ چی رادشی پیغام لالیه

ای  مـجاهد  ذبیح الله  زه به  سبق ته درځم
که چیرته ته زْمُوْنږ دجومات شولي امام لالیه
#شاعر_ذبیح_الله_مجاهد
رابطه واټساپ:
0783729099


*شپونکی*

شپونکی په خوب ویده وو شپېلۍ هیڅ نه ږغېده
وشــتـلــی چــاپـــه زړه وو شپېلۍ هیڅ نه ږغېده

ده غـــره لمـــن کــي ځکه قهــرجـــن غُبــار پرېوتی
لـــه درد ډک ازانــګــــه وو شپېلۍ هیڅ نه ږغېده

هــغــه ده پــه خــواني کوچیانـــو خـواکي تیردمه
ټـــول کلی چــپه خوله وو شپېلۍ هیڅ نه ږغیده

لــه درده یـــه رشتــیا وه رنـګ تــه نـه کـتل کیدله
تــک تـــور لکه سـکاره وو شپېلۍ هیڅ نه ږغیده

یـــوچــــا رمــه څــارلــه غــریــونیــــولــی ورسره وُ
تکیـه پــه ســرده غــره وو شپېلۍ هیڅ نه ږغیده

خــادم ده چــا یـــادونـه دَ سینې منځ کــي ساتله
ناسـت سـر پـه ځنګانه وو شپېلۍ هیڅ نه ږغیده


خَادِمْ غُوْرمَاچِي


°°°°° ســـــپـيـنه بــیرغـه°°°°°

په ناز رپيــږه په کابل بيرغه
اوچت دې غواړو تل تر تل بیرغه

ځای دې ده سپينه ماڼۍ سپين نشانه
تابه ور وړو که خدای کول بیرغه

تر تا سرونه ځاروو په ميـنه
تا په سرونو ساتو ګل بیرغه

ته د سپيڅلي پاک نظام نښه يې
په مونږ دې فرض دي نازول بيرغه

په مرتدينو به خود بد لږيږې
يې د اسلام د سپين مشعل بیرغه

زينت الله دې په ستايلو عاجز
ګلاب، ريحان، نرګس، سنبل بیرغه

شاعر زينت الله حيدري
@Kamadhh1


°°°°° غلامان در باندې وشیندم °°°°°

ځان درنه لوګی کړم که چشمان درباندې وشيندم
زړه درنه قربان کړم که ګلان درباندې وشیندم

ځار د اسلامي نظام د ننګ او د غيرت ژونده
زه دې صدقه شم او جهان در باندې وشیندم

ځار محمدي سپينه بیرغه له تا زړونه ځار
ګل د ګلستان،سنبل،ریحان درباندې وشيندم

ځار دې شم طالبه قهرمان د زمانې يې ته
رنګارنګ ګلونه ښه پریمان در باندې وشيندم

خلاص به دې صفت زینت الله په څو بیتو نکړي
بیت په بیت شعرونه او دیوآن درباندې وشيندم

شاعر زينت الله حيدري
@Kamadhh1


تقبله الله😰

دنجات پریشتې راغلی دجومات ملا شهیدؤو
کابل هم ورپسی ژاړی دهرات ملا شهید ؤو!!

اسراعیل_زړګی


محترم شاعران کولاي سی خپل شعرونه دلته راولیگه

@Kamadhh6


د اتل قهرمان شهید شیخ رحیم الله حقاني تقبه الله سپڅلي روح ته..........


اشنا دغیرت غر د ننګ منار مو را ګذار شو
یو ملک راته یتیم شو او یو ملک زمونږه خوار شو

شهید چې شولو شیخ رحیم الله د زړو تسل مو
را مات د غیرت څلی ها د ویاړ اوچت منار شو

دنیا وه پرې اباده دا ملت پرې ځلیدلو
تیارې شولې خپرې او هر محل غبار غبار شو

د حق دښمنان ټول ترې لړزیدلو ريږدېدلو
شهید د حق دښمنو په لاس هغه افتخار شو

شاعر زینت الله د حق شمعې سپین مشال وو
خزان په ملت راغی مرور ترینه بهار شو

شاعر زینت الله حیدري
@Kamadhh1


°°°° .ـ مــــورې ـ. °°°°

له خوند لذت ددنياګۍ نه مې وېستلې مورې
ډوډۍ به پاتې شوه چې ماته به راتللې مورې

په نيمه شپه به له خواږه خوب نه راجګه شولې
په چغو چغو مې له خوب نه جګولې مورې

ته به د کور په کار لګيا وې ما به وژړلو
کار به شو پاتې خو تر ما رارسيدلې مورې

ژوند کې راحت، ژوند کې سکون، ژوند کې ارام دې نه وو
زما په درد به دردېدلې ځوريدلې مورې

زه دې له هرې قطرې اوښکې صدقه شم ګرانې
ځار درديدلې کړيدلې ځوريدلې مورې

زما محبوبې قدردانې قهرمانې مورې
غمو خوړلې، نازولې اخ اتلې مورې

زینت الله به دې ستاینه لا تمامه نکړي
که مې په هر په کلام کې بار بار یادولې مــورې

شاعر زینت الله حیدري
@Kamadhh1


چا دزلميو وينې وز بېښلې
چادزلمو غوښو کباب وخوړو

دچاله مټو چې غليم لړ ځيده
هغه زلمی هم انقلاب وخوړو

که داحلات وي دابه هم واورې
تراب، تراب، شو او تراب وخوړو


#تراب تګابي


Репост из: ده شاعرانو کور
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو پستونو ته👍یا❤️ورکوی مننه😍


د اوښکو اميل

دتورې شپې لمن کې ستا يادونه راسره دي
خپل غم خو مې لا څه کړې ستا غمونه راسره دي

دهجر په ځنځير باندې تړلی يم سلګۍ کړم
په غاړه سم داوښکو اميلونه راسره دي

خپل خوار غريب قسمت ته کړم ګيلې په سوچ کې ورک يم
پـــه دې ستړې دنيا مات ارمانونه راسره دي

له ژونده ستړی شوی يم اوږو باندې مې بار ده
په خوله سوی فرياد په زړه داغونه راسره

چي تاکړې رانــه بيلې دژوند لارې رانه لاړې
له ها وخت مې خوب ورک دی بس سوچونه راسره دي

احمدالله وفا يم دخــــپل زړه ازار وهلی
دمات زړه لا اوس هم څه ازارونه راسره دي

#احمدالله وفا


په یودریزقاایم یویې منهج یویې مسیردی
عمره  نن په غیږ دخراسان کې یو امیردی



یعقوبه دعمر مـماثـلت درســره ډیـــردی
یعقوبه له عمر سره دې لـګ زره تــوپـیردی



اوس غیــږدامارت ده فـــرق نــکړي دافــرادو
اوس ټول علاسَوّیادي که ملنګ دی که سفیردی



سوګ غټې وظیفې کړي چـې امامَتُ لعُظما
څوګ خپلې مخکینۍکړي چې امامَتُ صَّغیردی




لا تـانــــده  لا ځلانـده مـو واقد مفکوره ده
لامټـودقـلم کې مـو دوخت سفاک اسیردی

          واقداحرار


محترم شاعران کولاي سی خپل شعرونه دلته راولیگه

@Kamadhh6




. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

1ای په سرولاړاسمانه ولي نه ژاړې په چیغو
2سترګي اړوم یاره هیڅ دي نه وینم یاره

ترنم مولوي سیدسبحاني اغا😍
شاعران  سعید. خوشحال صفت

Показано 20 последних публикаций.

337

подписчиков
Статистика канала