ثاقب ملنګ


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم خوږو ملګرو دلته تاسوته نعتونه ترانی ډیزاین شوی انځورونه او pdf کتابونه نور معلومات نشره وو
https://www.facebook.com/profile.php?id 👆فسبوک

https://t.me/MalangJanan
☝ شخصی
https://t.me/joinchat/Vo-05sWqSrqckON-

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: زمـوږ _هـیرشـوي _ویـاړونـه
مُلا چې انقلابي نسي ترهغې یي اومته دعلم حقیقي نفعه نه رسیږې
مُلا چې انقلابي سوۍ حاکمیت سیاست او نظام یې چلولۍ غیرانقلابي مُلایان آن پخپل عِلم دعمل اختیار هم نلرې
توفیق وې اختیارنلرې
@zmoz_hir_shoi_wiarona


Репост из: د ملافقیرمحمد درویش ټولې ترانې
دلته به مونږ خپل مات ګوډ لیکل شوي او د ترنم د بلبلانو په غږونو ویل شوي شعرونه له تاسو سره شریکوو، له مونږ سره اوسئ!

http://t.me/Ahmad_Ghaazi1






Репост из: تلمیذ الحماسي خپرندویه اداره
#هغه_جمات_چې_نن_بې_اذانه_پاتې_شوو!!

دشیخ القران والحدیث عبدالحمید حماسي مدفیضه الجاري)
ورور مولوي عبدالمجیب حذیفي تقبله الله) نن له پیشلمي وروسته له کور څخه دجمات په لور روان وه ددې لپاره چې خلک د الله جل جلاله کور (مسجد) ته را وبلي او بیا خلکو ته
په جماعت ســره دالله جل جلاله دا ستر حکم ( لمونځ) ادا کړي،
خبر نه وه!! چې په دې نړۍ کې داسې تور زړي انسانان هم ژوند کوي چې دیو داسې سپیڅلې اروا) دتقلولو اراده لري،
نا ببره یو اجرتي قاتل د الله جل جلاله ددین دښمن ورباندې ظالمانه پیرونه کوي،
او دا مظلوم عالم د ددې نیګړي ژوند ســره نور په همدې نیمه لار کې مخه ښه کوي،
او دشهادت سپیڅلی جام نوش کوي ـ!
اه لاسونه دې شل شه! څنګه دې لاسونه ونه لړزیدل
چې تا درسول الله صلی الله علیه وسلم) هغه رښتونی وارث لپاره مرمۍ تیره وله!
اه ته څومره د ډالرو مجنون وې؟!
اخر څنګه دې دا جرات وکړو؟!
دا خو هغه څوک وه! چې همیشه دانسانانو د فلاح او بهبود په فکــر کې وه!
وحشي ظالم قاتله! تانن څه وکړل دعلم یو باغ (مدرسه) دې بې مالیاره کړه!
تا نن یوه علمي کورنۍ د ویر په ټغر کینوله!
تا نن په زرګونو شاګردان دخپل مشفق استاد په فراق و دردول!
تانن دلکونومخلصو مسلمانانو په مخ د اښکو قطارونه جوړ کړل
ته به په خپل دې ظالمانه کړنې ســره هیڅ حاصل نه کړې!
خو دا هم واوره چې هیڅکله به د هغه قادر رب جل جلاله) له ګرفت څخه خلاص نشې!!
زمونږ ډیر غیرتي رب ده!
هغه به درنه د خپل محبوب صلی الله علیه وسلم) د وارث انتقام ضرور واخلي !!
انتظار شه!
د اخلاقو نمونه د ممتاز علم خاوند فضیلت الشیخ عبدالمجیب حذیفي نور مونږ ســره په دې بدرنګه دنیاګۍ کې نشته،،
هغه دخپل رب لقاء ته لاړه هغه مهاجــر الی الله وه!!
هغه د یوې بلې دنیا سړی وه هغه به ځان ته مهاجر نوم لیکه!
نن مونږ څخه رشتیا مهاجــر شوو،
اه اه ــ
دهغه ټولې کورنۍ متعلیقینو شاګردانو ته!
دتسلیت مراتب وړاندې کوم!
او له سترذات جل جلاله څخه ورته دعظیم اجر او جمیل صبر غوښتوونکی یم،
انالله واناالیه راجعون،
اخوکم فی الله
م.محمد الیاس نبراس


Репост из: امارتي ميډيا Emarati Media
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د پسرلي په وياړ ښکلي ترانه .

څومره مزه کوي پر دښتـــــو د هیواد پسرلی
خدای خو دي نه کړي بې ملګرو د جهاد پسرلی .

آواز قاري منصور غزنوي
شاعر ، احمد غازي

امارتي ميډيا ټلګرام چينل
🌐🤝
https://t.me/ABHRG


Репост из: nunn.asia
څاره ، هغې سترګې ته یې ډیر ځیر وم چې د شوروي اشغال په مهال یې په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، خو هغه مې هم دقیقه صحیح نه کړای شوه، ځکه زه د نوموړي چپ لوري ته ناست وم.

نوموړي په خپل ځای کې تر کیناستو وروسته د مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه د خبرو اوریدو غوښتنه وکړه، هغوی هر یوه په خپل نوبت خبرې کولې او ده په آرامه ورته غوږ نیولی و، کوم ځای چې به یې د پوښتنې ضرورت شو، هلته به یې وضاحت غوښت.
په ټول مجلس یو ځانګړی کیفیت طارئ و.
زه چې د مجلس په برخوالو کې یې تر ټولو زیات تر اغیزې راغلی وم ،له نوموړي سره د خبرو په مهال مې دا حس کوله چې واقعا هم له یوه واقعي واکمن حکمران سره مخ یم.

عجيبه دا وه چې د مجلس په ټولو برخوالو کې ملا محمد عمر مجاهد په ځواني او جامو کې تر ټولو خوار مالومیده ، خو معنوي هیبت یې بیا ټول مجلس په خارق العادته ډول تر اغېز لاندې راوستی ؤ.

تر قرنونو به یادیږي هر مؤمن به پرې نازیږي
مجاهد محمدعمر به مو تل زړونو کې اوسیږي


Репост из: nunn.asia
چې خپله واکمني یې د الله تعالی د کلمې تر لوړ والي ځار کړه.

همدې زړور او نوښتګر قائد او ستر لارښود امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، بالاخره له الهي قضا او پریکړې سره سم د۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه چې د ۲۰۱۳ د اپریل له ۲۴ مې سره سمون خوري، خپل روح حقيقي بادشاه او تل پاتې رب ته وسپاره او د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ سترګې پتې کړې، خو تر شا يې يو نه ماتېدونکی ايماني ځواک پرېښود.
انا لله وانا الیه راجعون…

د مرحوم امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه د اسلامي علماوو، مفکرينو او استادانو لنډ تأثرات:
راځئ دلته د دغه نوښتګر قائد د وفات په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو، اسلامي مفکرینو او سیاست پوهانو ځینې تاثرات ولولو:
د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه شيخ ابو محمد المقدسي ويلي:
خدای دې پر امام ملا محمد عمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله تعالی نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه، د نصحیت ګرو نصیحت يې و مانه او له کفارو سره تر هغه وجنګید، تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.

د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه؛ علامه شیخ علوان:
د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا محمد عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ، چې هغه دې خپله واکمنې د الله تعالی له دین څخه قربان کړي وي. الله دي پري ورحمیږي او جنت الفردوس يې ځای شه!

مشهور ژورنالیست عرفان صدیقي:
هغه چې کله د خپلې واکمنۍ د وروستي ښار «کندهار» له سقوط وروسته د افغانستان د مغرورو غرونو په خوا روان و، نو په تندي یې له الله تعالی پرته بل چا ته د سجدې خاپ نه ښکارېدو.

دوكتور حاکم المطیري الكويتي:
د ملا محمد عمر مجاهد په وفات سره اسلامي امت یو ستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې پر خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.
ای د اسلامي امت زعيمه! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وې، چې د اسلامي امت موجود او راتلونکي نسلونه ، د هغوی ټول جهادي او فکري نهضتونه او فقهي مدارس به په تا پسې اقتداء کوي.
اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له موږه وکوچیدې؟!

دكتور شامل:
ای د نړۍ ژبپوهانو اديبانو!
راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونه له سره ولیکئ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملا عمر نوم ورځای کړئ…

أبو حمزة الدرعاوي:
دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي، هغه شهید دی. خدای تعالی دې د شهید ملا محمد عمر (مجاهد) شهادت قبول کړي او الله تعالی دې جنت الفردوس ته داخل کړي.

أبو عزام الأنصاري:
لوی سړی و، په ډیر لوی وجود کې امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده.

پر دې سربیره د امیر المؤمنین د وفات خبر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته يو غمجن خبر ؤ او د اسلامي نړۍ زیات شمیر علمي او جهادي شخصیتونو په دې اړه د اسلامي امارت د مشر تابه په نوم د غمشریکي او خواخوږۍ پیغامونه راولیږل.

له ملا محمد عمر مجاهد سره د مشهور ژورنالست «تيسير علوني» يوه لنډه خاطره:
کله چې په (۲۰۰۰م) کال امريکا پر افغانستان ډېر زيات بنديزونه وضع کړل، نو څه موده پس د اسلامۍ نړۍ ګڼ شمېر مشهور علماؤ او مفکرين له ملا محمد عمر مجاهد سره د ليدنې خپلو خپلو مشورو شريکولو په موخه افغانستان ته راغلل.
په دغه وفد کې د مصر د الازهر جامعې درې استادان، مشهور اسلامي مفکر فهمي هويدي، د اسلامي نړۍ د علماؤ ټولنې مشر دوکتور يوسف القرضاوي او ګڼو نورو علماؤ ګډون درلود، له دوی سره د الجزيره تلويزوني شبکې له خوا د افغانستان د څانګې مسؤل ښاغلی تيسير علوني هم په دغه پلاوي کې ملګری ؤ. نوموړي له امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره د خپل ملاقات تأثر داسې بيانوي:

د ملا محمد عمر مجاهد د کار دفتر ته له ور رسیدو سره سم هلته مېشتو طالبانو په درناوي استقبال کړو، نه یې تلاشي او نه یې هم په دروازه کې په انتظار کولو سره ماتل کړو.

بلکې له ور رسیدو سره سم یې یوه مستطیل شکله تالار ته راهنمايي کړو.
په تالار کې افغاني قالینې ویړې او څنګو ته یې عادي تکیې ايښې وې.

لږ ساعت وروسته ملا محمد عمر مجاهد له دوو نفرو وسله والو طالبانو سره تالار ته را دننه شو.

دنګه بې غوښې ونه ، مناسبه توره ږیره او غنم رنګه زړه وړونکې څیره یې لرله.
توره لنګوټه یې پر سر او پر خاکستري رنګه جامو یې د زوړ والي نښې له ورایه ښکاریدې.

د یوه ژورنالیست په توګه ما غوښتل ډېر په دقت د هغه رنګ او څیرې ته وګورم، خو دومره یې تر تاثیر لاندې راغلم، چې د مخامخ کتلو توان مې له لاسه ورکړ.
نوموړی له مونږ ټولو سره تر روغبړ وروسته؛ د تالار په ښي کونج خپل ځای کې کیناست.

زه له نوموړي نه کیڼ لورته څلورم نفر وم، ما يې د ناستې په مهال غلي غلي د خبرو او حرکاتو وضعیت


‌‏رسول الله ﷺ فرمائي:
که هر څوک په روژه کې دشپې لمونځ په ایماندارۍ او دثواب په نیت وکړي نو مخکني ګناهونه به یې ور وبخښل شي".
(بخاری ۳۷ مسلم ۷۵۹)


هغه یو عجب رهبر و،
زموږ د کور مخته مدرسه وه، لوی ملا صاحب به هر وخت هغه مدرسې ته راتلئ، د طا لبانو او مدرسې د نظم حال به یې اخیسته، زه ماشوم وم ښه می یاد دی چی د مدرسې مخته ناست وم او لوی ملا صاحب په موټر کی له مدرسې راووتئ، غوښتل یې چی ولاړ سی، خو په زیات شمیر طا لبانو د هغه د موټر پر بغلونو روان وه او ملا صاحب ته یې ویل چی پیسې راکړه، ښه می یاد دی چی ملا صاحب به تر هنداره سر راوویست او ویې ویل، طا لبانو ستاسی پیسې می د مدرسې ناظم ته ورکړی دی، خو طا لبان د لوی ملا صاحب له موټره نه ګرځېده او پر بغل ورسره روان وه، ماته تر ټولو حالبه دا وه چی ملا صاحب کولاي سول چی ډریور ته یې ویلی واي چی موټر وځغلوه طا لبان پریږده، خو داسی یې نه وکړل، بلآخره له موټره راکښته سو او د طا لبانو سره یې په نرمه لحجه خبره خلاصه کړه، کم وخت چی لوی ملا صاحب موټر ته پورته سو، نو د مدرسې ناظم راورسېدئ، طا لبان یې په لښته ووهل، لوی ملا صاحب رحمه الله بیرته له موټره راکښته سو ،ناظم ته یې وویل ،طا لبان دی ولی ووهل؟ ناظم ډیر وارخطاء سو ځکه لوی ملا صاحب یو رقم تأثیر درلود، ناظم وویل ،له دې امله می ووهل چی تاته یې مزاحمت کاوه، لوی ملا صاحب پر ناظم غوصه سو، او بیرته له موټره راکښته سو، دوهم ځل یې طا لبانو ته پیسې ورکړې او روان سو،
رشتیاهم ... هغه یو عجب رهبر و، هغه د یو داسی سیسټم اساس کېښود چی تر ننه ورځی د دې سیسټم چی امــ ــا رت دی په چوکاټ کی یې میلیونه خلګو قربانئ ورکړیدی، څوک چی دغه سیسټم ته داخل سو، هغه بیا کرکه، تعصب ،قوم پرستی، سمت او ژبه نه منی، بلکی هر څه ښه او بد یې د الله ج د رضاء لپاره وی،
هغه رهبر بیا نه راځی ،خو داسی خلګ یې روزلی دی چی تر قیامته به د هغه رحمه الله مسیر تعقیبوی.


Репост из: د ملافقیرمحمد درویش ټولې ترانې
دلته به مونږ خپل مات ګوډ لیکل شوي او د ترنم د بلبلانو په غږونو ویل شوي شعرونه له تاسو سره شریکوو، له مونږ سره اوسئ!

http://t.me/Ahmad_Ghaazi1










څو شېبې له عمر ثالث سره
https://www.nunn.asia/?p=185516
صفي الله “رائد”

څه موده وړاندې یو چا راته کیسه کوله ویل: د طالبانو پر وخت کندهار کې و، یو مازدیګر ر مو غوښتل چې د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجلس ته ورشو، همداسې وشول؛ له څو ملګرو سره په ګډه د لوی ملا صاحب کورته ورغلو، د عمر ثالث مجلس ته تر مونږ مخکې ځینې مخور مشایخ کرام او نور میلمانه هم راغلي و، تر روغبړ وروسته مونږ ته يې هم چای راوړ او کېښودل شو.

تر لږ چوپتیا وروسته یو شیخ صاحب امیرالمومنین ته د چای څښلو په دوران کې د کندهار او کویټې د لارې ځینې مشکلات بیان کړل ویل یې: په لاره کې مازدیګر نه وروسته اکثر غله لږېږي او موټران لوټوي؛ که یې په هکله تاسو د اسلامي امارت په مشرانو کې داسې یو چاته امر وکړئ؛ تر څو دغه لاره د عامو خلکو پر مخ ژر پر امنه او د غلو مخه یې ونیسي.

لوی ملاصاحب چې سپینې نوراني چهره او توره ولول پګړۍ یې ښکلا یو پر دوه کړې وه په نرمه لهجه یې خبرې شروع کړې؛ داسې ته وا چې هره خبره یې مخکې لیکلې او اوس یې مونږ ته وایي، ساده خبرې، په ساده ټکو کې خو هره یوه یې د لیکلو وه چې باید لیکلې مو وی خو…

امیر المؤمنین د شیخ صاحب د خبرو په جواب کې وویل: شیخ صاحب!

الله تعالی دې تاسو ته اجر درکړي چې ماته مو دغه د لارې مشکل واوراوه او ان شاءالله چې زه به یې ډېر ژر غمه کوم. او بیا یې وویل:

شیخ صاحب! الله تعالی جل جلاله وماته په اسلامي امارت کې دمسلمه امت په څېر دوه اختران راکړي، چې یو ملا اختر محمد عثماني دی او بل ملا اختر محمد منصور صاحب دی، او ویل یې اکثره غټ غټ کارونه هم پر دغو دواړو کوم او ویل یې: دا اوس به ستا دغه د لارې مشکل ملا اختر محمد منصور صاحب ته چې شه متقي انسان دی او ماته د لوی اختر په شان دی، حواله کړم او ان شاءالله چې هغه به یې ژر غم وکړي.
چې بیا همداسې وشول او دلارې مشکل دتل لپاره حل شو.

هو! د اسلامي امارت مؤسس او د اسلامي امارت لومړی رهبره!
زمونږ د سترګو تور مرحوم امیرالمؤمنینه!
هو! بلکل همداسې و؛ ته په الله ګران وې؛ ته ورته نېږدې وې ځګه خو د مسلمه امت په څېر یې تاسو ته هم دوه اخترونه درنصیب کړي و.

هو! په رښتیا چې زمونږ ګران رهبر شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور تقبله الله ستا لپاره د لوی اختر په څېر و.

زړه ته رانېږدې مشره! که څه هم په هغه دور کې ستا لپاره خو! په اوسني عصر کې د ټول مسله امت لپاره لوی اختر ګرځېدلی و، داسې اختر چې تل به له خوښیو ډک و، تل یې کړېدلي امت ته زیري ورکول او امت یې په خوښیو نازاوه.

ای کاش چې اوس خو یا ته وی او یادې د لاس امسا شهید امیرالمؤمنین.

خو افسوس!

افسوس چې اوس زمونږ ترمنځ نه ته شتون لرې او نه هم ستا له خوښیو ډک دوه اخترونه.


38 نوې ترانې د مرحوم عالیقدر آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجهاهد رحمه الله تعالی
د⑧تلین په مناسبت زموژ ټلګرام څخه تر لاسه کولی شی👇👇
https://t.me/AlBadriOffice


رسول الله ﷺ فرمایې:

د الله ﷻ ټول بنده ګان خطا کوی، خو تر ټولو غوره بنده ګان هغه دی، چه له خطا څخه ورسته توبه وکړي.
( رواه: ترمذي )


‌‏رسول الله ﷺ فرمائي:
که هر څوک په روژه کې دشپې لمونځ په ایماندارۍ او دثواب په نیت وکړي نو مخکني ګناهونه به یې ور وبخښل شي".
(بخاری ۳۷ مسلم ۷۵۹)


د ډېرو د فراق غشو مو زړونه را رېبلي
سینو کې مو پراتۀ لکه ښیښې زرې زرې

ادریس حقیار لوګروال

Показано 20 последних публикаций.

946

подписчиков
Статистика канала