ــ په نښتو او جګړو کې د تیر په شان د ملکي خلکو ژوند ته نوره هم خاصه توجه وکړئ، اسلامي امارت د همدې مقصد لپاره ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارلې چې د جګړو په جریان کې د مجاهدینو لخوا څوک متضرر نشي.
اسلامي امارت په دې برخه کې خاصه توجه لري او ټولو مجاهدینو ته تاکیداً هدایت کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي له کمیسیون سره همکاره واوسي او د عامو خلکو ژوند ته تر هرڅه ډير پام وکړي.
ــ اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره هم لري، هیوادوال کولای شي چې د هرچا لخوا ورسرهکه خدای مه کړه کوم ظلم او زیاتی وشي نو د سمع شکایاتو له کمیسیون سره دې تماس ونیسي او خپل شکایت دې ثبت کړي. همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کیږي چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده د محاکمو له عالي ادارې اونظامي کمیسیون څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.
ــ د صحت په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، چې د همدې کار لپاره د صحت کمیسیون په کار بوخت ده، هغوی ته لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولوسیمو، خصوصا په نویو مفتوحه ساحو کې صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او هلته د صحت مسئلې ته توجه وکړي، له نړیوالو صحي مؤسساتو او سازمانونو سره دوامداره اړیکې وساتي او د خپلو هیوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.
ــ دیني علماء کرام دې په ټول هیواد کې د خلکو په دین خبرولو، پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د دعوت، ارشاد کمېسیون سره په همکاري ډيره توجه وکړئ، هر ملت او هیواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوی باید په دې برخه کې لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکود اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.
ــ د اتباعو د حقوقو په برخه کې اسلامي امارت د هېوادوالو حقه حقوقوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو لپاره د تعلیم مناسب چاپیریال برابریږي، په دې اړه به د اسلامي امارت لخوا خاصه توجه کیږي.
اسلامي امارت د اسلام د احکامو او د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.
ــ ټول با استعداده او مسلکي اقشار، پوهان، استاذان، ډاکټران، ساینس پوهان، انجینران او تعلیم یافته کدرونه، ملي تجاران او سرمایه ګذران دې بشپړ ډاډ ولري چې د اسلامي امارت په راتګ سره به دوی ته هيڅ زیان نه رسیږي، زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، راتلونکی نظام به دوی ته د قدر په سترګه ګوري، همدا راز هېوادوال باید له هیواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي، د اسلامي نظام په جوړیدو کې به ټول ونډه اخلو اوله همدې لارې به خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو، اسلامي امارت په دې اړه ټولو ته ډاډ ورکوي.
ــ مجاهدین باید خپلو ورځنیو اعمالو، په جهاد کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه ځان وساتي، چې خدای مه کړه دا د الله تعالی نصرت ترې لرې نشي بلکې لا ډير شي.
د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا نوې نیول شوې وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د تخریب، له هېواد څخه بهرته د انتقال، ضایع کیدو او بې د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري.
همدا ډول له دښمن څخه په ولسوالیو او نورو حکومتي دوايرو کې مهم اسناد، د تذکرو او قبالو ارشیفونه او نور اړین توکي پاتې دي چې محفوظ ساتل يې زموږ مکلفیت دی او باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړئ، او مخالف لوری هم باید له ولسوالیو څخه د وتلو په وخت کې دغو اسنادو او آرشفونو ته زیان ونه رسوي.
ــ په هیواد کې د بیوزلو، یتیمانو، معلولینو، د بندیانو د کورنیو او نورو محتاجو خلکو د احتیاج پوره کولو لپاره ډيره هڅه په کار ده چې وشي، اسلامي امارت د دغه ځوریدلي قشر لپاره ځانګړی کمیسیون لري، لارښوونه ورته شوې، چې د خپلو امکاناتو په دایره کې له بیوزلو، همدا ډول د یتیمانو او کونډو له کورنیو او نورو محتاجو خلکو سره هره ممکنه مرسته وکړي، په دې کار کې د ټول ملت مسئولیت هم ډیر دروند دی، چې په روانو سختو اقتصادي شرائطو کې له غریبو او محتاجو خلکو